(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا خان او شاه امان الله خان

دافغانانو په تاريخ کې د اميرامان الله خان اوباچاخان کارنامي دانګريزانوپه خلاف دازادې غوښتونکومبارزينوهغه دوه پيژندل شوي ستوري دي چې تل د پښتنوپه تاريخ کې دلمرپه شان ځليږي اوپښتون قوم پرې فخرکوي ، دباچاخان خيالات دافغانستان په هکله اوپه دې لړکې چې باچاخان دامان الله خان دمخالفينوپه هکله کوم کوششونه کړي دي ،په تاريخي لحاظ دتاريخ يوبرخه جوړوي ، په همدې شکل سره دننګرهار په تاريخي سيمه کې ددې دوو مبارزينو مقبري په دې ځاي کې پراتی دي . امان الله خان د 1892 کال دجون په 18 چې د 1271هـ ش کال دجوزا دلسمه سره برابر ه ده د پغمان زرګر درى ته نژدي زيږيدلې دی اوپه 1960 داپريل په 25 چې د1339 هه شه کال سره برابره ده پۀ ايټاليا کې وفات او جنازه ئي وطن تۀ راوړه شوۀ او پۀ جلال اباد کې دخپل پلار ترڅنګه خاوروته وسپارل شوۀ . دغه راز باچاخان هم 22 جنورۍ 1988 کې د سحر 6 بجې د جلوس په شکل سره جلاال اباد ته يوړل شو او د خپل وصيت سره سم هلته خاورو ته وسپارل شو .
باچاخان کله په کابل اوکله به په جلال ابادکې اوسېدو مګر د افغانستان ټولې سيمې دخلکو اوقومونه سره ليدلې وي او ټولو ته به يي په يوه سترګه کتل ، باچاخان په ټولو خلکو او اولسونو : پښتنو، تاجکو، بلوڅو، هزارؤ او ازبکو، ترکمنو، نورستانيانو، پشه يانو سره خاصه مينه درلوده اود هغوي سره يې د يو والي، مينى، محبت، پيرزوينى، عزيزولى، ورورى ، جمهوريت، دموکراسى او ازادې په باره کې خبرى کړې وې. دانګريزانو په خلاف د پښتنو د ازادې د جنګ دا دوه لارښود په يو بل تۀ ډېر زيات نژدي وۀ . امان الله خان چې تر څو ژوندی ؤ، د باچا خان سره يې تعلق لرلو. دا تعلق ډېر زوړ ؤ او باچا خان هم د امان الله خان سره د خپلې مينې ثبوت په داسې شان ورکړو چې څومره ستائنه يې وشي کمه به وي. باچا خان چې کله هم د پاکستان نه افغانستان ته تللی دی هغه د کابل نه زيات په جلال اباد کې خوشحاله ؤ. د دې دوه وجوهات وو. يو خو لکه څۀ رنګه چې وليکلی شو هغه دلته د امان الله خان سره نزدې وو او بل دا چې دلته هغۀ ته د خپلو پښتنو مشرانو او کشرانو سره په رابطو ساتلو کې اساني وۀ . امان لله خان دملي ارمانو په سررسولو په لار کې دهغو تجربو څخه چې د پلار د دوري د سړو او تودو سياسي جرياناتو ، داسيايي ملتو دنجات بخښوونکو مبارزو ، طبقاتي تضادونو ، دافغانانو دملي روحياتو ، سياسي او اقتصادي شرايطو دملي او بين المللي حالاتو څخه ورحاصل شوي وو ، پوره استفاده وکړه . ده ازادي دوستۀ او روشنفکره افغانان پرځان راټول کړل او ديو ازاد او مترقي افغانستان په جوړولو کې په نه ستړي کيدونکي مبارزي شروع وکړه . انګليسانو غوښتنه وۀ چې په لمړي سر کې امان الله خان ته دخلافت دعهدي په وړاندي کولو سره هغه ډول پان اسلاميزم چې دمسلمانانو په نقص او ددوي په ګټه وي تحريک کړي او دهند دازادۍ غوښتلو او شوروي اتحاد په مخالفت تحريک کړي او شوروي اتحاد په بين لمللي جامعوکې تجريد کړي مګر امان الله خان په دې سياسي چالبازيو پوه او دانګلسيانو په نسبت يي دشوروي روسيي دوستي د وطن دګټو اومصالحو ساتلو لپاره مناسبه ګڼله ځکه چې روسيي په ظاهره دافغانستان داستقلال ، کلتور ، ثقافت او تماميت ارضي ته په درنه سترګه ګتل او ددۀ د اصلاحي پروګرامونوپه اجراکولو کې هراړخيزه مرستي کولي. په کال 1919 ميلادي د مئ په 27 نيټه دافغانستان استقلال وکټل شو انګليسانو په يوه او بله بهانه دافغانستان دخپلواکۍ د په رسميت پيژندلو پروسه ځنډوله ،او سياسي مانورونه يي اجرا کولې . د برتانوي هند حکومت داچې افغانستان استقلال ديوه څرګند حقيقت په توګه ومني يا رد کړي حيران پا ته و، تر ډيره وخته يي پردغه ټکي په تکرار سره پا فشاري کول چې د افغان او انګليس تر منځ لاسليک شوې معاهده له هغه تعهداتو څخه عبارت دی کوم چې دشخص امير حبيب الله سره لاسليک شوی دی ځکه ئې تلاش کاوۀ چي د امان الله خان ددغه غوښتني څخه چې نوی معاهده امضأ شي جلوګيري وکړې، په 1919 د امان لله خان په دوره کې د افغانستان دخپلواکۍ مجاهده شروع شوۀ نو د محکوم او ازاد پشتونستان قبائيلو مشرانو په کامله علاقمندي د افغانانو وروڼو سره ملا وتړله ، هغه جرګه چې دجلااباد په سراج العمارۀ کې جوړه شوي وۀ دمختلفو قومونو مشرانو په کې ګدون کړي وۀ ، په دې جرګه کې دمحاذونو مشرۍ داسې اعلان وشو ي ، دازاد شمال پښتونستان او باجوړ خلک دبابړي د ملاصاحب په مشر دمومندو ،ساپو او شينوارو خلک دترنکزو د حاجي صاحب او د چکنوردملاصاحب ترمشرۍ لاندې ، او پۀ دې ډول نور اقوام د خپلو مشرانو سره جګړي ته روان شوۀ ، د پکتيا محاذ قوماندان محمد نادرخان ؤ او دهغې سره دوزيرو ، مسودو ،بيټنو اقوام دخپلو مشرانو سره د حاجي ميرزاعلي خان ايپي فقير او الحاج دين محمد خان بيټني فقير تربيرغونو لاندې د پرنګي په خلاف غزا ته تيارشو . همدا ډول دبلوچستان داڅکزو ، کاکړو ، بلوڅو او نورواقوامو څخه لوي شمير خپلو افغاني وروڼو سره دافغانستان دخپلواکۍ په معرکه کې دجګړي لاه د دښمن سره ميدان ته حاضر شول ترڅو چې انګريزانو دلومړي ځل لاه پاره ټل پر ډګر ماتي وخوړه او وروسته متارکه وشوه او د افغانستان خپلواکې په رسميت وپيژندل شو ((، دخپلواکې تړون کال کال ١٣٤٨ دسنبلۍ ٩ )) ازاد قبائيلوکې دانګليسانوپه خلاف لوي قيامونه روان وۀ ، په محکوم پښتونستان ( صوبه سرحد) کې د اصلاح الافاغنه ) ټولنه د ( انجمن جوانان ) په نامه تپديل شوي وۀ په همدغه کال يعني 1929 ع کې دغه ټولنه دخدائي خدمتګارانو په نامه تبديل شو ۀ دغه جريانان دپښتنو ستر مشر باچاخان رهنمايي کوله. دامان الله خان دملي غرور بله نښه داوه : هغه وخت چې ده اروپا ته سفرپيل کاوۀ انګليسانو دخپل سفير او وايسرا دخولي ورته وويل چې : بايددپيښور دلاري دهلي ته ورسي چې هلته يي وايسرا استقبال وکوي . امان الله خان ته دغه خواهش ډير دروند تمام شو او ورته يي وويل : دهر ولوري چې وغواړم سفر به وکړم او زه دافغانستان پاچا په حيث دا سپکاوي او دحيثيته لري کار ګڼم چې وايسرا زما استقبال ته راشي ځکه يي خپل سفر دانګليسانو دغوښتني په خلاف دچمن ، بمبئ دلاري اروپا ته شروع کړ اوپه هند کې يي داسې دغرور او ملي جذباتو وينا وکړه چې دهند دټولو ازادۍ غوښتونکو ملي احساسات يي راوپارول دغه شان غرور په باچاخان کې هم موجود هغه خپل ټول عمردخپل قوم په خاطر په زندان کې تير کړ مګر استبداد ته تسليم نشو اوخپلو پښتنو وروڼو دحقوق په خاطر يې دژوند ټول حوسونه له لاسه ورکړ هغۀ د خپل ژوند ټوله برخه فقط د ازادې په خاطر خرچ کړ او په دې لاره کې يې هرنوع تکليف برداشت کړ . هغۀ په 1929 کال په پيښور کې د فخر افغان عبدالغفار خان د عدم تشدد غورځنګ (( خدايي خدمتګارو غورځنګ )) بنسټ کيښودل شو دوی خپله لويه موخه د خپلواکۍ ګټل اعلان کړه په دې ډول سره د باچا خان اسلامي عدم تشدد غورځنګ او بې وسلې جهاد پيل شو چې په اسلامي نړۍ کې يې ساری نه لرلو . ليکوال دخپلې ليکني په بله برخه کې داسې ليکي : (( امان الله خان د کوزو پښتنو سره ډېره زياته مينه لرله. دوي هم هغه خپل يو زړۀ پورې مشر ګڼلو، کله چې هغۀ اراده وکړه چې د افغانستان نه يو مثالي مملکت جوړ کړي او د نړۍ د نورو هېوادونو سره يې سيال کړي نو ددې وطن پښتانۀ به د خوشحالۍ نه په جامو کې نۀ ځائيدل. دومره په افغانستان مئين وو چې تۀ به وايې ګنې دوي د ترقۍ په سفر روان شوي دي. د دوي په خيال د امان الله خان روښان فکري، د قامولۍ مينه او د رجعت پسندۍ نه کرکه او د هغۀ په جار د برطانوي امپيرياليزم غندنه د هغۀ دښمنان هم سېوا کړل او دا حقيقت هم ؤ چې پېرنګي د استقلال په جګړه کې خپله بې عزتي هيڅ کله نۀ هېروله. دوۍ هيڅ داسې موقعه ترلاسه ورکولو ته تيار نۀ وو چې امان الله خان ته پرې نقصان ورسوي. باچا خان او د هغۀ ملګرو چې کله "پښتون" رساله جاري کړه، چې رساله کې به يې د افغانستان متعلق ډېر څۀ چاپ کول نو دوي په دې پوهېدل چې د افغانستان ترقي هم د پښتنو ترقي ده. بيا دا هم وه چې دوي هم د امان الله خان نه طمعه لرله چې کېدی شي چې د دوي د ازادۍ په لاره کې هغه د دوي سره کمک وکړي. نو ځکه خو دا هر څۀ په پېرنګي بد لګېدل او هغوي امان الله خان د خپلو سترګو ازغی ګڼلو. د امان الله خان د اصلاحاتو چې تفصيلات يې دلته نۀ شي ورکېدی، په مخالفت کې پېرنګيان د ټولو نه وړاندې وو.بل خوا "پښتون" کې وخت په وخت د امان الله د اصلاحاتو په مرسته کې مضمونونه چاپ شوي دي. دلته به د هغۀ د يورپ د سفر چې د ډسمبر کال 1927 نه واخله تر جولايي 1927 پورې يې کړی دی، په هغې د هغۀ د مخالفينو څۀ رايې وه او دلته باچا خان او د هغۀ نورو خدايي خدمتګارو پرې څۀ تاثرات لرل. د هغې به يو لنډ شان جاج اخلم. د دې سره سره د هغۀ د افغانستان تخت پرېښودل او د هندوستان په لاره اټلي ته د تللو تفصيلات چې ورکې په څۀ نا څۀ حواله خدايي خدمتګار او باچا خان راځي، هغه هم ورکول غواړم. د دې ليکلو دپاره ما د "پښتون" رسالې نه زيات مدد اخستی دی. د هغې مضمونونو ذکر هم کول غواړم، کوم چې دې دوران کې په "پښتون" کې چاپ شوي دي . (ډاکټر سيدوقار علي شاه کاکاخېل ) دا چې غازي امان الله خان افغانستان د سياسي بېلوالي نه راويستو او د نوي اوژونديو قامونو په قطار کې يې ودرولو. دې خوا باچا خان پښتون اولس ته د علم رڼا او د حق غوښتنې طريقه په خپله ژبه کې وروښودله او يو عملي جهاد يې چې عدم تشدد باندې ولاړ ؤ په مخکې بوتلو. د ال انډيا کانګريس سره د يو ځائی کېدو نه پس خدايي خدمتګار تحريک د يو کليوال تحريک نه يو بين المللي تحريک جوړ شو او يواځې د هند په سطح نۀ بلکې د ټولې نړۍ دې تحريک ته پام شو.غازي امان الله خان چې باچا خان ورته په خپله بيوګرافي کې د ټولو پښتنو باچا وايي،افغانستان د ترقۍ په لور بوتلو دپاره عملي ګامونه پورته کړل. دې خوا هم باچا خان د پښتونخوا يو مسلسل راروان جمود مات کړو او بې له ټوپکه يې انګرېز او نورې نړۍ ته ځان ښکاره کړو چې پښتون صرف د ټوپک ملګری نه دی، بلکې يو با شعوره ملت دی خو که څوک يې په سهي طريقه د تعليم او اتفاق طرفته راواړوي. د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي خان عبدالغفار خان د خپل وصعت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا دلروبرو پښتنو ديوالي اود ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګڼلی شو . Bacha Khan Au Shah Amanullah Khan By:Sayed Usman Sangesh - بېرته شاته