(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو شاعرۍ کې حمد

د ((حمد) معنى ده صفت اوتعريف. ((حمد)) يوداسې صفت او تعريف دی چې صرف دالله تعالى لپاره خاص دی ددنيا دهر شى صفت کول دالله تعالى صفت کول دى ځکه چې ددنيا په هرشى کښې چې څه صفت دی هغه د د الله له اړخه وى ديو عادل حاکم صفت کول د الله دعدل صفت کول دى ديوشى دښائست صفت کول دالله تعالى دجمال او کمال تعريف کول دى الله چې کوم څيز پيدا کړو ښکلی ئې پيدا کړو حمد اومدحه کښې فرق شته په مدحه کښې دممدوح دخوبيانو ارادې او اختيارى کيدل ضروى نه دى اوپه حمد کښې دمحمود خوبيانې او فضيلتونه ارادې او اختيارى دى (ثنا) هم يوداسې لفظ دی چې حمد سره يوځائې راوړی کيږى لکه حمد وثنا خوثنا د ((حمد)) هسې تخصيص نه لرى شکر هم يوداسې ټکی دی چې دالله تعالى ديو نعمت يا دنعمتونو په بدل کښې اداکولی شى دقران شريف شروع هم دالحمدالله نه شوې ده حديث شريف کښې راځى چې هره اهمه خبره او هر اهم کارشروع چې دحمد نه ونشى هغه نيمګړی پاتې کيږى دتصوف په اصطلاح کښې حمد د حق تعالى دلويوالى اوجلال بيان دی دهغه دذات دکمالاتو ، صفاتو او افعالو اعتراف دی په ادبى اصطلاح کښې حمد دشاعرۍ هغه صنف دی چې پکښې دالله دعظمت ربوبيت کمالاتو اوصفاتو اعتراف اوتعريف شوی وى دټولو اسلامى ژبو په ادب کشې دالله تعالى دحمدونه بيان شوى دى پښتوشاعرى هم دالله دحمدونو نه ښۀ ډکه ده زمونږ په کلاسيکى شاعرۍ کښې تقريباً دهرچاپ او ناچاپ ديوانونو شروع هم دحمد نه کيږى بلکې د ديوانونو دننه هم حمدونه بيان شوى دى ارزانې خويشکی چې دپښتوژبې دټولو نه وړومبی دديوان څښتن شاعر دی اوتقريباً شپږ زره شعرونه ئې وئيلى دى دهغه دديوان شروع دحمد نه کيږى ارزانى وائى تر الفه کوز تريا فقير راوړه بې ريا اول دفتر به وکښم په نامه دکبريا حق له شش جهته پاک دی بې پايانه لوئی دريا دواړه کونه ئې پيدا کړل ددې خپل کن په کيميا هر شی ئې په شوحئ که محيط شۀ په کل اشيا کل زرې ددۀ ثنا کا تر ثرى تر ثريا ته ئې مۀ ګڼه خاموشه کل په حال دينه اګاه کوز زمين ئې زليچه کړه فلک ګرزنده اسيا وهرتن ئې خپل وطن که په هرتن کښې خودبسيا دغه رنګ ټوله روښانى شاعرى دحمدونو اهتمام لرى روښانى شاعرى يوتصوفى رنګ لرى وحدت الوجود ى نظر او وجدان ددوى د تخليق يوزبردست بنسټ اومحرک دی له دې کبله ددوى حمدونه يو فلسفيانه اثر لرى الف نامې چې دروښانيانو ايجاد دی دې کښې دهيچا د تورو تصوفى اسرار بيانوى په دې کښې د حمدونو بيان هم شوى دى ددوى دټولو په ديوانونو کښې دحمدونو رنګ خور ور پروت دی . دروښانيانونه وروستو دور چې زرين دور ورته وئيلى شى دخوشحال خان خټک نه شروع کيږى دهغه زامن اورحمان بابا ، حميد بابا، کاظم خان شيدا،على خان هشنغری، محمدى صاحبزاده، حافظ الپوری ، او نورو ګڼوشاعرانو دخپل وخت په ژبه اوادبى معيار دتوحيد ددغه عقيدې څرګندونې کړى دى خوشحال خان خټک دخپل ديوان په شروع کښې به يو حمد کښې داسې وائى صورت ګر چې ښه صورت په ديوال سازکا کل عالم ئې په صفت زبان دراز کا دهغه نقاش په ضع نظر نه کا چې له څه څاڅکى نه دانقش وطراز کا بند په بند دلاسوګوتې وبله کيږدى سرتاپايه درست صورت سره يورازکا خاص بنده دخدائې هغه ګڼ خوشحاله چې د ځان په معرفت ئې سرفراز کا خوشحال خان خټک يوبل ځائې کښې وائى ستا ثناده ترحد تيره دبيابان ترشګوډيره هسې څوک دی چې خبرشى دديوشګوله عدده نه ته زوړئې نه تۀ ځوان ئې لکه ئې هس يکسان ئې لکه دی هسې به وينه له ازله تر ابده مزکه سبع سمواته دواړه کونه کائناته واړه تاګوښې پيداکړل بې له نورو له مدده داهمه واړه ملکونه تا له کاف ونونه هم والا ئې دملکونو هم منکر ئې له ولده که سپيد دی که سياه دی په وحدت دستاګواه دی ته محيط له هره څيزه له سفيده له اسوده درحمان بابا يومشهور ((حمد)) چې دپښتو شاعرۍ دټولو نه مقبول او محبوب حمد دی داحمد چې څومره ساده دی هومره ژور هم دی په دې حواله ددين دعامې عقيدې او دتصوفى عقيدې يوډير ښکلی ګډون لرى دمثال په توګه دايوڅوشعرونه ئې واورئ، ګوره هسې کردګار دی رب زما چې صاحب دکل اختيار دی رب زما همګى بزرګواران چې څوک ئې وائى ترهمه ؤ بزرګواردی رب زما نه ئې هيڅ حاجت په چاباندې موقوف دی نه دهيچا منت بار دی رب زما خوائنده دنانويسو صحيفودی داننده دهراسرار دی رب زما هسې نه چې واحدى ئې ده له عجزه په واحد وجود بسيار دی رب زما څه حاجت دی چې ئې بله خواته غواړم پخپل کور کښې همکناردی رب زما هيڅ تغير وتبديل نه لرى رحمانه تل ترتله برقرار دی رب زما د ((حمد)) سره سره ددې صنف يوبل قسم ((مناجات)) دى ((مناجات)) دنجات نه ووتی دی اوددې لغوې معنى دى د((ځان سره ګړيدل)) دنجات اوخلاصى دپاره په دعائيه انداز کښې التجا کول دپښتوپه کلاسيکى شاعرۍ کښې ((مناجات)) هم ډيرليکلى شوى دى په دې مناجاتو کښې دحمد په رنګ سره سره دالله تعالى نه دخپلې بخښنې او دطلب دپاره سوالونه شوى دى په روښانى شاعرانوکښې خصوصاً اوپه پښتو کلاسيکى شاعرۍ کښې عموماً على محمد مخلص زيات مناجات ليکلى دى په يو مناجات کښې وائى ته عليم حکيم قادر ئې پرتاچارنه ده مشکل هيڅ ته په کن هرڅه موجود کړې ستاپه کار نشته شامل هيڅ زۀ توفيق غواړم له تانه ای ددووکونو سلطانه تۀ توفيق راکړې وماته تردابهه نشه حاصل هيڅ زۀ مادح سائيل يم خدايه ستاپه خوان مايل يم خدايه پخپل حال قائم ئې خدايه ستادخوان نشته زايل هيڅ دمخلص دعاقبول کړه دمقصودکارئې حصول کړه په خاصاتو ئې دخول کړه پرتاچار نه ده مشکل هيڅ حميد بابا او کاظم خان شيدا هم مناجات ليکلى دى دنمونې په توګه دکاظم خان شيدا دمناجاتو دايو څو شعرونه واورئى الهى دمينې دردرا ګرم دل اهونه لرد را زړۀ په شان دغنچې راکړه اتش زما مينا کړه ماسوخته نمر په شان کړه بل په ماهغه نيران کړه چې ظلمت مې مدام دور شى داخګر ايدې مې نور شى لکه اب دملغلرې اميزش کړه له مالرې که اسمان مې هم اويز وى په هرا ان مې افت خيزوى ماپه وضع دپروين کړه دلجمې زما ائين کړه دکلاسيکى شاعرانو پرته دنوى دور شاعرانو هم دالله تعالى حمدونه اومناجاتونه ليکلىدى . غنى خان يوه دعا کښې چې مناجات دې وائى ایدحسن اونور خدايه ماله يوټکی دنور را سترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دسرور را زۀ دې خپل وړوکى زړګى له يوه نخښه ديار غواړم ای دحسن او نور دريابه ماله يوټکی دنور ددغه دور يوبل نمائنده شاعر اود قدر وړ شخصيت ښاغلى قمر راهى هم دمناجاتو په نوم دالله تعالى نه يوه غوښتنه کړې ده ، خدايه نه وايم ماخان کړې يوسړی يم ماانسان کړې ته مالک دجهانونو اختيارمن مې دخپل ځان کړې لويه ربه ستابنده يم دبنده مې په امان کړې کاڼى بوټى رازرغون کړې په دې للمه يوباران کړې خدايه زۀ چې پکښې اوسم غزل زار کلی مردان کړې چې د دور ائينه شى راهى ځان له دلبستان کړې موجوده نوى نسل هم پخپلو مجموعوکښې دحمدونو پوره اهتمام لرى دنوى دور يو زلمی شاعر حيدرعلى خان استاينزی دخپلوحمد په پيرزيونيو څرګندونې څه په داډول کوى همه نور شمه چې کله مې په خله ئې ربه خپله ښائسته به څومره ته ئې ئې بې شکه چې رحيم اورحم باندې چې زۀ بد يمه بياهم ته راله ښه ئې خپل ځان ولټوه رب که ليدل غواړې څۀ حيدره پاس اسمان ته په کاته ئې يوبل زلمی شاعر امير حيدر شبيګر وائى . تۀ شريک په نامه نه لرى واحد ئې بس خوتاته دهرچاسوال وزارى ده لويه خدايه هرعاشق پرې فداکيږى دخوبانو په مخ ستاکاريګرى ده د ((حمد)) تعلق نيغ په نيغه د توحيد دعقيدې سره دی پښتانه ټول مسلمانان دى اودتوحيد عقيده ددوى ژوند کښې يو مرکزى حيثيت لرى دحمدنه وروستو دنعت مقام دی چې چرته حمد وى هلته به نعت هم وى دالله تعالى دذات نه پس مسلمانانودپاره دمينې اومحبت دويم مرکز دحضرت محمد (ص) ذات مبارک دی ای رسوله تۀ دوى ته ووايه که چرې تاسودالله تعالى سره مينه کول غواړئ نو پس زما پيروى وکړئ خدائې به تاسو سره مينه وکړى دنعت نه پس اکثروشاعرانو دمنقبتونو اهتمام هم کړی دی منقت داولياالله سره دعقيدت اظهار وى اوقران اولياء الله ښه ملګرى وئيلى دى . له دې حقيقت ترمخه حمد دپښتوشاعرۍ کښې که زړۀ ده او که نوې يوخاص زنيت پاتې شویدی ورځپاڼه وحدت Pashto shaerai ki Hamd By: Dr. perwiz Mahjoor Kheshki - بېرته شاته