(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لرغوني پښتانه

[02.Sep.2021 - 15:00]

دلرغونی زمانی نه د پښتنو ملی واکمنی او دپښتنو اوسنی ملی ناورین .

لیکوال : نظیف الله  نهضت / خپرونکی پښتو ژورنال

لرغونی پښتانه !

پشتانه داصل نه اریا ییان دی،دهغوی اصلی ټاتوبی اوسنی بلخ دی .دتاریخی اسنادو په بنا اریایی  قبا یلو په بلخ کی خپل لوی مرکز او پلاز مینه  جوړه کړه. پښتانه دهغه اریایی قبایلو یوه څانګه ده چی په تاریخ کی دهند اواریایی په نوم مشهور دی .دا نظریه د پښتون کلمی او پښتو ژبی په تاریخی او لغوی څیړنی مبنی دی،علمی څیړنو دا ثابته کړی ، چی د اریاییانولومړی مسکن د پامیر لوړی څوکی او دامو درود سر چینی دی . چی بیا یی په بلخ کی خپل مدنیت جوړ کړ . باختر نه هند ته د ارییانو مهاجرت د2000 قبل میلاد نه تر 800 قبل میلاد پوری اټکل شوی

پښتانه د 5 زره کلونو نه زیات لرغونی تاریخ لری .پښتنو خونړی جنګونه ،لوی کړاونه ،اوستر تاریخی عظمتونه تیر کړیدی .په تیر تاریخ کی هغوی په مختلفو نومونو یاد شوی .د پښتنو ټاټوبی پخوانی بلخ پخوا نی ګندهارا اودمورخ هیبرودت په اند پکتیک او پښتونخوا نومیده .پښتانه دتوکم له پلوه آریاییان دی .داریایا نو  لرغونی کتاب ریګویدا په حواله 3500 کا له دمخه په آریا یی سرودونو کی پکتها د پښتنو پا چا او پکهت دپښتون په نامه یاد شوی ،همدارنګه په دغه کتاب کی د لسو آریایی قبیلو په جګړه کی پښتانه د پکهت په نامه راغلی .همدارنګه  500 کاله دمیلاد نه دمخه دپا چا داریوش په وخت دغه پاچا د بحیره عرب دشاوخوا سیمو دمعلومولو لپاره یو نانی امیرالبحر کالی ساکس وګمارل شو .هغه د پکتیا په لار اباسین ته لاړ هغه خپله سفر نامه ولیکله ، او په هغی کی یی د پښتنو سیمه د پکتیکا په نامه یاده کړه .

د یادونی وړ ده چی پښتانه د افغانستان اصلی اوسیدونکی دی .هغوی دمخالفینو دادعا په خلاف په آریایی توکم پوری تړاو لری ، هغوی نه عرب اونه یهود دی .ددغو حقایقودوضاحت لپاره محققینو او تاریخ لیکونکو ډیر کار کړیدی .هغوی عقیده لری چی ارییانو په افغانستان کی داوستا کتاب او په هند کی د ریګویدا کتاب درلود ، چی دهغوی نه را پاتی اثار دعالمانو او مورخینو لخوا د منبع اوتاریخی اسنادو په حیث کارول کیږی .

دباختر اریایی قبیلی یوه څانګه همدا پکت یا پښت او پخت دی ، چی دبخدی په نوم هم یاد شویدی . ددوی نوم بخدی په اوستایی کلماتو کی موجود دی.د اوسنی بلخ نوم د همدی قبیلی دنوم نه اخستل شوی . پښتانه لرغونی تاریخ لری ،چی په اوستا او ریګویدالرغونی مقدس کتابونو کی تر نن پوری موجود دی ،او په ټولوزړو اریا یی سر چینو کی د پښتنو نوم نښان تاریخی دریځ او داستوکنی سیمی ښودل شوی .چی تاریخ یی دپښتون ملت په نوم پیژنی .

 پښتانه  دارییایی قبیلو هغه برخه چی دهندوکش په جنوب کی راکوز شول ، بیا د سپین غره په دواړو خواو یعنی داریانا په جنوب شرقی سیمو کی میشت شول .دپښتنو د ځینو شاهانو نومونه هم په ریکویدا کی ذکرشوی  . پښتانه  د اریانا  په جنوب شرقی سیمه چی د سپینتا ګوناګری یا سپین غرپنامه یادیده.چی بیا ددغه غره  پرشاوخوا میشت شول ،او بیا یی  دپکتیکا په نوم  شهرت وموند .د پښتنو  سیمی تر سند پوری رسیدلی ،د هیرودت په ویناپښتنو  پر پختیا ،او پختیخا ،پکتیا ،او پکتیکا باندی هم خپل نومونه کیخودل .چی د پښتنو د سیمو او وطنونو معنا ورکوی . دتاریخی څیړنو نه دا معلومه شوه ، چی دبلخ یا بخدی لومړی شاهی کورنی یعنی پیشدادیان پښتانه وه .تاریخ پوه داکتر توروایانا وایی، پیشدادیان پښتانه دی چی یما یی اخری پاچا وه .حبیبی واییچی پشدادیان یارداتان بارداتان پښتانه دی چی په اوستاکی د پره ذاته په نوم یادشوی .چی یو پاچا او پهلوان یی هوشنګه ، د پره ذاته پیشداد پښتون په نوم ملقب وه .وتلی مورخ کهزاد دا ثبوط وړاندی کوی چی یاردا تان دبلخ بخدی سره تړاو لرونکی پښتانه دی .چی دبلخ بخدی ، پخدی په نومونو کی یی هم اغیزه لیدل کیږی .

کیانیان هغه پخوانی پیشدادیان دی چی دکاوه په نامه یی په بلخ کی دواکمنی بله لړی پیل کړی وه . د پښتنو ددی شاهی کورنی مشر کاوه کواتا  وه . نو ځکه داکورنی دکاوه کیانی په نامه مشهوره شوه، د پښتنو بله شاهی کورنی د ګیومرتن سلسله ده دبلخ دغه شاهی کورنی د پیشدادیانو  یارداتانو پشتنو کورنی نه پیل شوی .د پیشدادیانوسلطنت د زردشت دایین د پیدایښت نه تقریبا دری زره کاله وړاندی منځ ته راغلی ،  دپښتنو ددغه  شاهی کورنی موسس او مشر« ګیومرث » نومیده ،هغه د ببر پوټکی څخه کالی اغوستل دهغه قا م ،هم دهغه په پیروی سره دحیواناتو پوټکی اغوستل  . ګیومرث د بلخ په غرونو کی د خپل قام لپاره داوسیدو ثابت او مشخص ځای تعین کړ .هغه خپل ښار جوړ کړ او دکوچی توب ژوند ته یی د «زردشت»  دپیدایش نه دری زره کاله د مخه د پای ټکی کیخود .نو ځکه  پښتون ددی سیمی لومړی ملت وه چی دکوچی توب ژوند نه یی ځایی ژوند پیل کړ .ګیومرث  لومړی ملی مشر وه چی د قام لخوا یی تاج په سر کیخود او په تخت کیناست .او په نړی کی یی دلومړی ځل لپاره دتاج او تخت دود ایجاد کړ.

استاد حبیبی وایی : په اوستا کی ددی ذکر شوی ،په پښتونخوا کی یولوی پهلوان چی نوم یی هوشنک اود کیو مرث د اولادی څخه وه . لقب یی پره ذاته پیشداد پښتون وه ، دغو پښتنو د بلخ د البرز په غره کی یی داناهیتا اریایی رب النوع لپاره قربانی کولی،ددیوانوسره جنګیدل او په اوه هیوادونو یی پا چا هی کوله .

جرمنی عالم دنکرد دهوشنګ په اړوند واییچی ددهقانی په رسم د حکومت کولو دود ،او دولس ساتنه همدغه هوشنګ او دده کورنی پښتنو ایجاد کړل .سر اولاف کیرو او استاد احمد علی کهزاد وایی چی پیشدادیان پښتانه وه او ددوی پاچا هوشنګ په خپل هیواد « پارتا » یا پښتونخوا کی سلطنتی نظام درلوداو په خپل نظام کی یی عدل انصاف منځ ته راوړی وه ،ښارونه یی ودان کړل او دخپل ولس دسوکالی دپاره یی نوی لاری چاری جوړی کړی .

تاریخ وایی چی دکیانی یا کاوه خاندان اخری پاچا « کاوه هوسرا وایا » دخپل ژوند په اخرو وختونو کی د خپل پاچاهی تاج د بیټ نیکه په سر کیخود ،او بیټ نیکه په بلخ کی د پښتنو پاچا شو .بیټ نیکه په اوستاکی د اتریت په نوم یاد شویدی .غر غښت یا ګشتاسب د بیټ نیکه زوی دی ګشتاسب  دپلار دمرګ وروسته د پښتنو پاچا شو .سړبن په اوستاکی د سرند په نامه یاد شویدی ،کوم چی د زابلستان د پاچا ګورنګ شاه لمسی دی . دیادونی وړ ده چی پښتنی قبیلی د غرغښت ،بیتنی ،سړبن او کرلان نه پیل شوی ،دسړبن دوه زامن وه شرخبون ،خرشبون ، زامن یی شیرانی ،بړیڅ ،اورمړ،ترین دی ،او دترین دری زامن وه  سپین ترین اوتور ترین ،اودالی یا درانی ،او بیا نوری سلسلی .

یو ملت چی په کومه جغرافیه کی اوسیږی تاریخ یی هم په هغه جغرافیه کی جوړیږی ،او په نړی کی دهغی جغرافیی په نوم یادیږی .د پښتنو داوسنی ټاټوبی په اړه دنړی ستر محققان لکه اکرستن سن ،اولاف کیرو ،جرمنی دنکرد،استاد کهزاد،حبیبی،داکتر توروایانا اونور پدی عقیده دی .چی پښتانه دهغی زمانو څخه په پښتونخوا کی اوسیږی چی دتاریخ په یاد ندی .داوسنی لرغون پیژندونکود نویو څیړونو دنتیجو په اساس د اریا ییانو تاریخ د20 زرو کلونو نه زیات دی ،او په زمکه کی د کنګل ددوری د پای نه پیل کیږی .نو ځکه د پښتنو تاریخ دپښتونخوا تاریخ دی .لکه دفرانسویانو تاریخ دفرانس تاریخ دجرمنیانو تاریخ د جرمنی تاریخ اوداسی نور .پښتانه د لرغونی اریاییانو د زمانی را هسی په پشتونخوا کی میشت دی ،پښتو ژبه دلرغونی اریا ییانو د ژبو دکورنی څخه ده .اوسنی پښتو دلرغونی پښتو څخه منځ ته راغلی ده .

نورو ژبو ته دلرغونی پښتوژبی بدلون !

کله چی دبلخ نه اریا ییانو شمال ته تراروپا پوری مهاجر وکړ .اوبیا غرب ته داوسنی ایران خاوری ته مهاجر شول او په جنوب کی هند ته ورسیدل . دهغوی په ژبه او کلچر کی لوی بدلون راغی او دوخت   په تیریدلو سره ، لرغونی اریا یی ژبه چی لرغونی پښتوژبه وه، بدلون وموند ، دهغی نه زړه پارسی بیا پهلوی اوبیا اوسنی فارسی جوړه شوه . اریاییانو د جنوب شرق په لورهند خاوری ته دمهاجرت په وخت  هم دلرغونی اریایی ژبی پښتونه دغه ژبه په سانسکریت ژبی بدله شوه ،چی بیاد اریا یی سرودونو کتاب ریګویدا په سانسکریت ژبه ولیکل شو .دیادونی وړ ده چی اوسنی افغانستان د لر غونی اریاییانو په وخت او دغوری پښتنو دسلطنت او دهغی وروسته د پښتونخوا نوم درلود.د پښتونخوا نوم  داریایی مدنیت دپیل نه 5000 کلن تاریخ لری .

داوستا کتاب لیکل کیدل  : په پښتونخواکی  پښتنو دهغه وخت مذهبی او فرهنګی مشر زراتوشترا زردشت په رهبری داوستا دلیکلو کار پیل کړ .زردشت  د پښتون ملت دتیرو تقریبا دری زره کلوتاریخ د پښتنو دلومړی پاچا ګیو مرتن  څخه بیا تر غرغښت یا ګشتاسب پوری د پښتنو سپین ګیرو ،عالمانو،شاهانو،او داریایی سرو دونو دحافظانو څخه را جمع کړل ،او داوستا په نامه یی په یو کتاب کی را ټول کړل او هغه یی په لرغونی پشتو یا داوستا په ژبه ولیکهپه اوستا کی د سرودونونه علاوه د لرغونی پښتون اتلانو او واکمنانو نومونه راغلی دی ،دنړی ددریو لویو مدنیتونو له جملی نه د ویدا زیاته برخه اوټوله اوستا پښتنو په پښتونخوا کی منځ ته راوستلی ده ،اوستا د اریاییانو لومړی پاچا ګیومرتن او دپښتنو دتاریخ د وتلو پاچا هانو نومونه لکه هوشنګ،تهمورث ،یما ،ساګ،تریتونا،کاوه کواتا،اوسن، کاوه هوسراوا ، غر غښت یا ګشتاسب  ،سړبن ،او داسی نور راغلی دی .دغه کتاب اوستا د فارس په هیواد باندی دمقدونی سکندر دحملی پوری موجود وه .بیا کله چی مقدونی سکندر په فارس حمله وکړه،  هغه په پښتو ژبه لیکل شوی اوستا دیوی لویی کتابخانی سره یو ځای وسوزاوه ،لدی سره داوستا او پښتو رابطه پری شوه .بیا ددغو جګړو وروسته کلونو کی اوستا په پهلوی ژبه ولیکل شو. کچیری مذهبی کتابونو ته وکتل شی انجیل هم اول په ارامی ژبه لیکل شوی وه بیا په یونانی او لاتین ولیکل شو .

زردشت دلرغونی پښتنو روحانی مشر.

زردشت پښتون وه دهغه ستای نوم سپینتمان ،سپینتومنی یا سپین نژاد وه دهغه مقدس کتاب اوستا دوه ټوکه درلودل 1 – سپین او ځلاند 2 – دزور اوځواک ، په نوم یادیدل د اوستا ژبه په افغانستان کی منځ ته راغلی اوهم دلته له منځنه تلی چی دپښتوژبی  بنیادی سر چینه ده .

دتاریخی شواهدوپه اساس زردشت تقریبا  700 کاله  دمیلاد نه دمخه دغر غښت یا ګشتاسب دسلطنت په مهال د بلخ پښتنی شاهی کورنی ته نژدی په یوه ارستوکراته کورنی کی پیداشو .د پلار نوم یی پوروشاسپه یعنی دزاړه اس خاوند او دمور نوم یی دغدو وه. په شل کلنی کی یی د فکر کولو په سبب ځان دخلکو لری او منزوی کړ.او په دیرش کلنی کی یی د خپل زردشتی ایین تبلیغ پیل کړ .زردشت د77 کلنی په عمرد بلخ په اتشکده کی د تورانی یرغلګر« براتر کرس » لخوا ووژل شو. اوبیا په بلخ کی دفن شو .څو کاله دمخه دا اوازه زیاته خپره شوه چی کوم ځای چی حضرت علی دفن دی ،په حقیقت کی زردشت دفن شویدی .کله چی غرغښت یا ګشتاسب د خپل سلطنت په مهال دزردشت ایین ومانه او دزردشت سره ملګری شو .زردشت د غرغښت په مرسته پښتونخوا کی  په ستر روحانی شخصیت بدل شو .زردشت د غرغښت پاچا په ملاتړ زردشتی ایین یا داوستا کتاب ولیکه هغه په دغه کتاب کی د پښتنو تیر شوی واقعات یی د پښتون ولس دپوهانو او سپین ګیرو څخه راجمع کړ او دپښتون ملت تقریبا دری زره کلن تاریخ یی په اوستایی ژبه ولیکه .چی هغی ته دپښتنو لمړی تاریخ هم ویلی شو .زردشت دزیاتو معابدو پر ضد مبارزه وکړه او خلک یی دواحد خدای اهورامزدا  عبادت ته راوبللزردشت پدی باور وه چی په اخرت کی د ښه او بدو اعمالو محاسبه شته ،ملایکی شته ،خلک به دپل صراط نه تیریږی . او هر چاسره به په اخرت کی دهغه داعمالو محاسبه کیږی .داوخت نور مذاهب چی په واحد خدای عقیده ولری لانه وه ابلاغ شوی .غرغښت دپښتنو پاچا د زردشت ایین په ټول هیواد کی رسمی کړ.غرغښت ،غرشاسب،ګرشاسب،ګشتاسب دپښتنو مهم شخصیت دی .کهزاد وایی غرغښت  داوستا دتریتا قبیلی دساما د څانګی د سم یا شم او لادی څخه دی ،د پشتنودوه  نیکونه داوستا سرند یا سړ بن او غرغښت دی غرغښت د اوستا په یشتونو کی دتل پاتی سړی په نوم یادشویدی .د غرغښت لویه کارنامه د پښتونخوا دشمال څخه د تورانیانود حملو مخنیوی او دپښتونخوا خپلواک ساتل دی .دهغه بله کارنامه د زردشت دایین رسمی کول وه .په اوستا کی ویل شوی چی اتریت یا بیټ نیکه دوه زامن درلودل چی دیوه نوم واخشر اودبل نوم غرغښت وهواخشر ښه ادیب او قانون پوه وه. او غر غښت وتلی پهلوان او دجګړی اتل  وه دغرغښت دسلطنت پلاز مینه  داوسنی افغانستان په شمال کی دبخدیی یا بلخ ښکلی ښار وه چی بیا د پښتون ملت د واکمنی په لومړی مرکز بدل شو ،غرغښت په ټوله پشتونخوا واک چلاوه . د پښتنودمخالفوکړیو لخوا د زردشت دتاریخ دتحریف لپاره ناکامی هڅی شویدی. هغوی دزردشت نه یوداسی خیالی موجود جوړوی . چی نه یی دپیدایش ځای مالوم دی،نه یی دمړینی او دفن ځای مالوم دی ، اونه یی توکم مالوم دی دا ټولی هڅی ددی لپاره روانی دی .چی دهغه توکم پښتون وه او دپښتنو سترلارښودوه.او دوی د پشتنو دتاریخ او کلتورسره دشمنی لری .اودتاریخی حقایقو دخپریدو مخنیوی کوی

د باختر په نامه دپښتنو ستر مدنیت

په 327 قبل میلاد چی د باخترپه بلخ  کی دپښتنو اریایی مدنیت او واکمنی موجوده وه و دغه وخت د نړی ستر فاتح مقدونی سکندر په باختر چی دپشتنو دواکمنی مرکز وه  حمله وکړه . سکندر سره دپښتنو سختی جګری وشوی  باختریانو په میاشتو میاشتو دسکندر لښکرو سره مقاومت وکړ او په مړانه وجنګیدل بلاخره باختریان مات او سکندر غالب شو. د باختر والی« بسوس» په جګړه کی ووژل شواوسکندر باختر ونیوه دغه وخت د بسوس یاور« وخش ارد» د جګړی پرته سکندر ته تسلیم شو .سکندر دهغه مقام لوړ کړ. دهغه دلور رخسانه سره یی واده وکړ. چی د باختر دپښتنو قدرت خپل کړی دهغه سره دهغه دیونانی لښکر سترو جنرالانو پدی دلیل مخالفت وکړ چی دی باید دیوی یونانی پیغلی سره واده کړای وای، خوسکندر دباختر سره ددوستی ددوام په خاطر  په خپلی فیصلی باندی ودرید . دسکندر دمرګ نه وروسته باختردهغه دجنرالانو داداری لاندی راغی .باختر دیونانی واکمنو ترلاس لاندی دیوه خپلواک هیواد بڼه درلوده . په هغی کی دیونانو باختر مدنیت جوړ شو چی پښتنو په هغی کی خپله ونډه درلوده .دمیلادی کلونو دپیل نه وروسته د پښتنو په هکله کم تاریخی مواد خپاره شوی .خوپه میلادی 662 کال کی د پښتنو منظم لیکل شوی تاریخ اوس په لاس کی لرو چی دد غه تاریخ نه بیا تر اوسه پوری دوام لری. چی پدی لکینه کی  د هغی ذکر کوم د پښتون ملت  دغه واکمنی په غور کی د شنسب دکورنی دسلطنت نه پیل کیږی

دغور دپښتنوملی واکمنی  ! 

غور هغه غریزه سیمه ده چی دافغانستان دهندوکش دغرونو دشمالی زنجیرنه جوړه ده ،دا سیمه دهرات ،فراه،کندهار،او اوسنی هزاره جات په منځ کی واقع ده داسیمه غرنی ده، داسیمه دپشتنودواکمنی اصلی مرکزوه.دلته څلور قامونه اوسیدل 1 – سوری . 2 – تایمنی . 3 – جمشیدی . 4 – فیروز کوهی دغور شاهی ټبرسوری قبیلی پوری اړه لری هغوی په غور کی خپل پراخ سلطنت جوړ کړ.چی په هغی کی داوسنی افغانستان نه علاوه دسیمی ډیر هیوادونه شامل وه  .دغوری شاهانو په هکله مورخ ظفر کاکاخیل داسی لیکی 🙁 داخلک پښتانه وه او ددوی مورنی ژبه پښتو وه .او دغوری شاهی ټبر زمانه کی د پښتو ژبی ځلانده دوره وه په اسلامی دوره کی دغور شاهی ټبر لومړی سردار شنسب نومیده چی دده په نوم دغور شاهی کورنی ته شنسبی یا شنسبانی هم ویلی شی . )

دطبقات ناصری په حواله دشنسب دکورنی شاهان بیا په څلورو برخو تقسیم شول 1 – هغه شاهان چی دغور په فیروز کوه کی واکمن وه . 2 – د بامیان شاهان سلطان بها والدین سام او ملک تاج الدین زنګی .3 – دغزنی شاهان سلطان معزالدین او دهغه کورنی سلسله 4 – هغه شاهان چی دافغانستان نه بهر په هند کی یی خپلی امپراطوری جوړی کړی .

دغوری پښتنوشاهانو دسلسلی مشر شنسب بن خرنګ وه چی د40 نه تر 80 هجری 662 میلادی نه تر 702 میلادی  پوری واکمنی کړی وه .شنسب  دافغانستان دغور په شاوخوا سیمو حکومت کاوه .دهجری په40 کلونو کی د پښتنو شنسبی سلسلی پاچاهی دا ثابطوی چی دعیسویت او داسلام د پیدایش نه سلهاو کلونه دمخه پښتنوپه اوسنی افغانستان کی حکومتی نظام درلود .شنسب نوم ځکه په اسلامی تاریخ کی داخل شو چی هغه دڅلوروم خلیفه حضرت علی په وخت هلته ورغی او اسلام یی ومانه .حضرت علی داسلام څلورم خلیفه  شنسب ته دغور دامیر په حیث فرمان ورکړ .نو ځکه دامیر کلمه د شنسب دخاندان واکمنانانو دنوم سره علاوه شو . دغه وخت صرف شنسب اسلام منلی وه ، خو دهغه کورنی او خلک دزردشت دایین پیروان وه .دشنسبی واکمنانوسلسلی  نه په اختصار دلته  ذکر کوم 1 – امیر شنسب بن خرنګ 662 -702 میلادی 2 – امیر پولاد دشنسب زوی 3 – امیر کروړ جهان پهلوان د امیر پولاد زوی او دشنسب لمسی ، هغه دپښتو ژبی وتلی شاعر وه دشعر نمونه یی دا ده ///// زه یم زمری پدی نړی ځما اتل نشته +په هند و سند پر تخار او په کابل نشته + بل په زابل نشته ، لما اتل نشته ـ . غشی دمن می زی برښنا په میر څمنو باندی + په ژوبله یونم یر غالم پر تښتید نو باندی پر ماتیدونو باندی ، له ما اتل نشته. 4 – امیر ناصر دامیر کړور زوی . 5 – امیر پنجی دنهاران زوی . 6 – امیر محمدسوری  دغور محبوب واکمن وه  .سلطان محمود غزنوی  په کال 1023 کی په غور حمله وکړه امیر محمد سوری مات او زندانی کړ هغه دزهرو په خوړلو سره ځان وواژه .سلطان محمود غزنو ی دهغه زوی . امیر بو علی د غور دامیر په حیث و ټاکه غور په غزنی پوری په موقت ډول  وتړل شو.وروسته کلونو کی دغه تړاو محدود او دغزنوی خاندان نفوذ پوری محدود شو ، په دغه دوران دغوری خاندان او غزنوی خاندان ترمنځ خونړی جګړی وشوی ، دغه تړاو دسلطان علاوالدین غوری  ترواکمنی دوام وکړ دهغه په وخت غزنی دغور دلښکرو لخوا فتح اوبیر ته په غور پوری وتړل شواو سلطان علاوالدین غوری دخپلوورونو او دکورنی دغړو انتقام واخیست او دغزنوی سلسلی 125 کلنه واکمنی یی په غزنی کی ختمه کړه   7 – امیر بوعلی »» دسوریانو کورنی پر غور ،کندهار،هرات ،جروم یا ګرم سیر ،غرج،تخارستان،او سیستان کابو 400 کاله واکمنی وکړه پښتوژبه د سوریانو په کورنی کی وپالل شوه ،او دشعر او ادب ژبه وګرځیده دسوریانو درباری ژبه پښتو وه .8 – عباس د شیش زوی او دبوعلی وراره  9 – امیر محمد دعباس زوی .10 – قطب الدین حسن دمحمد زوی 11-  ملک الجبال عزالدین حسین دقطب الدین حسن زوی 12 - قطب الدین محمد دعزالد ین زوی .13 – بهاالدین سام دغزالدین زوی. 14 – ملک شهاب الین خرنګ د عزالدین زوی . 15 - ملک شجاع الدین د عزالدین زوی6 1– سلطان علاوالدین غوری چی په 1148  دغزنویانو سلسله یی ختمه کړه او غزنی یی په غور پوری وتاړه .17 – سلطان سیف الدین 18 – ملک فخرالدین . 19– سیف الدین محمد  20 – سلطان غیاث الدین غوری  1162 کی واک ته ورسید.سلطان غیاث الدین او دهغه ورور شهاب الدین په مرکزی اسیا کی لویه امپراطوری جوړه کړه .چی دچین نه تر خوارزم  ایران او دبغداد نه ترهند او بنګله دیش او برما پوری ورسید له. دداسی لویی امپراطوری مخی ته ډیر ی کورنی ستونزی او رقابتونه پراته وه .هغوی دغور او ټولی پښتونخوا د تاریخی عظمت لپاره مشترکی هڅی وکړی او بریالی شول .هغوی خپله کورنی او خلک یو موټی کړل .او په پشتونخوا کی چی هغه وخت دافغانستان نوم وه ،دغور دپښتنو لویه امپراطوری یا  پښتونخوا جوړه کړه.دغوری سلطنت سلسلی دچنګیز تر حملی پوری دوام وکړ او ددغی سلسلی وروستی واکمن عماد الدین غوری چی په غور کی واکمن وه دچنګیز لښکرو لخوا ووژل شو. چنګیزیانو دفیروز کوه ښار چی غوریانو پلاز مینه وه داسی وران کړ چی ددغه ښارنه صرف نوم او منارجام پاتی دی  . د چنګیزی یرغل نه وروسته دغوریانو واکمنی په غور کی پای ته ورسیده . خو په هرات کی دوباره پیل شوه .

په هرات کی د پشتنو دکرت کورنی واکمنی .

کله چی دپښتنو غوری امپراطوری مرکز دچنګیزی لښکرو لخوا ویجاړه شوه .لږ وخت وروسته  د غوری کورنی بله سلسله دمغلی واکمنانو په موجودیت کی ،دغوری پښتنو دکرت په نامه واک تر لاسه کړاو دپشتنو واکمنی بیا جوړه شوه  . په سختو شرایطو کی د کرت کورنی خپله واکمنی د قوی ماهرانه ،سیاست په کارولو سره بیا ژوندی کړ .دتاریخ په طوفانی څپو کی  ملک رکن الدین کرت - دکرت دکورنی موسس شخصیت شو .هغه دچنګیزی حکومتونو دجوړیدو وروسته ،دمغولو سره د خبرو او سیاسی تفاهم ژبه به پیداکړه ملک رکن الین د خیسار غور او شاوخوا سیمی دمخه په واک کی در لودی ..مغولو دهغه دحکومت ددوام سره مخالفت ونکړ ،هغه دمغولو په دربارکی داعتبار خاوند شو ،هغه خپل حکومت وساته ،هغه26 کاله حکومت وکړ.هغه دچنګیز خان ،اوکتای خان،ګیوک،محلی واکمنان ، جرماغون،جنتمور،ګرګوز،سره داسی مناسبات جوړ کړل چی دده واکمنی ته خطر جوړ نشی .هغه په 1245 ع کی وفات شو. دکرت واکمنی دهرات او فراه نه پیل شوی جنوب او جنوب شرق ته دسلیمان غره ، وزیرستان او اټک دریاب پوری رسیده . وروسته شمس الدین محمد مهین کرت د 1245نه تر 1277 واکمن وه دهرات اختیارالدین تاریخی کلا دهغه په وخت ترمیم او جوړه شوه .هغه په 1278 کی وفات دهغه زوی شمس الدین کهین تر 1305 پوری واکمن وه هغه کندهار دهرات سره وتاړه .بیا په 1328 ملک معز الدین واکمن شوهغه 38 کاله سلطنت وکړ .ددی سلسلس وروستی پاچا ملک غیاث الدین وه چی په 1381 مغولی ګود تیور په هغه حمله وکړه هغه یی دهغه دزامنو  دخپلی کورنی دغړو  سره یوځای  وواژه او په خپله یی دهرات تیموری سلطنت جوړ کړ .او په هرات کی یی دپښتنو واکمنی پای ته ورسوله .اودتیموری خاندان دسلطنت په نامه دواک  یوه بله مرحله په هرات کی پیل شوه.

ګوډ تیموریا ګور ګانی تیمور !

تیمورلنګ  ! اصلا دتوکم په لحاظ  دترک دبرلاس دقبیلی نه وه هغه مغل نه وه هغه ترک وه  .هغه  په خوارزم ،سمر قند ، شهر سبز کی رشد وکړ او په جنګی اوسیاسی شخصیت بدل شو .هغه  د چنګیزپه  وحشت،خونخواری ،قساوت ،بیرحمی مین وه او په خپله یی په جګړو کی په بیرحمی خلک قتل عام کول نو ځکه هغه ځان د چنګیز په نسل پوری وتاړه او ځان ته یی دمغل نوم ورکړ  .هغه ایران ،عثمانی ترکیه سوریه عراق کاشغرقبچاق  هرات بلاخره هند فتح کړ. هغه دهند خلکو دقتل عام نه وروسته 15 ورځی هلته تیری کړی او بیرته ستون شو .هغه په 1404 کی وفات شو . دهغه نهزمن پاتی شول . دهغه زوی شهرخ  په هرات کی دهغه جانشین شواو دسلطنت اعلان یی وکړ ،اود افغانستان  په هرات کی یی دګورګانی تیموری سلطنت پلازمینه جوړه کړه .دګورګانیانو تاریخ دافغانستان دتاریخ یوه برخه ده هرات چی دپخوانه دایران او افغانستان او نورو هیوادونو لپاره پلازمینه وه دګورګانی سلطنت مرکز شو  .د ډ یرو کلونو وروسته دهمدی کورنی نه ظهیرالین محمد بابر سر راپورته کړ اوخپله واکمنی یی اعلان کړه .هغه بیا په کابل کی خپل سلطنت جوړ کړ . دغه وخت په هند کی د پښتون سلطان ابراهیم لودی دسلطنت په وخت دشاهی خاندان په داخل کی اختلافات شدید شول .بابر ددی اختلافاتو نه اطلاع تر لاسه کړه .هغه د پښتون سلطان ابراهیم لودی دهند واکمن پاچا دربارکی مخالفین ځان ته جذب کړل. او د سلطان ابراهیم لودی دسقوط لپاره یی استخباراتی پلان جوړ کړ .په دهلی باندی دحملی  دمخه یی ځان پښتنو ته نژدی کړ .او دیوسفزی تبر سره یی خپلوی وکړه .هغه پښتانه دپشتنو واکمن پاچا دوهلو لپاره  دځان سره ملګری کړل. ددغو ټولو کارونو وروسته د مغولی بابر  لښکری هند ته ورسیدلی  بابر دپانی پت په جګړه کی ابراهیم لودی مات کړ او وواژه او دهند تخت یی تر لاسه کړ. اودهند پاچا شو . هغه هم ځان ته د مغل نوم ورکړ.چی بیا دغه مغلی سلسله د بل پشتون احمدشاه ابدالی لخوا ختمه شوهافغانستان جوړ شو، چی تراوسه دنړی په  نقشه کی  موجود دی

دپښتنو لرغونی ټاټوبی  !

په تاریخی څیړونو کی د پشتنو لرغونی ټاټوبی  د بلخ نه علاوه 3 – نورو ټاټوبو نه یادونه کیږی .  1 -  دغور شاوخوا سیمی . 2 – د کیسی دغره لمنی ،سلیمان غر 3 – ملتان . دیادونی وړ ده چی غور-- دافغانستان لرغونی سیمه ده ، دطبقات ناصری دکتاب په حواله  دضحاک یا سهاک(سهاک دپښتنو یوه قبیله ده چی اوس هم شته  )د سهاک  په اولاده کی دوه ورونه وه ، چی دیوه نوم سور او دبل نوم سام وه .چی ستر واکمن شنسب  دهغوی له پښت نه دی .ویلای شو چی دپښتو ادب یوه برخه هم دلته دسوریانو په ټبر کی راټوکیدلی ده .لکه امیرکروړ ،تایمنی اونور ، چی دپښتو ادب لویه برخه جوړوی .دغور نه علاوه چی د پښتنو لرغونی سیمه وه .دپښتنو بله لرغونی سیمه د کیسی (سلیمان)غره --  شاوخوا سیمی دی ،چی ګڼ شمیر اثار دلته لیکل شویدی ،لکه تذکره اولیا ،پټه خزانه، اونوراوشاعر شیخ متی .دریمه سیمه ملتان دیپه ملتان کی پشتنو دوه لوی کارونه وکړل .1 – هغوی په ملتان کی دپښتنو واکمنی جوړه کړه 2 – هغوی ملتان ته د پښتنو د پلازمینی حیثیت ورکړ .په ملتان کی شیخ حمید لودی د پښتنو دواکمنی بنسټ کیخود اوورسره جوښت د پښتو ادب هم وده وکړه .ددغه وخت مهم شاعران نصر لودی اوشیخ رضی لودی اونور دی . کوم وخت چی د پشتنو سره  په جګړو کی شیخ حمید لودی د راجه جیپال  نه دملتان نه  تر لغمان او  ټول روه دکسی غره تر لمنو پوری  واکمنی تر لاسه کړه ، شیخ حمید ددغو سیمو واکمن شو ، اودغه وخت  دملتان دپښتنو واکمنی جوړه شوه .دغه واکمنی دهغه نه وروسته نصر لودی ته ورسیدله  ،او دهغه نه وروسته  دملتان واکمنی  داود لودی ته ورسیدله . دیادونی وړ ده چی دهند لوی واکمن سلطان بهلول لودی په هند کی دلودی شاهانو سلسله جوړه کړه  هغه دهمدی لودی کورنی نه وه  . کله چی ترکی مهاجمان د افغانستان شمال ته داخل شول او الپتګین خپل قوماندان سبکتګین د محمود غزنوی پلار ملتان او لغمان سیموته ولیږل ، هغوی دملتان دپښتنوسره سختی جګړی وکړی .خو په کامل ډول کامیاب نشو.دهغه وروسته    په ملتان او غورکی سلطان محمود غزنوی دپښتنو سره خونړی جګړی وکړی اودملتان اوغور واکمنی ختمی کړی او هغه یی په غزنی پوری وتړلد محمود په لاس پشتانه وځپل شول . چی بیا سلطان علاوالدین غوری دغزنوی کورنی نه انتقام واخیست دغزنوی واکمنی یی ختمه کړه اوغزنی یی بیرته غور پوری وتاړه .

د پشتنو دواکمنی 328 کلنه وقفه .

د پښتنو دغوری خاندان واکمنی دشنسب نه په کال 662 ع کی پیل کیږی او په 1381 کی دپښتنو دکرت کورنی پاچا ملک غیاث الدین دګوډ تیمور لخوا ووژل شو او ډپښتنو واک پای ته ورسید . په دغه سیمه کی چی اوس  افغانستان،ایران پاکستان او هند او نورهیوادونه  واقع دی ،پښتنو 790 کاله حکومت وکړ .دا حکومتونه کله محدود او کله پراخ وه .صرف 328 کاله پښتانه په خپل لاس دحکومت کولو نه محروم شول .خو پشتنو په دغو کلونو کی هم په غیر پښتون حکومتونو کی لوړ مقامونه درلودل . بیا دغوریانو دسقوط نه وروسته د پښتنو حکومتونو هند ته منتقل شول او دپښتنو واکمنی   په هند کی دوام وکړ .

په هند کی دغوری پښتنو واکمنی .

دافغانستان غور ولایت دچنګیز اوبیا دګود تیمور دحملو پوری د پښتنو دغور سوری شاهانو مرکز وه .دمغولو دحملو نه وروسته ، بیا دغه مرکز هند ته انتقال شو ، داکارلومړی د سلطان غیاث الدین غوری دفتوحاتو وروسته وشو.هغه داوسنی افغانستان دسرحداتو نه بهر تر هند پوری دپښتنو سلطنت پراخ کړ،اوپه هند کی یی دپښتنو سلطنت بنیاد کیخود . چی بیا په هند کی د پښتنو سلطنت په سلهاو کلونو دوام وکړ.هند او افغانستان د تاریخی،سیاسی،کلتوری پلوه دیوبل سره وتړلشول .دغوریانو په وخت پښتانه دغور او سلیمان دغرو نه تر ارغنداو،هلمند،کابل ،هریرود پوری په لښکرو کی سره راټول شول .او دغوری شاهانو سره یی د هند په فتوحاتو کی ګډون وکړ.پښتانه لودیان،سوریان،مومندان،شیرانیان،او بړیڅان په هند کی دروهیله یاپټان په نومونو یادیږی .په هند کی سلطان شهاب الدین او غیاث الدین دشمالی هند دفتحی وروسته خپل غلام قطب الدین په دهلی کی دخپل والی په حیث مقرر کړ .دهغوی دمرګ وروسته قطب الدین خپل ځان دهند پاچا اعلان کړاو دهند دقطب مینار یی جوړ کړ.هغه په هند کی دشاهانو سلسله جوړه کړه چی دسلاطین مملوک په نامه یاده شوه دغی سلسلی د1206 نه تر 1320 پوری 114 کاله  دوام وکړ .

په هند کی د پښتون شاهانو نوری سلسلی .

په هند کی د پښتنو خلجیانو اول او دوهم حکومتونه جوړ شول .بیا په هند کی 1401 دما لوی پښتنو سلسله جوړه شوه ، لد ینه وروسته دپښتنو لودی خاندان په هند کی واکمن شول . په کال 1451 سلطان بهلول لودی ددهلی پرتخت کیناست ، بیا سلطان سکندر لودی 1489 نه تر 1517 پوری واکمن وه بیا سلطان ابراهیم لودی واکمن شو. هغه په کال 1526 دپانی پت په جګړه کی دبابر لخوا ووژل شو .اوبابر دهند واکمن شو .بابر د4 کاله واکمنی وروسته مړشو او دهغه زوی همایون  په 1529 دهند واکمن شو .شیرشاه سوری چی دهند سلطنت یی دپښتنو حق ګاڼه دډیرو جګړو وروسته دقنوچ په جکړه کی همایون ته ماته ورکړه ، پداسی حال کی چی دهمایون فوځ دوه چنده یعنی سل زره او دده فوځ پنځوس زره وه همایون  په جګړه کی د ماتی وروسته ایران ته وتختید همایون په دغه جګړه کی دومره ویریدلی وه چی خپله کورنی حرم او 9کلن زوی چی بیا اکبر پاچاشو د شیرشاه سوری فاتح لښکرو ته پریخود او خپله ایران ته وتختید شیرشاه په افغانی اخلاقو دهغه کورنی په احترام بیرته ولیږله ،اوشیرشاه سوری دهند پاچاشو .

په هند کی سوری خاندان سلطنت  1539 – 1555 .

 شیرشاه سوری داستر خدمتونه هند ته وکړل .هغه دهند دولتی جوړښتونه نوی کړل،د اقتصادی پرمختګ لپاره یی لویی لاری جوړیکړی ،تجارت ته یی رونق ورکړ ،او دهند نوی مالیاتی نظام یی جوړ کړ،په تجارتی مالونوکی دګمرک محصول اخستل پیل شول.دولتی خزانه جوړه شوه اودسرک په سر ډاګ خانی جوړی شوی،د سرکونو په دواړو غاړو کی ونی وکرل شوی ،دهغه مهم سرک جرنیلی سرک دی ،جی ،تی،رود چی دبنګال دستار ګاون نه پیښور پوری غزیدلی وه او2500 کیلومتره اوږد وه .هغه دهندو اومسلمان داتحاد غوښتونکی وه .دسلطنت په چارو کی هغه دهندو او مسلمان فرق نه کاوه بلکی لیاقت ته یی کتل  .شیر شاه دغور شاهانو  برم بیا په هند کی ژوندی کړ،شیرشاه د پښتنو په بری کامله عقیده درلوده .دپښتونخوا دټولو سیمونه پښتانه قبایل اود بلوڅو استازی ډلی ډلی د جرګو او پلاوو په شکل کی شیر شاه دمبارکی لپاره راروان شول .شیرشاه دخپلی مورنی ژبی پښتو په اثر ښه پوهیده ،هغه پوهیده چی پښتو ژبه دملی اتحاد قوی وسیله ده .پښتانه پوه شول چی د شیرشاه سلطنت دپښتنو سلطنت دی .او دهغی ساتنه په ټولو پشتنو فرض ده .شیر شاه په کال 1545 کی وفات شو .هغه 5 کاله دهند پاچا وه او 15 کاله د مختلفو سیمو واکمن وه .دهغه دزامنو ترمنځ اختلافاتو نه وروسته اسلام شاه واکمن شو هغه په 1553  کی وفات شو.بیا  عادلشاه  اوسکندر شاه واکمن شول دهغوی ترمنځ داخلی جګړی پیل شوی  دی  خبرونو  دبابر زوی همایون ته دفتحی امیدونه تازه کړل .هغه دایرن په مرسته ځان حملی ته تیار کړی وه .دپښتنتو دکامل اتحاد لپاره جرګی پیل شوی دغه اتحاد وخت ته ضرورت درلود .خوهمایون دغه وخت ورنکړ هغه دپښتنو دغه نفاق نه لکه بابر ګټه پورته کړه. او حملو ته یی دوام ورکړ.بلاخره وروستی جګړه په 1554 کی وشوه سکندر شاه دسوری خاندان وروستی پاچا مات او همایون واکمن شو.صفوی ایرا ن همایون ته په دوه شرطونو مرسته ورکړه 1 – شیعه مذهب به منی 2 – دبری په صورت کی به کندهار صفویانو ته ورکوی .همایون دبابر زوی دغه دواړه شرطونه ومنل .صفویانودوه کاله وروسته  په 1556 په کندهار حمله وکړه اوهغه یی ونیوه . بیا په 1709 میروس هوتک قیام وکړ اوکندهار کی دپښتنو واکمنی جوړه شوه اوبیا دهغه زوی شاه محمود هوتک ایران فتح کړ شاه حسین صفوی هغه ته تسلیم شو او شاه محمود دایران پاچا شو . دهمایون دمرګ نه وروسته اکبر جلاالدین پاچاشو هغه دپښتنو لوی دشمن وه.هغه دپښتنو سره ستری خونړی جګړی وکړی . دبابر او همایون دسلطنت وروسته مغلی شاهان صرف په اګری او دهلی کی واکمنان وه خوشرقی هند بنګال،بهار،او مالوی پراخی سیمی د پښتنودواکمنی لاندی وی

په شرقی هند کی دپښتنو واکمنی !

دعادل شاه وروسته د بنګال والی شمس الدین محمد شاه په نوم د بنګال پاچا شو او خطبه اوسکه یی په خپل نوم جاری کړه .هغه په 1555 بهار او جونیپور ترلاسه کړل .او پراخ سلطنت یی جوړ کړ هغه ددهلی دنیولو لپاره دهلی ته روان شو ،په شدیده جګړه کی هغه ووژل شو .دهغه دمرګ وروسته دهغه زوی خضر خان پاچاشو هغه په ځان د بهادرشاه نوم کیخود .هغه ډیر فتوحات وکړل او دبهار ټولی سیمی یی تر لاسه کړل اوتاج خان کرلانی یی دبهار والی مقرر کړ،هغه بیا مستقل واکمن شو  .په1565 تاج خان وفات شو .بیا دهغه ورور سلیمان پاچاشو.هغه په 1572 کی وفات شو بیا «داود » کرلانی واکمن شو داود کرلانی  ددغی سلسلی وروستنی واکمن وه چی په 1576 هغه داکبر مغل لښکرلخوا ووژل شو او کرلانی پښتنو واک ختم شو .

دهند مغلی حکومت پر ضد د پښتنوملی قیامونه !

په هند کی دمغلی واکمنی پرضد پښتنو ډیر ملی قیامونه وکړل چی ځینی یی کامیاب وه،چی دمغلی حکومت دواک سیمه یی محدوده کړه ،او ځینی یی ناکام وه .ډیر مهم قیام دپیر رو ښان قیام دی.بایزید انصاری دینی عالم لیکوال،روحانی مشر،صوفی،مشهور په پیرروښان اورمړ پښتون په 932 هجری دپنجاب په جلندر کی دنیاته راغی . هغه دملا پاینده او ملاسلیمان کالنجری شاګردوه. هغه په پښتو،فارسی،عربی،هندی ژبو خپل اثار خپاره کړل خیرال بیان دهغه منظوم نثردی .هغه ډیر کتابونه خپاره کړل .دهغه په کتابونو کی دملی احساساتو بیداری،دظلم بیعدالتی پرضد مبارزه،مرکزی اندونه وه هغه غوښتل چی په هند کی د پښتنو واکمنانو لکه لودیانو،سوریانو،تاریخی عظمت بیا احیاکړی .هغه پریکړه وکړه چی ټول پښتانه په یوه نغری راټول کړی .او علمی اوعملی مبارزه پیل کړی .هغه ددی ارمان لپاره ملی غورزنګ جوړ کړ.دمغولو پرضد یی دپښتنو دملی قیام مشری وکړه .هغه وویل زه یو لښکر دهند دنیولو لپاره جوړوم ،هر څوک چی اس اووسله لری رادی شی داکبر پاچا ټوله خزانه زمونږده .هغه ډیرجګړی وکړی اومغولوباندی یی ډیری قوی حملی وکړی .دهغه پاتی کورنی دی جګړوته دوام ورکړ .دهغه نه علاوه بیا  نورو اتلانو دی جګړوته دوام ورکړ لکه اخندچالاک خټک ،باکوخان یوسفزی،ایمل خان مومند،دریاخان افریدی،پښتنو دخوشحال خان خټک په مشری داورنګ زیب 40 زره لښکر ی ماتی اوتارومار کړل .په 1672 کی مغلی والیان په پیښوراو کابل کی د پښتنو په لاس ووژل شول په هند کی دشرق اوغرب نه په مغولی حکومت دپښتنو مرګونی حملی ددی سبب شوی چی مغلی حکومت دپښتنو پرضد فکری جګړه پیل کړی .

دپښتنو پرضد دمغلی سلطنت فکری جګړه !

دمغلو دپلازمینی دهلی دشرق نه پشتنو ملی قیامونو سره مخ وه  .دپیرروښان چی  مغولو  ورته پیر تاریک ویلیدمغلو پرضد جګړه پیل کړه ،ددی نه علاوه دهغه نه وروسته نورومشرانو د غو جګړو ته دوام ورکړ . همدا رنګه  دهند په غرب بنګال کی دکرلانی پښتنو دسلطنت لخوا د حملو سره مخ وه .دی حالت په مغلی دربار باندی د کرکی وحشت اوویری فضا حاکمه کړی وه .داحالت ددی باعث شو چی دپشتنو پرضد په مغلی  دربارکی فکری جګړه پیل شی .دیادونی وړده چی مغولو نشول کولای ، دپښتنو نیول شوی سیمی په غیر پښتون امیرانو اداره کړی .هغوی مجبور وه چی دا سیمی په پشتنوامیرانو کنترول کړی، او پښتانه امیران دپښتنوسره دځان په ګټه وجنګوی نو ځکه پښتانه امیران دمغل په دربارکی ډیر وه .کله چی دپښتنو دتوکم په اړه هغوی ته اهانت کیده هغوی مجبوروه چی دځان نه دفاع وکړی . هغوی کوشش کاوه چی پښتون توکم دپیغمبر اصحابوته ورسوی اوپه قیص بن عبدالرشید  پوری یی وتړی .پدغه بحثونه کی وویل شول ! چی دمغولو اوهندوانو شجره نصب حضرت نوح اولادی حام- سامیافثته رسیږی .او وویل شول چی پښتانه نشی کولای چی خپل توکم دپیغمبر اصحابوته ورسوی دا ځکه چی هغوی عرب دی .او عرب په سامی نژاد پوری اړه لری او پښتانه عرب ندی .ددی نه علاوه ،کله چی د مغلی پاچا په دربارکی د فارس یا ایران سفیر موجود وه .د پښتنو دتوکم په اړه بحثونه پیل شول دغه وخت دایران سفیر وویل چی پښتانه ددیوانو دنژاد نه دی .دپښتون امیرانو نه خانجهان لودی دغه وخت په دربار کی موجود وه ، داخبره په هغه ډیره بده ولږید له ،په همدی علت هغه ددربار عا لم  نعمت الله هروی ته دنده وسپارله چی یو کتاب ولیکی او په هغی کی ثابته کړی چی پښتانه ددیوانو دنژاد نه ندی بلکی هغوی د قیص بن عبدالرشید اولاده ده . نعمت الله هروی دغه کتاب په 1611 م کی مخزن افغانی په نامه  ولیکه .

ددینه علاوه مغلی واکمن اکبر ددربار لوی عالم ابول فضل ته امر وکړ چی داسی کتاب ولیکی چی په هغی پښتانه یووحشی،او غیر مسلم قوم وښیی هغه دغه کتاب ولیکه .هغه لیکلی وه چی پښتانه یهود دی مسلمان ندی . کله چی انګریزی استعمار سیمی ته داخل شو هغوی دابولفضل د یهودیت نظریه ډیره تبلیغ کړه او کوشش یی وکړ چی ثابته کړی چی پښتانه د یهودو دتوکم نه دی .چی دا نظریه دریشی نه غلطه ده کافی اثناد موجود دی چی پښتانه آریاییان دی .

دپښتنو پرضد دانګریزی استعمار فکری جګړه !

دافغان او انګلیس په دریمه جګړه کی د شاه امان الله خان بری او داستقلا ل اخستلو وروسته . انګریزانو دسیاسی اسلام نه چی هغی ته انګریزی اسلام هم ویلای شودپښتنو دسیاسی ازادی بخونکی غورزنګ دوهلواو دپښتنو سیاسی غورزنګ  پرضد دسیاسی وسلی په توږه ګټه واخسته . دغه ارتجاعی اوتباه کونکی ایدیالوژی پهمحورونو بناده .1 – دټولنی جاهل ساتل دمدرن علومو مخنیوی ،اودنړ دپرمختګ دکاروان ته د پښتنولری ساتل .2 – دملا ،پیر ،حضرت ،روحانی په نامه د پټو انګریزی جاسوسی شبکو جوړول او هغی ته اقتصادی او مالی سیاسی واک ورکول اوحمایه کول . 3 - دهغوی په وسیله دپښتنوخرافاتی کول او هغه کنترولول .او ددغه شیطانی ډلی په وسیله هرملی ازادی بخونکی غورزنګ او هرمخالف په کفر محکومول .او هغه له منځه وړل .دانګریزانو دغه تباه کونکی وسلی مترقی شاه امان الله تکفیر اومجبور کړ چی دهیواد نه ووځی .او دسقاوپه نامه یوډاکوغل ملی خاین واک ته ورساوه .پښتنو دهند په ازادی کی اصلی او ټاکونکی رول ادا کړ .ځکه دپښتنو په ګوریلایی جګړو کی د انګریزانو ماته او د پښتنو او کانګرس ملګرتوب ددی باعث شو چی دټول هند خلک د خپلی ازادی لپاره یو شی اودهند دازادی اود انګریزانو دماتی سبب شی .انګریزانو دهند او پشتنو داتحاد دختمولو لپاره دانګریزی ملا دفساد نه کټه پورته کړه  انګریزی ملا پشتانه مشران په دهریتوب،هندو توب ،کفراود مسلمانانو په مقابل کی هندوانو سره په مرستی متهم کړل .دغو ملایانو وویل چی پشتانه مشران دنوی اسلامی دولت  سره چی دهندوانو نه پاک شوی او نوم یی پاکستان دی دشمنی لری .دا داسلام سره دشمنی ده هغوی دهندوانو سره ملګر توب کوی .انګریزی ملا ،ویل چی پشتانه مشران  داسلام نه اوښتی دی دوی هندوان شوی دی .دغو زهر جنو تبلیغاتو دعامو او بی سواده  پښتنو په ذهنیت باندی قوی تاثیر درلود .انګریزی کفارو مسلمان په مسلمان او پشتون په پښتون وواژه اواوس یی هم وژنی په اکثر اسلامی هیوادونو کی تر اوسه اسلامی ګوندونه ددغو انکریزی کفارود جاسوسی شبکو داثر لاندی دی د مسلمانانو پّوژلو مصروف دی داخلک دجهالت په تیارو کی ساتل شوی دی .په هندکی دهندو مسلمان فسادات دډیرو خلکو دوژنی سبب شو .هغوی اوس هم دقامونو او مذ هبونو تر منځ  کرکه خپروی .دهغی ورځی نه چی د پښتنو په سیموکی  انګریزی ملا واکمن شوی  بیا پښتنو دسولی او ارامی ورځ نده لدلی . اوتراوسه ددغه نجسو انګریزی جواسیسو لخوا په وینو کی لمبیږی .په افغانستان او پښتونخوا کی تراوسه ددغو جواسیسو دلاسه چی خپل ځان یی داسلام په جامه کی پټ کړیدی ډپشتنودوینو سیلابونه روان دی .چی ددی حالت تغیر یوقوی سیاسی کار ته ضرورت لری .

دپښتنو دشمنان دغه موخی لری !

پشتانه ددی سیمی اصلی اوسیدونکی دی او لرغونی او باعظمته تاریخ لری او ورک قام ندی .خو پشتون دشمن شیطانی قوتونو زبر ځواکونو پاکستان ارمی دبشتنو محوه کولو او قتل عام ته ملا تړلی ده .په افغانستان کی دروانی جګړی هدف همدادی ،د پشتنو دشمنان دغه ناپاکی موخی لری .

1 – ددوامداری جګړی په اور کی د پشتنو سوځول د هغوی نژادی تصفیه او عام وژنه .

2 – د خرڅ شویو لیکوالانو تاریخ پوهانو ،په وسیله د پښتنو تاریخ تحریفول او له منځنه وړل ،دهغوی ملی اتلان بدنامول او دملی شخصیتونو تجرید .3 – دافغانستان دنوم سره د شمنی کول ، اودهیواد ملی ویاړونه له منځ نه وړل .

4 – د پشتو ژبی امحا لپاره دداسی شرایطو جوړول ، چی پښتانه خپله ژبه هیره کړی .همدا اوس دډیرو بشتنو ژبه په افغانستان کی فارسی شویده او کوزه پشتونخوا کی اردو کړای شویده

5 – دهر هغه کوشش ناکامول چی د پښتو د حقوقو په احیاکی عمل کوی پښتون شخصیتونه تجریدول ، په شخصی کړاونو اخته کول اویا وژل .

 6 – پښتانه ، دعلمی پر مختګ ،پوهی،مدرن تخنیک ، او پرمختګ نه دانګریزی ملایانو په استعمال سره محرومول او پشتانه دجهالت په تیارو کی ساتل ،دهغوی نه په جګړو کی دقربانی پسونه جوړول ،دکافر ،کمونست،په نامه د ښوونکو او پوهانو،او روشنفکرانو  وژل د مکتبونو سوځول ،اوبیا دغه ټول ضد بشری جنایات داسلام دنامه لاندی پټول اوداسی نور.همدا دلیل دی چی دافغان جګړی پای نه لیدل کیږی .وطنپال افغانان باید ددغه ملی ناورین دمخنیوی لپاره سره یوشی

 په پاکستان کی دپښتنو ملی ناورین !

انګریزانو په 1838 کی د رنجیت سنګ او شاشجاع سره چی هغه وخت معزول وه په لاهورکی یوه معاهده امضا کړه .چی بیا دلاهور دمثلث په نامه یاده شوه .ددغی درامی په اساس انګریزانو دافغانستان شرقی برخی د چترال نه دسیوی پوری بر طانوی هند پوری وتړلی ،منځنی پشتونخوا د باجوړ نه تر وزیرستان پوری نیمه مستعمره شوه .کله چی دلومړی افغان انګلیس اوله جګړه کی دافغانانو لخوا دهغوی 17000 لښکر ټول قتل عام اودوی مات شول، اوووتل په 1841 دافغانانو ملی جرګه جوړه شوه .جرګی دلاهورمعاهده لغوه کړه .نو ځکه دغه معاهده نور قانونی اعتبار نلری .

کله چی انګریزی استعمار ددی فتنو وروسته خپلی منګولی د پښتنو په سیموتینګی کړی ددغو سیمو په تجزیه او تقسیم یی پیل وکړ .انګریزانو په شمال کی چترال اوسوات ،دیر باجوړ، سیمی جدا کړی . همدارنګه انګریزانو د قلات ،مکران،خاران،لاسبیله ،سیپی ،پشین، سوره رود ،د برطانوی بلوچستان برخه اعلان کړه .او په جنوب کی محکوم سرحد ،دیره جات،پیښور ،هزاره اورنګ،او ازاد سرحد ،تیرا،شمالی وزیرستان،جنوبی وزیرستان ،او کرم تقسیم کړل .انګریزانو ددغو سیمو دزپلو لپاره یو اداری سیستم جوړ کړ .چی هغه ته یی ایجنسی ویلی .دغه ایجنسی داسی جوړی شوی  1 – ددیره جاتو ایجنسی 2 – د پیښور ایجنسی 3 – هزاره ایجنسی 4 – اتک ایجنسی 5 – ملاکند ایجنسی  6 – خیبر ایجنسی 7 – د شمالی او جنوبی وزیرستان ایجنسی 8 -  کوته ایجنسی 9 – لور لایی ایجنسی  10 – ژوب ایجنسی .

د انګریزانو لخواددغو ایجنسیو دواکمنانو دنده داوه .1 – د پښتنو تر منځ قومی نفاق او جګړو ته لمن وهل  2 – پدغو سیمو کی د هر ډول اجتماعی ،اقتصادی،کلتوری پر مختګ مخه نیول 3 – د جهل خرافاتواوبی سوادی خپرول 4 -  په سیمه کی د نظامی عملیاتو لپاره دحاکمو نقطو اولارو اخستل .او دخت په لوړه جنګی تکنالوجی باندی دخلکومقاومت ماتول او ځپل 5 – د پشتنو دسیمو اقتصادی محاصره کول ترهغه حده پوری چی څړ ځایونوته د خلکو او مالونو دورتګ نه د وسلی په استعمال مخه نیول .

په ایجنسیوکی پشتانه په یو عادی جرم 14 کاله قید کیده .په هغوی لویی جریمی حواله کیدی .او کورونه یی سو ځول کیدل .د پشتنو په سیمه کی د مکتبونو د جوړیدلو مخنیوی کیده .دهغوی رابطه دمتمدنی نړی نه جدا ساتل کیده .انګریزانو پښتانه مشران یاتطمیع کول اویایی وژل .ددی نه وروسته انګریزانو په ډیره بی رحمی سره د پښتنو په لویوړ قامونو یر غلونه کول .انګریزانو ددیرند کرخی په وسیله د افغانستان خاوره او خلک دافغانستان نه جدا کړل .

انګریزی لښکرو په کال1850 دوزیرستان په بهادرخیلو یرغل وکړ .1853 په افریدو – 1855 په اکاخیلو – 1859 په کرمه -  1860  په مسیدو حملی وکړی .هغوی په وار وار دغه حملی تکرارولی .----1850 نه تر 1908 پوری انګریزانو دافریدو سره 8 لوی جنګونه وکړل .همدارنګه انګریزانو د 1851 نه تر 1864 پوری د مومندو سره 6 لویی جګړی وکړی.دهغو نه مهمه جګړه دامبیلی جګړه وه او په 1897 کی دمیر زا جګړه وه .چی پدغه جګړه کی د ملکند مومند .تیرا ،اورکزی،او افریدو سیمی دانګریزانو لخوا دجګړی په اور کی وسوځیدی او یو کال یی دوام وکړ. انګریزانو تر هغه ورځی چی دهندنه وتل  دپښتنو په سیموکی دیرغل نه لاس وانخیست .هر ځل د 6000 نه تر 60000 پوری عسکر کارول .دانګریزانو په هره جګړه کی د 100 نه تر 1000 پوری مړی پاتی کیدل

کله چی ایپی فقیر د انګریزانو سره په جګړه کی دپښتنو مشری په غاړه واخسته ،انګریزانو دهغه لومړی مرکز ارسلکوټ  د1937 کال دجنوری 18 پوری 5 ځله بمبارد کړ په د غو جګړوکی 400 انګریزان مړه شول .انګریز ددغه مرکز دنیولو لپاره 40 زره عسکر جګړی ته ولیږل دواړو خواو ته درانه تلفات ووختل بلاخره دغه مرکز ونیولشو ..ای بی فقیر خپل مرکز ګرویک ته انتقال کړ چی افغانستان ته نژدی پروت وه ،انګریزی لښکرو ډیری هڅی وکړی چی دا مرکز ونیسی خو ناکام شول .ایبی فقی ګرویک دمستقل پښتونستان دحکومت  مر کز اعلان کړ. بیا دغه حکومت دسوکارنو داندونیزیا جمهور رییس لخوا په رسمیت وپیژندل شو .ایبی فقیر په انګریزانو باندی په کال 1936 کی 13 ځله بل کال هم 13 ځله او په 1938 کی 119 ځله  حملی وکړی .ای پی فقیر په 1948  د پاکستان دجوړیدو یو کال وروسته دخپل مرکز ګرویک نه وویل ! پاکستان دبرطانیی مخاوق او محمد علی جناح دبرطانیی اجنت دی » یوه میاشت وروسته پاکستان حکومت خان عبدلغفارخان ونیوه .او درکاله بندیی محکوم کړ .دغه کال 1948 د اګست 12 داپریدو قام په تیرا باغ کی د خپلواک پښتونستان بیرغ هسک کړ د پشتونستان ملی اسامبلی اعلامیه صادره کړه .پدغه اعلامیه کی پښتونستان حکومت حدود له چترال نه تر بلوچستان او له خیبر او بولان نه داباسین تر غاړو اعلان شو.افغان صدر اعظم شاه محمود دجولای په 26 لویه جرګه راوبلله ،دغی جرګی دپښتونستان ملی حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه یی 1950 کال کی ددیورند موافقتنامه لغوه اعلان کړه .لویی جرګی وویل ټول هغه تړونونه چی دپښتنو په اړه شوی باطل دی په 1950 دجنوری په میاشت د وزیرستان قامونو او خټکو مروتو،،تنیو،او بنوڅو د پښتونستان دملی شورا انتخابات وشول .منتخبی جرګی ایبی فقیر د پشتونستان دجمهورریس په توګه وټاکه .ددی وروسته هغه دپاکستان حکومت نه وغوښتل چی خپلی لښکری د پشتنو دوطن نه وباسی .او پشتانه خپلی خپلواکی ته پریږدی .په ګرویک کی ډیری اداری څانګی فعالی وی .ددغه مرکز نه دوه ورځپانی د غازی او ازاد پښتونستان په نومونو خپریدی .ایبی فقیر په کال 1960 د اپریل په 16 وفات شو.چی بیا پاکستان په پښتنو خپلی حملی تیزی کړی .چی جریان یی پراخ بحث ته ضرورت لری .پشتنو په تیرتاریخ کی یودموکراتیک سیستم یا خودګردانه ټولنه درلوده خپل مشران یی درلودل ، هغوی دجرګو دلاری دسولی او جګړی اونوروملی مسایلو په اړه پریکړی کولی او خپل واک او یووالی ساتلی وهدغه دموکراتیک نظام وه چی دوی یی یو موټی او قوی کړیوه  .پاکستان استخباراتود طالبانو په کارولو سره هغه ختم کړ ، او دارمی کنترول لاندی واقع کړارمی ددغه خود ګردانه ټولنی او سالمو عنعنتو د ختمولو لپاره یوا ځنی فکری وسله ، سیاسی اسلام او دطالبانو په نوم داستخباراتی پروژی نه کار واخیست .داصرف د طالبانو په نامه فکری وسله وه ،چی دپښتنو دتباه کولو لپاره بیابیا استعمال شوه . پاکستان داسی حالت راوست چی دطالب په جامه کی ددوی اجنتان د اسلامی شریعت دنامه لاندیپښتانه قتل عام کړی ددوی خود ګردانه ټولنه ختمه کړی .اوبیا  پښتون باندی دطالب نوم کیږدی .او دهغوی دقتل عام لپاره  هغوی ته دترورست او بنیادګر نوم ورکړی اودهغوی عام وژنی ته منطق پیداکړیهغوی په وار وار پشتانه قتل عام کړل زندان ته واچول او ورک یی کړل ، دایوه خونړی استخباراتی لوبه وه  .  پښتانه سوله خوښونکی خلک دی .هغوی لوړ کلتور اونیک اجتماعی مناسبات ساتل .ددغه سوله ییزحالت دتغیراو دویری او ترور  لپاره پاکستان لویه پرو ژه عملی کړه .هغوی اول  دخلکو دمذ هبی هیجان دتحریک لپاره .داف،ام ردیو ګانی فعالی کړی .ددغو رادی ګانو تعداد ورځ په ورځ زیاتیده او 60 نه زیات شو .دغورادیو ګانو چی دای،اس،ای جاسوسانولخوا اداره کیدی خلک اسلامی جهاد اوخالص اسلامی شریعت ته دعوت کول. هغوی دقبایلی سیموخلکو احساسات په جوش راوستل .پاکستان یوه اسلامی ټولنه وه خو هغوی کوشش کاوه چی په مسلمانانو کی کافر پیدا کړی او هغه ووژنی .هغه چا چی ددوی نظر یی نه مانه حقیقی مسلمان نه وه اوددوی له نظره  کافر وه .داف،ام رادیو ګانو تبلغ نتیجه ورکړه .په لال مسجد کی د حفصه دجونو مدرسی زده کونکو د کستونو په دوکانونو حمله وکړه او په خپل فکر یی اسلامی وظایف اجرا کړل اوبد اخلاقی مخه یی ونیوله .دی حرکت عمومی تشنج جوړ کړ ارمی مداخلی لپاره شرایط برابرشول  او دلال مسجد خونړی ټکر باعث شو .په سل هاوتنه د ارمی دمداخلی له امله قربانی شول .پاکستانی استخباراتو په ټوله پښتونخواکی د حقیقی اسلامی نظام جوړولو تبلیغ وکړ چی ټول مشکلات حل کړی .خلک دجهاد کولو ته تشویق شول .ددغه جهاد او جګړی لپاره د پاکستان ارمی  لخوا دجهاد امیران وټاکل شول .داهغه ملایان وه چی دای، اس،ای لخوا تیارکړای شوی وه .هغوی په کال 2008 کی پدی ډول خپل د جهاد امیران مقرر کړل

1 – صوات کی مولوی فضل الله 2 – باجوړ  فقیر محمد  3 -  شمال وزیرستان ګلبهار  4 – جنوبی وزیرستان  بیت الله مسید  5 – خیبر  عمر خالد . دهغوی لمړی پروژه په صوات کی پیل شوه .هلته مولوی فضالله جهاد پیل کړ.په سل هاو زره پشتانه دخپلو کورونو نه وتلو ته اړ شول . د صوات خلک په ستر مصیبت اخته شول .دترور اووحشت فضاحاکمه شوه .دا دارمی موخه وه .چی دیوی خوا ارمی دافغانستان سرحداتو ته منتقل کړی، اودطالب په نامه  ترورستان دافغانستان دخلکو دقتل عام لپاره ولیږی او دبلی خوا په صوات او وزیرستان کی  دپښتونخوا پشتانو ته خپل وطن په دوزخ بدل کړی . په خپلو جواسیسو  دطالب نوم کیږدی. اود پښتنو  دقتل عام لپار بهانه پیداکړی .بلاخره پاکستان ارمی پشتنو سیموته په صوات او وزیرستان کی  لکه دطاعون مرض خپاره شول د پښتنو سیمی یی اشغال کړی اونظامی قرار ګاه ګرنیوزونونه یی جوړ کړل .اوپاکستان ارمی  دپشتنو دملی ناورین بله مرحله پیل کړه  .دپښتنو دکلیو پر شاوخوا ماینونه وکرلشول .بیا چک پوستونه جوړشول چی دخلکو تګ رتګ یی دمشکل سره مخ کړ . دپشتنو نیول ورکول زندان ته اچول  او وژل پیل شول .د70000 زره نه زیات پشتانه ونیول شول او دهغوی مړی او ژوندی ورک شول .انور راو د 400 نه زیات پشتانه ځوانان ووژل .خوحکومت دخلکو اعتراض ته جواب ونه ویلی . پاکستان ارمی پښتو ژبه دتعلیمی نصاب نه لری کړهپشتانه په خپله مورنی ژبه دتحصیلد حق نه محروم شول .دډرون الوتکو په وسیله دپشتنودکورونو موټرو او بازارونو ورانولو دوام وکړ دخلکو وژلو دوام وکړ .په داسی حالاتو کی دپښتنو ملی اتل منظور پشتین او دهغه ملګرو دمرګ په منلو سره .دپښتون ژغورنی غورزنګ پیل کړ . او دپښتون مظلوم ولس غږ یی دنیاته ورساوه .د پښتون ژغورنی غورزنګ  په سیمه او نړی کی په بری سره پر مخ زی . پاکستان ارمی د پښتون ژغورنی غورزنګ غړی ترور کړل  ونیول او زندان ته واچول اود دپولیسی تعقیب لاندی یی  واقع کړل .دپاکستان ارمی  داضد بشری جنایت اوس هم دوام لری .خو  د پښتنو دملی غورزنګ دغړو، اوسپنیزه اراده ماته نشوه . هغوی پر مخ روان دی  بری به  دهغوی په برخه وی .

-
بېرته شاته