(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهاند ‌‌‌‌‌يون پېژندنه

[11.Sep.2018 - 09:45]

د پوهاند ‌‌‌‌‌‌ډاکتر محمد اسمعيل يون پېژندنه

لیک: ضېا الرحمان ضېا

 

د استاد يون پنځوس کلن يون

ښاغلي پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون زموږ د زمانې په تېره بيا د سختو حالاتو يو مخکښ فکري مبارز دی. ده د افغانستان د کورنيو او بهرنيو مخالفينو، جنګسالارانو او فسادګرو پر وړاندې د مبارزې يوه ځانګړې لاره، چې د قلم، ژبې او جرئت لاره وه، غوره کړه. دا يې د خپل ولس او خلکو د اوږدو مبارزو تر ټولو غوره، بريالۍ او ژغورندويه لاره او مبارزه وبلله، دی که په کابل کې و او يا هم په نورو ولايتونو کې، خپلو ملي او فرهنګي هلو ځلو ته يې دوام ورکړی، همدا علت و چې افغانانو دده د مبارزې پر حقانيت، رښتينولۍ او زړورتيا باور پيدا کړ، ډېری افغانان په ځانګړې توګه ځوانان يې تر څنګ ودرېدل او دې مبارزې ته يې لا نور ځواک وروباښه. يون ددې ځوانانو په راټولېدو سره پرځان لا باوري شو او خپلې دې مبارزې ته يې په سيستماتيک ډول دوام ورکړ.

که وويل شي چې يون د افغاني ټولنې، ملي تفکر او د مظلوم اکثريت د غږ پورته کولو يو بريالی وياند دی، نو مبالغه به مې نه وي کړي. ددې لپاره چې ښاغلی يون په بشپړه توګه وپېژنو، نو غواړم دلته يې د ژوند، اثارو او افکارو پر بېلابېلو برخو لنډه رڼا واچوم:

زوکړه: محمد اسمعيل يون د حاجي محمد خان زوی او د هدايت خان لمسی دی، پر (۱۳۴۶ل) کال د کب پر (۱۸) مه نېټه د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د )الوخېلو( په يوې روښنفکرې کورنۍ کې زېږېدلی دی. يون لا د شپږم ټولګي زدهکوونکی و چې پلار يې وفات شو، د کور سرپرستي او د ژوند نورې چارې خپله ده ته ورپرغاړه شوې. خو په دې سختو شرايطو کې يې هم خپل هوډ قوي وساته، هم يې د کورنۍ سرپرستي کوله او هم يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

۲- زده کړې: محمد اسمعيل يون پر (۱۳۵۳ل)کال د الينګار ولسوالۍ د (سلينګار) په لومړني ښوونځي کې، چې د يون له کوره په پلي مزله يې نږدې يو نيم ساعت واټن درلود، په لومړي ټولګي کې شامل شو،. يون يو کال د سويې ازموينه ورکړه او يو ټولګی يې ارتقا وکړه، پر (۱۳۵۷ل)کال دې ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه او د يون کور ته نږدې ساحه کې اباد شو. پر (۱۳۵۸ل) کال دا ښوونځی د حکومت د مخالفينو له خوا وسوځول شو، يون د نورو زده کوونکو په شان له ښوونځي څخه بې برخې شو، يون له درس سره د خپلې مينې او د کورنۍ د موافقې پر اساس کابل ته راغی او دلته پر (۱۳۶۱ل) کال يې د کابل په (ده خدايداد) او بيا په (ده يحيی) لېسو کې خپلې زده کړې پسې تعقيب کړې. پر (۱۳۶۲ل) کال د کابل په خوشال خان لېسه کې شامل او پر (۱۳۶۶ل) کال ترې په دويمه نومره فارغ شو. (۱۳۶۷ل)کال د کابل پوهنتون په ژبو او ادبياتو پوهنځي کې شامل او پر (۱۳۷۰ل) کال ترې اول نومره فارغ شو. پر (۱۳۷۰ل)کال يې د ياد پوهنځي پښتو څانګې کې د کدر ازموينه ورکړه، په ياده ازموينه کې بريالی او پر همدې کال د (نامزد پوهيالي) په رتبه د پښتو څانګې د کدر غړی شو. يون پر (۱۳۸۵ل)کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په ماسترۍ پروګرام کې شامل او پر (۱۳۸۷ل)کال کې ترې فارغ شو.

يون د (کابل پوهنتون) علمي مجلې موسس هم دی او درې کاله يې ددې مجلې مديريت هم ورپرغاړه و.

محمد اسمعيل يون پر (۱۳۹۲ل) کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د دوکتورا (PhD) پروګرام کې شامل شو او د تحصيل دا پړاو يې هم پر (۱۳۹۶ل) کال په برياليتوب سره بشپړ کړ

يون پر پورتنيو زده کړو سربېره د لنډ مهاله کورسونو، ورکشاپونو او سيمينارونو لپاره په کور دننه او بهر په ځينو برخو کې زده کړې کړې دي او لنډ مهاله کورسونه يې هم تعقيب کړي دي.

يون له (۱۳۷۰ل) کال څخه چې د کابل پوهنتون په کدر کې شامل شوی، بيا تر (۱۳۹۶ل)کال پورې په منظم ډول تدريس کړی او په دې ياده موده کې يې له (نامزد پوهيالي) څخه نيولې بيا تر (پوهاندۍ) وروستۍ لوړې پوهنتوني رتبې پورې ټولې رتبې په ترتيب سره بشپړې کړي او د هرې رتبې لپاره يې له پوهنتوني مقرراتو سره سم ځانګړی اثر ليکلی دی.

۳- دندې: يون چې کله په ښوونځي کې د څلورم، پنځم او شپږم ټولګي زده کوونکی و، نو د ښوونځي د ترانې د ټيم غړی و، سپورت سره يې هم مينه درلودله، په ښوونځي کې د خپل عمر په هلکانو کې د واليبال ټيم غړی و، يون چې کله له لغمان څخه کابل ته راغی، نو دلته په (خوشال خان) لېسه کې د ادبي انجمن مشر شو. يون د ثانوي زده کړو پر مهال (۹-۱۲) ټولګي پورې موده کې له يو شمېر اخبارونو او مجلو سره قلمي همکاري درلودله او د ځينو چاپي خپرونو له خوا ورته حق الزحمه هم ورکول کېدله. يون په کابل پوهنتون کې د تحصيل پر مهال هم د ليکوالو د ټولنې غړی، د ځوانو ليکوالو د ټولنې د مشرتابه غړی، د خوشال فرهنګي ټولنې د ځوانانو د برخې مسول او يو شمېر نورو فرهنګي ټولنو غړی پاتې شوی دی.

يون لا په (۱۲) ټولګي کې  و چې د (هيلې) په نامه يې د لرو او برو افغانانو د ځوانو شاعرانو يوه شعري ټولګه راټوله او پر (۱۳۶۶ل) کال يې چاپ کړه.

د پوهنځي پر وروستي کال يې دوه اثارد خپلو شعرونو ټولګه (مټکور) او  د ولسي شاعر (محمد عالم حيران) د شعرونو ټولګه (نيمګړي ارمانونه) چاپ کړل.

يون د تنظيمي جګړو پر مهال کله په کابل او ځينې وختونه په پېښور کې اوسېده، هلته په پېښور کې يې  (هيله) مجله چاپوله، د (معارف) مجلې همکار و، په جرمنې کې د دوو افغاني کلتوري ټولنو؛ (د افغانستان کلتوري ودې ټولنه) او (د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې) استازی هم و

محمد اسمعيل يون د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته پر (۱۳۸۱ل)کال لومړی په ختيزو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو د مرستو د ځانګړي دفتر يوناما (UNAMA)  مشاور او ډېر ژر په يادو ولايتونو کې د بېړنۍ لويې جرګې لپاره د انتخاباتو د دفتر مشر شو. يون دا دنده هم په ښه ډول ترسره کړه

يون پر (۱۳۸۲ل)کال د بېړنۍ لويې جرګه چې نږدې (۱۶۰۰) تنو په کې له ټول افغانستان څخه ګډون درلود، غړی و، د جرګې د مشرتابه لپاره ټاکنې وشوې او يون د رايو په  اکثريت سره د بېړنۍ لويې جرګې د لومړي منشي په توګه انتخاب شو، د منشيتوب دنده يې هم په ښه ډول ترسره کړه او بيا يې د يادې جرګې په باب (بېړنۍ لويه جرګه- ولسواکي او زورواکي) تر نامه لاندې يو ځانګړی اثر هم وليکه.

يون پر (۱۳۸۵ل)کال د افغانستان او پاکستان تر منځ د (امن ګډې جرګې) لپاره د افغانستان له لوري د منشي په توګه غوره شو او دا دنده يې هم په ښه ډول ترسره کړه.

يون پر (۱۳۸۵ل)کال د جمهور رييس حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان له لارې د امنيت شورا دفتر د فرهنګي چارو د رييس په توګه غوره شو، اوه کاله يې دا دنده پر مخ يوړه او جمهور رييس حامدکرزي ته يې په ډېرو ملي او فرهنګي مسايلو کې خپلې مشورې ورکړې.

يون پر (۱۳۹۲ل)کال په حکومت کې د ولسمشر له خوا جنګسالارانو او فسادګرو ته د زياتو امتيازاتو له ورکړې سره د مخالفت له امله له خپلې دندې استعفی ورکړه او پر همدې کال يې (د افغانستان ملي تحريک) په نامه  د يو ازاد، فرهنګي، مدني، ټولنيز، ملي او سياسي حرکت بنسټ کېښود.

کورنی ژوند:

استاد يون پر (۱۳۷۴ل) کال له (ارين مومند) سره واده وکړ، اوس څلور اولادونه لري (هيله، سمسور، سوله او ودان). (هيله) او (سمسور) دا مهال (۱۳۹۶ل کال) پر لوړو زده کړو بوخت دي، (سوله) او (ودان) د ښوونځي زده کوونکي دي او مېرمن يې (ارين يون) په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو منتخبه استازې ده.

 

فعاليتونه:

الف- ټولنيزه برخه کې: يون له (۱۳۶۶ل)کال څخه بيا تر (۱۳۹۶ل)کال پورې په ټولنيزو چارو کې زيات کارونه ترسره کړي دي، په ياده موده کې يې په سلګونو زرو هېوادوالو سره ليدنې کتنې کړي دي، په سلګونو ټولنيزې غونډې يې جوړې کړي، د خلکو مشکلاتو ته يې ځان رسولی، د نورو ملګرو او ملي تحريک د ملګرو په مرسته يې مصيبت ځپلو خلکو ته مرستې وررسولي. په کابل، کندوز، بغلان، بدخشان، فارياب، بلخ، هلمند، ننګرهار، پکتيا، خوست، لغمان، کونړ او د هېواد په نورو سيمو کې يې زلزله ځپلو، سېلاب ځپلو، جنګ ځپلو او نورو مصيبت ځپلو هېوادوالو ته د ملي پانګوالو مرستې رسولې دي، د دولت او خيريه ټولنو پام يې هغو ته وراړولی او له دې لارې يې خلکو ته په مستقيم او نامستقيم ډول د ميليونونو ډالرو مرستو د ور رسولو زمينه برابره کړې ده. د مصيبت ځپلو خلکو لپاره يې لوی رسنيز کمپاينونه هم ترسره کړي او دا کار ددې سبب شوی چې هم دولت او هم خيريه ټولنې غمځپلو سيمو ته ځان ورسوي. د جګړې ټپيانو ته د وينې د ورکړې لپاره يې څو پروګرامونه جوړ  کړي او همدارنګه يې د خلکو مدني او  اعتراضيه غونډو ته لاره هواره کړې ده. د مسجدونو او کلينيکونو په جوړونه کې يې ونډه اخيستې، د صحي اوبو لپاره يې د ژورو څاګانو په کيندنه او د چاپېريال د پاک ساتلو لپاره يې هم د هېوادوالو مرستې اړمنو هېوادوالو ته رسولې دي. په مجموعي ډول د ټولو هغو خيريه او ټولنيزو کارونو شمېر چې يون په تېرو (۳۰) کلونو کې ترسره کړي تر (۱۰۰۰) ګټورو او مرستندويه کارونو زياتېږي.

ب- سياسي برخه کې: محمد اسمعيل يون سره له دې چې له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري او نه يې غړيتوب لري، خو په خپله يې له نورو روښنفکرو افغانانو سره په ګډه (د افغانستان ملي تحريک) په نامه د يو ملي، مدني، خدماتي، ټولنيز، ملي او سياسي حرکت بنسټ ايښی دی. ددې تحريک له لارې يې په هېواد کې يو شمېر سياسي فعاليتونه ترسره کړي دي.

يون له يو شمېر نورو افغانانو سره په ګډه په هېواد کې د ولسواکۍ د ټينګښت، د جنګسالارانو او فسادګرو د زور کمونې، له منځه وړنې او همدارنګه د عادلانه سياسي نظام د ټينګښت لپاره ګڼ شمېر لاريونونه ترسره کړي او په ځينو نورو دا ډول مظاهرو کې يې ګډون کړی دی. دا مظاهرې ټولې سولييزې او هدفمنې وې. د ټولو هغو غونډو، لاريونونو، جرګو، مرکو، سياسي سيمينارونو او ورکشاپونو  شمېر چې يون په مستقيم او نامستقيم ډول او د نورو هېوادوالو په مرسته جوړ کړي په تېرو (۳۰) کلونو کې تر (۸۰۰) بېلابېلو غونډو اوړي.

د ملي او اسلامي هويت د خونديتابه لپاره يې ټينګه او متواتره مبارزه د ملي او سياسي مبارزو يوه بېلګه ده.

ج- فرهنګي برخه کې: يون د يو خپلواک ليکوال په توګه په تېرو دېرشو کلونو کې ګڼ شمېرفرهنګي، علمي او اکاډميک خدمتونه ترسره کړي،په ګڼو چاپي، راديويي او ټلويزيوني مرکو کې يې د و اقعيتونو او حقايقو د څرګند بيان  له امله د خلکو په زړونوکې ځاى نيولى دى. که څه هم ډېر خلک د يون ليکنې، مرکې او نظريات خوښوي، خو يو شمېر داسې خلک هم شته، چې د يون سرسختي مخالفين دي؛ د هغه ملي او ګټورو نظرياتو ته هم  غلط رنګ  او تعبير ورکوي، دا ډول اشخاص، چې اکثره يې زورواکي او د سياسي ډلو ټپلو غړي او مشران دي، د يون نظريات خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته خطر بولي، نو ځکه  يې په ټينګه مخالفت کوي. هر کله چې يون کومه ليکنه او مرکه کړې، نو دده پر وړاندې يې مثبت او منفي غبرګونونه دواړه راپارولي دي، منفي غبرګونونه اکثره وخت د هغو اشخاصو او ډلو له خوا وي، چې په تېر کړکېچن سياسي بهير کې يې ډېرې نامشروع ګټې ترلاسه کړي او ځانونه يې مطرح کړي دي.

مثبت غبرګونونه اکثره د ولس د مشرانو، روښنفکرانو او نورو مخورو له خوا وي، خو يون په دغسې سختو اغزنو او تنګو شرايطو کې بيا هم خپلو فرهنګي، سياسي او ټولنيز کارونو ته دوام ورکړی دی

د ټولو هغو ليکنو، مرکو او ويناوو شمېر چې استاد يون په تېرو (۳۰) کلونو کې د هېواد په داخل او بهر کې له چاپي، غږيزو، ليدنيو او برېښنايي رسنيو  سره کړي تر (۱۲۰۰عنوانو ليکنو، مرکو او ويناوو اوړي.

د استاد يون اوسنى فرهنګي کارونه، چې  تاسو يې  اوس په مسلسل ډول ګورئ، د تېرو دېرشو کلونو په بهير کې ترسره شوي دي. استاد يون په تېرو (۳۰) کلونو کې تر (۵۰) عنوانو زيات اثار ليکلي چې نږدې ټول يې چاپ شوي، دا اثار يې هم په برېښنايي ډول، هم په کتابي ډول او هم په (CD) کې لوستونکو ته وړاندې کړي دي. استاد يون پر خپلو فرهنګي کارونو سربېره د ګڼو فرهنګي ټولنو د غړي، همکار او موسس غړي په توګه هم خپل فرهنګي رول ادا کړى دی، په پېښور کې يې د دوو المان مېشتو فرهنګي ټولنو (دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې) او(د پښتني فرهنګ  د ودې پراختيا ټولنې) د همکار په توګه د بېلابېلو ليکوالو په لسګونو اثار، ايډيټ او چاپ کړي دي. دغه راز يې د سلګونو کورنيو مشاعرو، ادبي غونډو او سيمينارونو په جوړونه کې ونډه اخيستې ده، خپله يې هم په سلګونو مشاعرې،سيمينارونه او علمي ورکشاپونه جوړ کړي دي.

په رسنيزه برخه کې يې د (ژوندون) په نامه يو رسنيز مرکز جوړ کړی چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په کې فعاليت لري، دا راډيو ټلوېزيون د ټول هېواد په کچه نشرات لري او د سټلايټ او وېبسايټ له لارې يې هم ټولې نړۍ ته نشرات رسېږي.

په اکاډميکه برخه کې يون د ( کونړ) او (لغمان) پوهنتونونو په تاسيس کې اساسي نقش لوبولی دی او اوس دا دواړه پوهنتونونه په زرګونو محصلين لري، دغه راز  د يو شمېر خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو په جوړونه کې يې هم مرسته کړې ده. يون د (هيلې، شمشاد او کابل پوهنتون) په نامه د درېو مجلو د مسول مدير په توګه هم خپله دنده اجرا کړې ده. پر خپلو کتابونو سربېره يې د بېلابېلو ليکوالو نږدې (۴۰۰) عنوانو بېلابېلو اثارو ته د چاپ زمينه برابره او د يو شمېر نورو د سمون چارې يې هم پر مخ وړي دي.

په سيمه ييزه او ملي کچه يې د (۳۰) کلونو په بهير کې تر (۱۱۰۰) زياتې ادبي، علمي او فرهنګي غونډې، سيمينارونه او ورکشاپونه جوړ کړي دي.

 

چاپ شوي اثار يې په دې ډول دي:

الف- پنځونې:

کتاب نوم        څرنګوالى                   چاپکال

مټکور     لومړۍ شعري  ټولګه           دويم چاپ ١٣٨٧ل کال

په اورونو کې سندرې      دويمه شعري ټولګه               دويم چاپ ١٣٨٧ل کال

ب- راټولونې:

هيلې    ګډه شعري ټولګه              دويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

نيمګړي ارمانونه  د حيران شعري ټولګه            دويم چاپ ١٣٨٧ل کال

د لوونو فصل ګډه شعري ټولګه           دويم چاپ ١٣٨٧ل کال

د نازو انا ياد                    د سيمينار د ليکنو ټولګه          دويم چاپ ١٣٨٧ل کال

د استاد الفت نثري کليات         داستاد الفت نثرونه              درېيم چاپ ١٣٨٧  ل کال

سيندونه هم مري        د اسحق ننګيال شعري منتخبات            دويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

د پښتو ادب لرغونې دوره لومړی ټولګی لومړی چاپ ۱۳۸۷ل کال

ج- ژباړنې:

•  د ټولنپوهنې له نظرهپه  افغانستان کې د واک جوړښتونه

  دپوهنوال روستارتره کي اثر    دويم چاپ ١٣٨٧   ل کال

• .د افغانستان فرهنګي   ميراثونو ته  يوه کتنه         

 د نينسي دوپرې اثر                دويم چاپ ١٣٨٧ ل کال

په افغانستان کې د جګړې جنايتکارانو محاکمه

               د پوهنوال روستار تره کى  اثر                  دويم چاپ ١٣٨٧ ل کال

فلسفه او فلسفي بهير لومړی چاپ ۱۳۹۴  ل کال

د استاد افغانيار اثر 

د- يونليکنې:

د اماراتو سفر د اماراتو يونليک                     دويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

که يون دى يون دى       د اروپا يونليک                            لومړى چاپ ١٣٨٧ ل کال

دپنټاګون ترڅنډو        د امريکا يونليک          لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

د کرملين په زړه کې د روسيې يونليک لومړی چاپ۱۳۸۹  ل کال

د ډيلي تخت هېرومه د هند يونليک لومړی چاپ۱۳۸۹  ل کال

درې ورځې د افسانو په وطن کې (د هلمند يونليک) لومړی چاپ۱۳۹۴ ل کال

د خدای تر کوره د حج يونليک لومړی چاپ ۱۳۹۴  ل کال

هـ- څېړنې او شننې:

د محمدګل خان مومند اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه  (څېړنيز اثر) دويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

استاد زيار د پښتني فرهنګ يو ځلاند ستورى (څېړنيز اثر) دويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي   پښتو کتابښود (څېړنيز اثردويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

د افغانستان فرهنګ ته  اوښتي زيانونه     (څېړنيز اثر) دويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

د پښتو شعر هندسي جوړښت           (علمي اثر) شپږم چاپ ١٣٨٧  ل کال

له افغانستانه د مسلکي کادرونو د فرار عوامل    (څېړنيز اثر) دويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

ساينسي پرمختياوې                            (څېړنيز اثردويم چاپ ١٣٨٧  ل کال

بېړنۍ لويه جرګه ولسواکي او زورواکي       (سياسي څېړنيز اثر) دويم چاپ ١٣٨٧   ل کال

انديال خوشال (د څېړنيزو ليکنو ټولګه) لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

هيله د خپلو سريزو په لمن کې  (د تحليلي ليکنو ټولګه)            لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

کلتوري يون    (د ادبي څېړنيزو ليکنو ټولګه)     لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

فرهنګي فقر (د کلتوري څېړنيزو ليکنو ټولګه)               لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

مرکه او مرکې (له بېلابېلو ليکوالو سره د مرکو ټولګه)       لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

خوشال په خپل ايډيال (د څېړنيزو ليکنو ټولګه)         لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

دکتابونو په وږمو کې (پر بېلابېلو اثارو د ليکل شويو سريزو ټولګه)    لومړى چاپ ١٣٨٧ ل کال

افغانستان په سياسي کږلېچ کې (د سياسي او ټولنيزو ليکنو ټولګه)      لومړى چاپ ١٣٨٧ ل کال

پښتو ليکنى سمون (ژبنی څېړنيز اثر)           لومړى چاپ ١٣٨٧  ل کال

اوسنۍ رسنۍ (څېړنيز اثر)      لومړى چاپ ١٣٨٧ ل کال

که نړيوال  ماته وخوري؟  (د سياسي او ټولنيزو ليکنو ټولګه)     لومړى چاپ ١٣٨٧ ل کال

جنګ او فرهنګ په افغانستان کې (د کلتوري څېړنيزو ليکنو ټولګه) لومړی چاپ ۱۳۹۴  ل کال

د سمون په لټه (د سياسي او ټولنيزو ليکنو ټولګه) لومړی چاپ۱۳۹۴  ل کال

کتاب الشعر (د  علمي څېړنيزو ليکنو ټولګه) لومړی چاپ ۱۳۹۴  ل کال

ادب تاريخ (علمي اثر) لومړی چاپ ۱۳۹۴  ل کال

کره کتنه (علمي اثر) لومړی چاپ ۱۳۹۴  ل کال

ملي درسونه (د سياسي ليکنو ټولګه) لومړی چاپ ۱۳۹۴  ل کال

د نجات څلی (څېړنيز اثر) لومړی چاپ ۱۳۹۶ ل کال

د ارګ نا ويلې خبرې (سياسي څېړنيز اثر) لومړی چاپ ۱۳۹۶ل کال 

د زمانې په کږلېچ کې (څېړنيز او تحليلي اثر) لومړی چاپ ۱۳۹۶ل کال

ملي هويت او ملي عزت (څېړنيز او تحليلي اثر) ۱۳۹۶ل کال، ناچاپ

د خادم نړۍ لید (څېړنيز اثر) ناچاپ ۱۳۹۶ل کال، ناچاپ

 

استاد يون د (۱۳۹۶ل) کال د کب پر (۱۸)مه نېټه په تذکره کې د ليکل شوي عمر له مخې پوره پنځوس کلن شو، ژوند يې د نيمې پېړۍ وروستي حد ته ورساوه. خو دا نيمه پېړۍ له منډو، ترړو، ستونزو، کړاوونو، جنجالونو او همدارنګه له برياوو سره مله وه. له لومړي ټولګي څخه مخکې دوران خو بېخي د ماشومتوب دوران وي، په هغه کې انسان له زياترو مسووليتونو څخه بې غمه وي. له لومړي ټولګي څخه بيا تر دولسم ټولګي پورې د زده کړې زمانه وي، يون سره له دې چې په دې دوران کې د پلرنۍ مينې له نعمته محروم شو، د کور د سرپرستۍ دروند مسووليت ورپه غاړه شو، خو دې سره سره يې خپلو زده کړو ته يې دوام ورکړ، په همدې بهير کې يې ادبي پنځونې وکړې او د (۱۲) ټولګي په بهير کې يې د خپلو ادبي هڅو يا راټولونو لومړی ثمر (هيلې) ګډه شعري ټولګه چاپ کړه. د ژوند درېيم پړاو يې د تحصيل دوره ده چې د څلورو کلونو په ترڅ کې يې په ښه ډول ترسره کړه. په دې بهير کې يې (مټکور)، (د لوونو فصل)، (نيمګړي ارمانونه) او (د نازو انا ياد) اثار ټولنې ته وړاندې کړل. د ژوند بله مرحله يې د ګڼو خدمتونو مرحله ده چې له (۱۳۷۱ل) کال څخه پيل بيا تر دې دمه (۱۳۹۶ل) کال پورې رارسېږي.

دا نو د ګڼو خدمتونو مرحله ده چې پوره شپږ ويشت کاله وخت يې ونيو او ده هم په کې ښې ډېرې هلې ځلې وکړې چې موږ يې دمخه يادونه وکړه.

که يوازې په فرهنګي برخه کې موږ د استاد يون له خوا ټول ليکل شوي، ژباړل شوي او راټول شوي اثار محاسبه کړو، نو تر (۱۵۰۰۰) کتابي مخونو يې شمېر اوړي او دا بيا که دده د ليکوالۍ پر (۳۰) کلن عمر ووېشو نو د ورځې لږ تر لږه يو نيم مخ کار کېږي. يانې استاد په (۳۰) کلونو کې يوه ورځ هم بې له ليکوالۍ نه ده تېره کړې. دا په داسې حال کې ده چې په سلګونو بېلابېل ليکل شوي پيغامونه، ويناوې، مرکې، مباحثې، مناظرې او لکچرونه لا په دې کميت کې شامل نه دي. ددې ترڅنګ هغه په سلګونو غونډې، مظاهرې، ټولنيز او سياسي خدمتونه ترسره کړي، چې موږ يې دمخه يادونه وکړه، هغه لا له دې فرهنګي کار څخه جلا دي، که دا ټول کارونه سره محاسبه کړو، نو رښتيا هم سړی فکر کوي چې دا دومره کارونه د هر چا په وس پوره نه دي. هغه چا چې استاد يون سره له نږدې کارونه کړي وي، هغو ته د استاد د کار اوسېله، زغم، هوډ او اراده معلومېږي. هر سړی ورسره کار هم نه شي کولای، يو ستړی، ستومانه او سرګردانه خو ګټور او مثمر ژوند لري، زه ورسره له (۱۳۸۳ل) کال راهيسې کار کوم، د کار او فشار کچه يې ماته تر هر چا زياته معلومه ده. د همدغو کارونو برکت و چې افغانستان کې د ملتپالنې يوه نوې جذبه، روحيه او ولوله راپيدا شوه. داسې يو وخت هم دلته تېر شو چې د واکمنو جنګسالارانو پر وړاندې چا سوڼ هم نه شو کولای، خو استاد يې په مقابل کې ودرېد، ځوانانو يې ملاتړ وکړ او بيا يې ولس هم ملاتړ ته راودانګل. د هېواد ملي او اعتقادي هويت په خطر کې و، د ملي هويت تذکرو کې د (دين) او (ملت) د سترو ارزښتونو د ليکلو مخنيوی کېده، خو استاد يون او ملګرو يې د اسلاميت او افغانيت غږ اوچت کړ او ان د کرزي او غني حکومتونو هم د دې رسا غږ او داعيې مخه ونه شوه نيولی. په داسې حال کې چې افغانستان پرديو ايډيالوژيو سخت زيانمن کړی و، د يوه ملي فکر رغول او ځلول اسانه کار نه و، خو د استاد يون او دده په شان د ځينو نورو شخصيتونو برکت و چې د ملي هويت، ملي فکر او ملي وياړونو ولولې تر هرې بلې ايډيالوژۍ زياتې ځلېږي. زه نه غواړم دا ليکنه تر دې زياته اوږده کړم، ځکه د استاد مبارزه دده په فعاليتونو او همدارنګه د استاد په ټولو اثارو کې انځورېږي. خو ددې څو ټکو يادونه مې ځکه وکړه چې زموږ راتلونکی نسل د استاد د ملي او فرهنګي مبارزو او د هغه د زمانې له چاپېريال څخه خبر شي.

استاد يون ته د اوږد عمر او لا زياتو برياوو په هيله

ضياء الرحمن ضياء

کابل- ژوندون راډيو ټلوېزیون

(۱۳۹۶ل) کال د کب، (۲۷)مه نېټه

-
بېرته شاته