(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هوسئ دویمه برخه

لومړى موږه مېوه وخوړه. هوسۍ راته وويل: سهار صاحب د راتلونكي په باب څه فكركوې؟ ما ورته په ځواب كې وويل: زه اوس هېڅ فكر نشم كولى، ځكه چې...! څنګه دې ځكه چې وويل؟ زه لږ غلى پاتې شوم، هغې همدغه خبره بيا راغبرګه كړه، ما بيا په نيولي غږ ورته وويل: حېران يم هېڅ نشم ويلى. هغې رانه خبره ونيوله وې ويل: سهار صاحب زه پوهېږم، چې ته څه وايې؟ نن درسره څو بربنډې او غوڅې خبرې كول غواړم، څنګه دې خوښه ده؟ ما وې ښه ده مهرباني وكړه! (په زړه كې مې تېر شول، لكه چې نن دې هرڅه په ډاګه كېږي) ويلې ما درسره په لومړۍ ليدنه كې دا ويلي وو، چې زه يوازې ستا د ليكنو سره مينه نه لرم، بلكې له تا سره هم مينه كول غواړم. تا باندې پوهېدمه، چې خپله غريبي دې راته مخې مخې ته كوله. ما درته ويلي و، چې مينه غريبي نه غواړي. اوس نو زه او ته يو پر بل پوهېدلي يو، زموږ ټول رازونه يو بل ته څرګند دي، خو يو راز او هغه دا چې تا زما مور و پلار او كورنۍ نه ده ليدلې، يو ځل به درباندې خپله كورنۍ وينم، په داسې حال كې چې هغوى درباندې هېڅ پوه هم نشي. په زړه كې خوشاله شوم، ما وې سهاره لكه چې هوسۍ سره دې واده كېږي، خو ولې بيا هم خپلې بې وسۍ په چرت كې لاړم. الكه نه دې كور شته، نه دې پيسې، دا خو د معتبر سړي لور ده راتلونكې ګوزاره به دې څنګه شي؟ هوسۍ په څنګل ووهلم، ويلې بيا څنګه پخپلو چرتونو كې ډوب شوې؟ ما وې نه نه... هسې...! زه به داسې زمينه برابره كړم، چې زما مور او پلار وپېژنې، خو كه چېرې هغوى په مونږه پوه شي ما به سخته تهديد كړي. پلار مې د زاړه كولتور سړى دى، هغه دا خبرې كله مني. مور مې هم دغسې درواخله، خو يوه خبره ده، چې هغوى په ما پوره باور لري. زه ورباندې ډېره زياته ګرانه يم، چې هر څومره پيسې وغواړم، راكوي يې. دا موټر يې راته اخيستى دى. همدا راته وايي، چې يو ښكلى كور درته جوړوم. د پيسو او شتو كمى نه لري، خداى شته چې ډېرې پيسې ترې زه مصرفوم. خداى دې راته ژوندي لري، نو ځكه مې درته دا خبره ياده كړه، چې دواړه په راتلونكي څه فكر وكړو. هوسۍ زه څه ويلى شم، يوازې دومره ويلى شم چې مينه درسره لرم او دا مينه به مې له تا سره تر اخره پاتې وي، نور نو په تا پورې اړه لري. زه خو نه پيسې لرم او نه داسې څه، چې دا د نن درانه رواجونه په ځاى كړاى شم، يوازې همدا سهار يم او بس. هغه موسكۍ شوه، خرپ شو په ولې يې ووهلم، ويلې همدومره مې درنه غوښتل، نور به كېږي. تر مازديګر ناوخته پورې په تپې بڼ كې وګرځېدو، كور ته ناوخته ولاړو. نيمګړي كارونه مې د شپې سرته ورسول. هوسۍ چې كور ته روانېده، ولې زه او ته به دوه ورځې نور نشو ليدلى. زه ازموينه لرم، په ټيلفون به سره خبر اخلو، ما وې سمه ده يو له بله مو سره مخه ښه وكړه. ما خپل پاتې كارونه په دغو دوه ورځو سم كړل. په درېمه ورځ چې له كاره رخصت شوم، د مطبعې مخې ته ښكته شوم. وړاندې مې وليد، چې د هوسۍ ګاډى ولاړ دى. د ګاډي خوا ته ور روان شوم. كله چې ښه ورنزدې شوم، هغه له موټره راښكته نشوه، خالي د موټر دروازه يې راته خلاصه كړه، ويلې راځه سهار صاحب! په موټر كې چې ورسره كښېناستم، سمدستي يې راته وويل: خپه نشې له موټره ځكه ښكته نشوم، چې څوك مې ونه ويني. بل هغه دوه ځوانان راته ولاړ دي، څه خو يې راته نه دي ويلي، خو ځانونه راته بوڅ بوڅ كوي. ما ورته وخندل او بيا مې ورته داسې وويل: ستا حسن ته هېڅوك د ټينګې نه دى، چې رښتيا راباندې وايې، ډېرې ځوانۍ درته اوبه كېږي. په دې خبره يې موټر په تراټ سره روان كړو. هغه دوه ځوانان همغسې دېواله ته حېران پاتې شول. تر ډېره مونږ خندل او موټر روان و. موټر چې د ميوند واټ خولې ته ورسېده، په دې وخت كې يې راته وويل: كومي خوا ته ځو؟ ما وې ستا خوښه! هغې سمدستي وويل: راځه نن به د چهلستون بڼ ته لاړ شو. ما وې سمه ده ځو به. په جاده كې يې موټر لږ څه ګړندى كړ، ما وې هوسۍ جانې خيال ساته د خلكو ګڼه ګوڼه زياته ده، خداى مه كړه كومه پېښه ونه شي. ويلې ستا خبره پرځاى ده. د كابل په ښار كې يوازې دا د ميوند واټ سړك لږ څه پراخه دى، موټر پكې ګړندى تېرېدى شي، نور د ښار سړكونه بيخي تنګ دي. د هوسۍ دا عادت و، چې تل به يې په ډكه خوله خندا كوله. زه به يې په خبرو راوستلم. زه يې نه پرېښودم، چې غلى او چوپ پاتې شم. زما عادت و، چې ډېر نه ګړېدم، چې چا به راګړولى نه وم، له خولې مې غږ نه خوت، خو هوسۍ په خبرو راوستم. په دې ورځ كله چې د كابل ګذرګاه ته ورسېدو، د بابر د بڼ په دروازه مو سترګې ولګېدې. ما وې يوه ورځ به د بابر بڼ ته هم راځو. هغې ويل كه غواړې چې اوس ورتاو شو. ما وې نه نه نن چهلستون ته ځو. په همدې خبرو خبرو كې د چهلستون د بڼ دروازې ته ورسېدو. له موټره ښكته شو او دننه مو غوښتل، چې ننوځو. بڼ ته د ورننتلو په وخت كې ډېر خلك د بڼ دننه روان وو، هر چا به هوسۍ ته وركتل. ډېر ځوانان به هوسۍ خوا ته څنګ و څټ كېدل، خو هغې به پرې خيال هم نه راوړو. ډېرو به د هوسۍ ښايست او ښكلا ته پرزې ويلې، ما به ځان تېراوه، هغې هم چرت نه خراباوه. يوازې به يې ما سره خبرې كولې، چې ډېره به په عذاب شوه، دومره به يې وويل: بې تربيه از خود خوار و مادر نداريد؟ نوره يې په قيصه كې نه وه. ځينو به ماته وويل نوش جانت. زه به حېران ورته پاتې وم، په همدې حالت كې مونږ د چهلستون بڼ دروازې ته ورننوتلو او دننه مو د ورتلو قصد درلود، چې ان لومړى د چهلستون قصر (ودانۍ) وګورو او بيا وړاندې د ګلانو خوا ته لاړ شو. د خلكو بيرو بار زيات و، خو كله چې مونږه د چهلستون په دروازه وردننه شو، ددغې بڼ جګ جګ چنارونه، رنګارنګ ګلان، د ګيلاسونو ميوې، د چهلستون د ماڼۍ ښكلا ته به څومره سيلانيان راتلل. باور وكړئ د خلكو بيروبار به دومره زيات و، چې د تېرېدو شان پكې نه و. مونږ د خلكو له ټېل نه ځان ووېست، شاته راپسې دوه تنه زلميان وو او هوسۍ ته يې ازار وركاوه. موږ په كرار كرار تلو، هغه يوه تن حيا او شرم غورزولى و، له انسانيت نه نور ووت، په ما له ډېره قهره نه خوله راماته وه. ناڅاپي مې پرې ورودانګل، له پښو نه مې ونيو او سرته مې پورته كړو، په ځمكه مې راختا كړو. چپ لاس يې په ځمكه ونښتو ځوان يوازې وويل: الله مردم دستم شكست. نور نو هغه له ځايه ونه خوځېد، هغه بل راباندې له پاسه پروت و، زه يې په سر باندې په بوكس ووهلم، سر مې ګنګس شو. هوسۍ هغه په سترګو كې په سوك وواهه، زه يي پرېښودم، او پاڅېد. خلك راغونډ شو، يو پوليس راغى، ما ټول جريان هغوى ته ووايه. ټولو پرې لعنت وايه. پوليس هغوى له ځانه سره بوتلل. لاس چې يې مات و، هغه لاپې كولې ويلې: نمى مانم اش دست مرا شكستانده است. پوليس، چې د هلك لاس وليد، رښتيا چې غوټ مات شوى و. د هلك بدن لړزه كوله، پوليس ماته مخ راواړاوه، ويلې دده خو لاس مات دى. په دې وخت كې هوسۍ پوليس ته وويل: هن دا كاغذ د پوليسو مامور ته وركړه. هوسۍ په سپين كاغذ كې پيسې ايښې وې، د پوليس په جېب كې يې كاغذ كېښود، پوليس نور څه ونه ويل، هغه دواړه يې له ځان سره بوتلل. خداېږو هغه يو عجيبه وخت و، له يوه پوليس نه به ټول كلى ډارېده. په دغسې پېښو كې به د پوليس غوا لنګه وه. مونږه چې د پېښې له ځايه روان شو، په چټكۍ سره مو تر موټره ځان ورساوه. زما كميس څېرې شوى و، سر مې هم درد كاوه. هوسۍ هم زېړه تښتېدلې وه، موټر يې روان كړو، له قهره يې وويل: دا ټولنه د ژوند كولو نه ده، خو څه وكړو زمونږ ناكام دى، نو. بيا به يې ماته راوكاته ويل به يې څنګه په تكليف خو نه يې؟ ما به ورته په خندا كې وويل: هوسۍ هيڅ خبره نشته، ته موټر په احتياط چلوه، ستا خبره په ځاى ده، دلته ګوزاره ګرانه ده. دا خو لا ښار دى، د افغانستان پايتخت دى، په اطراف او كليو كې خو هډو مينه كول ګناه ده. مينه هلته د مرګ سره لوبې دي. هو يو شى چې په كليو كې شته دى، هغه دا دى چې داسې بې حيايي او بداخلاقي لكه چې دلته ده، هلته نه شته. هوسۍ موټر د يوه رسټورانټ مخې ته ودرولو، ويلې راځه چې دغه رسټورانټ كې چاى وڅښو. موټر يې پارك كړو، موږ دواړه يوه رسټورانټ ته پورته شو. ساه نيولى په مېز كښېناستو. په رسټورانټ كې دومره ګڼه ګوڼه نه وه، څو تنه د پاخه عمر سړي او څو ځوانان جلا جلا سره ناست وو. درې تنه انجونې هم د خپل فاميل سره په يوه مېز ناستې وې. هوسۍ رانزدې شوه، سر يې راټيټ كړو ويلې سر دې درد كوي؟ نه دومره نه خو لومړى يې درد كاوه، مګر اوس درد نه كوي. هوسۍ چې رنګ يې زېړ اوښتى و، خپه او ستړي ښكارېده. په ورو او ټيټ غږ يې وويل: ددې ټولنې هرڅه ويجاړ دي، دلته ژوند ډېر ګران دى. هوسۍ خير دى مه خپه كېږه. بلا پسې كه، هرڅه چې و تېر شو. په ډېرو شيانو بايد سترګې پټې شي، هېر يې كړه. د رسټورانټ شاګرد چاى راوړو، چاى مو څښلې چې هوسۍ په خندا كې وويل: هغه يو خو مې په دا خوله لګاو كړ، يو سوك مې په سترګو وواهه اخ تا كه هغه په سترګو وهلې نه واى، خداېزده چې څه به پېښېدل. رښتيا چې ټولو خلكو په هغو لعنتونه او بدل ويل. او هى چې د دوى ژوند وي بيا به د چا تورسرو ته په سپكه ونه ګوري.د يوه لاس مات شو، خو پوليس هم ونه نيولم. هوسۍ په تونده لهجه وويل: ته پوهېږې، چې پوليس ته ما په كاغذ كې پيسې تاو كړې او جېب كې مې ورته كېښودې، ځكه يې پرېښودې. هوسۍ بس نور دا خبرې پرېږده، هرڅه چې و تېر شول. د هوسۍ په رنګ كې بېرته سوروالى پيداشو، د چاى ګوټ يې وكړو او پياله يې په مېز كېښوده وې ويل: سبا نه بل سبا ته زما د تره د زوى واده دى، په كابل هوټل كې. زه به درته سبا ته د واده كارت دركړم. واده ته به راشې، ما وې زه خو نو څوك نه پېژنم، ستاسو له خلكو سره بلد نه يم، واده ته به څنګه درشم.؟ خو زه همدا غواړم، چې ته لومړى زما مور او پلار ووينې، زه به يې له وړاندې تاته وښايم، زما كورنۍ به وپېژنې. سبا ته به زه درته نېكټايي او كمېس راوړم، هغه توره نوې درېشي به دې واغوندې. ما وې ښه ده. زړه مې رالوى كړو او ورته ومې ويل: او ته به كومه درېشي واغوندي؟ خبرې مو د مينې خوا ته لاړې. د هغې رنګ په عادي حال شو، ويلې زه دريشي نه اغوندم، زه به په داسې جامه كې يم، چې ته به مې هېڅ ونه پېژنې. ما وې دا څه وايې؟ هغې ويلې هو. د واده جامې خو نورې دي. ما پخپل عمر كې چېرې د ښار واده نه و ليدلى. فكر واخيستم، دا به څنګه واده وي. زه به د كابل د ښار واده ووينم او هغې به داسې جامې اغوستې وي، چې زه يې هېڅ ونه پېژنم. ښه ډېر په چرت كې تللى وم، چې هوسۍ راته كړه: څنګه سوچ كې لاړې، پام دې وي چې هېڅ فكر ونه كړې، زه به مور او پلار ته تا سم وروپېژنم، ورته به ووايم، چې دا زما ټولګي وال دى، نور څه وايې. ما وى هو هو همدغسې وكړه، دا خبره مې زړه واخيسته، ويې خندل او ويلې: سهار صاحب زړور او خوشاله ځان ونيسه، داسې وګڼه چې ستا د تره د زوى واده دى. ښه ښه هوسۍ پروا مه كوه. ماښام خړه لګېده، چې له رستورانه راووتلو او د كور په لور روان شو. زه يې د كور خوا كې ښكته كړم او هغه رانه لاړه. كله چې د واده ورځ راورسېده، سهار وختي حمام ته لاړم، ځان مې ښه پاك كړ. يوه ورځ راته مخكې هوسۍ ښكلې نېكټايي، نوى كميس او نوي بوټان راوي وو. په دغه ورځ چې له وظيفې نه رخصت شوم، د مامورينو په ګاډي كې كور ته لاړم. نوي درېشي مې واغوستله، په ځان مې پوره ګوتې ووهلې. واده د مازديګر په شپږو بجو پيل كېده. له كوره راووتلم، غوښتل مې چې يو ټيكسي كې تر كابل هوټل پورې ځان ورسوم. كتل مې چې زما يو دوست د يوه دوكان مخې ته ولاړ دى، مخ يې راواړاوه او سمدستي په خندا شو لاس يې له ورايه خواره كړل. ما هم كلكه غېږه وركړه، ډېره موده مو سره نه و ليدلي، خوږه ستړي مشي مو وكړه. ملنډې مو له پخوا نه درلودلې، ويلې د كونډې زويه لكه چې كوم هاتي دې په سوپره كې وهلى دى، څنګه غوړ شوى يې؟. ته او دا د مود فېشن دي؟ ما وې ولې زه دې دومره په سترګو كې كم راغلى وم، دنيا خو د ارټ منګوټى دى، يو پر بل پسې اوړي رااوړي. بدبختي به تل زموږ د خوارو په برخه وي؟ هغه ويل: هو سهار صاحب هرڅه بدلېږي، خو زه حېران دې ته يم، چې ته خو ډېر زر بل شان شوې ويلې لكه چې چېرې روان يې؟ هو انډيواله كابل هوټل كې واده ته غوښتل شوى يم. ويلې راځه چې زه دې ورسوم. خپل موټر ته يې پورته كړم، هغه له پخوا نه موټر كې ګرځېده. د لوى تجار زوى و، ما سره په پوهنتون كې يوځاى په يوه ټولګي ګي و. تر كابل هوټل پوري مو سره ښه د زړه خواله وكړه او دا يې هم راته وويل: سهاره داستانونه دې پرله پسې اورم او مضامين دې لولم. هيله من يم، چې نور به هم په ليكنو كې وړاندې لاړ شې. زموږ افتخار يې يار. موټر يې د كابل هوټل مخې ته ودراوه. ما ورته وويل راځه ما او تا پكې څوك څه پېژني، ته هم راسره ولاړ شه. هغه لږ موسكى شو ويلې ورځه بچو لكه چې كار دې پوخ دى. زه درسره نه ځم. خداى په اماني مو سره وكړه او ولاړ. زه په كرار زړه نازړه د هوټل دروازې پلو روان شوم. ليدل مې، چې ډېر كسان په نويو جامو كې او په نويو درېشيو كې ولاړ دي، څوك ننوځي او څوك لا ولاړ دي. دروازې دواړو غاړو ته څو تنه ځوانان په ښكليو درېشيو كې د خلكو استقبال او هركلي ته ولاړ وو. ما خپل ګامونه كلك او مضبوط اخيستل، په دروازه كې راته ښه هركلى وشو. له دروازې نه چې لږ ورننوتلم، مخامخ وړاندې د پېغلو انجونو ټولګى هركلي ته ولاړ وو، ټولو ښكلې جامې اغوستې وې، ماته خو ټولې نابلده وې، كتل مې چې د هوټل تالار او زال له خلكو ډك ښكارېده. ما ځان په غټو كې وهلى و، په تمكين او ارام ګامونو مې قدمونه اخستل، مخې ته مې درې څلور جنكۍ راغلې، هرې يوې په خپل انداز كې ښكلې جامې اغوستې وې، هسې ډول يې كړى و، چې يوه له بلې نه پېژندل كېده. ماته لومړى يوې لاس رااوږد كړو، ستړي مشي يې راكړه، درې نورې يې راته راوپېژندل. ما هېڅ نه وركتل، همداسې ترې روان شوم. هغوى ټولو وخندل، زه ځان پوې حېران شوم زه لږ څه ځان پورې خجالت شوم، په زړه كې مې وې لكه چې كوم څه دي برابر نه دي، ځكه خو انجونو درپورې وخندل. څو ګامه وړاندې تللى نه وم، چې همغه جينۍ بيا راغله، شاته يې راپسې غږ كړو، خندل يې سهار صاحب سهار صاحب مخ مې ورواړاوه، چې همغه ړومبنۍ جنۍ ده، چې بيا يې وويل: سهار صاحب لږ ودرېږه، چې ودرېدم او ورته زير شوم، چې له مزله مې له وړاندې وپېژندله، هغه په چابكو ګامونو خوا ته راغله. درته نه مې و ويلي چې په واده كې به ما ونه پېژنې؟ ما وې دا تاسې په ځان څه كړي دي؟ دا ډول جامې او دا دومره سينګار. په والله چې غږ دې راباندې نه واى كړى، كه تر اخره مې پېژندلى واى. هوسۍ زما ګناه نه ده، دا مې لومړى ځل دى، چې داسې واده او داسې جامې او فېشنونه ګورم. هغې چې راته مخامخ راوكتل، غلى شان مې ورته كړه: بيخي ښاپېرۍ درنه جوړه شوې ده. موسكۍ شوه ويل يې: تا ځانته كتلي دي، دې ټولو جينكو راته وويل دا زلمى څنګه قندولك او ښكلى دى. راځه دا خبري پرېږده، راځه چې مور او پلار مې دروپېژنم. هغه رانه مخكې شوه او زه ورپسې. د هوټل په منځ كې د تلو راتلو په لاره وړاندې د هوټل په اخر كې په يوه مېز د هوسۍ كورنۍ ناسته وه، پلار او مور ته چې ورغلو، سلام مې ورواچاوه زه يي ورمعرفي كړم. لومړى يې هغوى ته په ډېر احترام او درناوي سره وويل دا زلمى زما همصنفي دى واده ته راغلى دى، تاسې ته مې دروپېژانده. مور او پلار يې ښه ستړي مشي راسره وكړه. هوسۍ خپل مور او پلار ته زما ډېره ستاينه وكړه، خو دا يې ورته ونه ويل، چې ګنې دا هغه څوك دى، چې تاسې تل داستانونه لولي او غوږ ورته ږدئ. زما نور كړه وړه يې ترې له ځان سره وساتل. له پېژندګلو نه وروسته هوسۍ ماته په يوه خاص ادب كې وويل: تاسې راځئ، چې هلته نور ملګري هم ناست دي، هغوى سره به يوځاى كښېنئ. د مور او پلار له مخه يې هسې وويل. زه ورسره روان شوم، په هوټل كې چې كوم ښه مېز او ځاى موجود و، هلته يې بوتلم، په مېز دوه درې سړي او ښځې هم ناست وو، د مېز په كونج كې زه كښېناستم، هغې راته وويل: زه دستي بېرته راځم. يوه شېبه وروسته مې كتل، چې هغه راغله، دوه جينكۍ نوري او يو زلموټى هلك، چې هوسۍ د اكا زوى و، راغلل، زما سره كښېناستل. هوسۍ دومره خوشاله ښكارېده، چې هېڅ اندازه يې نه وه. دومره ښكلې وه، چې په هوټل كې ټولو ورته خامخا وركتل. ما ځان په ارام نيولى و، ځكه چې له يوې خوا نابلده وم او له بلې خوا ما وې، چې څوك درباند پوه نشي. مګر هوسۍ د هېچا په قيصه كې نه وه، له ما سره يې همغسې په مينه خبري كولې. د هغې خو د كاكا د زوى واده و، په ګرد هوټل كې ګړندۍ ګړندۍ ګرځېده راګرځېده. هر چا داسې فكر كاوه، چې ټول اختيار د واده د همدې په لاس كې دى، چې زما له خوا نه به لاړه د هوټل په وړاندې ځاى كې په مصروفه وه. د مصروفيت په وخت كې په يې زما پلو هره شېبه راكتل، خو چې كله به د واده په ښكلو جامو كې زما خوا ته راروانه وه، له ځان سره به له خندا شنه وه. زه به يې په سترګو كې د مينې په راز پوه كړم، راسره ناستو كسانو ته به ېي وويل: دا مسافر درنه خپه نه شي. هغوى به ټولو ماته راوكتل او اوبه يې ويل: ولې به خپه كېږي. په دې وخت كې هنرمندانو موسيقي په غږولو پيل وكړو. ټولو وويل دا ښه هنرمندان دي، ښې سندرې وايي. رښتيا هم چې رخشانې او هماهنګ وار په وار خوږې سندرې ويلې. هوټل له خلكو ښځو او نرو ډك شو. هوسۍ ښه اوږده شېبه تري تم شوې وه، هرڅو به مې چې سترګې واړولې راواړولي، د هغې څه پته نه لګېده. پخپلو خولو كې ډوبه وه. د واده مراسم تاوده روان و، په هوټل كې ګڼه ګوڼه زياته وه، څو كسان مې د پېژندګلو وليدل. نورې انجونې هم زما د مېز خوا ته راغلې. كله ناكله يې په ما پرزې ويلې، خو ما ورته وخت نه وركاوه، چې ګپ شپ راسره ولګوي. كله به چې هوسۍ موسكۍ موسكۍ زما خوا ته راغله، ناستو جينكو ته يې زور وركاوه. هغوى ټولې د هوسۍ ښاېست ته حېرانې پاتې وې. ماښام شو تياره شوه، د ډوډۍ خوړلو اعلان وشو، ټول خلك له خپلو ځايونو نه پاڅېدل او د ډوډۍ خولو خونې ته روان شول. زه لا ناست وم، چې لږه شېبه وروسته هغه راغله او ويلې راځه، چې ځو، موږ دواړه يوځاى د ډوډۍ خونې ته روان شو. د خلكو ټېل زيات و، هوسۍ زما لاس ونيو راته وې ويل: ټېل دى، چي رانه ورك نشې. د ډوډۍ خونې ته لاس نيولى لاړو. هلته هر ډول خواړه تيار شوي وو، د ډوډۍ خوړلو نه وروسته ناوې او شاه راغلل، هوسۍ د شاه تر څنګه روانه وه، په سټېج كې يوه لنډه شېبه ودرېدل، د ښادۍ والا كورنۍ د ناوې او شاه سره ولاړ وو. عكاسي وشوه، موسيقي ښه په غرب سره روانه وه. نڅاوې كيدلې، څو ځلي هوسۍ د نڅا وار تېر كړو. واده ان د شپې تر دوو بجو پورې روان وْ. پوره په دوه بجو واده پاى ته ورسېده. له هوټل نه خلك په وتلو شول. زه چې كله دروازې ته راووتلم، هوسۍ ولاړه وه. يوه ځوان چې هغه د هوسۍ د كاكا زوى و، وويل وروره دا مېلمه به خپل كور ته ورسوې او ته به ترې بېرته هوټل ته راشې، چې بيا موږ كور ته ولاړ شو. زه د هغې موټر كې كور ته راغلم او د هغې د كاكا زوى رانه بېرته ولاړ. ډېر ستومانه شوى وم، په دغه شپه مې پوره خوب وكړو، ځكه چې سبا ته د جمعگې ورځ وه ستړتيا مې وركه شوه. د جمعې ورځ مې په كور كې دمه وكړه، چېرې ولاړ نه شومه. په سبا ته لكه د نورو ورځو نورمال خپلې دندې ته لاړم. هره ورځ به د مازديګر په وخت موږه چكر واهه، د شپې به مې يو نيم داستان او ځينې طنزيه ليكنې كولې. زما داستان به په راډيو كې خامخا نشرېده، ممثلينو به په خورا ښه ډول تمثيلاوه، نو ځكه د خلكو به خوښېده. په مجلو او ورځپاڼو كې به چې زما مقالې او نورې ليكنې نشرېدلې، پوره حق الزحمه به يې راكوله. د مياشتنۍ تنخواه نه مې حق الزحمه زياتېدله. ژوند مې په نورمال ډول ښه تېرېده، يو څه روپۍ مې زخيره كړې وې، هوسۍ ته مې وويل: وطن ته ځمه خپله زړه خونه ړنګوم او نوى كور پكې جوړوم، ډېر ځنډ نه كوم يوازې چاته به ېي په اجاره وركړم، ستا څنګه خوښه ده؟ هغه لږه غلې شوه، بيا يې وويل: ډېره ښه ده، زه به هم درسره مرسته وكړم. ما وې كه وشوه دوه ورځې وروسته به كلي ته لاړ شم. سبا مازديګر، چې كله مونږه په موټر كې كښېناستو او د ښار په لور رهي شو، هغې خپل بكس ته لاس كړو، پيسې يې راواېستې، ويلې دا لس زره افغانۍ به زما له خوا درسره مرسته وي، بيا به وروسته ګورو، ته يو ځل په كور پيل وكړه، دا دې ښه پلان جوړ كړى دى. ويې خندل وې ويل كېداى شي كوم وخت درسره په چكر كلي ته لاړه شم. ما وې كوم به هغه ساعت وي. هغې موټر په كرار كړو، مخ يې راواړاوه، وې ويل: ته پوهېږې، چې په دې ورځو كې زموږ قومي خلك زما د غوښتنې لپاره زموږ كور ته څو ځلي راغلي دي، د پلار مگي خوښه ده، چې هغوى ته مې وركړي، مګر ما په كور كې ويلي دي، چې ګورئ پام زما په غياب كې به زما ژوند په چا پورې نه تړئ. له مانه به خامخا پوښتنه كوئ. دغسې خبرې شته دي. فكر دې وي، چې دا ځل كلي ته ولاړې مور ته به دې زما په باب خبرې كوې. ښه ده هوسۍ زما هم دا ستا خبره په زړه كې ده. زه به مې مور سره هرومرو ستا خبره كوم. ته ډاډمنه اوسه، خو ستا د پلار سره به څه كېږي، ځكه چې زه.... پام چې داسې فكر ونكړې، ترڅو چې ته له كلي نه بېرته راګرځې، په دې هكله به مې يو څه كار كړى وي. دوه ورځې وروسته كلي ته لاړم، مور مې ډېره زياته خوشاله شوه، يوه ورځ مې د زوړ كور د ورانولو ورته وويل، هغې راته اخ وكړو، وې كور ولې ورانوې؟ مورې نوى كور درته جوړوم. پيسې به له كومه شي؟ مورې خداى مهربانه دى، يو څه پيسې مې له ځانه سره راوړي دي، د كور د جوړېدو چاره به پرې وشي. هو مورجانې رښتيا، چې هغه جمعه خان د خټې پسخګر په كلي كې دى او كه چېرته تللى دى؟ شته دى زويه، د خلكو كلاګانې جوړوي، هغه ډېر ښه كورونه جوړوي، د كور كار په هغه وكړه. هو مورجانې سبا ته به ورپسې ورشم، خبرې به ورسره له نږدې نه وكړم. مور مې زما په دې كار زياته خوشاله شوه، لاس يي پاس ته په دوعا پورته كړل. ډېره دوعا يې راته وكړه، په دې وخت كې زما څو كليوال ملګري موږ كره راننوتل. زما ستړي مشي ته راغلل. تر ناوخته پورې راسره ناست وو، سبايي وختي په جمعه خان پسې لاړم. لا كار ته نه و تللى. د خپل كور د جوړېدو په باب مې ورسره خبري وكړې، هغه ښه د تبې سړى و، لومړى راته حېران پاتې شو، ويلې وراره شاه باش لكه چې پيسې دې پيدا كړي دي؟ ما وې هو جمعه خان اكا يو څه خو مې كړي دي. اوس راغلى يم، چې زما د كور د جوړېدو خبره راسره وكړې. هغه وويل: وراره زه دوه ډوله كار كوم، يو دا چې په اجاره نيول او دويم دا چې په ورځنۍ مزدورۍ. اوس ستا خوښه چې كومه يوه درته اسانه ښكاري. ما وې جمعه خان اكا زه وخت نه لرم، چې پاتې شم، خو د كور ورانول او د نوي جوړېدو خبره راسره وكړه. هغه ډېره شېبه سوچ وواهه، بيا يې وويل: زه به سبا ته وختي درشم، د نوي كور اندازه به واخلم، چې څو متره اوږده لرې او څومره لنډوالى لري، څو پكې كوټې جوړوې، دا ټول به سره وسنجوو. د زوړ كور د ورانېدو خبره به هم وكړو. نيمايي پيسې به پيشكي (مخكې) راكړې، چې زه پرې كار پيل كړم. ما وې ډېره ښه ده، سبا ته چې راغلې نورې خبرې به هلته وكړو. اوس نو درنه ځمه. د جمعه خان نه مې رخصت راواخيست او كور ته راغلم. زوړ كور مې چې په مترونو كړو، څلوېښت متره اوږد او دېرش متره په لنډو جوړ شوى و. د نوي كلا اندازه مې چې ولګوله په منځ كې يې درې كوټې كور، يوه اشپزخانه (پخلنځى) او يو د لمبا كوټه او په يوه كونج بيرون ته يوه ټټۍ جوړېدله. سهار وختي جمعه خان اكا چاى موږ كره راوړ، ما ورته په كاغذ كې د خپل فكر سره سم د نوي كور د جوړېدو نقشه وښودله. هغه چاى څښو او فكر يې كاوه. پس له ډېر وخت نه وروسته هغه ويل: وراره جانه د زوړ كور ورانېدل او د نوي كور جوړېدل به دې ټول ټال پنځوس زره افغانۍ لګېږي. ما وې جمعه خان اكا ته او خپل انصاف دې زه خو په دې باب څه معلومات نه لرم. هغه ويل كه مې درته زياته ويلي و، ددې كلي د خلكو نه هم پوښتنه كولى شې. د چاى څښلو نه وروسته مې ورته وويل: سبا سهار به له خيره راشې، چې د كلي څو تنه مشران او د كلي امام په ګډون به سره دوعا وكړو. ته به خپل كار پيل كړې، ويلې ښه ده زه به اوس لاړ شم، چې پسخه وهم. غرمه توده شوه، خټګر به راغلى وي. هغه يوه لويه كلا په اجاره نيولې وه، په منډه يې خپلې څپلۍ پښو كړې او لاړ. په دغه ورځ مې د كلي له ځينو خلكو نه د خټګرو د مزدورۍ او زما د كور د جوړېدو ټول خصوصيات وپوښتل. هغوى وويل دومره ګرانه سودا نه ده، نن سبا مزدوري ګرانه شوې ده، پيسې زياتې شوي دي. خلك نوې ابادي ګانې كوي، مزدوري ګرانه ده. جمعه خان خټګر درسره مناسبه فيصله كړې ده. بېګاه ته مې دا ټولې خبرې له مور سره او له ماماګانو سره شريكې كړې، هغوى په دې كار ډېر خوشاله شول. مشر ماما مې وويل: خوريه! ډېر زيات خوشاله شوم، چې ته د خپله انده شوې او دا زوړ كور دې نوى جوړوې. دا زموږ د ټولو لپاره د خوښۍ ځاى دى، خداى دې برى دركړي. مور مې په دغه شپه خوشاله وه، شكر يې ووېست، ويلې شكر دى الله، چې زما زوى دې، دې ورځې ته راورساوه. موږ خو د خداى غريبانان وو. ټولو راسره په دې دوعا وكړه، چې زوړ كور به ورانوو او نوى كور به جوړوو. سبا ته وختي جمعه خان خټكر موږ كره راغى، ملا امام او څو تنه د كلي مشران مو راوغوښتل، چاى ماى چې وڅښل شو، ملا امام يو سورت قراّت كړ وروسته بيا دوعا وشوه، هر چا بيا خپل نظر وركاوه. چا ويل: څنګه نقشه پكې اچوئ؟ چا به ويل يو ځل دا زوړ كور هوار شي، بيا به پرې تناب واچول شي، وبه كتل شي چې څو كوټې پكې جوړېدى شي. جمعه خان ته مې مخكې له مخكې نه نيمايي پيسې وركړې، هغه وويل سر له سبا نه موږ د كور په ورانولو پيل كوو، تاسې په كالي ترې همدا نن وباسئ، سبا ته په خير سره زه مزدوران راولم. ما وې ښه ده. ټوله ورځ مو له كوره سامان د ماما كور ته وچلاوه، خپلوانو راسره مرسته وكړه، كالي يې راسره وچلول، كور مو مازديګر ته خالي كړو، سبا وختي يې د كور ه ورانولو پيل وكړو، په څلورو ورځو كې يې ټول كور سم هوار كړو. جمعه خان خټګر وويل: د خټې ځاى او د كور د جوړېدو د څلور ديوالۍ كچه به سبا ته معلوموو. ما وې ښه ده جمعه خان اكا يو ځل به بيا د تهدابونو ايښودلو لپاره ملا صاحب او همغه مشران راولو. هغه وې سمه ده، خو دا كار به لږ وختي كوو. په سبا ته مو همغه كسان راغوښتل، د كلي نقشه ګر خيرو جان مو هم راوغوښت، زموږ د زاړه كور شاوخوا څلور خواو ته زموږ شاړه ځمكه پرته وه، په اوږدوالي او لنډوالي مو خبرې اترې پرې ډېرې سره وكړې. بيا دوعا وشوه، ملا امام د قراّن مجيد سورت ووى. بيا ورپسې دوعا وشوه او شيريني (خوږه) ووېشل شوه. خيروجان نقشه ګر تناب راواخيست، په هوار شوي كور او شاړه ځمكه يې په اوږدو خور كړو، چې پوره پنځوس متره اوږدوالى او پېنځه دېرش متره يې سور وشو. ټولو وويل دا خو لويه كلا پكې جوړېدى شي. خيرو جان وويل: راځئ، چې د كلا په منځ كې اوس د كور نقشه واچاوو. په لږه شېبه كې يې د څلورو كوټو، يوې اشپزخانې (پخلنځي) او ټټۍ نقشه جوړه كړه. خټګر ته يې وويل: دا دې د كور نقشه، نور په تا اړه لري. جمعه خان خټګر په خټو پيل وكړو، ما نورې څو شپې تېري گكړې، له موره مې رخصت واخيست او دوباره خپلې دندې ته لاړم. سهار چې د خپل كار ځاى ته ولاړم، دا مې هيله وه، چې هوسۍ په څه ترتيب سره د خپل راتګ نه خبر كړم. د ورځې دوولس بجې د ټيلفون زنګ راغى. د ټيلفون غوږۍ مې چې پورته كړه، هوسۍ وه. ويلې اّخ شكر خدايه ته راغلى يې؟ ما وې هو بېګاه ماښام راورسېدم، ته څنګه يې؟ ښه يم ته څنګه يې؟ زه هم ښه يم، مور دې ښه وه؟ هو د خداى فضل او مهرباني ده، هوسۍ مور او پلار دې جوړ دي. شكر جوړ دي، مننه. سهار صاحب نن به په پوره څلورو بجو درشم. ما وې ښه ده، هر كله راشې. زما ډېر كارونه ډپ پاتې و، بې له كومې دمې مې ضروري كارونه ترسره كړل. په څلورو بجو مې د كار يوه دوسيه هم له ځان سره واخيستله، ما وې چې پاتې كار به په كور كې ترسره كړم. له مطبعې څخه ووتم، بيرون وړاندې لاړم، ځكه چې پخوا مې لا هوسۍ ته ويلي و، چې كله راتلې مطبعې ته نزدې مه درېږه، ګاډى وړاندې دروه. زه په چابكو ګامونو روان وم، هغې موټر په ټاكلي سړك ودرولى و، زما په ليدو هوسۍ له موټره راښكته شوه، د موټر تر څنګه ودرېده. زه چې ورورسگيدم، د هغې زړه و چې راغاړې وځي، ما وې نه خپل لاس مې ورمخې ته كړ ستړي مشي مې ورسره وكړه. ويلې داسې ستړي مشي درسره نه كوم. موټر ته وختو راغاړې وته، ما هم د هغې په زلفو سر كېښود، ښه شېبه همداسې پاتې شو. بيا مو يو بل ته په مينه مينه سره وكتل. د هوسۍ په سترګو كې اوښكې وګرځېدې، زه هم وچ كلك پاتې وم، بدن مې غوني غوني شو. له مونږ دواړو نه خبرې هېرې شوې، اخر دومره مې ورته وويل: ځه چې ځو. هوسۍ اسويلى ويوست يوازې دومره يې وويل: درسره ګورم به! موټر يې چالان كړو، دوه كيلومټره لاره يې، چې ووهله ماته يې راوكاته ويلې چېرې ځو؟ ما وې هوسۍ راځه نن به دارالمان ته لاړ شو، هلته په رسمي ورځو كې څوك نه وي. هغې نور څه ونه ويل مخامخ يې كتل ما ورته په يوه سترګه وركتل، هوسۍ خپله لاندينۍ شونډه وچيچله، لږ وروسته يې وويل: ته چې هر چېري غواړې، هلته به ځو. له ځان سره موسكۍ شوه، ورو يې له ځان سره وويل د كافر زويه درپسې ژبۍ شوې مې ده، هو د كافر زويه درپسې ژبۍ شوې مې ده. داسې فكر يې كاوه، چې ما نه دي اورېدل، ماته خندا راغله، په كټ كټ مې وخندل، ويلې څنګه دې وخندل؟ هسې خندا راغله نو. ويلې هله زر شه راته ووايه څنګه دې وخندل.؟ ما وې هسې مړې تا پورې خو مې نه دي خندلي. پوهېږمه چې ما پوري دې نه دي خندلي، خو ووايه كه نه چې څنګه دې په زوره زوره وخندل؟. د لومړي ځل لپاره مې ستا په قهقهه خندا واورېده. ومې خندل په دې چې ما وې زما مينه به ستا د مينې په انډول زياته وي، خو چې ته مې وليدې، له مانه ډېره وارخطا يې. همدې پورې دې وخندل؟ ښه نو كله چې ورسېدو، هلته به درسره ګورم!. هو ولې نه، پوهېږم چې راباندې په قهر يې. نو په قهر به نه يم، په ما څه تېرېدل؟ ستا زړه خو سندان دى. ما چې ځان خبرې ته جوړاوه، دارالمان د بڼ په دروازه كې ودرېدو. له ګاډي نه ښكته شو او دننه بڼ ته ورننوتلو. نېغ د فوارې ترڅنګ د ګلونو ټل ته مو ځان ورساوه، څو ځايه د څو ډوله ګلونو وړوكى پټي و. شاوخوا ته يې د ناجوګانو ونې ولاړې وې، په دغه وخت شاوخوا ته هېڅ څوك نه ليدل كېدل، په شنه جولګه باندې مونږ دواړه سره كښېناستو، هوسۍ د خپل عادت سره سم راته مخامخ كښېناستله. لومړى يې يوه نازكه موسكا وكړه، بيا يې وويل: اوس ووايه چې په كلي كې دې څه وكړل؟ ما ورته د خپلې مور د روغتيا ډاډ وركړ او بيا مې ورته د كور د جوړېدو په هكله ټولې خبرې وكړې. د راتګ تر وخته پورې مې ورته كيسه تېره كړه. هغې راته په داسې حال كې غوږ نيولى و، چې خپلې تورې غټې غټې اوږدې سترګې يې له مانه نه وېستلې. وربل يې نيمايي مخ نيولى و، په كيڼ پلو مخ يې خدايى تور داغ بيخي بل شان ښه ښكارېده. په پوزه او شونډو كې يې خو هېڅ "خو" نه وه. په دغه ورځ يې نور سينګار پسې كړى و، د چا خبره ګلونو ترې د ښاېست له شرمه خپل مخونه په پاڼو پټول. زه هم عجيبه سړى يم، دومره سخت زړى وم، چې هېڅ نه اوبه كېدمه. ما چې ورته د كلي كيسه تېره كړه، هغې وويل: رښتيا چې تا ډېر كارونه سرته رسولي دي. هو رښتيا هغه زما ځواب. كوم ځواب؟ واخ لكه چې هېر شوى دې و كه څنګه؟ زه لږ غلى شوم، كوم سوال ځواب؟ ته چې كلي ته لا تللى نه وې، يوه ورځ د تلو نه دې مخكې ما چې درته وويل: مور سره به دې زما په هكله......! هو اوس راياد شول، هوسۍ په خداى چې په دې باب له موره زښت شرمېږمه، ته هېڅ فكر مه كوه، دا به هرومرو كېږي، خو په دا څو ورځو كې ستا وخت ښه تېرېده؟ ولې نه؟ هره ورځ راباندې لكه د كال اوږدېده، څو ځلي رانه مور مې پوښتنه وكړه، ويلې لورې په دې ورځو كې ډېر سوچ كوې. ما ورته ويلې: مورې د ازموينې په باب فكر وړې يم، چې پاتې نشم. درې ورځې مخكې راته نتيجه اعلان شوه، په صنف (ټولګي) كې لوړې نمرې زما وې. افرين، تبريك، تبريك هوسۍ! بلادې كړې ده او زما شيريني؟ په سترګو نور مې هېڅ تكليف نه درلود، خو يوازې.... _ يوازې څنګه؟ په دې وخت كې يې لاس رااوږد كړو، كلك يې وسكونډلم. ما هم په غېږ كې راكلكه كړه. ويلې پرېږده څوك به راشي. خوشې مې كړه، ويل يې: سهاره دا څه كوې؟ لكه چې د مينې ټوكې دې نه دي زده؟ په داسې حال كې، چې خپل لاسونه مې سست كړل، هغه مې په غېږ كې لكه د ګل په شان وغوړېده. په تندي يې خوله راماته شوې وه، په كراره پخپل ځاى كښېناسته. زر زر يې شاوخوا له سترګو نه تېر كړل، پوه شوه چې څوك نه ښكاري، بيا يې سترګې راواړولې، ما وې ګنې تباه يې كړم. زړه مې په سينه كې ټوپونه وهل، لږه شېبه دواړه چوپ پاتې شو، د مينې په خواله كې او د خبرو اترو په لړ كې ورو ورو لمر په غړغړه كېده، هغې له خپل بكس نه وړوكې كمره راووېستله، لومړى يې زما څو عكسونه وېستل. ما د هغې عكسونه وېستل، بيا يې كمره په يوه جګ ځاى عياره كړه، ماته يې كړه راشه، چې يوځاى عكسونه واخلو. د ګلونو په منځ كې مو څو ډوله عكسونه واخيستل. نزدې د ماښام خړنۍ لګېدله، كور ته د تلو په نيت له بڼ نه د راوتلو لاره مو ونيوله. لاس تر لاسه راروان وو، په لاره كې به يو بل ته سره جوخت شولو، بيا به روان شو ترڅو تر موټره ورسېدو. كله چې په ګاډي كې كښېناستو، د سړك په سر او نور نزدې هېڅوك نه ښكارېدل. خپلې چوكۍ نه مې ځان په هغې پسې وراوږد كړو، د مخ نه مې ورنه ښه مضبوطه موچكه واخيستله. هغې وش وش وكړو، څوكۍ ته ېي تكيه ووهله، تورې زلفې يې په مخ راخورې وې، په تورو سترګو كې يې سرخي هم ځلېده. ما وې موټر دې چلوه، ناوخته دى. لږه چوپ پاتې شوه، وگ ويل زه حېرانه دې ته يم، چې شپه به راباندې څنګه وځي؟ خو راځه د زړه كه زما كور ته راسره ولاړه شه. زړه خو مې كېږي ولې مور او پلار مې څه بل شانته خلك دي، په خداى كه راباندې پوه شي، بې مرګه مې نه پرېږدي. هوسۍ اّخر به څه كېږي؟ صبر ښه شى دى. Hosai Nawal By:Mohammada Jan Yar Published By: De pakhtoonkhwa de Pohani dera - بېرته شاته