(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ازبكو په تخار كې پښتنو كډوالو ته د مرګ ګواښ

ازبكو په تخار كې پښتنو كډوالو ته د مرګ ګواښ كړى تخار ته راغلو ستنو شويو پښتنو ته د ازبكو لخوا د مرګ ګواښ شوى چې د جمعې (د وږي ۸ مه) تر ۸ بجو پورې دې له سيمې څخه بېرته ووځي. نږدې شپږ ورځې وړاندې له بلوجستان څخه څه كم ۹۰ كورنۍ بېرته خپل اصلي ټاټوبي تخار ته ستانه شوي دي، چې پر وطن د سرو لښكرو د تېري پر وخت دډېرو افغانانو په څېر دوى هم هلته مهاجر شوي وو، د سيمې ازبكو يې مخه نيولې او تر دې يې هم نه دي پرېښي چې له موټورو څخه خپل سامانونه ښكته كړي او لا هم وږي تږي، ستړي ستومانه په داسې حال كې چې د بېلا بېلو ناروغيو ښكار شوي دي، همداسې پاتې دي. تر دې دمه نه دولت او نه هم خيريه موسيسو كومه مرسته ورسره كړې ده. ازبكودهمدې بېرته ستنو شويو پښتونو د ويستو په اړه لاريون هم كړى چې له شمال څخه يې د ټولو پښتنو د ويستو غوښتنه پكې كړې ده. دا خو لا څه چې پرون د پنچشنبې په ورځ ( د وږي ۷ مه) د ازبكو، د سمييزو دولتي چارواكو چې ډېرى يې ټوپك سالاران دي او پښتنو غونډه كړې او په غونډه كې ازبكو خپل وطن ته راستنو شويو پښتنو ته له سيمې څخه د نه وتلو په حال كې د مرګ ګواښ كړى. راستانه شوي پښتانه چېرته او په كوم حال دي: اووه ورځې مخكې له پېښور څخه راستانه شوي افغانان د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين ولسوالي مركز ته رارسېدلي. دوى د مهاجرت له كلي له ځانه سره ډېرې هيلې راوړې وې. دوى په رسنيو كې د خپل ولسمشر غټې غټې خبرې اورېدلې وې، په دې موخه راغلي وو چې د خپل وطن په بيارغونه كې د نورو افغانانو په څېر برخه واخلي او يو څه ګټه چې حق يې دى، ورته ورسېږي. دوى اورېدلي و چې وطن يې له جنګونو او ټوپك سالارانو څخه د دوى ولسمشر ښاغلي كرزي خلاص كړى دي خو نه و خبر چې لا يې هم ولسمشر د ټوپك سالارانو پر وړاندې سر ټيټ نيولى، كنه ولې به يې له سامانونو څخه بار موټر تر شپږمې ورځې ولاړ پاتې كېدل. د دوى له سامانونو بار موټر د خواجه بهاوالدين ولسوالي د مركز په هغه كلا كې چې احمد شاه مسعود د طالبانو د بنديانو لپاره جوړه كړې وه، لا هم ولاړ دي. خپل وطن ته راغلو پښتنو ته ځايي ازبكو چې مشري يې پخواني جنګي قومندان قاضي كبير كوي، اجازه نه وركوي چې خپلو سيمو ته ورتګ خو څه چې له موټرو خپل سامانونه ښكته كړي. سمييز دولتي چارواكي په دې چې ځينې د همدوى په څېر ټوپك سالاران دي او په دې ظلم كې ورسره شريك دي او پاتې ځينې يې د ازبكو له وېرې څه نشي كولى. راستانه شوي پښتانه په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي: سربېره پر دې چى په راستنو شويو پښتنو پر لاره يو موټر چپه شوى او ۱۳ تنه يې پكې تپيان شوي دي، له رارسېدو ورسته په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي. له ټپيانو سره يې هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او دوى يې پخپل كليوالي دود درملنه كړې ده، چې د ځينو حالت يې د اندېښنې وړ دى. اووه ورځې كېږي چې په ماړه نس يې ډوډۍ نه ده خوړلى او ټول چې شمېر يې نږدې ۸۰۰ كسانو ته رسېږي له يو كوهي څخه اوبه څښي، چې له امله يې ډېرى په ځانګړې توګه ماشومان په اسهال او نورو بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي. دا په داسې حال كې چې د دوى له حال څخه ځايي دولتي او غير دولتي روغتيايي مركزونه خبر دي، خو چا يې هم د ازبكو له وېرې درملنې ته زړه نه دى كړى. دغه ناروغي او بد بختي شېبه په شېبه مخ په ډېرېدو ده، خو بيا هم دا چې څوك يې د پوښتنې نشته نو راستنو شويو پښتنو له زغم څخه كار اخيستى او هر څه په چپه خوله تېروي، په دې تمه دي چې يا به دولت او يا هم خپل ولس پرې زړه سوى وكړي او د ازبكو له غمه به يې خلاص كړي، چې د خپلو ورانو شويو كورنو په بيا رغونه لاس پورې كړي او د ارام ساه واخلي، خو... ازبك هېڅوك نه پرېږدي چې له راستنو شويو پښتنوسره مرسته وكړي: ستړو ستومانو راستنو شويو پښتنو سره چې له اووه ورځو په دې حال دي، لاهم ورسره نه دولت او نه كومې خيريه موسيسې د ازبكو له وېرې مرسته كړې ده. د ځايي اوسېدونكو په وينا كله چې د ځايي پښتنو له دوى سره د مرستې كولو هڅه وكړه نو د ازبكو له خوا ورته دمرګ ګواښ وشو، چې اوس هغوى هم په خپلو كورونوكې بند پاتې دي. وايي چې يو سپين ږيري غوښتل چې خوراكي توكي وروړي چې ازبك يې مخه ونيوه او له وهلو ټكولو وروسته يې په مرګ ووېروه، چې بيا ورته د خوراكي توكو راواړلو هڅه ونكړي. سربېره پر دې چې خلك يې له مرستې كولو څخه منع كړي دي، د ښار ټولو دوكاندارانو ته يي هم ګواښ كړى، چې كه چا هم په دوى خوراكي او نور توكي وپلورل، نو دوكان ته به يې اور واچول شي. دا هر څه په داسې حال كې چې پرون ورته له خپلې سيمې څخه د نه وتلو په حالت كې د مرګ ګواښ هم شوى دى. نو اوس څه فكر كوي چې وروسته له خدايه به دغه ستومانه خلك د چا د مرستو په تمه وي چې له دولت څخه يې هم تمه شكېدلې وي؟ ازبكو ته د پښتنو د وېرولو په موخه وسلې وېشل شوي دي: دغو ازبكو ته چې په پښتنو يې ناكردې پيل كړي دي، ويل كېږي چې د خپل سمييز مشر قاضي كبير چې ورسره شريك دى او دوستم لخوا وسلې وېشل شوي دي. ځايي اوسېدونكي وايي چې د ورځې له يو نيم سره وسله وي چې د څادر لاندې يې پټه كړي وي او د ماښام په رارسېدو له هر ګرځېدونكي ازبك سره وسله وي او د راغلو پښتنو سربېره پرې هغه خلك هم ويروي چې له هغو سره د مرسته كولو هڅه وكړي. همدا ده چې ټول ښار كې يې هم وېره خوره كړې چې كه چا په راغلو پښتنو خوراكي توكي او نور څيزونه وپلورل نو ژوند به له لاسه وركړي. ازبك چې دا هر څه كوي ملامت نه دي، ځكه چې دوى د ميدان وردګو د كوچيانو د مسلې پر وړاندې د ښاغلي ولسمشر كرزي د خولې خوند څكلى دى نو همدا ده چې اوس يې ترې سترګې نه سوزي، كنه څوك به وي چې دومره لوى زړه دې وكړي چې د كور څښتن ته دې له خپل كوره د نه وتلو په حال كې د مرګ ګواښ وكړي. نو اوس څه فكر كوي چې دا مسله دې هم همداسې پاتې شي، داخلك دې له خپل كوره وويستل شي ځكه چې ازبك خپه كېږي او كه ازبك خپه شول نو هغوى خو مشران لري، يو يې د نه خوړلو اختساب كوي او بل يې چې د ښاغلي كرزي دويم مرستيال دى، د دندې د پرېښودو ګواښ كوي. د تش په نوم ولسمشر ښاغلي خو همدا دوه پلمې بس دي خو نه پوهېږم چې اولس څه تصميم نيسي!؟ د همدې مسلې په اړه د ازبكو لاريون: ازبكو تابيا كړې چې ضرور به دا خلك له سيمې څخه بېرته وباسي. دوى د راستنو شويو افغانانو د راتګ په دويمه ورځ تخار كې په دې موخه لاريون وكړ چې دولت بايد دا خلك له دې ځايه وباسي كنه خون يې پر خپله غاړه!!! په لاريون كې چې نږدې د تخار ټولو ازبكو برخه اخيستې وه، مرګ په پښتنو، مرګ په كرزي، مرګ په ظاهر شاه شعارونه وركول او دا يې هم ويل چې له ټول شمال څخه دې پښتانه ووځي. دا په داسې حال كې چې د پنچشنبې په ورځ (د وږي ۸ مه) د هېواد ډېرى پښتنو د روح الله نيكپا چې يو ازبك يا هزاره افغان دى د غونډې په ترسره كولو نمانځلى دى. خو دوى وايي چې پښتون دې له شماله ووځي!!! پر دې هر څه سربېره لا هم مركزي دولت چپ پاتې دى. مركزي دولت څه، ښاغلى ولسمشر كرزى چپ پاتې دى،ممكن د روح الله نيكپا له نمانځلو نه وي بېكاره شوى چې د وږو تږو، ناروغو او ستړو راستنو شويو افغانانو غم دې په تخار كې وخوري او يا خو به د خپل دويم مرستيال مشورې ته ګوري چې ورته ووايي چې مهمه دا ده چې اوس دا لانجه ختمه شي خير هغو ته به چېرته بل ځاى كې ځمكه وركړو!!! راستنو شويو پښتنو ته د ازبكو له خوا د مرګ ګواښ: وروسته له دې چې ازبك پوه شول چې دې خلكو له زغم څخه كار واخيست او په پخپل ټاټوبي كې يې د اوسېدو تابيا تر مرګه نېولې ده نو د تېر په شان يو ځل بيا د خپلو ټوپك سالارو مشرانو په خوله يې راغلو ستنو شويو پښتنو ته له سيمې څخه د نه وتلو په صورت كې دمرګ ګواښ وكړ. ازبكو پښتنو ته د نن تر ۸ بجو وخت وركړى چې كه چېرې تر ټاكل شوي وخت پورې له سيمې څخه ونه وتل نو خون يې پر خپله غاړه!!! دغه ګواښ تېره ورځ پنچشنبه ( د وږي ۷ مه) په يوه غونډه كې چې ازبكو، سيمييزو دولتي چارواكو چې ډېرى يې پخواني ټوپك سالاران دي او ځينو پښتنو پكې برخه اخيستې وه چې د خبرو اترو په پاى كې ازبكو پښتنو ته ګواښ كړى، كه تر ټاكلي وخته ونه وتل نو پاى به يې مرګ وي. ازبكو دا هم ويلي چې راغلي پښتانه نشي كولى چې د تخار ولايت هېڅ يوې سيمې ته ورشي. دوى وايي چې دغه پښتانه هېڅ دشمال اوسېدونكي نه دي او دا پټه خبره نه ده چې دغه خلك دغلته په زرګونو جريبه ځمكه لري او دا يې پلرنى ټاټوبى دى. خو ډېر درد هغه وخت سړى حس كړي چې د دې موضوع په په اړه د ولسي جرګې چپ پاتې كېدل ورياد شي. دوى خو ددې خلكو استازي دي او همدا يې وخت چې د خپل ملت رښتينى استازيتوب وكړي، كنه خداى مكړه چې له دې كومه ستره ستونزه جوړه نشي. څه بايد وشي؟ دغه پښتانه پر وطن دسرو لښكرو د تيري پر وخت د نورو ډېرو افغانانو په څېر له خپل وطن څخه مهاجر شوي وو، چې اوس بېرته پخپل وطن كې د اوسېدو پر نيت راستانه شوي دي. دوى د تخار ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې په زرګونو جريبه ځمكه لري چې د خپل منځي جګړو پر مهال ځايي ازبكو د ناسمو قبالو په جوړولو په خپل نوم كړې وې او اوس په دې وېره چې دغه خلك به د خپلو ځمكو غوښتونكي شي، د دوى د بېرته ويستلو هڅه كوي او ځانونو ته دروغجنه هيله مندي پيدا كوي چې ګواكې په خپله هڅه كې به بريالي شي. خو موږ له دولت او مشرانو او ولسې جرګو څخه هيله كوو چې له دې مسلې دې هم د ميدان وردګو د كوچيانو مسله نه جوړوي چې د لسګونو كسانو د مرګ لامل شوه. په دې هېڅوك سترګې نشي پټولى چې دا خلك د دې سيمې اوسېدونكي دي او بايد خپل حق وركړل شي. دا يقينې ده چې كه چېرې د دې مسلې پر وړاندې دولت چپ پاتې شي او كرزى صيب د خپل دويم مرستيال له وېرې يو ځل بيا غلى شي، غلى به شي خو ولس غلى نه پاتې كېږي. ولس به ضرور د خپلو وطنوالو د حق غوښتنه كوي او پر ځاى كوي به يې هم. د يو موټي افغانستان په هيله Uzbako pa Takhar Ki Pakhtano Kadwalo ta de Marg Gwakh Karry By: Shamaliwal - بېرته شاته