(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خدایي خدمتګارو غورځنګ

[10.Nov.2023 - 11:02]

دخدایی خدمتګارو غورځنګ( تحریک)

لیک : ډاکتر لطیف یاد

دا په پښتونخوا کې دهغه غورځنګ( تحریک ) نوم دی چې دفخر افغان ( خان عبدالغفارخان) له خوا یې بنسټ ایښودل شوی دی . تر هغه دمخه باچاخان دانجمن اصلاح افاغنه په نامه په ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې یو انجمن یا ټولنه جوړه کړې وه ، څو وکولای شي دپښتنو تر مینځ تربګنۍ ،دښمنۍ او نورې ټولنیزې ناخوالې حل کړي اودغه انجمن یاټولنې د نارینه وو او ښځواو دپښتنو ماشومانو لپاره په تعلیم ټینګار کاوه څو پښتانه دعلم په وړانګو منورشي. تر هغه وروسته باچا خان دافغان جرګې په نامه یوه ټولنه جوړه کړه څو په پښتنو کې یووالی رامینځ ته کړي ، خوپه دغه ترڅ کې انګریزانو څو څو خلې باچاخان ونیوه او جیل ته یې واچاوه

تر هغه وروسته باچاخان دانګریزانو نه دپښتنو دآزادۍ او ددوی دملي یووالي لپاره د۱۹۲۹ زیږدیز کال دنوامبر په میاشت کې دخدایی خدمتګارو دغورځنګ ( تحریک ) بنسټ کیښود . د خدایی خدمتګار تحريک يو مذهبي، سياسي او اخلاقي تحريک و او بنسټیزه موخه یې د بني نوع انسان خدمت و. دغه غورځنګ ته به یې دسرخ پوشانو غورځنګ هم وایه، خکه ددغه غورځنګ غړو به سرې جامې اغو ستلې اوسرې جنډې به یې درلودلې . ویل کیږي چې ددغه غو رځنګ دغړو شمیر تر سلوزرو تنو هم زیات وو چې ښځو او نارینه وو یې غړیتوب درلود او ددغه غورځنګ د عدم تشدد دفلسفې پر بنسټ ولاړو.دعدم تشد د دفلسفې لارویان دجنک جګړو نه کرکه لري او دسوله ایزې لارې پر مبارزې ټینګار کوي .. خدایی خدمتګار تحریک دپښتون په نامه یوه مجله هم درلودله چې دخدایی خدمتګارو دتحریک مرامونه او غوښتنې به پکې خپریدلې .

باچاخان به ویل چې عدم تشدد زما نظريه نه ده بلکې دا زما عقيده ده او عقيده هيڅ بدلون نه لري، تشدد په انسان كې وهم او وېره پيدا کوي او وهم او وېره انسان کمزوری کوي. باطني کمزوري د انسان جرات او زړ ور تيا ختموي. په دې لاره کې تښتېدل شته او ماتې شته. په عدم تشدد كې خوف، ويره، کمزوري اوماتې نشته. حق پالنه ، رښتيا، صبر او زغم انسان ته يو باطني قوت بخښي. له همدې وجې ده په شخصيت او کردار كې پیاوړتیا پيدا شي. او د عدم تشدد لويه ګټه داوي د هغه سړي خپل ځان، کور، قبيله او ګوند له بدو نه په امان ساتي. باچاخان وایی زما تجربه ده چې کوم سړی په عدم تشدد عقيده لري هغه ډېر زړور وي. او و هغه ته ماتې ورکول ډېر ګران وي. هغه مخ په وړاندې فکر کوي، برداشت،زغم او په امن اوسېدل د هغه د فطرت برخه جوړه شي. خدایی خدمتګار غورځنګ تحريک د کال ۱۹۳۰نه نيولې تر ۱۹۴۷ پورې د انګرېزانو په ضد ډېره منظمه مبارزه وکړه او غونډې او مظاهرې به یې کولې .

خدايي خدمتګار تحريک د غړيتوب دپاره دا لازمه وه چې هغه به په لاندې سوګند پورته کوي:

زه خپل نوم د خدايي خدمتګاري دپاره په ډېر صداقت او ايمانداري وړاندې کوم.

زه به خپل ځان او مال په ايماندارۍ سره د خپل قوم د خدمت او د وطن د آزادۍ لپاره قربانوم.

زه به په تنظيم كې داختلاف وړ بحثونه چې تحريک له نقصان رسوي او د کمزورۍ سبب یې کیږي نه ترسره کوم .

زه به د بل تنظيم غړیتوب نه کوم د خپلواکۍ په جنګ كې به نه معافي اخلم او نه به ضمانت کوم.

زه به د خپل مشر هر جایز حکم منم.

زه به تل د عدم تشدد په اصولونو باندې پیاوړی پاتې کیږم..

زه به د خدای ټول مخلوق خدمت په يو شان کوم، زماهدف به د وطن ازادي وي.

زه به تل ښه کارونه سرته رسوم .

زه به د خپل خدمت په بدل كې د يوه څيزتمه يا لالچ نه لرم.

زما ټوله مبارزه به د خدای د رضا لپاره وي او نمایش او ځان ښودنه به پکې نه وي .

داهغه وخت و چې انګریزانو دهند په نیمې وچې ( بر صغیر )باندې حکومت کاوه او پاکستان لا جوړ شوی هم نه و.انګریزان دفخر افغا ن ددغه غورځنګ او دپشتنو نه تل په ویره کې وو ،په تیره بیا چې دفخر افغان مشر ورور ډاکټر خان صیب چې کله په ۱۹۴۶ کال کې کومې ټاکنې او انتخابات وشول هغه په دې بریالی شو چې دصوبه سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا) دصوبې په اسمبلې کې دپنځوسونه درې دیرش کرسۍ تر لاسه کړې چې دا کار انګریزان نور هم په تشویش کې واچول .

کله چې په ۱۹۴۷ زیږدیز کال هند خپلوا ک شو او پاکستان او هند ددوه جلا هیوادونو په څیر رامینځ ته شول نو محمد علي جناح او مسلم لیګیان دپښتنو او خدایی خدمتګارانو پر خلاف وو او هغوی دانګریزانو په سلا او مشوره د۱۹۴۷ زیږدیز کال داګست دمیاشتې په ۲۲ نیټه په صوبه سرحد کې دډاکټر خان صیب قانونی حکومت ختم کړ او جناح دمسلم لیګ غړی قیوم خان چې دصوبه سرحد په اسمبلې کې دوی یوازې ۱۷ غړي درلودل ددغې صوبې وزیر اعلی وټاکه او په دې توګه دداکټر خان صیب قانوني حکومت له مینځه لاړ او یو غیر قانونی او یو غیر آئیني حکومت هلته جوړشو. کله چې دقیوم خان حکومت جوړشو نو هغه په ۱۹۴۸ زیږدیز کال داګست دمیاشتې په ۱۲ نیټه د چارسدې کې دبابړو په هغه جلسې ګولېوچلولې چې خدای خدمتګارانو جوړه کړې وه او دهغې په پابله کې تر پنځه سوه زیات خدای خدمتګاران ووژل شول او ډیر شمیر خدایی خد متګاران ژوبل شول. تر دې دمخه قیوم خان دخدایی خدمتګارو دتحریک مشران باچاخان . خان عبد الولی خان ، قاضي عطا ءالله خان ، ډاکتر خان او ددغه تحریک نور غړي په جیلونو کې اچولي وو او ډیر ظلمونه یې ورباندې کول چې بې شمیره خدایی خدمتګاران دقیوم خان له خوا دپاکستان دهریپور په جیل کې دو هلو ټکولو په نتیجه کې شهیدان شول .

په دې توګه پاکستاني ظالمو واکمنانو او مسلم لیګیانو دپښتنو روا او پر حقه مبارزه شنډه کړه او پښتانه یې دتل لپاره دخپلو روا حقوقو نه بې برخې وساتل او دخدایی خدمتګارو غورځنګ هم  ړنګ شو.

-
بېرته شاته