(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قیوم خان

[10.Nov.2023 - 11:05]

قیوم خان 

لیک: محفوظجان - انګلینډ

پۀ  مسلم لیګ کښې دَ شامیلیدلو نه مخکې قیوم خان کشمیرې پۀ کانګریس کښې وو ـ دَ پُښتنو پۀ حق کښې به یې لیکَنې کولې نظمونه به یې پرې لیکل او دا به یې ویل چې پُښتنو ته دې ځانله یو ازاد وطن پُښتونستان ورکړې شي ـ  پۀ خپل لیکلي شوي کتاب (ګولډ اینډ ګن) کښې یې دَ پُښتون قام  او  باچاخان بابا ډیر صِفتونه کړي وو ـ  دَ خدایی خدمتګارانو مدحې به یې ویلې او نظمونه به یې پرې لیکل پۀ دغه کتاب کښې یې دَ ډاکټر خان صیب  او باچاخان بابا  ډیره ستاینه کړې ده  ـ خو چې کله لوي هندوستان پۀ دوه برخو کښې  تقسیمِدو او پاکستان جوړیدونکې وو ـ نو قیوم خان پۀ مسلم لیګ کښې شامل شو او ورسره ورسره یې پۀ خپله نظریه کښې هم بدلون راوستو ـ پاکستان جوړ شو  پۀ صوبه سرحد ( خیبر پښتونخواه ) کښې دَ ډاکتر خان صیب ( خان عبد الجبار خان دَ باچاخان بابا مشر ورور  ) حکومت وو ـ نواب زاده لیاقت علی خان دَ پاکستان وزیر اعظم  او محمد علی جناح ګورنر جنرل وو دَ ډاکټر خان صیب خلاف یو سازش شروع وو آخر  سازشي عناصر پۀ خپل سازش کښې کامیاب شول  او دَ ګورنر جنرل جناح پۀ حُکم دَ ډاکټر خان صیب حکومت پۀ غیر آیئني طریقې سره ختم کړې شو  ډاکټر خان صیب یې دَ وزیر اعلی دَ چوکۍ نه لرې کړو ـ قیوم خان  وزیر اعلی شو ـ دَ هر څۀ نه یې وړاندې پۀ خپل لیکلي شوي کتاب پابندي ولګوله او دا یې اوویل کۀ دَ هر چا سره دا کتاب ښکاره شو نو  دَ سختو نه سخته سزا به ورکړې شي ـ  قیوم خان نۀ غوښتل چې دَ مسلم لیګ  او خدایی خدمتګارانو تر منځ دې  اړیکې ښې شي نو دَ پاکستان حکومت یې ولمسولو او کله چې فخرِ آفغان باچاخان بابا دَ شمالي اضلاوؤ دوره ختمه کړه او دَ جنوبي ضلعو دوره یې شروع کړه نو حکومت  باچاخان بابا او رهبرِ تحریک خان عبدالولی خان سره دَ نورو ډیرو خدایی خدمتګارانو  پۀ پنځلسم جون کال نولس سوه اتۀ څلویښتم( ۱۵/۰۶/۱۹۴۸) دَ کوهاټ پۀ ضلع کښې دَ بهادر خیل پۀ مقام ګرِفتار کړل او دَ کوهاټ ډيپټي کمیشنر ورته دَ صوبائي سیفټي ارډیننس دَ لاندې درې کاله با مُشقّته سزا واوروله ـ  دَ خدائي خدمتګارانو صوبائي جرګې دَ یو هنګامي اجلاس اِنعقاد اوکړو پۀ اجلاس کښې دا فیصله اوشوه چې مونږه به دَ خپلو مشرانو دَ راخلاصیدو دَ پاره پۀ بابړه کښې یو پُرامن اِحتجاج کوو ـ خدائي خدمتګارانو دَ خپلو مشرانو دَ نیول کیدو پۀ ضد دَ حکومت پۀ اِجازه  پۀدولسم دَ آګست کال نولس سوه اته څلویښتم(۱۲/۰۸/۱۹۴۸) پۀ بابړه کښې دَ سالار اعلیٰ آمین جان خان پۀ مشرۍ کښې  یو پُرامن احتجاج شروع کړو ـ پۀ زرګونو پُښتانۀ دَ صوابۍ ، نوښار ، پیښور ،مردان ،چارسدې او خواه او شا نه  ټاکلي شوي ځایې غازي ګُل بابا جماعت بابړې ته راروان وو ـ دَ قیوم خان کشمیري پولیسو او فوځیانو غازي ګُل بابا جماعت پۀ خپله قبضه کښې اخیستې وو دَ جماعت پۀ چهت  وسله لګیدَلې وه  ـ کوم خدائي خدمتګاران چې بابړې ته راروان وو  نو پولیسو او فوځیانو به ورسره  پۀ لارو کوڅو کښې ډیر ناروا ظلم او وهل ټکول کول ـ  او نۀ یې غوښتل چې دوي دې یو پُرامنه احتجاج اوکړي خو بیا هم دَ دومره ظلم  بربریت او وهلو ټکولو باوجود خدائي خدمتګاران دَ زرګونو پۀ شمیر خپل ټاکلي شوي مقام ته را اورسیدو  ـ دَ دفعه یو سل څلور څلویښت (۱۴۴دَ لاندې پۀ جلوس بندیز اولګیدو  ـ دَ اسلامی جمهوری پاکستان دَ اولنۍ جشنِ ازادۍ پۀ نمانځلو کښې لا دوه ورځې پاتې وې او دَ ملک پۀ نورو سیمو کښې دَ جشن ازادۍ دَ ورځې دَ نمانځلو دَ پاره پۀ زور او شور سره بندوبست روان وو ـ دَ خدائي خدمتګارانو جلوس  چې کله خپل ټاکلي شوي ځایې دَ بابړې غازی ګُل بابا جماعت ته راورسیدو ـ نو دَ قیوم خان پۀ حُکم دَ  پولیس آفسر  عالم خان پۀ جلوس دَ شوټ حُکم اوکړو  ـ پولیسو او فوځیانو پۀ جلوس دَ ډزو او دستي بمانو پیل اوکړه  ــ یاده دې وي چې دَ پولیسو او فوځیانو شمیر دَ خدائي خدمتګارانو نه زیات نۀ وو کۀ چرې خدائي ختمتګارانو  غوښتې نو مدافعت یې هُم کولې شو خو نا ؟  خدائي خدمتګارانو چې کوم دَ عدم تشَدّد لوظ دَ خپل مشر باچاخان بابا سره کړې وو هم دَ دغه لوظ پۀ سبب دَ خدائي خدمتګارانو لاسونه تړلي شوي وو ځانونه یې قربان کړل خو دَ باچا خان بابا سره یې دَ عدمِ تشدّد خپله وعده  ماته نۀ کړه ـ پۀ تودو ډزو کښې زنانه دَ خپلو کورونو نه  قرأن شریفونو پۀ سر  پۀ دې خاطر را اووتې چې دا خو کافران فرینګیان نۀ دي مسلمانان دي دَ الله تعالی دَ عظیم الشان کتاب خاطر به اوکړي  ـ خو ولې دغه دَ یزید لښکر دَ الله تعالی دَ عظیم کتاب هم څۀ خاطر ونۀ کړو دَ قران بې حرمتي یې هم اوکړه او دَ الله تعالی عظیم کتاب یې دَ شهیدانو پۀ وینو سور کړو ـ دَ قیامت او دَ محشر ورځ جوړه وه  هر خواه دَ بارودو بویي خور وو  بابړه دَ پُښتنو پۀ وینو سره شوه دَ پُښتنو دَ وینو وَلې روانې وې بهیدلې دَ مړو انبارونه لګیدلي وو ـ هر خوا  ته شور او غوغا جوړه وه دَ اِنسانیت سوز ظُلم جبر ، لاقانونیت ، وحشت ، دهشت ، بربریت ، فرعونیت او یزیدیت یوه اِنتها وه  ـ دَ غَیږو ماشومان زنانه سپین ږیري  او ډیر خدایی خدمتګاران دَ مرګ پۀ درانۀ خوب دَ همیشه دَ پاره اودۀ شول کم و زیات اتنیم سوه (۸۵۰پُښتانۀ شهیدان کړې شول  ـ  زیات وکم یولس نیم سوه(۱۱۵۰زخمیان کړې شول  پۀ یو ظلم دَ پاسه بل او دَ بل دَ پاسه بل  قیوم خان حُکم اوکړو چې پۀ هسپتالونو کښې به زخمیان نۀ اخلۍ دَ هسپتالونو دروازې یې پۀ پُښتنو زخمیانو بندې کړې ـ او دَ دغه ظلم دَ پاسه یې بیا بل حُکم اوکړو چې پۀ کومو ګولو چې خدائي خدمتګاران شهیدان کړې شوي دي دَ هَغه کارتوسو قیمت دې دَ شهیدانو دَ وارِثانو نه وا خیستلې شي دَ کومو شهیدانو وارثانو چې دَ جرمانې اداکولو وس نۀ لرلو نو دَ هغوی دَ کورونو سامانونه یې نیلام کړل دَ ډیرو خدائي خدمتګارانو کورونه یې لوټ هم کړل  کم و زیات دوه سوه (۲۰۰) شهیدان یې پۀ سیند لاهو کړل ـ کوم ځلمي چې پولیسو ژوندي ګرِفتار کړل نو بربنډ به یې کړل پۀ مخونو به یې ورته خَټې پورې کړې او پۀ دغه حالت کښې به یې هَر ځلمې پۀ خپل خپل کور وردننه کولو چې خپله مور خور یې پۀ دې حالت کښې اوویني .......

  

ګرانو قدرمنو پُښتنو زړۀ مې غوښتل چې دَ بابړې دَ دَغې تورې ورځې  تاریخ درسره دَ الف نه تر یې پورې شریک کړم خو بخنه غواړم دَ طبیعت دَ ناسازۍ پۀ سبب دَ بابړې دَ تاریخ داسې نور ډیر واقیعات او نورې  ډیرې حوالې پاتي شوې  ـ 

 

لاس پۀ دُعا یم  چې  الله ربُّ العِزت دې دَ بابړې دَ ټولو شهیدانو درجې اوچتې کړي ـ امین یا رب العالمین ـ  

الله تعالیٰ دې زمونږه دَ پُښتنو اِتفاق ، اِتحاد ، مینه محبت او ورورولي پۀ نصیب کړي  ـ آمین

الله تعالیٰ دې زمونږه دَ پُښتنو پۀ حال ورحمیږي ـ امین 

 

ټولو پُښتنو ته عرض لرم چې پۀ حیث دَ یو مسلمان او پۀ حیث دَ یو پُښتون پۀ دغه لعنتي قیومې کشمیري لــعــنـت او ملامت اوواییۍ  ـ 

 

 پۀ لکهونو او کروړونو وارې لعنت دې وي پۀ دغه یزیدي قیومي او دَ قیومي پۀ یزیدي لښکر

محفوظ جان - انګلینډ

-
بېرته شاته