(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وريښمو لار

[02.Aug.2018 - 14:27]

زوړ بلخ ، د وريښمو لار او پښتانه

څېړندوی عبدالغفور لېوال

بلهیکا، بهلیکا، باکتریا، باختریش، باختر، بخدي او بلخ ټول د بلخ زاړه نومونه دي.

تر ټولو وړاندې کله چې آریايي قبیلې جنوب ته راوکوچیدلې داسې ښکاري چې لومړی دمه ځای یې همدغه سیمه وه چې وروسته د ډېرو مدنیتونو زانګو شوه. بلخ امو سیند ته د نږدیوالي له امله له یوې خوا او د خپلو ورشوګانو او کرنیز ماحول له امله له بلې خوا د هستوګنې په زړه پورې ځای شو او تر هیندوکوښ را اوښتونکو یا وراوښتونکو ټولو کاروانونو غوښتل خامخا پر بلخ ورپېښ شي.

آن تر میلاد مخکې لومړۍ زریزې څخه ورهاخوا داسې اسناد شته چې بلخ د ورېښمو پر لرغونې لار  د یوه مهم دمه ځای په توګه ګڼي.

همدا تېره وانۍ، سرینګر ته تر یوه علمي سفر وروسته مې له یو شمېر هندي پوهانو سره په دې اړه بحث وکړ او د کشمېر پوهنتون د منځنۍ آسیا د څېړنو په مرکز کې مې د یوه موزیم د کتلو پرمهال ګڼې داسې نقشې ولیدلې چې بلخ یې د وریښمو د لویې لارې د څلورو څانګو د تقاطع سیمه ښووله او د سلګونو کلو پخوا مدني مرکز یې باله.

هغه مهال د نړۍ د یوې سترې برخې د اقتصادي ژوند شریان همدغه د وریښمو لار وه چې له لېرې جاپان، کوریاګانو او چین څخه یې لومړۍ څانګې را خوځیدی له چین، مغولستان او د هند له شمال څخه یې بېلا بېلې څانګې سره یو ځای کېدې او د یوې لویې لارې په توګه کشمیر ته را ننوتله، له دې ځایه په درې لویو لارو تبت، منځنۍ آسیا او قفقاز، بله د پامیر له لوري د افغانستان شمال او درېیمه جنوب ته تر پښتونخوا، خیبر درې، ننګرهار، کابل او بلاخره هیندوکوښ او بلخ پورې رسیده. په دې توګه ددې درې و اړو لارو لړۍ بلخ ته له شمال، ختیځ او جنوب څخه راتلې او بېرته لویدیځ ته بیا تر هرات، مروې او زاړه پارس پورې رسیدلې، چې څلور لارې د تقاطع زړه همدغه بلخ و.

د تاریخ تجربه ده؛ هر هغه ښار، چې له تجارتي، کرنیز او اقتصادي پلوه معمور او آباد وي، نو له علمي، کولتوري او مدني پلوه هم پرمختګ کوي او تاریخ شاهد دی چې بلخ له همداسې بختورو ښارونو څخه و، نه یوازې دا چې د بودايي مدنیت نښې ورته له ختیځه، د یوناني هغه له لویدیځه راغلې بلکې پخپله د زردښتي  مذهب او مدنیت زانګو شو او پر څېرمه سیمو یې اغیز وکړ.

خسانتوس Xantus تر هېرودت مخکې تېر شوی مورخ دی، هغه لیکي چې زردښت ۶۰۰کاله مخکې تردې چې هخامنشي خشایارشا پر یونان وبلوسي په بلخ کې ظهور وکړ. په دې حساب د زردښت د موجودیت تاریخ تر میلاد (۱۰۸۰) کاله پخوا ګڼل کېږي که څه هم هېڅکله د زردښت د زوکړې یا ظهور دقیق تاریخ نه دی ښکاره شوی، تر ټولو کمزوری روایت، چې د ارستو او د هغه شاګرد ادکسوس یې ذکر کوي او وايي، چې زردښت تر اپلاتون شپږزره کاله پخوا اوسیده، څخه راونیسه بیا د رومي امیانوس مارسلینوس تر روایته چې زردښت د داریوش د پلار هستاسپس همزولی ګڼي سړي ته بشپړه سرګرداني پېښوي چې ددغه آریايي لارښود د ظهور وخت وټاکي مګر دا ثابته ده چې زردښت د بلخ و او هغه روایات چې دی د آذربایجان ګڼي ډېر کمزوري دي.

په هر صورت زردښت له بلخه، بودايي دین له ختیځه، وروسته د یوناني مدنیت نښې له لویدیځه ددې لامل شوې چې بلخ د مدنیتونو د مزج او تقاطع مرکز وګرځوي او وروسته د اسلام د سپیڅلي دین تر رارسیدو یې په ام البلاد، قبة الاسلام، دارالفقها، او نورو القابو وویاړي.

هغه حدود چې د ابن خلدون د تاریخ د مقدمې د لومړي ټوک په ۶۳ او ۶۴ مخونو کې ښوول شوي د بلخ علاقه د جوزجان، قاشان، بوشنګ، طالقان او مرو پورې ګڼي چې دا د افغانستان د شمالي څنډو ډېري برخې رانغاړي او په دې توګه وینو چې بلخ یوازې یو ښار نه، بلکې یوې لویې سیمې ته ویل کېدل.

پروفیسور جي . ویشال چې پر وریښمو لار یې په زړه پورې او ژورې څېړنې کړي په خپله هغه مقاله کې چې « د وریښمو لار او د منځنۍ آسیا زړو مدنیت نومیږي» لیکي : د بودايي مثلث یوه لیکه شمال ته تر بلخه غځیدلې وه، یوه څوکه یې هډې او پر شاپوره ( ننني پېښور) او بله یې تر بامیان پورې رسیده جنوب ته تر نننۍ پکتیا پورې یې هم لار درلوده.

خو ددې لارې په مسیر کې چې له هیندوکوښه تېریده او د مثلث یوه کرښه یې له بلخ سره نښلوله، پردې لاره ساتونکي ساګان وو، چې د بلخ د پاچا له خوا ګومار شوي وو او د هغه وخت د قوانینو له مخې به یې مالیه ټولوله. ساګان دنګ، غنم رنګ، زړه ور او ښکلي ساتونکي وو، اوږدې جامې یې اغوښتې او د نننیو پګړیو په څېر زیړ رنګه پتکي یې وهل

د ویشال په ژبه ساګان هماغه ساکان دي، چې د پښتنو ډېرې خیلخانې ور پورې اړوندې دي. دا چې ولې ساګان ددغو لارو ستاتونکي ټاکل شوي وو، ویشال یې داسې ځواب ورکوي  :

ساګان له غزني او کندهاره نیولې بیا تر ګندهارا پورې په بېلا بېلو سیمو کې میشت وو، دوی چې ډېرې ځمکې نه درلودې د کشمیر، هند او ماورالنهر ترمنځ په تجارت بوخت وو، د کاروانونو ساتونکي یې هم له خپلو ټبرونو ټاکلي و او د بلخ واکمنانو چې د هغو زړورتیا او صداقت ولیده د لارې د یوې برخې ساتنه یې دوی ته وسپارله، د ساکانو د حضور یوه نښه هماغه وخت په بلخ کې څرګندوي چې بلخ د افغانستان له ختیځو او جنوبي سیمو سره کلکې تجارتي او مدني اړیکې درلودې او له آریايي قبایلو څخه د پښتنو ټبرلا هماغه وخت په بلخ او شاوخوا کې حضور درلوده.

په هندي تلفظ کې ساکانسهاګان لیکل شوي، د کابل لوګر په لویه لاره چې ځې تر ولایتیو وروسته د شیوکیو لار ګرځېدلې د څرخاو کلي ته مخامخ د لوګر سیند پورې غاړه د سهاکو مشهور کلي اوس هم په هماغه تلفظ یادېږي.

د وریښمو د لارې زوړ بهیر د چنګیزی یرغل پر وخت له منځه ولاړد وریښمو د لارې یوه ځانګړنه داوه چې د کلتوري اوهنري آثارو ګډون یې رامنځ ته کاوه، د تاریخ پوهان به دا راسره ومني چې په یوه واحده لرغونې حوزه کې د ګریکوبو دیک، لمر پرستۍ، زردښتۍ، نګه بودايي، نګه یوناني، او حتی په ناپېژندل شوي مذهبونو پورې اړوند آثار موندلای شئ. د میرز کې په خزانه کې له ډېرو لرغونیو سکو رانیولې د کوشاني دور او د محلي واکمنیو سکې پیدا شوې، ما واوریدل چې حتی د اسلامي دورې آثار هم په کې وو.

د بلخ د مدني حوزې له بېلا بېلو سیمو څخه دمتفاوتو فرهنګونو د نښو ترلاسه کېدل دا ښيي چې د تجارتي لارو له برکته ګڼ مدنیتونه په دغه ښار کې تللي راغلي وو.

له دې بحث څخه زموږ هدف دادی چې آن له ډېرې لرغونې دورې څخه د قومونو ګډون او پراخ حضور په ټوله افغاني خاوره کې یو تاریخي واقعیت و او دی.

او دغه ګډون تصادفي یا سیاسي دلیل نه درلوده بلکې د خلکو اقتصادي ګټې، تجارتي تګ راتګ اود لویو ترانزیتي لارو د مسیرونو له امله رامنځ ته شوی و.

اوس چې په سیمه کې د وریښمو د لارې بیا را ژوندي کېدل مطرح شوي دي او د سیمې هېوادونه ددغې لارې د مډرن او نوي شکل بیا پرانیستل غواړي موږ باور لرو چې افغانستان به ددغې لارې په مسیر کې د زرینې کړۍ حیثیت ولري او دا هم ښکاره ده چې ویاړلی بلخ به ددغې زرینې کړۍ یوه ډېره مهمه برخه وي.

انشاالله

بدلون اوونيزه لومړی کال(۲۶) ګڼه چارشنبهکب ۲۷ ۱۳۹۳

-
بېرته شاته