(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسیاسي ګوندونواو که د...

[06.Sep.2018 - 14:46]

دسیاسي ګوندونواو که دجنايي بانډونو ملي لوی ایتلاف

لیک: رڼاګل اریوبزی، دکابل پوهنتون پخوانی استاد

دلته تر هرڅه دمخه دهیواد درنو لیکوالانو، پوهانو، ژورنالستانواو دقلم نورو خاوندانو پاملرنه دګل پاچا الفت لاندی شعرته راګرځوم.

 دی لیکي چې

که رښتیا و یلی نـشې  کښــینه  غلی

دروغ مه وایه که ځان ګڼې  ښاغلی

آس یې مه بوله، بوراق مه ورته وایه

بی لکۍ خره ته که خـر نشــې ویـلی

زما په اند قاتل، غاصب، فاسد او لوټمارته دسیاستوال لقب ورکول د بې لکۍ خره نه دبوراق جوړولو په مانا دی او دا کار په هیوادکې سولې، امنیت او پر مختګ ته هیڅ ګټه نه رسوي. دهغو ډلو ټپلو په هکله چې له دي ډول اشخاصو له خوا یې لار ښوونه کیږي دا پوښتنه هم رامنځ ته کیږي چې دا ګروپونه په رښتیا سیاسي ګوندونه دي او که نه جنایي بانډونه دي؟  حقیقت دادی چې دي بانډونو په تیرو څلویښتو کلونوکې ونشو کړای چې پخپله، په خپل زور، عقل او شعور داسې ا یتلافي حکومت جوړ کړي چې لږ تر لږه شپږ میاشتې دوام وکړي. ټول عمر یي دقدرت، ولجو، غصب او غنیمت په سر په خپلمنځی جنګونو، وژلو ټکولو او دافغان ولس په ځپلو تیرکړ. ددي ټکی دسپیناوي له پاره غواړم چې د هیواد دوروستني پنځوس کلن تاریخ خنې مهمو پیښو ته یوه لنډه کتنه وکړم.

د دی وخت تر ټولو غټه پیښه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد نظامي تیری و چی دبیساري ولسي مقاومت سره مخامخ شو. دخواشینې ځای دادی چی دا په هیواد او خپلواکۍ مین ولس دخپلواکۍ له پاره په مبارزه کې دا ځل په دي بریالی نشو چې په تیر وخت کی دخپلو نیکونو په شان دخپل جهاد سیاسي او نظامي مشرتابه له خپل منځ نه د سیاسي او نظامي وړتیا له مخې په خپله وټاکی. علت دا و چی د قدرت تیږی او د هیواد دلوړو ګټو سره مخالف عناصر آن دسردار محمد داود دجمهوریت په پیل کې او دهغه په خلاف سیاسي موخو ته درسیدو له پاره د پا کستان د نظامي استخباراتو په سیمه کی ځانو ته ځالې جوړې کړې وې. د آی اس آی په لارښوونه او دهغه په پیسو او وسلو يې دولسمشر محمد داود په خلاف یو ناکام نظامی پاڅون هم پیل کړ. آی اس آی دوخت په اوږدو کې له دي اوه سرونونه اوه تنظیمونه جوړ کړل. د اشغالونکو هوایي او ځمکنیو بمباریو کلي او بانډې له سره ورانولې، نو ځکه په ملیونه هیواد وال له کور اوکلي تیښتی ته مجبوریدل چی ډیره برخه يي پاکستان ته مهاجرکیدل او هلته به بیا د آی اس آی په زور د همدي تنظیمونو په جال کې راګیر کیدل. نو ځکه وایو چی دجهادي تنظیمونو لیډران افغاني مجاهدینو نه بلکې پاکستاني  جنرالانو وټاکل او د هغوی ټول کړه وړه يي کنترولول. دروسانو دماتولواو دافغان ولس دوسلوال پا څون دملا تړ له پاره له بهر، په تیره بیاد امریکا په مشرۍ له غربی اوعربی نړۍ څخه، پریمانه پیسې او وسلې راسرشوې چی نیغ په نیغه دافغان مجاهدینو لاس ته نه رسیدې بلکی تردې وړاندې به دپاکستان دولتي چارواکو ته تسلیمیدې. په دې توګه دجهادي تنظیمونو دپیسو او وسلو سرچینه دپاکستان ددو لتي ارګانونو، تر ټولو دمخه دهغه هیواد دنظامي استخباراتو په لاس ورغله. آی اس آی دا واک درلود چې په چا څه او څومره لوروي اویا هیڅ نه ورکوي او له ځان سره يي ساتي. دتنظیمونو لیډران، چی له سره دایمان او ملي ارمان په ځای دقدرت، شتمنې او پیسو لیوالان وو، په بدل کې به يي هرهغه څه په ټیټ سر او پټو سترګو منل چی دهغه وخت د آی اس آی رئیس جنرال حمید ګل به ورته ویل.

په دې ډول يې دجهاد په نامه پیسې او وسلې ترلاسه کولې او دترلاسه شوو وسلو څخه يې ځنې په هغه وخت کی هم پلورلې او دسټینګر راکټونو په رسوایې دنړۍ ټولې رسنې وغږیدلي. سټینګر په هغه وخت کې له ځمکې وهواته تر ټولو مډرن اوا غیزناک راکټونه وو.امریکایانو نه غوښتل چې دا راکټونه د امریکا ضد بهرنیو دولتونو اوسازمانونو په لاس ورشي، نوځکه تر دې وخت پورې دناټوسازمان له سیمې نه وو بهر شوي، خو داچې امریکا دروس په ماتولو کې دځان له پاره ډیري ګټي لیدلې نو تنظیمي لیډرانو ته ېې وروسپارل  چې دوی بیا پخپل وار له همدې راکټونو څخه ځني دوسلو په نړیوال تور بازار کې وپلورل او خپل امریکا يي انډیوالان ېې پخپلو کړو یو څه پښیمانه کړل.

هلته د کور په دننهافغانستانکې هر څه چې په لاس ورتلل د« جهاد غنیمت» ېې ګڼل. په دې نامه ېې کورونه او عامه شتمنې لوټولې، تر دې چې دفابریکو ماشینونه ېې پاکستان ته وړل او هلته ېې پلورل. له بلې خوا هلته دپاکستان دولتي چارواکو په افغانستان کې سیاسي موخو ته درسیدو له پاره له تنظیمي لیډرانو دسیاسي رول لوبولو او دروسانو له وتلو نه وروسته دحکومت جوړولو تمه درلوده، خو دا تمه ېې سرته ونه رسیده. آی اس آی وخت په وخت تنظیمي لیډران د موقتي حکومت جوړولو ته رابلل، خوکوم حکومت به چې نن د آی اس آی په ټینګار له تنظيمي لیډرانو جوړیده، سبا بیرته ورانیده. علت دا و چې تنظیمونه دقدرت، غنیمت، ولجو او پیسو په ویش نه سره جوړیدل، تضادونه نه پخلا کیدونکی ول او په یوه ایتلافی حکومت کی نه سره ځا ئېدل. دا اختلافونه دځنو تنظیمونو ترمنځ وسلوالو نښتوته ورسیدل چې پکی دیو بل په وژلو او ورسره دټول ولس په ځورولو نه مړیدل. په دې ډول دوخت په اوږدو کې له جهادی تنظیمونو جنايي بانډونه جوړ شول.

آی اس آی د ۱۹۹۲ میلادي کال دجون په میاشت کې دوروستي ځل له پاره په اسلام اباد کې د ټولو تنظیمونو په ګډون  یو بل موقتی حکومت جوړکړ چې د لومړیو دوه میاشتو له پاره ېې حضرت صاحب ثبغت اله مجددی او ورپسې څلورو میاشتو له پاره ېې برهان الدین رباني د ولسمشرانو په توګه وټاکل او کابل ته ېې را ولیږل. حضرت صاحب په دې فاني دنیاکې دفاني ولسمشرۍ په عشق کې اوپه دي مقام کی د لږزیات وخت  د پا تې کیدو په تمه دخپل میراثي او دایمي روحانیت نه تیر شو او دروسانو داشغال په وخت کې دهغوی مشهور اجیر عبدالرشید دوستم ته، چی په لوړ ګمان به يي دحضرت صاحب دتنظیم غړي هم په شهادت رسولي وي، دخالد بن ولید لقب ورکړ. دوستم لا تردې پخوا دبل جنګسالار اجمد شا مسعود، دوحدت ګوند، د کارمل له پرچم اوستم سره دملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندی دسولې پلان دشنډولو له پاره بل ایتلاف جوړ کړی و اود احمدشا مسعود دیو کوچني ګواښ په وړاندې دحضرت صاحب دولسمشرۍ دخوبونو اوارمانونو نړۍ تبا شوه، په نه زړه، خو دمجبوریت له مخې، له تخته راکوز شو، نه دین شو او نه دنیاشوه.

بالاخره برهانالدی رباني په بې بخته تخت کښیناست اوورسره سم په دې تخت دشمالي ټلوالې اود حکمتیار داسلامي ګوند تر منځ وسلوالو نښتو زور واخیست چی په بهیر کې ېې زاړه ایتلافونه ړنګیدل نوي جوړیدل خو جنګونه نه ختمید ل، یوازې دجنګ ماشین چالان و، دلوټمارۍ، وژلو، ورانولو اوبې ناموسۍ بازار تود و، لوټماران او جنګسالاران جنګي جنایتکاران شول، دانسان په حق، پت اوعزت څه پو هیدل. په هغه څه چی په دی وخت کی په ټول هیواد، په تیره بیا دکابل په ښار تیرشوي دي، ډیر څه لیکل شوي دي، زه یی نه تکراروم او دي ټکي ته راځم چې پنجابی جنرالان هم پوه شول چې له اجیرانو ېې سیاستوال نه جوړیږي، له سیاسی کلتور نه بې برخې پاتي شول، دحکومت په جوړولو اوچلولو نه پو هیږي او دا وړۍ وړۍ پاتی شوی، نه شړۍ کیږي. لویه ستونځه ېې دا وه چې بیله اجیر حکومته پاکستان په افغانستان کې خپلو سیاسي موخو ته نه رسیږي، نوځکه تری ناهیلی او لاس په سرشو.

د شمال ټلوالی د پخوا راهسی دروس اوایران سره پټې او څرګندې یارانې ګاللی او ګډي پروژي ېې عملي کولې، خو وروسته هندوستان هم درباني حکومت دساتلو او په پښو درولو له پاره دپام وړ مرستې ور ورسولې. دا ځل ېې دسیمې ددرې ځواکمنو هیوادو- ایران، روس او هندوستان- په مرسته هم دطالبانو په وړاندې تر خپلې ولکې لاندې سیمې ونشوې ساتلی. په دې حالت کې هم یو له بله نه سره جوړیدل، یو له بله او په ګډه بیا د ټول ولس له قهره ډاریدل. حکمتیار دطالبانو سره له لنډ جنګ نه وروسته د خپل مرکز چار اسیا نه په بیړه پښې سپکې کړې. د ننګرهار والي حاجي قدیر د پنځوسو طالبانو نه په تیښته شو او نامالومې خوا ته ېې سترګې پټي کړې او ۲۵۰ طالبانو تورن اسمعیل خان ایران ته په تیښه مجبور کړ. احمد شا مسعود او برهان الدین رباني، مخکې له دې چې طالبان له وریښمین تنګي نه دکابل په لور وخوځیږي، دښاغلي غزیزي په قول« شهر کابل را بدون مقاومت به قصد رسیدن به شمال( پنجشیر) ترک میکند وهستو بود پایتخت را که اقلام عمده آنرا سلاح ومهمات، وسایط نقلیه، اجناس قیمتی وپولهای دولتی بود میبرد».

دپانډونو زوال پیل شو، ورځ په ورځ به ماتید ل، ځني بهرته وتښتیدل، ځني ورک شول او په سمڅو ننوتل او لږ څه چې پاتي ول هم په خپل برخلیک سم پوهیدل. خو بخت يي په دي بیدار و چې د۲۰۰۱ کال دسیپټمبر په ۱۱ نیټه په امریکا تروریستي برید وشو. آمریکایان په دي عقیده وو چی دا برید دالقاعده ترورستی سازمان کړی دی او طالبانو دي سازمان ته په خپل هیواد کې ځای ورکړی دی. نو ځکه يې زموږ په هیواد باندی دوسلوال برید له پاره تیاري پیل کړه. په سمڅو ننوتلي او بهر ته تښتید لي جنکسالاران او دهغوی تیت وپرک شوي باډونه يې بیرته سره راټول او منظم کړل اود حامد کرزی تر ولسمشرې لاندې ېې په ټاکلي چوکاټ کې دولتي واک وروسپاره. دحامد کرزي تر ولسمشرې لاندې ددي دولت لاسته راوړنې په کورنیو اوبهرنیو رسنیوکې په لاندې ډول نندارې ته وړاندي کیږي:

۱هیروئین: د دي ټوکي په تولید او تجارت کې دحامد کرزي دولت دنړۍ په کچه لومړی مقام ترلاسه کړ. د دي چټک پرمختګ بنسټیزلا مل دادی چې لوړ پوړي دولتي چارواکي او زورواکي، ترټولو دمخه دحامد کرزي کورنې او د بلخ پخوانی والي عطا نور ترې زیاته ګټه تر لاسه کوې. دچارو کار پوه، يواخیم  لورینت، لیکي چې په ۲۰۰۴ کال کې ولسمشر حامد کرزي دبلخ ولایت ته د پولیسو نوی قومندان ورو لیږه ترڅو د عطا نور دهیروئینو قاچاقي کاروانونه ونیسي او ضبط ېې کړي. عطا نور خپلی ملیشې تیار سی کړې. کرزی ور پخلا شو او عطا نور ېې د بلخ والي مقرر کړ. نن چې دواړه د« سیاسي ګوندونو په لوی ملي ایتلاف» کې یو ځای سره ناست دي موږ نه پوهیږو چې افغانستان ته اوکه دهیروئینو خپل قاچاقي کاروان ته نجات ورکوی.

۲فساد: په دې برخه کې دحامد کرزي او دهغه دلوړ پوړودولتي چارواکو دهلو ځلو په برکت فساد نه یوازې د دوی په خوی او عادت او په خصلت بدل شو بلکې ورڅخه نه جلا کیدونکی صفت هم جوړشو. دا په دی مانا چې که دکرزي ددولت دهر لوړ پوړي چارواکي او یا زور واکي نوم اورو نودنوم سره ېې دفساد ټکی هم را یادیږي، په فساد عادت شوي په فاسدو کړو نه شرمیږي او داسې ښکاري چې دژوند تر پایه پورې به فاسد پاتي کیږي. کرزي او دولتي چارواکوېې په لنډه موده کې دخبل دولت څخه د نړۍ دریمه درجه فاسد دولت جوړ کړ. له دي بې کچې فساد نه دافغان ولس له پاره دا لاندي له له زغمه وتلې ځورونکې پایلې ترلاسه شوي دی.

الفبیوزلې: لورینت په خپله لیکنه کې چې به ۲۰۱۲ میلادي کال کې خپره شویده زیاتوي چې دبیا ودانولو او داقتصادي پرمختګ په موخه د نړیوالې ټولنې دملیاردونو ډالرو دپانګونې سره سره دولتي فساد دافغانستان د اقتصادي پرمختګ لاره ډب کړه. دلته بیوزلې اوبیکارې کمه نشوه. د هغو ۱۸۲ هیوادو په لست کې چې ملګرو ملتونو پکې د خاصو معیارونو له مخې دژوند سطح څیړلې وه افغانستان ۱۸۱ یم ځای تر لاسه کړی و. یانې داچې په ۱۸۲ هیوادونو کې د افغانستان څخه یوازی یو هیواد لا زیات بیورله وه.

بدولتي مفلیسي: چرته چې د دولت لوړ پوړي چارواکي ملیونران او حتی ملیاردران کیږي نو نه یوازې به ېې ولس له سختې بیوزلې سره مخامخ کیږي بلکې دولت به ېې هم مفلس کیږي. یواخیم لورینت دا هم لیکي چې دکرزي حکومت دپریمانه لس کلنو مرستونه وروسته هم دنړیوالې ټولنې نورو مرستو ته هم سترګې په لاردی. یو حکومت چې د خپلې بودیجې یوازی پنځمه برخه دکورنیو سرچینو څخه برابروې او یوازې دهمدې برخې دادری واک لري، د دولت تیورۍ دمنل شوو اصولو له مخې په هیڅ ډول مستقل او خپلواک حکومت نشي ګڼل کیدای.

وینو چې د حامد کرزي او دهغه د دولت دفاسدو چارواکو او زورواکوله دیارلس کلنې حکمرانې نه یو فاسد، مفلس، بیواکه، بېوسه  دولت اولوټ شوی، ځورول شوی، جګړو او ناامنېو ځپلی بېوزله ملت را پاتی دي. په دي وروستیو کلونو کې چې دحامد کرزي د دولتي ماشین ځني چارواکي له ده سره یو ځای اویا ترده وروسته له دولتي مقامونو لرې کړ شوي دي، دبهرنیو دبې نرخه لورونو هم یوڅه بې برخې شوي دي، نو دفساد سرچینې ېې هم پخوانې مزه نه لري، يوڅه وچې شوي دي. ښکاري چې دي حالت ډیر پریشان او سرګردان کړي دي. دلته او هلته سره ټولیږي، کوچنی ایتلاف چې وران شي، نو بیا له سره لوی ایتلاف جوړوي، د هر اصلاحي ګام په وړاندې منفي غبرکون ښيي، کله د زورنندارتون جوړوي   او کله هم دتیرې دبد بې په یاد دغم فریادونه کوي. بیا قدرت غواړي، ځانته حکومت غواړي، لمر په ګوته پټوي او ادعا کوي چې ګوندي جنګسالاران او جنګي جنایتکاران هم سیاسي کلتوراو دحکومت کولو وړتیالري. رښتیا داده چې دا په اصطلاح دسیاسي ګوندونو لوی ایتلاف په ټوله کې  دهغه بانډونو لنډ مهال اتفاق دی چې په تیر وخت کې په پاکستان او ایران کی روزل شوي اویا دروسانو له خوا  په افغا نستان کې اجیر شوې ول. همهغه پخوانی ترکیب دی، همهغه وسلوالی ملېشې، دقدرت همهغه جزیرې دي. که د دي بانډون ترمنځ د۹۰ یمو کلونو د جګړو اولانجو نه تیرهم شو اویوازې په دې وروستۍ لسیزه کې د عطا محمد نور او دوستم د ملیشو ترمنځ نښتي رایاد کړو نو په ډاډ ویلی شو چې دقدرت په ویش دوستم د نور اونور بیا  دمحقق سره جوړید لی نشي، له دي محلی او قومي ملیشو نه ملي ځواک جوړیدلی نشي او ورڅځه دجوړونکي رول تمه در لودل یوه دیوال سره پنځه ځله دسر جنګولو مانا لري. یوازې دوه لارې شته: یا به دهیواد ځلمیان مرکزي حکومت ځواکمن کوي او له دي لارې به فساد او فاسدان تر کنتول لاندې راولي او که وېې نشو کړای نو بیا به دا کار طالبان تر سره کوي.

 
-
بېرته شاته