(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بدل ودونه په غميزو بدلېږي

دعوت نیټ : د لوګر يو اوسيدونكى، 28 كلن عبيدالله په 25 كلنې نوريې مين شوى و، خو د پيسو د نشتوالي له امله يې نه شواى كولاى له هغې سره واده وكړي. له دې امله هغه د ولور په بدل كې د نوريې مشر ورور، 28كلن لطيف ته د خپلې 22 كلنې خور، شريفې د وركولو وړانديز وكړ. لطيف دې كارته حاضر شوي او دا دواړه كورنۍ په يوه واده نه، بلكې د دوو ودونو له امله سره خپلې شوې. د كلونو په تېرېدو او د ناوړه چال چلن له امله دا كيسه په غم واوښته. هر دواړو مېړونو خپلې مېرمنې پرېښودې، چې اوس بېرته په خپلو خپلو كورونو كې ناستې دي. شريفه وايي: ((كله چې به زما ورور نوريه ډبوله، نو د هغې ورور به له دليل پرته زه وهلم.)) د زامنو د ودونو د لګښت د پوره كولو لپاره د لوڼو وركول يو زوړ دود دي. څنګه چې د خپلې خوښې نجلۍ د ودولو لپاره د پيسو لګښت زرګونو ډالرو ته رسيږي، نو له دې امله د كورنۍ ښځينه غړې (لور، خور) د ولور په بدل كې وركول كيږي. په ښارونو كې دا دود مخ په غړند كېدو دي، خوپه كليو او بانډو كې لكه د پخوا په څېر غښتلى دي. د كابل ښار د كورنيو دمحكمې رئيس، مرادعلي متين وايي، د تېركال راهيسې هغه ته راغلې د طلاق د پنځوسو نيمايي پيښې د بدل د ودونو له امله وې. هغه وايي: ((د كورنيو محكمه هڅه كوي، د دواړو لوريو تر منځ د ملايانو، لويانو او سپين ږيرو په منځګړتوب روغه جوړه وكړي. كه هغوى په خپلو كې پخلا نه شول، نو وروسته د طلاق او يو له بل څخه د جلا كېدو په لارو چارو غور كوو.)) لطيف دا ومنله، چې له خپلې ماندينې سره يې د واده له امله ناوړه چلن كولو. هغه وايي: ((ما په خپله خوښه واده نه دى كړي. پلار مې راته په زور كړى. مېرمن مې له اجازې پرته د خپل پلار كور او نورو خپلوانو كره ځي. كه شريفه ترمنځ نه واي، نو هغه به مې مړه كړې واي.)) عبيدالله وايي، هغه يوازې، ورته عمل كړي دي. نوموړى وايي: ((ما ځكه خپله مېرمنه وهله او ډبوله، چې زما خور تر وهلو او ډبولو لاندې وه. اوس چې لطيف زما خور پرېښې (طلاقه كړې) ده، نو زه به هم د هغه خور پرېږدم.)) نوريې اي ډبليو پي ار ته وويل، چې څنګه هغه له خپلې وريندارې سره د هغې د ورور (خاوند) د چلن له امله وهل ډبول كېده. نوريې وويل: ((يوه ورځ زما مېړه خبر شو، چې د شرېفې مېړه هغې ته كرۍ ورځ ډوډۍ نه وه وركړې. هغې زه په كوټې كې واچولم او تر دريو ورځو پورې يې راته اوبه او خواړه رانه كړل.)) شرېفې وويل، له ناوړه چلن سره سره هغه د طلاق مخالفه ده. هغه وايي: ((زه پوهيږم، كه چېرته مې هغه پرېږدي، نو بل هيڅوك به حاضر نه شي، له ما سره واده و كړي. پاتې ژوند به مې په بېوسۍ او بېكسۍ كې تېر شي.)) د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسون د ښځو د چارو مسووله، شاهده برمل وايي، زموږ څانګه په بدل كې له واده شويو مېرمنو سره د كسات او ناوړه چال چلن څخه خبره ده. خو وايي، چې د هغې كميسون ددې كار په ودرولو كې بېوسې دي. نوموړې وايي: ((موږ د ښځو د حقونو په اړه زيات وركشاپونه جوړ كړي دي، خو ښځې هغې ته د ډار له امله نه دي راغلي. هغوې له دې ډاريږي، چې كه مېړونه يې خبر شي، نو ژوند به يې نور هم خراب شي. د زرګونو افغاني مېرمنو په څېر نوريه او شريفه به ښه راتلونكې و نه لري. شريفه وايي: ((دا به پلرونو ته غوره وي، خپلې لوڼې ژوندۍ ښخې كړي، ددې پر ځاي چې په بدل كې يې وركړي.)) - بېرته شاته