(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حشمت شهیدی سره مرکه

[19.Dec.2023 - 07:07]

           زموږ اصلي موخه، د کریکټ په نړیوال سټېج کې دریدل دي (حشمت الله شهېدي

________________

 

ولي الله ملکزی (سکرمنټو/ کلیفورنیا)

د افغان کریکټ د ملي، سوبمن او ویاړمن ټیم کپتان، حشمت الله شهیدي له پاکستان څخه د تازه راغلو کډوالو د لومړنیو بشري مرستو د راټولو په خاطر کلیفورنیا ته راغلی دی. نوموړي تیره اونۍ د سټاکټن او لاس انجلس په لویو ښارونو او د اریزونا په ایالت کې د میشتو افغانانو سره ولیدل او په کافي اندازه مرستې یې را غونډې کړې

پرون ماښام د سکرمنټو په ښار کې نژدې پنځه سوه تنو افغانانو دا الهام بښونکې ځوان کپتان د ملي سرود په غږولو او د ګلانو په شیندلو سره بدرګه کړ. ګڼو مینه والو د پوډیم د پاسه د هرکلي ویناوې او د همکارۍ ژمنې وکړې او د یوې ګړۍ په ترڅ کې، ۱۶ زره ډالره بسپنه راټوله شوه. د غونډې په پای کې، ما د کلتوري ټولنې د اجرائیه بورډ د غړو په شتون کې د حشمت الله شهیدي سره د هغه د سفر د انګیزې، شخصي ژوند او د ټیم د راتلونکې اړوند یوه مرکه وکړه چې ستاسې خدمت ته یې وړاندې کوم.

امریکا ته پخپله راغلې یې، که چا رابللې یې؟

(زما سفر، زما د خپلې ارادې او تصمیم له مخې دې او کومه رسمي بڼه نه لري؛ البته په دې وروستیو کې هیواد ته د راستنو شوو کډوالو سره د مرستو د برابرولو او د هغوئ د پیغام د رسولو په خاطر راغلی یم. زه دلته د مسافرو هیوادوالو سره د لیدنو کتنو څخه ډیر خوښ، له پایلو څخه یې راضي او د خپلو وطندارانو په سترګو کې له وطن سره د مینې څرک وینم. د دوئ مینه او ملاتړ ما هڅوي چې لاډیر څه وکړم او د سپورتي فعالیتونو ترڅنګ د بشري مرستو په راغونډولو کې خپلې منډې ترړې لا ګړندۍ او پراخه کړم).

ژوند د هیلو یوه نه ختمیدونکې لړۍ او یو ستومانه سفر دی؛ د چا لپاره تلپاتې خوښي او د چا لپاره همیشنی غم وي. نو ته راته ووایه چې ستا د ژوند ترټولو نه هیریدونکې ښې شیبې او همدارنګه تر ټولو بده او ناخوالې پیښه کومه ده؟

(رښتیا هم چې ژوند د مجادلې او لوړو او ژورو دوهم نوم دی. زما په ژوند کې ترټولو بده او ناخوالې خاطره، زما د مور او پلار مړینه ده. بله بده خاطره مې د استرالیا په وړاندې، د ډیر فوق العاده پرفارمنس سره سره زموږ پاتې راتلل دي. البته زما د ژوند نه هیریدونکې او احساساتي شیبه د پاکستان د ځواکمن ټیم په وړاندې بریا او هغوئ ته د ماتې ورکول دي).

د لسګونو مشهورو سپورتي لوبو له منځ څخه دې ولې کریکټ غوره کړ او دې مقام ته څرنګه ورسیدلې؟

(زه ډیر کوچنې ووم چې زما مشرانو وروڼو او د کورنۍ دوستانو به لوبه کوله او زه به یې نندارې ته ناست ووم؛ سوکه سوکه مې تلوسه زیاتیدله او د یو بی تعبیره خوب په ډول مې دغه لوبه پیل کړه. هغه مهال هیڅ امکانات نه وو، په هیواد کې د کریکټ لپاره کوم رسمي ادرس او دفتر هم نه وو. خو زما شوق، له وطن سره بیدریغه مینه او د وطنوالو د خوشحالولو احساس ټول هغه لاملونه وو چې زه یې دې ډګر ته دننه کړم. د مقام په اړه به همدومره ووایم چې د الله تعالی توفیق، د کورنۍ تشویق، د روزونکو پالنه او زما بې حده زحمت نن زه دې ځای ته را رسولې یم. حقیقت خو دا دې چې ما خپل ځان او خپل وخت کریکټ ته وقف کړی او له دې لوبې سره زما مینه هیڅ حد او سرحد نه لري).

ځینې خلک انګیري چې ګوندې کریکټ د یو سمت او د یوې ژبې د خلکو لوبه ده؛ نو آیا خبره همداسې ده که فکر کوې دا د یوې کرکجنې کړۍ یوعیبجن تور دی؟

(بالکل، دا یو چورلټه تور او بې بسنټه بهتان دی. همدا اوس زموږ په ټیم کې د هیواد د شمال، جنوب، لویدیځ او ختیزو ولایتونو تکړه لوبغاړي حضور لري. بله دا چې د کریکټ بورډ په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دفترونه، ټیمونه او روزونکي لري. دلته د هر لوبغاړي چاڼ او غوراوې د هغه د وړتیا، سابقې، فعالیت او اهلیت له مخې ترسره کیږي. د ټیم د غړیتوب لپاره د هرچا د شالید له ارزولو وروسته، د منلو او ردولو پریکړه کیږي. زموږ ټیم په ټوله معنا یو ملي، هیواد شموله او بې پرې مسلکي ټیم دی).

له نن څخه پنځه کاله وروسته به د افغانستان د کریکټ ټیم د نړیوالو ټیمونو په کتار کې د زینې په کوم پاټکي او پَوړۍ ولاړ وي؟

(کوم فعالیت او وړتیا چې موږ د نړیوال کپ په دې سیالیو کې ښودلې، قوي لوبډلې مو ماتې کړې او حتی د هغو په وړاندې هم چې موږ یې مات کړي یو، تر آخري بال (پینډوس) پورې مو ورسره ډغره ووهله. نو د همدې ظرفیت له مخې، ویلای شم چې ان شاء الله پنځه کاله وروسته به موږ د دې جوګه یو چې فاینل یا سیمي فاینل پوزیشن ته ورسیږو. ولې باید په ډاګه کړم چې زموږ غټ او مهم هدف د کریکټ په نړیوال سټېج کې د افغانستان درول دي. اوس ټول دا مني چې په دې سیالیو کې موږ یو نوم او برم ترلاسه کړ او هرڅوک راباندې حساب کوي چې دا یو عادي او معمولي ټیم نه دی. زما پوره باور دې هره ډله چې په راتلونکې کې به له موږ سره مخ کیږي، نو حتما به دا اندیښنه ورسره مل وي چې دوئ له چا سره لوبیږي؟).

چشم بد دور، ته یو ۲۹ کلن ګلالی ځوان یې او د شهرت انګازې دې ډیر لیرې تللې دي. زموږ په ټولنېز عُرف کې چې یوه کورنۍ کوم منلې ځای او حیثیت ولري نو خلک ورسره د خپلوۍ او واده بهانې لټوي. نو آیا ته له داسې کوم حالت سره مخ شوې یې او د بل واده دا ګونګسې له کومه ځایه دي؟

(باید په خوښۍ سره ووایم چې ما نهه کاله وړاندې په تنکۍ ځوانۍ کې واده کړیدی؛ الحمد لله دوه زامن او یوه لور لرم او دا ګونګسې په کلکه ردوم چې ګوندې زه به بل واده وکړم. زه په خپل کورني ژوند راضي او بیخي قانع یم).

د یو بریالي او ویاړمند ځوان په صفت چې د کریکټ د نړۍ په مهمو لوبغاړو کې شمیرل کیږې، ته خپلو همزولو ځوانانو ته څه ویل غواړې؟

(ګوره؛ الله تعالی ټولو انسانانو ته راز راز وړتیاوې او صلاحیتونه ورکړیدي، دوئ باید هغه په کار واچوي او هیڅکله مایوسه او نهیلي نه شي. ژوند یوه جګړه ده او برې د هغه چا نصیب کیږي چې د مقابلې هنر زده کړي او د صبر لمن پرینږدي. زما یقین دی چې هر مزل یو منزل لري او د انسان ستر دښمن ډار او مایوسۍ ته تسلیمیدل دی. که ولیدل شي چې په یوې ټولنې کې یو تن ډیر کامیاب او ښه ځلیږي، نو باید ومنل شي چې دغه بریا به وړیا او میراثي نه وي، بلکې هغه یا هغې به ډیرې شپې رڼې کړې وي، خواري به یې کړي وي او دغه ځای ته به رسیدلي وي. په الله تعالی متوکل واوسي او پام چې حوصله ونه بایلي).

 

 

 

 

-
بېرته شاته