(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادب کښې دچاربيتې مقام

هسې خو پښتو ژبې لمن د ډيرو اصنافو نه ډکه ده لکه غزل، رباعي، نظم، آزاد نظم، هائيکو، ټپه، نيمکۍ، بدله، لوبه، سندره، اصلاحى، تنقيدى کلام، نثر، تاريخ طب ،ارټ اوداسې نور په سوونو اصناف دى چې تحقيق او خوارى غواړى په دې ټولو اصنافو کښې ټپه اوچاربيته باندې فخر کوى چاربيته کښې هرقسم ته فکر، تاريخ اوداولس ژوند حالات او واقعات شته اولس د چاربيته شاعران ډير خوښوى د چاربيتې مقبوليت دې وجې نه اوس هم ډير شاعران په چاربيتې کښې طبع ازمائى کوى. چاربيتې ته دجديد دور نظم هم وئيلے شى. بادشاه ګل استاذ وائى چې چاربيته دپښتنو خپل صنف دے کوم اظهار چې په چاربيته کښې کيدے شى هغه په بل يوصنف کښې په ښه طريقه نشى کيدلے دچاربيتې لمن ډيره ارته ده دچاربيتې پريښودل دژبې اوقام نقصان دے يو متشرق ليکلى دى چې په پښتوکښې ورځپاڼې نشته خودورځپاڼو کار دپښتوچاربيته ورکوى ادهغه وخت خبره ده کوم وخت چې دازادۍ تحريک روان ؤ. دچاربيتې ډير شاعران تير شوى دى لکه اميراعظم نيکه، عبدالواحد ټيکه دار، احمد دين طالب، محبت خان استاد او دچاربيتې پلار نورالدين مرحوم په موجوده شاعرانوکښې بادشاه ګل استاذ، على حيدر جوشى چې بابائے قيصه هم ورته وئيلى شى، فيض الله فيض، تاج محمد مومند، اخترمنير منير او داسې نور ځکه د پښتو دا صنف مخ په وړاندې روان دے. اجمل خټک وائى: چاربيته دپښتنو دخپل مزاج اواولسى ژوند ډير ښه فنکارانه اظهار دے دپښتوادب نه که خدائې مۀ کړه چاربيته ووتله نود دې معنى به داوى چې دپښتوادب او اولسى ژوند تر مينځه به يو خوږ او موثر پيوند ختم شى دابه پښتنې او اولسى ژوند هم تاوان وى اوپښتو ادب ته هم په چاربيتو کښې داسې رنګينى دروح رنګ داولس د ژوند ژواک عکاس کيږى چې د مقناطيس په شانې داولس زړونه ځانه راښکوى په ريډيو اوکيسټو کښې اوس هم اولس د زړو او نوو شاعرانو چاربيتې ډير په مينه سره اورى دچاربيتې ډير قسمونه دى لکه روانه چاربيته، اپوټه چاربيته، زنجيرى چاربيته، مقطع چاربيته اوداسې نورې چاربيتې چې دعبدالواحد ټيکه دار چاربيټې چې پښتوادبى بورډ پيښور چاپ کړے دے پکښې ذکر شته خودبادشاه استاذ مطابق زنجيرى چاربيته داشان وى لکه دهغوى داچاربيته:
ريبار په هر ساعت مفت کوى ستادجمال نرۍ ، چوارې شونډې سرې نازنينې ډير خلق حيرانيږى ستادحسن په کمال نعرې دې خوارې په هزارې دل سنګينې غمونه دې په ماباندې زياتيږى کال په کال پارې شوګيرې په تيارې کړم نه ئې وينې تيريږى ستاپه عشق کښې په ماڅومره زخمونه مهين مخ دې سپين خال دې شين دابرو
دټولو نه لويه چاربيته چې ټيکدار صيب پکښې څه دپاسه دوه نيم سوه شاعران دانشوران يادکړى دى دعبدالواحد ټيکېدار چاربيته امبيل ده چې ټهيکيدار صيب کتاب په مخ ١٤٤ باندې ليکل شوې ده لکه وائى
حمزه دپښتو دغزل پلار غوندې دے ګوهر ځکه دامن طلبګار غوندې دے ملال په کوهاټو کښې ميوه دار غوندې دے ګوهر ځکه دامن طلبګار غوندې دے بابااميراعظم چې لکه ځوان ناست دے په سردلاچى والو څه دستار غوندې دے
لکه څه رنګ چې غزل دښکلا او جماليات نه ډک دے دا رنګ ته چاربيتې هم دجمال نه ډکې دى غزل يو جديد صنف دے چاربيته اګر چې زوړ صنف دے خو نوو شاعرانو دې ته جدت ورکړے دے او نوره ئې هم رنګينه کړې ده لکه زما دا چاربيته
صنم دستاپه لورى شوسپين مې دواړه تورى زړګے مې په درزا دے په هيبت راغے ريبار هيڅ نه راځى قرار
او يا دا چې
دووټ دپاره کاروانو نه راغلو هر يوفقير ته سلامونه راغلو ووټ ته هرڅوک ډيرې زرۍ کوى نن هراميدوار ډيرې خوارۍ کوى نن څوک مقابله چې په لاچۍ کوى نن چې دوټونو نشانونه راغلو هر يوفقير ته سلامونه راغلو
د خدائې بخښلى احمددين طالب رنګين کلام هم ډير مشهور دے لکه وائى :
دکافورورنګ دې پورې کړو اوربل باندې خوشبوئى درځنې خيژى بې حسابه زر زرى ګنګران دې لګى يوپه بل باندې ملايان اميان دى وويستل دخوابه
په نوې صدۍ کښې دچاربيتې ډير ښه ښه شاعران شته دے که شاعرانو سره حکومت څه نه څه مدد وکړى نودپښتوژبې به نور هم بلند مقام شى په جنوبى ضلعو کښې ډير ښه ښۀ ليکوال شاعران، اديبان اودانشوران شته دے خو دعدم توجو په وجه هغوى ګمنام ژوند تيروى ځکه چې دحکومت ډيرې ادارې جنوبى ضلعو ته پام لرنه نه کوى اميد لرم چې اوس به د هغوى ضرور دې طرف ته توجه شوى وى اودټولې صوبې دحقوقو اود ادب به خيال وساتى. په پښتو ادب کښې دچاربيتې لوړ مقام دے ترڅو پورې چې اولسى شاعران وى فى البديهه شاعران موجود وى دا ادب به هم نوره په ترقۍ اوپرمختګ وى په موجوده شاعرانو کښې تاج محمد مومند ته هم اهم مقام حاصل دے دهغوى زنځيرى چاربيته ډيره مشهوره ده لکه وائى
تۀ چې اخر به ځې وائى هردم دم دم ماته څله هرساعت وائى چې ځم ځم ځم تۀ چې ځې اخر به ځى نه يار ياريار څه موده به تيروم په زړګى غم غم غم
دغه رنګ ته دمصرى خان خاطر، استاذ عبدالرحمان باګرام، استاد سعيدرهبر چاربيتې هم ډيرې مشهورې دى چې داولس دزخمى زړونو دپاره دمرهم کار ورکوى استاد سعيد رهبر کله نه کله دغزل اونظم سره سره په چاربيته کښې هم طبع ازمائى کوى په ماحول کښې دبې ځايه جديديت اودخپلو دينى اوپښتنې اقدارو نه چې کله څوک په روګردانۍ کولو وګورى نورهبر صيب پرې د طنز غشى دچاربيتې دبورجل نه داسې رسارسا او وروى چې دمعاشرې دنيکو غيرتى اوپه پښتونولۍ دمئينو خلقو زړونه وګټى دچاربيتې سر دادے
داځنې ښځې سرې بمبرې شولې دخاوندانو څه اختيار نشته په خاوندانو زور اورې شولې ځکه عزت ئې دمورپلار نشته سپينه برقعه لاړه بدله شوله دفيشنى برقعو دستورزياتيږى وخت راغے بل زمانه بله شوه په هريوکور کښې دا ناسور زياتيږى نن دهرچا باچاهى خپله شوله په ټول وطن کښې دا فتور زياتيږى پاسيدې هرچاته يرې شولې دنارينه ؤ څه وقار نشته
معلومه شوه چې دچاربيتې په پښتوادب کښې لوئې دنمر په شان مقام دے اولس په داسې شاعرانو او اديبانو باندې فخر کوى چې دپښتوژبې مئينان او عاشقان دى دۀ دچاربيتې عظيم شاعرانو ته سلام کوم. Pashto Adab ki de Charbaiti Muqam Ashraf Khan Khatak - بېرته شاته