(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نارې وهم نارې مې نه اورې

د دفاع په نوم د اربونو روپو خوړونکي ښکاره اعتراف کوي چې مونږ په دېرش زره بلندۍ کې د امريکې د حملې مخ نيوي نۀ شو کولي ، خو ملا او طالب لا اوس هم په خپله خبره ټينګ ولاړ دي چې مونږ به د ټوپک او د کوتک په زور د امريکې نه بدل اخلو ـ سړي حېران شي چې د راتلونکې زمانې خلق زمونږ د دور تاريخ ليکي نو د شعور ، فکر او سوچ په حواله به دې منلو ته تيار شي چې ګنې مونږ هم د يويشتمې پيړۍ خلق يو ؟ د پاکستان په څلورو صوبو کې چې د انتشار، اړي ګړي او مرګ ژوبلې کومه سلسله روانه ده ، ددې عمل ، ردعمل به څه وي ؟ زما په خيال کۀ هر څوک دومره بوږونکې پېشنګوئي ونه کړي نو غوره به وي ـپه کوم هېواد کې چې رياستي مشينري او د دفاع سره تړلې ادارې د خپل هيواد د وګړو په ضد جنګيږي ، چرته چې د انساني ، معاشي او تهذيبي سر لوړۍ په ځائې د دفاع او امن په نوم په بجټ کې درانۀ درانۀ فنډونه مقررولي شي ، خو د امن او دفاع صورت حال دادي چې د اسلام اباد په لال مسجد کې د زده کوونکو جينکو او هلکانو په لاسونو کې هم نامعلومه لاسونو درنې درنې وسلې ورکړې وې ـ خو حکومت په ځائې ددې چې دغه جومات او مدرسې ته د وسلې رسؤلو وضاحت وکړي ، چې دا وسله دغلته کومو لاسونو او څنګه سپلائي کړه !! او د پاکستان زړۀ اسلام اباد ترې څنګه بې خبره پاتې شو ـ ددې وضاحت نه بغېر هلته اپرېشن کيږي ، زده کوونکي جينکۍ او هلکان وژلي کيږي ـ د پښتونخوا په قبائلي سيمو کې د چاودنو او اړي ګړي نه علاوه روزانه د ناټو جهازونه پروازونه کوي ـ زنانوؤ له وېرې نه خپل ماشومان په غېږو پورې نيولي وي ، د خپل کور او خپل کلي خلق يو بل ته د حسرت او ارمان په نظر ګوري چې نن به د چا په کور بمباري کيږي ؟ او سبا به په دې خلقو کې چا د خاورو څادر اغوستي وي ؟ د بدقسمتۍ نه خبره خو داده چې کومو خلقو د جنګونو او مرګونو دغه ډرامه ليکلې ده او څوک ئې پېښ کوي هغوئ ټول ښۀ د ارام ژوند تېروي ، مګر ناخبره اولس څوک چې د بچو د علاج، روزګار او تعليم له غمه هسې هم د ژوند له کلهمو خوږو نه بې برخې دي ، ددغه جنګ د اور خشاک جوړيږي ، څوک دومره هم نۀ پوهيږي چې دا جنګ د څه دي؟او کۀ دلته د هيچا ځان او عزت محفوظ نۀ دي، چاته د ژوند بنيادي حقوق نۀ ورکولي کيږي ، نو بيا په هر بجټ کې د دفاع په نوم دومره پېسې ولې لګي؟ کۀ د دفاعي بجټ نيمې روپۍ هم غريب ته ورکړې شي نو کۀ نور هيڅ نۀ وي په مړه خېټه مرګ خو به ئې نصيب شي ـ باداره! کۀ جنت نۀ وي سقر ئې کړه نصيب ترڅو به په دې خلقو محشر هره ورځ راځي (دروېش دراني ) د دفاع په نوم د اربونو روپو خوړونکي ښکاره اعتراف کوي چې مونږ په دېرش زره بلندۍ کې د امريکې د حملې مخ نيوي نۀ شو کولي ، خو ملا او طالب لا اوس هم په خپله خبره ټينګ ولاړ دي چې مونږ به د ټوپک او د کوتک په زور د امريکې نه بدل اخلو ـ سړي حېران شي چې د راتلونکې زمانې خلق زمونږ د دور تاريخ ليکي نو د شعور ، فکر او سوچ په حواله به دې منلو ته تيار شي چې ګنې مونږ هم د يويشتمې پيړۍ خلق يو ؟ عجيبه داده چې بدل د هغو سرو کافرو نه اخلي څوک چې واقعي د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي خو جنګ د پښتنو په خاوره کوي ـ پښتانۀ خو هغه بدنصيبه مسلمان دي چې طالب او ملا ته ئې ټول عمر عزت او درناوي ورکړي دي ـ او په برصغير کې چې نن کوم اسلامي آثار ښکاري دغه يواځې د پښتنو د اسلامي جذبې عکاسي کوي ـ نور پکې د هيچا برخه نشته ـ خو دلته مې يوه خبره راياده شوه، په يو محفل کې د پاکستان د ترانې خالق حافظ جالندهري، اميرحمزه شينواري ته ګيله کوله چې تاسو پښتنو ډير بد اوکړل چې مونږ مو مسلمانان کړو ـ حمزه بابا ورته ووېل چې دغه بدي زمونږ سره عربو کړې ده ـ ( دا قيصه حمزه شينواري ، طاهر اپريدي ته په يو خط کې ليکلې ده )شايد چې اوس يورپ او د پاکستان واکداران پېرته د پښتنو نه خپل بدل اخلي ـ ځکه ئې په پښتونخوا کې د اسلام په نوم د مرګونو او جنګونو لوبه توده کړې ده ـ خو ددې غېرانساني او غېر فطري جنګ نه يوه خبره واضحه کيږي چې پښتانۀ د اېشيا يواځيني قام دي چې په دې خاوره د حکمرانۍ حق لري ـ په دې خاوره کۀ مغل حکمران شوي دي نو د بې ګناه پښتنو د سرونو نه ئې منارې جوړې کړي دي ـ کۀ فرنګې راغلي دي نو د ظلم او جبر ئې دا حال وو چې د فرنګي په سل کلني دور کې داسې يوه ورځ نۀ ده راغلې چې پښتون به پکې د فرنګي او فرنګي به پکې د پښتون د لاسه نه وي مړ شوي ـ او اوس چې پرې وار د پاکستان راغي نو دنيا وليدل چې دلته څۀ څۀ کيږي او هغه کوم ظلم دي چې دنيا به ليدلي نه وي ـ او ددې هيواد بې وسه او محکوم اولس به نۀ وي ليدلي ؟ خو اولسونه او قامونه څوک د تل د پاره محکومه او بې وسه نۀ شي ساتلي ـ يوه ورځ به راشي چې د لوږې تندې، ظلم او جبر دا خاموشي به د سېلاب شکل واخلي او دغه غېر فطري او مصنوعي قوتونه به لکه د خس و خشاک په مخه کړي ـ بيا چې څوک د دې دور تاريخ لولي نو د ځان سره به موسکي کيږي او وائي به چې دوئ دومره هم اهليت نۀ لرلو چې په ګوتو جوړ شوي تېار پاکستان ئې سمبال کړي وي ؟ په ګوتو جوړ شوي تيار پاکستان ورته ځکه وايم چې تر مارچ ١٩٤٧ء پورې خو پخپله لياقت علي او جناح ته هم علم نه ؤچې پاکستان به جوړيږي ـ ځکه ئې د ډان اخبار د ويستلو لپاره د هندوستان په ښارونو کې ځايونه کتل ـ په پاکستان کې د محکوم پښتنو بدحالي او بده ورځ کۀ هرڅومره دړديدونکي تصوير پېش کوي، خو ډېر د فخر او وياړ ځاي دي چې پښتنو کله هم په بل قام ظلم نه دي کړي ـ د بل چا حق ئې نۀ دي وهلي ، د مسافرو او اقليتونو ئې تل اخترام کړي دي ـ نو په داسې مهذبه او جمهوري قام هيڅ کله زوال نۀ شي راتلي ـ دا قام نۀ څوک وژلي شي نۀ ئې ختمولي شي ـ او نۀ ئې در په در کولي شي ـ د پښتنو عروج ته رسېدلي زوال د پښتنو د خوشحالۍ او بېدارۍ نخښه ده ـ هر طـــــــــــرفته خاموشي ، چپه چـپيا ده د اوبو مخ چـــــپ ولاړ لکه مېــــــدان دي يو هوښيار ماڼګي په چغه وائي زر کړۍ سمندر ده ساه راښکلې جوړ طوفان دي Nary waham Nary mi na awry By Tahir Buniri From Monthly Lekwal Chief editor: Nurulbashar Naweed (له مياشتنۍ ليکوال څخه ،چیف ايډیټر: نورلبشر نوید) - بېرته شاته