(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دزم زم کوهی او دعبدالمطلب خوب

دجرهم دقبیلی اصلی وطن یمن وو – دالله ارادی ته ګوره یمن کی قحط راغی بنی جرهم د معاش په تالاش کی اووته – اتفاقی طور سره یی په لاره کی اسماعیل (ع)او دهغه والدی ماجدی بی بی هاجری سره زم زم کوهی ته نژدی ملاقات وشو- دجرهم قبیلی داځای خوښ شو اوهم دلته یی دیره واچوله او بیاڅه موده پس اسماعیل (ع) په همدی قبیله کی واده وکړاو دپیغمبرجوړیدونه پس عمالقه او جرهم او یمن والو ته راولیږلی شو د 130کالو په عمرکښی هغوی وفات شول حطیم کی دخپلی والدی سره نزدی ښخ شو۰ داسماعیل (ع) دوفات کیدو نه پس دوصیت مطابق دده ځوی قیدارد ځانه کعبی مشر او واکدارجوړشو۰ دغه شان دبنو اسماعیل د خانه کعبی دواکدارجوړیدلو نه څه وخت پس دبنو اسماعیل او دجرهم قبیلی خپلوکی جنګ جګړه مینځ ته راغله – انجام داچه جرهم قبیله زوراوره شوه او په مکه کښی دجرهم قبیلی حکومت قایم شو- ځه ورځی وروسته جرهم قبیلی په خلقوظلم او زیاتی شروع کړل- ظلم دی پوری راورسیدوچه داسماعیل (ع) اولاد دمکی خوا اوشا آباد شول دجرهم دقبیلی ظلم اوزیاتی اوفسق اوفجور او دبیت الله شریف بی حرمتی دحد نه زیاته شوه ۰ نو دهر اړخ نه دعربوقبیلی مقابلی دپاره راپاڅیدلی او دجرهم قبیله یی دی ته مجبوره کړه چه دمکی نه ووځی خوڅه وخت چه وتله نو دخانه کعبی سامان یی دزم زم په کوهی کی ښخ کړاو دزم زم کوهی یی داسی بند کړو چه ځمکی سره هوارشواوهیڅ نام اونشان یی پاتی نه شو دجرهم قبیلی تللو نه پس بنواسماعیل واپس بیرته مکی ته راغلل او هلته آباد شول خو زم زم کوهی ته هیچاهم توجه ونه کړه دزمانی تیریدوسره دهغی نښی نښانی پاتی نه شوی تردی چه کله دمکی حکومت او سرداری دعبدالمطلب قبضی ته راغله کله چه دمکی سرداری عبدالمطلب قبضی ته راغله او دالله (ج) اراده دی خوامتوجه شوه چه دزم زم کوهی چه دډیروخت نه بند او بی نښی نښانی پروت دی دا راښکاره کړای شی نو دښوخوبونوپه ذریعه عبدامطلب ته ددغه ځای دکنستلو حکم وشواو ددغه ځای نښی نښانی ورته په خوب کی اوښودی شوی لکه چه عبدالمطلب وایی زه په حطیم کی اوده وم چه یوراتلونکی زماخواته راغی او ماته یی په خوب کی وویل (اِحفربرتً ) بره اوکینه ماتپوس وکړبره څه څیز دی؟ هغه کس روان شو۰ راتلونکی ورځ بیا زه دلته اوده وم چه خوب کی می همدغه کس ولیده چه دایی ویلی مضنونه اوکینه ماتپوس وکړ مضنونه څه څیز دی؟ نږهغه کس روان شوپه دریمه ورځ می بیا دغه کس په خوب کی ولیده چه ویلی یی طیبه اوکنه ماوویل طیبه څه څیزد ی؟ هغه کس روان شو پخ څلورمه ورځ می بیا دلته په خوب اولیدو چه دغه کس دا وایی زم زم زم زم اوکنه او ما وویل ومازم زم یعنی زم زم څه څیزدی؟ هغه جواب راکړه(داداوبو کوهی دی چه ددی اوبه نه بندیږی او نه کمیږی بی شماره حاجیان خړوبه کوی او بیایی ددغه ځای څه نښی علامی اوښودلی چه دغه ځای اوکنه په دی طریقه باربار لیدلو اونشانونوښودلو سره دعبدالمطلب یقین راغی چه داصادقه یعنی رښتینی خوب دی ۰ عبدالمطلب قریشوته خپل خوب بیان کړاو ویی ویل چه زما ددغه ځای دکنستلو اراده ده ۰ قریشو دکنستلو مخالفت وکړ خوعبدالمطلب دمخالفت څه پرواه اونه لرله اوکوداله اوکرندی یی واخسته او دخپل ځوی حارث سره هلته اورسیدو اودنښانونومطابق یی کنستل شروع کړل عبدالمطلب به کنستل کول اوحارث به خاوره ارته وله دری ورځونه پس راښکاره شوه عبدالمطلب دډیری خوشحالی نه د الله اکبر نعره وکړه اودایی وویل (هذاطوی اسماعیل )داداسماعیل (ع) کوهی دی ۰ دی نه پس عبدالمطلب دزم زم خواته څه حوضونه جوړ کړل چه هغه به یی دزم زم داوبونه ډک کړل اوحاجیانو باندی به یی څکولی څه کینه ګرو داشرارت شروع کړو- چه دشپی به یی دغه حوضونه خرابول کله به چه سباشو نو عبدالمطلب به هغه بیا جوړول آخیر دا چه وویریده او دالله نه یی دعا‌ء وغوښتله دغه وخت ده ته په خوب کی وښودلی شو چه ته دا دعا غواړه (اللهم انی لااحلها لمغتسل ولکن هی لشارب حل ) ای الله زه په دی زم زم باندی خلقو ته دغسل کولو اجازت نه ورکوم صرف دڅکلو اجازت دی ۰ سحرپاڅیدو سره سم عبدالمطلب دا اعلان وکړو دی نه پس به چه چا دحوض دخرابولو اراده کوله هغه به خامخا په څه بیماری کی اخته کیده کله چه بار بار داقسم واقعات څرګند شول نو حسد ګر خلقو دعبدالمطلب حوضونوته څه ویل پریښودل ددی واقعی پوره تفصیل په طبقات ابن سعد ص 149 او خصایص کبرا ص 43 اوص 44 او زرقانی ص 94 ج 1 او همدارنګه البدایه والنهایه دابن کثیر ص 244 ج 2 کښی ذکردی۰ ومن الله التوفیق - بېرته شاته