(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بوټان

[21.Oct.2023 - 15:25]

افسانه / بوټان                              

لیک: ماښام ختک

مسټر بین د هغه فیورټ مزاحیه اداکار وواو چې کله هم ورته د ده تازه یا نوي سيډي- یا ډيويډي- تر لاسه شوي نو په اولني فرصت کښې به ې کتله- هسې خو ده د مسټر بین ټولې سي- ډي- یا ډي- وي- ډي- کتلي وې خو نن ې هسې د مسټر بین یوه زړه ډي- وي- ډي- چې دده ډېره خوښه وه د ساعت تېري د پاره اولګوه او په صفه کښې ورته څنګال شو-

اولنے منظر -

مسټر بین د خپل کور په کچن کښې د ځان د پاره د اخلي پخلي بندوبست کوي- د ګیس چوله ان کړي- دے د څه څیز پسې لږ بهر رااووځي او د ګیس د چولې نه یو شے د یو شي نه بل شے او د بل نه بل وور واخليچې دې کچن ته واپس راشي نو غلبله جوړه کړي کله به یو څیز لګېدلے وور مړ کوي کله په بل څیزچې په دې کښې چار چاپېره هر څه وور وور شي اخر دده اغوستي جامې هم وور واخلي او چغې جوړې کړيورسره خوا کښې د فلیټ ګاونډي رامنډه کړي چې دے اوګوري په ده زرزر کمبله واچوي او وور ترې مړ کړي بیا د کچن چوله اف کړي او د کچن په څیزونو لګېدلے وور مړ کړيدے ورته په یوه سترګه ګوري او چې څنګه دده هغه ګاونډي اول د ګیس چوله اف کړي نو دے روغوندې سر په زمکه اووهي او په خپله مخصوصه لهجه کښې اووائي او هوهوهو هو-

دویم منظر-

مسټر بین په خپل بات روم کښې د لامبلو د پاره په بات روم کښې خپلې جامې اوباسي او شاور خلاص کړي- په ځان د صابن مږلو په دوران کښې ې صابن سترګو ته لاړ شي او چغې جوړي کړي هیلپ هیلپ او د بات روم نه رااووځيد شاور اوبه د بات روم نه کمرو او دده د فلیټ نه د ګاونډیانو په فلیټونو کښې خورې شي او دے په فلیټ کښې چغې وهي هیلپ هیلپبیا دده د فلیټ ګاونډي راشي دے چې اوویني نو دده د وجود نه تولیه تاو کړي- بات روم  ته ې بوځي د څټ نه ې اونیسي او مخ ې شاور ته کړي- چې صابن ې د سترګو نه لاړشي نو ګاونډي ې شاور بند کړيدے ورته په یوه سترګه ګوريچې څنګه هغه شاور بند کړي دے خپل تندي ته ټس راخلاص کړي او په خپله مخصوصه لهجه کښې اووائي او هوهوهوهو

دریم منظر-

مسټر بین خپل فلیت د جدیدې اسلحې او د هر قسم تماچونه ډک کړے وي او د ښار ورانکاري زلمي ورته راځي چاله ټوپک او چاله تماجه ورکوي او ورته وائي ځۍ ځان له ګټۍ- په ښار کښې د ټوپک مارو او د اسلحه بردارو راج شي- په ګلیو- چوکونو او لارو کښې خلق لوټل کیږي- د خلقو کورونه او فلیټونه هم غیر محفوظ شيیوه ورځ دوه زلمي ټوپک او تماچه په لاس د مسټر بین فلیت ته راننوځي- دے وورته دواړه لاسونه اوچت کړي او ورته وائي زه خو تش لاس یم تاسو د پاره هېڅ ټوپک او تماچه نه لرم چې درې کړم- هغوئي ورته وائي مونږ ته د ټوپک او تماچې ضروروت نیشته مونږ ته نغدې پکاردي نغدې- بېروزګاري زیاته شوي ده- ستا جېبونه ډک دي او زمونږ خالي دي او دده د جیبونوه نه خپل خپل جېبونه ډک کړي او لاړ شي- د ټوپک مارو د وتلو نه پس دده ګاونډي ده ته په دروازه کښې سر راورېت کړي او خله ورته جوړه راجوړه کړي لکه چې ورته وائي اوس ئې خوند اوکړودے ورته په یوه سترګه ګوري او چې څنګه هغه دده د فلیټ دروازه په زوره بنده کړي نو دے د ځان سره په خپله مخصوصه لهجه کښې اووائياو هوهوهوهو

څلورم منظر-

مسټر بین د شیشی په فلیټ کښې ناست دے- چار چاپېره ټولې شیشې دي- بلکې دا به اووایو چې شیش محل دے-ولې لاس کښې ې بلوري راغستي او د ګاونډ د فلیټونو په روشندانونو ې د هغوئۍ کره وولي- شورو شورو کښې خو د ګاونډ خلقو د خپلو ماشومانو د لوبو سامان ګڼلو- خو چې دا خبره هر ورځ شوه بلکې هر ساعت شوه او د روشندانونو نه خبره د فلیټ تر دروازو او کهړکهیانو اورسېده نو ټول ورپسې رااووت او دده په شیش محلي فلیټ ې یرغل اوکړو- ټولې شیشې ې ورته چوري چوري کړې او دے ې سخت ټپي کړو عن تر دې چې دے د شیشو په مینځ کښې پښې ابلې پښې ولاړ وو او د راتلو لار ې نه موندله- دې دوران کښې هغه کس چې ده له ې په یو مخصوص ډریس کشې بلوري راوړي وو ده ته ې د فلیټ د ګیت نه لوئې لوئې بوټان وراوغورزول- مسټر بین دغه غټ غت بوټان په پښو کړل او په شیشو راتېر شو او خپلې کمرې ته ې چې د فلیټ د دروازې نه اوکتل نو د شیشو ډېران ورته ښکاره شو- بهر ې ګاونډیان ولاړ وو ده ورته په یوه سترګه او کتل او په منډه په سېړو کوز شو او د ځان سره ئې په مخصوصه لهجه کښې اووئې او هوهوهوهو -

21.10.2023

-
بېرته شاته