(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپينه پاڼه

خبره ما په ښکاره د لاپې په توګه خو په حقيقت کې د ضرورت ترمخه کړې وه. داسې وه چې زما يو د سلام ترحده پېژندګلو سړي خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه او زه ترې په همدغه ورځ خبر شوى وم. نو د خپل وزګار وخت د تېرولو لپاره ورغلم. او د ورتلو سره پوهه شوم چې سړى پرېشان دى. د پوښتنې کولو ضرورت نۀ و. هغه په خپله راته لګيا شو. - " ته خو هم ليکوال يې کنه؟" - " ؤ ولا، کله کله خو يو څه نا څه ليکم نو" - "يره ما خو ويل چې دا ليکوالان او شاعران به سم خلک وي، خو دوکه شوى وم". ما ورته وخندل. ددې خبرې بې له خندا څه ځواب کېداى شو!. ځان مې داسې ورته متوجه کړو چې ګويا د هغه د پرېشانۍ په معلومولو کې دلچسپي اخلم. - " هغه فلانکى صېب دى... ته خو يې پېژنې کنه؟..." - " ؤ، ډېر ښه يې پېژنم" - " هغه ورځ مې د يو کتاب د ليکلو کار وروسپاره. نن يې د راوړلو وعده کړې وه. خو چې اوس مې ورته ټلېفون وکه نو وايي چې لس ورځې به پې نورې لګي. الکه چې لس ورځې پې لګېدې نو مخکې دې ولې نه ويل؟ ښه پوهېږي چې زمونږ کار نوى دى او کوشش مو دا دى چې په لږو ورځو کې ډېر کار وکو. خو بس دوکه شوم نو، بيا به په ليکوال او شاعر سړي باور ونۀ کم." - " کتاب په څۀ موضوع دى؟" ما هم د هغه په غم کې د ځان شريکولو لپاره ورو غوندې ترې وپوښتل. - " د کتاب نوم ((زمونږ ټولنه: يوه لنډه پېژندګلو)) دى. هغه راته ويلي وو چې زۀ يې درته په درېو ورځو کې ليکم". زۀ په ټوله کيسه پوه شوم. دې ښاغلي نوې نوې خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه او غوښتل يې چې په لږ وخت کې په بېلابېلو موضوعاتو ډېر واړه واړه کتابونه خپاره کړي چې نوم يې د خلکو په نظر کې راشي او کار يې ښه روان شي. کوم ليکوال ته چې يې د دې کتاب د ليکلو کار سپارلى و هغه هم ما پېژنده. د هغه دپاره په دې موضوع په درېو ورځو کې دغسې يو سرسري کتاب ليکل څه ګران کار نۀ و خو هغه يوه او بله بهانه ددې لپاره کوله چې دا يو ګران کار وښئي او بيا د ډېرو پېسو غوښتنه وکړي. داسې هغه ځکه کول چې هغه د کتابونو ليکلو د شوق د مرحلو نه هم راتېر شوى و او پېسو ته يې هم څه اړتيا نه لرله. خو زما حال داسې نه و. ما د کتابونو ليکلو شوق هم لاره او پېسو ته هم محتاج وم. د اخبار په معاش څه کېږي؟ د کور کرايه، د ګاز او برېښنا بِلونه، د خوراک څښاک خرچې، او نوي نوي عجيبه عجيبه مرضونه. والله که د کارخانو امدن ورته ټينګ شي خو مونږ ګوزاره کوو او په دې مو سترګې پټې کړې دي چې ځه خو قسمت دى. نو ځکه مې په زړۀ زړۀ کې ددې کار د رانيولو اراده وکړه. او هغه ته مې وويل: - " يره دا خو څه دومره غټ کار نۀ دى. پکار ده چې په وخت يې کړى وى. ما خو ددې نه غټ غټ کتابونه په دوو دوو ورځو کې ليکلي دي". - " ښه، نو ته يې ولې نه ليکې!؟" - " وبه يې ليکم... دا خو څه دومره غټه خبره نه ده" - " ښه نو واوره، کتاب بايد د سلو مخونو نه کم نه وي، د موضوع ټول ضروري اړخونه پکې څېړل شوي وي، د يو مخ شل روپۍ او د کتاب له خپرېدو وروسته لس کتابونه به ستا حق الزحمه وي. که پروف دې وکتل نو د هغې به جلا حق الزحمه درکړو. اوس وايه په څو ورځو کې بى وليکې؟" ما ددې نه مخکې دوه داسې فرمايشي کتابونه ليکلي وو چې ماته يې دوه سوه روپۍ د يو مخ حق الزحمه راکړاى شوې وه خو هغه د بل چا په نامه خپاره شوي وو، او په شل روپۍ يو مخ په دومره لږ وخت کې کتاب ليکل داسې کار و چې د شرمه يې چاته يادونه هم نه شوه کېداى خو ضرورتونه انسان په همداسې وخت کې ارزانه ارزانه خرڅوي!. هغه سره مې سبا ماځيګر پورې د ليکلو وعده وکړه او هغه چې څومره حېران شو هماغسې يې باور هم وکړ. زر يې جېب ته لاس کړ او پنځلس سوه روپۍ يې راکړې. - " دا درسره کېده... نور حساب به سبا ماځيګر کوو". ما پېسې د لږ سَت نه وروسته په جېب کې کېښودې، هغه ته مې د خپل ګرځنده تليفون لمبر ورکړ او د هغه ځاى نه د راوتلو سره سم مې په ذهن کې د کتاب خاکه ترتيبول شروع کړه. نيم ساعت وروسته چې زه کور ته ورسېدم نو د کتاب خاکه تياره وه. د کتاب د ليکلو نه وړاندې په اړونده موضوع يو څو کتابونه - چې ما د ځان سره لرل - لوستل ضروري وو نو د هغو په لوستلو مې پېل وکړ. په کور کې ټول لوى واړه زما په دې عادت پوهېږي چې کله کله زه اته اته نهه نهه ساعته ليکلو لوستلو ته ناست يم او خوراک څښاک هم نه کوم نو هغوى راباندې کار نه لري خو دا مياشت مې يوه بوډۍ او کونډه ترور چې د زړه مريضه ده او کلي نه د علاج لپاره راغلې وه راکره مېلمنه وه، هغه څو ځل راغله چې ډوډۍ ته مې پاڅوي خو ما ورته وويل چې ډېر ضروري کار کوم. يو څو ساعته د يو څو کتابونو د سرسري او ضروري مطالعې نه وروسته مې د کتاب په ليکلو پېل وکړ او نيمه شپه چې اوده کېدم نو نيم کتاب مې ليکلى و. سهار ورته وختي راپاڅېدم او چې غرمه کېدله نو ما کتاب هم پاى ته رسولى و. د ډوډۍ له خوړلو او لږې دمې وروسته مې يو ځل بيا ټول کتاب له سره ولوست. د ضروري بدلونونو او سموَنو نه وروسته مې د خپرندويې ټولنې مشر ته تليفون وکړ او د کتاب ټول سرليکونه او ترتيب مې ورته وښوده. هغه زما د تېزۍ او د کتاب د ترتيب ستاينه وکړه او ورسره يې دا وړانديز هم وکړ چې د خلکو د ژبو، رسم و رواج، تاريخي روايتونو، کړه وړه او د ژوند د وسايلو په هکله د ليکل شويو بابونو ترڅنګ که په اخر کې د اخلاقي قدرونو په اړه هم يو مختصر باب وليکل شي نو ښه به وي. زما په فکر د کتاب په ټولو بابونو کې د خلکو د اخلاقي قدرونو ذکر ځاى په ځاى شوى و او دې دپاره پکې ځانله باب ته څه اړتيا نه وه خو دا خارښ د هرې ادارې په مشر کې وي چې په يو روغ جوړ کار کې به خامخا نيمګړتيا راوباسي. که داسې ونه کړي نو بيا يې مشرۍ ته ډېر سخت زيان رسېږي. بس زړه نا زړه مې يو ځل بيا قلم کاغذ ته لاس کړ، د يو څه سوچ او غور نه وروسته مې په ليکلو شروع وکړه او ايله مې په کاغذ باندې د سرليک ټکي ليکلي وو چې کشرى ورور مې وارخطا کوټې ته راننوت او چيغې يې کړې: - " هله لالا! ترور مړه شوه" د مرګ غږ په چا بد نه لګي! او په ما خو بېخي د بدو نه بتر ولګېد. هر څه مې په ځاى ګوزار کړل او ورمنډه مې کړه. اول خو مې داسې محسوس کړه چې زه پخپله مړ شوى يم. خو بيا چې مې ترور سترګې وغړولې نو په ما کې هم ساه وغړېده. سمدستي مې بهر ته منډه کړه او د سړک د غاړې نه مې يو موټر راروان کړ. په څومره تُندۍ کې چې مې ترور موټر ته وخېژوله، په همدومره تُندۍ کې ما هم يو سوچ وکړ. په منډه ورغلم، د کتاب ټولې ليکلې پاڼې مې يو ځاى کړې، په يوه پاکټ کې مې واچولې او د ځان سره مې واخيستلې. ترور ته چې مې درې ورځې مخکې کوم ډاکټر دوايانې ليکلې وې هغه ويلي وو چې د يوې اونۍ لپاره له هېواده بهر ځي. په زړه کې مې وويل لېډي ريډينګ – چې مونږ ورته جرنېلي روغتون وايو - ته به لاړ شو او بيا مې سوچ وکړ چې خداى خبر څو ورځې به په روغتون کې يو، که موقع په لاس راغله نو دا ليکل شوې پاڼې به وروسپارم او پاتې پاڼې به هماغلته په روغتون کې وليکم. اوس که يې نه ليکم هم ليکم به يې، روغتونونه خو د سړي نه پېسې داسې وباسي لکه ګاڼۍ د ګني نه اوبه. ښه شوه چې تنخوا مې هم اخستې او د کتاب پېسې هم لاس ته راغلې دي. پته نشته خداى پاک همېشه پېسو له مريضتيا پېدا کوي که مريضتيا له پېسې! د جرنېلي روغتون په کارډيالوجي وارډ کې شور، بويي، او مردارى ښه ډېر و خو ډاکټر نۀ و. هلته ناست نور مريضان يې هم په لټون وو خو ما يې زيات لټون ځکه کاوه چې ترور مې ډېره زياته په تکليف وه او ما هغه په تکليف کې نه شوه ليدلى. که ډاکټر پېدا شو خو ښه که نه نو د ترور نه خو به مې سترګې پناه وي. کله يو وارډ او کله بل وارډ، ډاکټر نه و نو څه به مې پېدا کړى واى. بېرته د ترور خوا ته ورغلم. هماغسې تکليف!. بېرته راووتم او بيا مې د ډاکټر لټون پېل کړ. خداى خبر ډاکټر مې لټوو که هسې د ډاکټر د لټولو په بهانه مې سترګې راپناه کولې. خو دا ځل مې ډاکټر بياموند. لابراتوار کې په خبرو بوخت و. خبرې يې په سپين کوټ کې نغښتې يوې ښځې سره کولې چې د روغتون کارکوونکې معلومېده. ما د هغوى په خبرو کې مداخلت وکړ او د خپلې ترور د تکليف مې ورته وويل هغه ځواب راکړ: - " وروره تکليف کوم مريض ته نه وي، لږ صبر وکه درځم" بېچاره لکه چې په خپله هم مريض و او ډېر په تکليف کې و. زه بهر راووتم او هلته ورته ودرېدم، تر څو چې هغه فارغ شو او راووت. په لاره لاره مې ورته د خپلې ترور حال بيان کړ چې د زړه مريضه ده او دوره پرې راغلې ده. هغه د اي سي جي پوښتنه وکړه، ما ورته وويل چې درې ورځې وړاندې يې اي سي جي کړې ده. - "درې ورځې وړاندې پرېده، ورشه اي سي جي اوکه" زه سمدستي په پوښتنه پوښتنه د اي سي جي ځاى ته ورغلم. هلته ولاړ هلک ته چې مې د اي سي جي وويل، نو ځواب يې راکړ: - " صبر اوکه، مشين مې ګرمولو ته ايښى دى، چې ګرم شي درځم" ما ورته د مريض د تکليف خبره وکړه، هغه په اول ځل خو بېخي وانۀ ورېدله، په دوهم ځل يې په هماغه "د مړې ګېډې فارسي" والا انداز کې ځواب راکړ: - " ياره درته ومې ويل چې مشين کار نۀ کئي، په خپله يې وينې چې ګرمولو ته مې ايښى دى... ښۀ تعليم يافته سړى ښکارې خو په خبره ځان نۀ پويى" نور نو ما سره څۀ دليل نۀ و. مشين خو ما پېژنده هم نۀ چې کوم يو دى، خو هغه ته بيا هم "تعليم يافته" ښکارېدم. چاروناچار بېرته د ترور خوا ته ورغلم. هغه اوس د هغه ډېر تکليف نه لږه ښه ښکارېده ځکه چې مور سره مې لګيا وه څه يې ورته ويل. زه چې يې وليدم، مور مې زر راپاڅېده او پوښتنه يې رانه وکړه چې څه وشو. ما ورته وويل چې د اي سي جي مشين کار نه کوي، او ډاکټر اي سي جي غواړي. ترور مې په ښکنځلو شروع وکړه. - " هئ بې غېرته، هئ بې پدره، تا زه هسپتال ته راوړې يم، دلته خو ټول قصابان دي، کوم شخصي ډاکټر نشته..." نور مې وانۀ ورېده چې څۀ به يې ويلي وي ځکه چې زه د وارډ نه وتلى وم. د کتاب کاغذونه مې تيار په لاس کې نيولي وو او د روغتون نه بهر مې منډه کړه. يو ټيکسي سره مې خبره وکړه چې رحيم ميډيکل سنټر ته به ځو. نژدې د خپرندويې ټولنې دوکان هم و. ټيکسي والا مې په هماغه لاره وروست، هلته مې کاغذونه ورکړل او ورته مې وويل چې زۀ روغتون ته ځم ترور مې مريضه ده، تاسو دغه شوى کار وکړئ نور به وروسته ګورو. رحيم ميډيکل سنټر کې د زړونو ډاکټر په درېيم پوړ و، په لِفټ باندې يې ليکلي وو "خراب هى" نو مجبوراً په پښو وختلو. ترور کې چې مې څۀ ساه راپېدا شوې وه هغه ترې بېرته لاړه. د ډاکټر کلينک ته چې ورسېدو نو هلته لا بد حال و. ما ويل اصلي روغتون خو دا دى. ترور او مور مې د ښځينه ؤ کوټې ته وروستلې او زه په لمبر پسې ورغلم خو د لمبر ورکولو والا موجود نه و. په پوښتنه معلومه شوه چې د ماځيګر لمانځه ته تلى دى. د هغه د خالي مېز نه ډېر خلک راتاو وو او د هر چا مريض ته د بل نه زيات تکليف و. هلته راته معلومه شوه چې دې خلکو لا يوه او دوه ورځې مخکې لمبرونه اخيستي دي. د لمبر ورکوونکي په مېز "موت کا منظر" او ځينې نور ډاروونکي کتابونه پراته وو. په زړه کې مې وويل: سړى د خداى نه وېرېدونکى ښکاري، انشاء الله چې لمبر به راکړي. لږ ساعت وروسته هغه راغى، ښه په ناز و ادا کښېناست او چې ما ورته د لمبر خبره وکړه نو هغه رانه پوښتنه وکړه چې د کومې نېټې لمبر غواړم. ورته ومې ويل "ما مريض د ليډي ريډنګ هسپتال نه راوستى دى او ډېر تکليف دى ورته، که مهرباني وکړئ د اوس لپاره لمبر راکړئ". په هغه لکه چې دا خبره بده ولګېده. ماته د څۀ ځواب راکولو نه بغېر يې خواته ولاړ سړي ته مخ ورواړوو او د دوو ورځو وروسته لمبرونو په ورکولو يې پېل وکړ. ما هم بل کوښښ ونکړ او بهر راووتم. ما سره سم يو هلک هم راووت چې د چايو لوښي ورسره په لاس کې وو. بهر ته د راوتو سره يې ماته په ځير ځير وکتل نو زه هم ورته ودرېدم. هغه رانژدې شو او ويې ويل: - " داسې نمبر هيچا ته نۀ ورکيي، چې مريض دې مړ کېږي هم نې ګوري" ما په ځواب کې ورته هيڅ ونه ويل. هغه خبره په خپله واضحه کړه: - " که خامخا نننى نمبر غواړې نو پينځۀ سوه روپۍ ورکه". - " پينځۀ سوه؟ بيا به مېلاؤ شي؟" - " راکه چې زې درله تې اوس راوړم" سمدستي مې د پينځوؤ سوو لوټ ورکړ. هغه د چايو لوښي هماغلته کېښودل، دننه لاړ ، د هماغه لمبر ورکوونکي نه يې لمبر واخيست او ماله يې راوړ. بس زړه مې ارام شو او په منډه ورغلم مور ته مې وويل چې لمبر مې ترلاسه کړ. ډاکټر ته چې ورغلو هغه ته مو د مريضتيا ټوله کيسه تېره کړه او هغه دوايانې مو وروښودلې چې درې ورځې وړاندې يو بل ډاکټر ليکلې وې. هغه دوايانې خو يې پرې سمدستي بندې کړې، او د اي سي جي او نويو ټسټونو نه وروسته يې ورته نورې دوايانې وليکلې. دوايانې چې مو راواخيستلې او کور ته راغلو نو ماسختن ؤ. ستړى داسې وم چې ويل مې مړ دې وى خو چې اوده وى. او تر سهاره داسې اوده شوم چې هيڅ په ځان نه يم خبر شوى. خو سهار چې پاڅولى شوم نو معلومه شوه چې مريضتيا او تکليف هماغسې دي. نور نه پوهېدم چې څه وکړم. يو ګاونډي مې پخوا په کوم روغتون کې کار کړى دى. هغه ته په دې نيت ورغلم چې که د کوم ښه ډاکټر يا کومې ښې لارې د راښودلو مرسته راسره وکړي. هغه ته چې مې ټوله کيسه تېره کړه نو بېګانۍ دوايانې يې وکتلې او بيا يې وويل "دا دوايانې جعلې دي". - "جعلي دي؟" زما يقين نه راته. دا لمبر ترلاسه کول، معاينې کول، منتونه کول، منډې وهل، او نتيجه يې جعلي دوايانې. ددې مطلب دا دى چې ترور مې غلطه ده، يواځې په روغتون کې قصابان نه دي ناست، بلکې کوڅه په کوڅه چړې په لاس ولاړ دي. - "ښه نو اصلي دوايانې د کوم ځاى نه راوړو؟" - "داسې وکه د کوم ډاکټر نه چې يې اول معاينه کړې ده د هغه فون نمبر پېدا که او مشوره ترې واخله او دا بېګانۍ دوايانې فوراً واپس که". - " چې جعلي دوايانې خرڅوي نو واپس کوي به يې چېرته؟" دا اخيستل شوى څيز بېرته ستنول زما لپاره لا ځانله يو ډېر ستر سردرد دى. - "ته خو اخبار کې کار کوې کنه؟" - " و، اخبار کې يم" - " نو د اخبار کارډ ورته وښايه، په منډه به يې درنه واخلي" په يو "ښه" ويلو سره د هغه نه راروان شوم. په زړه زړه کې مې اخبار ته ښې ښکنځلې وکړې. بېچاره ته د پېښور د اخبارونو حال څه معلوم دى. کۀ معلوم شو د جعلي دوايانو خرڅوونکو ته به سلام وکړي. يو جېب وهونکي، غل او جعلي کاروبار لرونکي لپاره د اخبار کارت ترلاسه کول ډېر اسان خو د اخبار د کار کوونکي لپاره دغه کارت ترلاسه کول داسې دي لکه د يو سم سړي لپاره غلا کول. د خپل کور په دروازه چې ننوتم نو په موبايل مې زنګ راغى. لمبر د خپرندويې ټولنې د مشر و. - " هلو! څنګه يې، خبر شوم چې څه مريضتيا درپېښه وه" - " ؤ ولا، ترور مې مريضه ده، همدا اوس هم ډاکټر ته روان يو" - " خداى دې خېر کړي. که ماته څۀ خدمت وي نو وايه" - "نه، مننه" - "ښه، نو آ کتاب خو دې ما وکوت، ما درته ويلي وو چې د اخلاقي قدرونو په اړه پکې هم يو باب وليکه خو تا يې يواځې سرليک ليکلى او نوره پاڼه دې سپينه پريښې ده..." - " بس دغه پاڼه پکې سپينه چاپ کړئ" - "سپينه يې چاپ کړو؟ څه مطلب؟" - "مطلب دا چې اخلاقي قدرونه کۀ وى نو ما به پرې خامخا څۀ ليکلي وى". Speena Pana By: Abdul Hadi Hairan - بېرته شاته