(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولس فریاد

[28.Sep.2021 - 14:22]

د مظلوم ولس فریاد

لیک: محمد اسماعیل یون

د ط البانو واکمني په اوج کې وه ، د هېواد په ځینو سیمو کې جنګونه او مرګونه هم وو او د ط البانو سختدریځي هم وه، هېڅ ډول نرمښت په کې نه لیدل کېده

موږ ته چې د سیاسي ریاضي دا فورمول معلوم و چې هر عمل عکس العمل لري او هر افراط یو تفریط زېږوي ، نو په دې خاطر مو کندهار ته سفر وکړ چې مشر ملا صیب سره وګورو او هیله ترې وکړو چې له یو څه نرمښته کار واخلي او د اسلام له اصلي روح سره سم د تعدل لاره خپله کړي. زموږ هدف دا هم و چې د ط البانو په حاکمیت کې یوازې ملا او ط الب واکمن دی خو په ناکامۍ یې ټول پښتون تاوان کې شریک دی.

مشر ملا صیب سره ملاقات و نه شو، خو نورو چارواکو له هغې جملې څخه مو هغه مهال د د ط البانو د تحریک له ویاند ښاغلي (عبدالحی مطمین ) او نورو چارواکو سره وکتل او د ط البانو تر حاکمیت وروسته حالت مو ورته تشریح کړ، چې ګورئ احتیاط کوئ ، ستاسې بریا یوازې د ملا او طالب بریا ده ، خو د ناکامۍ کفاره به مو عام افغانان او ټول پښتانه ګالي . مطمین صیب اوس حیات نه دی خدای دې وبښي ، د پښتون لفظ پرې ډېر تریخ ولګېد ، ماته یې ویلې ، موږ ته د پښتو او پښتنو خبره مطرح نه ده ، موږ ته اسلام ارجح دی. ما ورته وویل چې زه پوهېږم چې دا تحریک یو سوچه مذهبي او اسلامي تحریک دی ، خو ستاسو مخالفین تاسو د پښتنو د یو حرکت په نامه تورنوي ، کله چې ستاسو حاکمیت ختم شي او ستاسو مخالفین  له هرې ممکنې لارې واک تر لاسه کړي ستاسو غچ به عامو پښتنو څخه اخلي، په لکونو پښتانه به یوازې له شماله مهاجرت ته اړ کړي او حیثیت ته به یې سخت زیان ورسوي ،  موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې تاسو څخه کوم مقام او امتیاز واخلو ، بلکې د دې لپاره راغلي یو چې ستاسو د سقوط په دا قوم کوم زیان زغمي او کومه کفاره ورکوي ، د هغوی د تاوان جبیره به څوک ورکوي ؟ دا خو هم سخته بې انصافي ده چې ګټه او واک به ته شریک یې او د تاوان  پېټی به پر ما بار وي. زموږ مجلس ډېر پیکه او تریخ پایته ورسېد او ماڼیجن کابل ته ستانه شولو.

پر ۲۰۱۴ م کال چې ډاکټر غني په ټاکنو کې د افغان ضد عناصرو له خوا له سخت چلینج سره مخامخ و، نو د حنیف اتمر صیب په کور کې ما او ډاکټر صیب اشرف غني دوه په دوه نږدې دوه  دوه نیم ساعته  ځانګړی ملاقات وکړ، ما ورته ویل ، په زغرده دې ملاتړ کوو ، خو چې د ط البانو کانه ونه شي، چې قدرت کې یوازې ملایان شریک وو او تاوان کې ټول پښتانه . داسې نه شي چې ته واک ته ورسې ، یوازې ته او جمع غوړه مالان واک خپل کړي او پښتون ولس او نور مظلوم افغانان بیا د ارګ څنډو ته هم څوک پرېنږدي ؟ما ډاکتر صیب غني ته وویل په ټاکنو کې ستا ناکامي د ټول د یموکرات افغان ولس او په تېره بیا د پښتون ولس ناکامي ده ، خو د ګټنې په حالت کې بیا ټول ولس په ګټه او امتیاز کې شریک نه دی، موږ څومره مظلوم ولس یو ، په ګټه کې شریک نه یو خو په تاوان او کفاره کې شریک یووېرې ږم چې د ط ا لبانو  تجربه بیا تکرار نه شي؟

ډاکتر صیب غني وویل په هېڅ وجه تېرې تجربې بیا نه تکراروو ، زه د تاریخ پوره تجربه لرم ، خو کله چې واک ته ورسېد ، خپل اصلي کمپاینران یې په لغته ووهل ، پر پښتون مېشتمو سیمو یې ناترسه بمبارد پیل کړ ، د سولې بهیر ته یې هر ډول خنډونه رامنځته کړل او شخصاً ما سره خو یې د ټلوالې د خوشالۍ په خاطر دومره کینه و غځوله چې ستمیانو هم دومره تاوان نه و راپېښ کړی.

دا سریزه مې په دې خاطر ولیکله چې کله هم څوک په واک کې وي د عقل پر ځای یې په سر کې نشه او ځان خوښونه ځاله وکړي . اوس چې د طال بانو تحریک تر یوې شلکلنې  سختې مبارزې او قربانۍ وروسته یو ځل بیا واک ته رسېدلی او یو ځل بیا له یو سخت امتحان سره مخ دی ، وګورو چې تېرې تجربې بیا تکراروي او کنه له خو هغو څخه یو مثبت عبرت اخلي او د ملت د ارمانونو بېړۍ  د سوکالۍ مقصد ته رسوي ؟

په همدې خاطر د دې مظلوم او قرباني شوي ملت د یوه وګړي په توګه ځانته د دې حق ورکوم چې نویو واکمنو ته د ورورۍ یو څو وړاندیزونه وکړم ، منل او نه منل یې د دوی کار دی:

۱- د امنیت ټینګښت:

د امنیت په ټینګښت کې طالبان یو بې مثاله تجربه او نړیوال ریکارډ لري ، دلته څه کم دوه لکه نړیوال ځواکونه او د پخواني دولت ټول  امنیتي سکتور د امنیت په تامین کې پاتې راغی، خو  دوی په څو ورځو کې د ټول هېواد په کچه نمونه یي امنیت ټینګ کړ ، خو دا امنیت تر  هغه پورې موقتي بڼه لري چې د امنیت د ټینګښت نور رغنده توکي ، لکه کاروبار، عدالت  او نور یې ملګري نه شي.

۲- ملي پوځ :

طالبانو ته په کار دي چې څومره ژر کېدی شي ملي پوځ بېرته ورغوي ، البته پخوانی پوځ چې د ملي پوځ په نامه یادېده په واقعي مانا ملي نه و، یوه پاموړ برخه یې تنظیمي وه، خو ډېر  هېوادپال مسلکي پوځیان هم د دې پوځ برخه وه ، ط البان کولای شي همدا پوځیان بېرته راو غواړي او خپل نوي پوځیان هم پرې وروزي او ورو ورو د یو بشپړ ملي پوځ جوړېدو ته لاره اواره کړي.

۳- زغم:

طالبانو تر اوسه پورې د خپلو مخالفانو پر وړاندې له پوره زغمه کار اخبستی ، خو دې سره سره ځینو ځایونو کې خپلسرې پېښې شته ، د هغو مخه هم باید ونیول، د ط البنو تحریک مشران ان د هغو خلکو کورونو ته هم لاړل چې د دوی د اعدام غوښتنه یې کړې وه، دا یو ستر اخلاقي حد دی ، چې د اسلام له اساساتو سرچینه اخلي . ټول پر دې پوهېږي چې که د ط البانو  مخالفان د بري داسې یو حالت ته رسېدلي وای، له ډېر تشدد څخه به یې کار اخیستی وای ، خو طالبانو  پوره سړیتوب وکړ، هیله ده دا سړیتوب دوام وکړي او هېڅکله د غچ اخستنې حالت رامنځته نه شي

۴- نړیوال تفاهم

اوس ټوله نړۍ د یوه کلي حیثیت لري ، که ط البان غواړي ، په دې کلي کې د امام ، مقتدي  او یا هم د عادي وګړي په توګه ژوند وکړي ، نو په کار ده چې  له ټولو کلیوالو سره باید ښه اړیکي ولري ، اوس د کلي ملک معلوم دی ، دوی باید راساً د کلي د ملک ګرېوان ته لاس وانه چوي ، د کلي ملک او خان ډوډۍ ورکوي ، افغانستان کې خو به هغه وخت کلی ارام و چې هوجره او مسجد به سره پوخلا و، د ملا ، خان او ملک خبره به یوه وه. هدف دا دی چې نوی حکومت باید له هرې ممکنې لارې چې وي له امریکا او نورو نړیوالو سره خپل اړیکي ښه کړي.

۵-ملي بیرغ:

 هر هېواد یو ملي بیرغ لري چې د هغه هېواد د پېژندنې ملي سمبول ګڼل کېږی ، د حکومتونو  او نظامونو په تغیر سره هغه نه بدلېږي، د هېواد ملي بیرغ اوس په ټول ولس او نړۍ کې پېژندل شوی او د ملت یو اتفاقي سمبول دی، ط البان کولای شي د خپل تحریک او تنظیم بیرغ هم ولري ، خو د ملي بیرغ په خپلولو سره د ټول ولس زړونه راخپلولای او په نړیواله کچه د دوی د مشروعیت په برخه مرستندوی واقع کېدلی شي.

   ۶-ملي کرنسۍ:

افغانۍ نه یوازې زموږ ملي کرنسۍ ده ، بلکې زموږ ملي هویت هم دی ، کېدی شي یو شمېر ط الب چارواکي خبر او ځینې ناخبره وي چې دغه اوسني افغاني بانکنوټونه د ط البانو د تېر حکومت په ورستیو کې ډیزاین شوي دي ، هماغه مهال یې یوې جرمنۍ کمپنۍ سره د چاپ تړون هم شوی و او د چاپ لپاره یې څو ملیونه ډالر هم انتقال شوي وو، خو د ط البانو حکومت ړنګ شو. کله چې د کرزي صیب حکومت راغی ، نو عاجل یې باید پیسې چاپ کړې وای ، دا مهال چې دا بانکنوټونه تیار ډیزاین شوي وو او د چاپ لګښت یې هم تر یو حده پرې شوی و ، نو ځکه یې د همدغو پیسو چاپ ته ترجیح ورکړه. نو نوې واکمنۍ ته په کار دي چې نه یوازې د دې پیسو د تغیر په باب فکر و نه کړي ، بلکې د هغو د چلند ساحه لاپسې پراخه کړي او د ارزښت لوړاوي ته یې ډېر پام وکړي او کوښښ وکړي چې په هېڅ وجه بهرنۍ کرنسۍ په تېره بیا پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن د افغانۍ د چلند ساحې ته داخل نه شي.

۷-ګاونډیو سره چلند:

هېڅ ګاونډی په تېره بیا ایران او پاکستان افغانستان او هم ط البانو سره رښتیني دي ، روسیه او چین خپل مقاصد لري ، ایران او پاکستان غواړي افغانستان کې قومي او مذهبي تفرقې ته لمن ووهي  او ان دا ډول جنګونه پیل کړي ، پاکستان د افغانستان  اوبو ، ډیورند کرښې او معدنونو ته غل دی او ایران هم اوبه غواړي او هم د خپل فرهنګي او مذهبي نفوذ  ساحه.دواړه هېوادونه په هېواد کې قوي مرکزي نظام نه غواړي ، که ط البان غواړي د دې هېوادو له لاسوهنو ځان وژغورې نو وخت پر وخت دې پاکستان ضد او ایران ضد افغان متخصصینو  څخه مشورې واخلي.

۸-د ښځو حقوق:

د ښځو حقوق که څه هم اسلام مشخص کړي خو له هغوی څخه بېلابیل تعبیرونه کېدلای شي. ښځو دا افتخار هم ګټلی چې لومړی انسان چې د خدای پر پیغمبر حضرت  محمد( ص) یې ایمان راوړ هغه مېرمن ( بي بي خدیجه )وه.

د ښځو د حقوقو په باب هر بحث ته داخلېدل یوه اوږده او بحث جوړوونکې موضوع ده ، نړیوالو چې د ښځو د حقوقو دعوه کوله ، په کابل کې یې ښځو ته ورکشاپونه ، سیمینارونه او د موسیقۍ کورسونه جوړول ، خو پر کلیو او بانډو کې یې پر ښځو بمبارونه کول او د هغوی اولادونه یې وژل، په اوسني حاکمیت کې بیا د کلیو ښځې ارامه دي ، خو د کابل ښار یو شمېر ښځې بیا ان تر خپلو حقه حقوقو اخوا هم ډېر څهٔ غواړي ، ځینې دا ډول ښځې چې بهرني لینکونه او لمسونې لري ، کولای شي چې د اوسنیو واکمنو اوسېله وننګوي ، هغوی ځانته د مهاجرت کیس جوړ کړي او ط لبانن په نړیواله ټولنه کې له زیاتې انزوا سره مخ کړي.ط البان باید په دې برخه کې یوه منځنۍ لاره خپله کړي ؛ په نړۍ کې خو یوازې موږ مسلمانان نه یو ، تر موږه نور ډېر پر اسلام ښه پوهېږي ، ودې ګوري چې کوم هېواد په دې برخه کې ښه تجربه لري ، له همغې تجربې دې کار واخلي . د نړیوالو او د ښځو د حقوقو د ټولو رښتینو او کاذبو پلویانو خولې به په دې ډول بندې شي.

کېدی شي اندونیزیا او مالیزیا په دې برخه کې ښه مثالونه دي.

۹-د رسنیو ازادي:

د رسنیو ازادي د یوې مدني ټولنې حق دی ، خو هغه رسنۍ چې ر ښتیا هم ازادې وي ، د قومي تفرقې او د نورو د ازادۍ د سلب سبب نه شي، سرچینې یې معلومې اوکورنۍ وي او د نافذهه قوانینو په رڼا کې فعالیت وکړي.

اوس چې یو شمېر رسنۍ د ازادو رسنیو په نوم فعالت کوي ، تر ټولو زیاتې هغوئ ، په بهرنیو سرچینو پورې تړلې دي، حکومتي مالیه یې نه ورکوله او ان له حکومتي چارواکو یې باج اخیسته. داسې رسنۍ شته چې تر (۳۰) ملیونو ډالرو زیاته د مالیې وزارت د ټکس پوروړې ده خو څوک ورته څه نه وايي.که اوسنی حکومت د رسنیو له اوسني قانون سره سم هم رسنۍ وڅېړي ، نو ډېرې هغه رسنۍ چې اوس د ازادو رسنیو په نوم فعالیت لري ، ملت ته په ډاګه شي چې دا په واقعیت کې تړلې رسنۍ وې .

۱۰-کاري وړتیا او کاربار:

له سیاسي پوستونو پرته ط البان باید په نورو تخنیکي برخو کې مسلکي خلکو ته پاملرنه وکړي ، خلکو ته د کاراوبار زمینه برابره کړي، ژوند یوازې د عباداتو برخه نه ده، ژوند پر معملاتو هم ولاړ دی، دا سمه ده چې انسان د خدای د عبادت لپاره پیدا شوی، خو انسان باید ژوندی وي چې عبادت وکړي، نو د ژوند د معاملاتو لپاره په کار دي، چې د اسلام له لارښوونو سره سم کار د کار اهل ته وسپارل شي.که ط البان همداسې روان وي، له دې اصل څخه به فاصله نوره هم زیاته شي

۱۱- قانونیت:

ط البانو ته په کار دي چې ژر تر ژره خپل کارونه قانونمند کړي، په شفاهي او مبهمو امرونو د حکومت چلونه سخته او ان ناشونې ده، څوک څوک ټاکي او ولې یې ټاکي؟ د کوم قانون له مخې یۍ ټاکي ؟ تر اوسه چې کومې ټاکنې شوي دا د اضطراري حالاتو زېږنده دي، ملت دا حالت درک کولای او زغملای شي خو که تر پایه خبره په همدې شکل روانه وي، ټولو طرفینو ته به یې هضم ډېر سخت شي.د قانونیت تر څنګ د عدالت تامین هم خورا مهم دی، په دې برخه کې یو څه پرمختګ شوی، ولس د شر او فساد د ټوپکیانو او غاصبینو له شره یو څه خلاص شوی خو لا هم ډېر مزل لا پاتې دی.

نتیجه:

که ط البان پر پورتنیو  او یا دېته ورته پر نورو وړاندیزونو غور و نه کړي او  یوازې میم زر ما ټوله زما او یا ټوله د ملایا خبره روانه وي، نو کېدې شي ط البان یو ځل بیا له ډېرو سختو ستونزو او چلینجونو سره مخ شي او دومره قرباني او په سر ګټلې لوبه یې له سختې ننګونې سره مخ شي. ولس به د بېکارۍ او فقر له امله ترې مخ واړوي، روښفکره قشر به ترې د هغوی د مدني ازادیو د سلب له امله پر مخالف جهت بدل شي، نړیوال او ګاونډیو هېوادو ته به یو ځل بیا د لاسوهنې زمینه برابره شي، اوسني سیاسي او وسلوال مخالفین به بیا پر شا وټپوي،غرو رغو کې به وسلوال مخالفتونه او ښارونو کې به مدني لاریونونه پیل شي، ط البانونو کې به داخلي مخالفتونو ته هم زمینه برابره شي، په نتیجه کې به د پخوانۍ شمالټوالې په مشرۍ یو ځل بیا د غلو او افغان ضد عناصرو یو مبتذل ترکیب پر کابل او د هېواد پر ځینو نورو برخو واکمن شي، هغوی به یو ځل بیا د پخوا په څېر د طالبانو غچ له عامو افغانانو په تېره بیا کلیوالو او ښاري روښنفکره پښتنو څخه پورته کړي، تېره ترخه تجربه به یو ځل تکرار او له پخوا څخه په څو ځله زیات تشدد غبرګه شي، نور نو ټول کارونه د خدای په لاس کې دي، خو زما ناقص عقل او دردېدلی ضمیر خو همدغه وهم پسې اخیستی ، نو ځکه مو خو مې د مظلمو او قرباني شوي  ولس دا فریاد چې هېڅ وخت د هېڅ ډلې په حاکمیت کې شریک نه و ، خو په محکومیت کې یې د همغو ډلو جبران او تاوان زغمه او د اعمالو کفاره یې ورکوله ، تاسو  سره شریک کړ.خدای دې وکړي چې تېره غمیزه بیا غبرګه نه شي.

-
بېرته شاته