(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو او ننګ په تکل

نن ماته د حجرې نه د خوشحال بابا د مزار څوكيدار ګل پاچا راغى، ساه نيولى او پرېشان غوندې ښكارېده، ماسره د ورځپاڼو خبريالان او استازي ناست وو، او مركه يې را سره كوله، زما ده ته پام شو. دى به نور كله ډېر مطمئن ناست وْ، مجلس ته به يې غوږ نيولى وْ او خبرې به يې اورېدلې نو، چې زه به وزګار شوم، له ده نه به مې پوښتنه وكړه، چې وايه ياره ستا څه حال دى؟ د بابا د مزار څه حال دى؟ زما په دې پوښتنو سره به هغه لګيا شو. د مزار د بد حالت، هلته د مېلمنو د ځاى په اړه د بې غورۍ، د لرې او نږدې ځايونو د مېلمنو ، چې د مزار سلام ته راځي، د مزار د ساتنې د حفاظت په اړه د بې اعتنايۍ، زموږ نه ګيلې مانې قهر، لعنت، ملامت، ناهيلې او د مزار په اړوند د خپلو ستونزو او اړتياوو په اړه به يې ژړا فرياد وكړ، ساعت ګړۍ به ناست وْ او بيا به روان شو، خو نن د پخواني معمول په خلاف د كټ په څنډه ناست وْ، نېغ نېغ يې را ته كتل لكه څه ډېر سخت تكليف ، چې ورته رسېدلى وي. او ما ته د هغې په هكله څه ويل غواړي. زه د هغه په وضعه پوه شوم، پوښتنه مې ورڅخه وكړه. ګل پاچا د! نن څنګه راغلى يې؟ هغه په دردناكه لهجه جواب راكړ: (( نن درېيمه ورځ ده مزار ته يو كابلى راغلى دى او د مزار چونتري(صفه) ته ورختلى دى، اول يې د مزار د دروازې جنګله په زوره زوره وجړقوله، بيا يې د دروازې د قفلونو د ماتولو لپاره په هغې زور و ازمايه، او اوس په چيغو چيغو لګيا دى او وايي: چې اى خوشحال بابا پښتو چېرته ده؟ اوس شته او سبا به وي كه نه؟ پښتو چېرته ده؟ نه شته او نه به وي، كه وه نو څه شوه؟ او كه نه وه، نو تاسو يې ولې اوږدې اوږدې غزلې ويلې دي؟ ګل پاچا دا مطلب په ګډه وډه ژبه بياناوه، او ويل يې، چې كله دغه كابلى د جنګلې په خوځولو او د قفلونو د ماتولو په موخه په زور ازمايلو او په ډېرو چيغو ستړى شو نو هلته پرېوت او تر اوسه لا پروت دى. نه څه خوري او نه څه څښي، ډېر كمزورى شوى دى او اوس ورباندې توده تبه هم راغلې ده، زه ورته په زارۍ او منتونو ستړى شوم خو هغه نه له ځايه پاڅېږي او نه څه غواړي. نه له بارانه څنګ ته كېږي او نه يې په باد او سيلۍ څه پروا شته، چې زه يې په را پاڅولو ډېره خواري وكړم نو سترګې را پورته كړي او راته ووايي! چې بابا مه تنګوه: ما پرېږده! او ځه خپل كار كوه، ته خپل كار كوه او ما خپل كار ته پرېږده!. زه نن سهار بيا ورغلم ومې ليد، له لوږې نه ډېر بې تابه شوى وْ . او له تبې نه يې هم فرياد كاوه، ما ورته ډېرې زارۍ وكړې ، چې لږ څه وخوره، څه وڅښه! او ډاكټر به هم درته راولم!ګني نو خداى مه كړه مړ به شې. هغه جواب راكړ او ويې ويل: (( زه د بې پښتو ژوند او بې ننګه زيست او روزګار نه بېزاريم. د پښتو او ننګ په لټون كې راوتلى يم. د بې ناموسه او بې احساسه ژوند نه مې داسې مرګ ښه دى. ژوندي ښه پوهېږي خو په داسې ناروغۍ اخته دي، چې نه پوهېږي د ميرويس، احمدشاه او پاچا خان له مزار څخه خو يې را وشړلم او د شيرشاه قبر ته به ونه رسېږم! نو ځكه همدلته مړ او ښخ ښه يم. كه په بې پښتو او بې ننګه ماحول او چاپيريال كې د محلونو او باغونو ژوند هم وي، خو له هغې څخه د پښتو او ننګ په ارمان د هېواد تر خړو خاورو لاندې مړ پروت او خاورې ښه يم)). بېرته يې پر ځمكه سر ولګولو، خو چې زه ترينه را روان شوم، نو بيا يې را غږ كړ چې،(( بودا زه خو مرم)) مړ دې شم خو دا اّخري ارمان مې پوره كړه، چې همدلته مې د دې ګنبد سر او يا پښو ته ښخ كړه او د بې پښتو او بې ننګو د لاسونو په سمنټو، چونه او خښتو مې قبر مه جوړ وه. د خوشحال بابا د هديرې په مړه خړه خاوره خو د پښتو د دې پلار د ننګ او تورې په نامه ياده ځمكه باندې مې كه څلى جوړوي نو جوړ يې كړه او نور پرې هېڅ مه ليكه خو يواځې دا چې : (( د پښتو او ننګ په تكل مړ)). ما چې د ګل پاچا په ماته ګوډه ژبه دا مطلب واورېد نو پوه شوم ، چې دا كابلى څوك د سپېڅلې وينې،سپيڅلي شعور، ننګيالى او ريښتون پښتون دى او ژر پاڅېدم، روان شوم او د خوشحال بابا مزار ته مې ځان ورساوه په رښتيا ، چې كابلى پخپل ځاى همغه راز پروت وْ. لكه څنګه چې ګل پاچا ويلي وو. زه يې څنګ ته كښيناستم، په سر او تندي مې ورته لاس را تېر كړ او غږ مې پرې وكړ چې: وروره! زه همدا اوس خبر شوم او دا دى درته راغلم هغه جواب راكړ. راغلې؟! ما وويل: هو! راغلم تر څو تا ووينم، ستا له حاله خبر شم او ستا خدمت وكړم. هغه د راپورته كېدو هڅه كوله ، چې ګل پاچا ورنږدې شو او د هغه سر يې په خپله غېږ كې كېښود او هغه پخپل كمزوري بدن له ماسره ځان خبرو ته جوړ كړ. خبرې يې نه شواى كولاى، خو د ګل پاچا له غېږې يې ماته ځير ځير كتل، داسې چې يو ځل به يې را وكتل نو بيا به يې سترګې پټې شوې، تر څه شېبې پورې هغه په ژبه خاموش او په سترګو ګويا وْ لږ وخت يا خو په فكر كې تللى وْ او يا يې ضعف كړى وْ. لږه شېبه وروسته يې وويل: زما خدمت!! د څه خدمت؟! په دې بې پښتو او بې ننګه او بې غوره محيط كې د چا چاره او خدمت كول!!! تر دې وينا وروسته يې سترګې پټې كړې. ما د هغه په تندي لاس كېښود، په مينه او اخلاص مې ورته وويل: وروره! راځه چې اول خو تا د مرګ له كومې نه ژوندى را وباسو تر څو ته د خبرو كولو او فكر كولو جوګه شې. نو بيا به د پښتو او ننګ په خبرو غور او فكر كوو. هغه سترګې را پورته كړې او ويې ويل: (( كه پښتو او ننګ شته نو خداى دې يې لري. موږ ټول به مرو كه زه مړ يم نو مړ دې وم، زما په مړينه به څوك غور او سنجش وكړي او كه پښتو او ننګ كډه كړې وي نو ما پرېكړه كړېده ، چې زه په داسې بې ننګه او بې پښتو فضاء كې نور ژوند نه كوم. نو په داسې حال كې ما ته په دواړو صورتونو كې د ژوند كولو اړتيا نشته)). هغه بيا سترګې پټې كړې او د ګل پاچا په غېږ كې يې اړخ بدل كړ او ما ورته خپله خبره شروع كړه: ګوره وروره! داسې ښه ځوان يې، ښه پوه سړى يې، په وينه كې دې د ننګ او پښتو غيرت ځوښ كوي. خو حيران په دې يم، چې ستا په شان يو پښتون ولې دومره نا هيلې شي؟! تا د خوشحال بابا دا نصيحت نه دى اورېدلى ، چې ويلي يې دي: كه اّسمان دې د زمري په خوله كې وركړي د زمري په خوله كې مه پرېږده همت كه يې درست د مټو زور راته ښكاره كړ بيا فلك سره كشتي په خپل دستور كړم مست هاتيان،خوني زمري په زنځير كېږي ګويا دا چې ځان فلك وته تربور كړم هغه چې زما له خولې نه د خوشحال بابا دا وينا واورېده نو په پټو سترګو واوښت را واوښت لكه،چې زما په دې وينا او په خپل تكل غور او فكر كوي او بيا يې سترګې وغړولې، ماته يي رډ رډ او نېغ نېغ وكتل او ويې ويل: ناهيلي نه يم، بې پروا افغان يم، تا او ما د ژوند له ترخو حقايقو نه پند وانه خيست، زه د دوى د ننني ژوند نه بېزار يم، ځكه چې دوى د سباني ژوند لپاره د خپل ملي ژوندون په لاره روان نه شول. نو زه نور له دوى سره دا ډول ژوند نه شم تېرولى. پروني بابا ګان پوښتم. داسې ښكاري ، چې هغوى هم مرور دي او ما ته جواب نه راكوي. زما بله لار نشته، اوس مې نيت او تكل دا دى ، چې دې خاورو ته ورځم. كه په دې خاورو كې ريښتيا ننګ او پښتو وي نو زه به هم په هغه رنګ كې ورسره خاورې شم. دلته به زما څلى جوړ كړئ او زما ارمان او تكل به ورباندې وليكۍ. په مرګ خو به زه هسې هم مرم، خو په دې ډول به دلته د خپل ارمان او تكل نخښه پرېږدم!! كه څوك د سپېڅلي او رېښتينې پښتنې وينې خاوند او د پښتو د پلار خوشحال بابا مزار ته په دې مينه او احساس راشي،چې دا د تورې او د ننګ د ننګيالي څلى دى، نو څنګ ته به يې يو داسې څلى هم وويني، چې هغه د بې پښتو او بې ننګۍ د فضا له ژوند نه د ارمان او تكل په لاره د مرګ غېږ ته د تښتېدلي يو پښتون افغان څلى دى. كېداى شي ، چې د ننګ د بابا او هم د بې ننګۍ د ژړا دا دوه بېل بېل څلي د هغه په ذهن او احساس اغيزه وكړي او دپښتو او ننګ بيده احساس يي را ويښ شي. وينه يې توده شي، خپل ځان او جهان ته متوجه شي او د خپل نن او سبا ژوندون په اړه ځير فكر كولو ته اړ شي. نو كه داسې هم نه وي او نه كېږي نو دومره خو به هرومرو وشي ، چې زما روح اّرام وي، او بيا يې دا بيت زمزمه كړ: مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوند دى د عزت سره چې نه وي زيست روزګار په دې وينا سره هغه ستړى شو، سر يې د ګل پاچا غېږې ته وغورځاوه او سترګې يې بيا پټې كړې، زه چپ پاتې شوم، د ده په وينا فكر واخيستم او دده په دې مرګوني حال د سوچونو او فكرونو درياب ته كښته شوم. له ځانه سره مې وويل، چې دى خو په رښتيا ناهيلې نه دى، د وخت له حالاتو څخه دى زړه نازړه او په كشمكش كې پرېوتى دى، په دې كې هغه بيا ماته وكتل او ويې ويل: له اّسمان سره جګړه او مقابله ګرانه نه ده خو د افغانانو د بې اتفاقۍ تداوي او علاج ګران كار دى. د ده د دې وينا جواب ما سره نه وْ. ګل پاچا ته مې وويل: بس دى نور يې نه تنګوو، ځه چې ځو د ده د تداوي لپاره څه كوشش وكړو، هغه چې زما دا خبره واورېده ، په قهر شو او ويې ويل: (( چې نه پوهېږې نو خداى دې پوه كړه او كه د دې سره سره هم نپوهېږې نو بيا همداسې ښه يې، په خوږو خبرو د وخت حقيقتونه شاته غورځوه، ښه پوهېږه!! او مه پوهېږه!! د دې پروا مه كوه ، چې پر مخ ځې او كه شاته!! خو بس په پټو سترګو مست مست روان اوسه، هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې، هر څه، چې كوې كوه يې، كه د مصلحت او سياست نه نه وېرېږې نو په دې پوه شه ،چې زه مرم، او تاسو دلته په همدې ځاى كې د ګنبد سره جوخت د ګنبد سر او يا پښو ته زما د وصيت سره سم ما خاورو ته وسپارئ او يواځې يوه كتيبه مې په قبر وليكئ چې: (( د پښتو او ننګ په تكل كې مړ)) ما ، چې د هغه دا نهايي فيصله واورېده نو پوه شوم ، چې سړى له هر څه بېزاره دى او داسې ترخه رېښتيا وايي، چې موږ يې نه د ويلو او نه د اورېدلو توان لرو، او دى خو يې ځكه د ويلو ځواك لري، چې د ننني ژوندون له روزګاره ورته د مرګ په لاره يون غوره ښكاري او دا پرېكړه يې كړې ده ، چې كه د پروني پښتون د بې ننګۍ له لاسه خوشحال له پښتنو نه مرور شوى وْ او په ( ميركلان) كې يې ګوښه توب خوښ كړى و، لويه يې پرېښې وه او كمه يې نيولې وه او داسې يې ويلي وو: د بې ننګه پښتنو له غمه ما لويه پرېښوده ونيوله كمه ما نو د افغان پښتون هم له ننني پښتون څخه ناهيلي شويدى او د خوشحال بابا د مزار ګوښې ته يې ځان را رسولى دى. زه په همدې فكرونو كې د مزار له احاطې نه را ووتم. چېغې وهه او د خير په غونډۍ ناست نندارې كوه او زه به د مړو ژوندو سترګو ته د قبر له خازې نه كه مې په برخه شوه د پښتو او ننګ پېغور وركوم. دمرګ په ستوني كې پروت به انتظار كوم. وايي چې: پښتون هر څه زغملى شي خو پېغور نشي زغملى، كه دا خبره لا تر اوسه وي او ريښتيا وي نو خداى دې يې ريښتيا لري، نو خوځښت به وي د نورو په لاسونو كې د خوږو زهرو نه به يې پام خپلو ټپونو ته راو ګرځي. او كله چې په دوى كې دا بدلون راشي نو بيا به په ملي ژوند باندې دا قربان شوى او در په در زموږ ولسونه به د مرګ د سپېرې لارې پر ځاى د ژوند په بختوره لار روان شي، او په دې تكل او ارمان كې د مړو شوو هېوادوالو او د هغوى د مشرانو شيرشاه، روښان خوشحال، ميرويس، احمدشاه او باچا خان د ژوند مرام خپل مقام ته مخامخ شي. د مرګ په ډګر د ژوند ګټل تاوان نه دى. De Pakhto Au Nang Pa takal By: Ajmal Khatak Baba - بېرته شاته