(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي سیال

[20.Dec.2023 - 14:54]

 پروفېسر طارق محمود دانش لیکي: غازي سيال د بنو د سيمي اخوندان منډان د يو داسي علمي او مذهبي کورنۍ سره تعلق لري چي په کښي پشت درپشت علم او فضل راروان دی . په دې کورنۍ کښي داسي بزرګان هم تېر شوي دي چي د وخت اوليا الله شمېرل شول نو په دا لحاظ د غازي سيال کورنۍ ته د ستانه دارۍ حېثيت هم حاصل دی ۔ 

د غازي سيال کورنی نوم محمد غازي شاه دی او په بره ذکر شوي کلي کښي په  ۱۵ اپريل ۱۹۳۳  کښي د مولوي عبدالغفورشاه کره زېږېدلی دی ، د دوئ والد بزرګوار هم  لوئ عالم دين ؤ ۔ د فقهې او نظم يو مشهور عالم ؤ ۔ نو غازي سيال هم خپل والد بزرګوار نه په خپل کور کښي د فقهې او د نظم زدکړه کړې ده ۔ د فقهې ابتدائي کتابونه لکه خلاصه ، منيه المصلي ، هدايه ، کنزالدقائق او شرح الوقايه وغېره او د فارسۍ کتابونه ، شېخ سعدي ، پنج  ګنج ، ګلستان او بوستان او د جامييوسف زلېخااو د نظامي تر سکندرنامه پوري د نظم تعليم ئې حاصل کړی دی ۔

که څه هم غازي سيال مزاجاً آزاد طبع واقع شوی ؤ او ګړده ورځ به ئې لينده په غاړه وه ، همځولي به ئې سکول ته روان وو او دۀ به د مرغانو ښکار کولو خو د مروجه تعليم ( انګرېزي تعليم ) نۀ حاصلولو اصل وجه د هغه وخت دا سندره وه :

 سبق د مدرسې وائي

لپاره د پيسې وائي

جنت کښي به ئې ځائ نۀ وي

دوزخ کښي به غوپې وهي

غازي سيال په خپله دا خبره کوي چي هغه وخت به انګرېزي تعليم ته کفر وئيلي شول او زموږ کورنۍ خو ديني او مذهبي کورنۍ وه ، هم دغه وجه وه چي زما پلار زما د سکول ټول کتابونه سوځولي وو چي زۀ په تا د کفر تعليم نۀ کوم ۔  خو د غازي سيال د مطالعې احساس هغه وخت راولړزېدو کله ئې چي والد بزرګوار وفات شو ، او د هغه متل په مصداق چي وينه خپل اصل ته رجوع کوي، غازي سيال هم د خپلي ويني اصل ته رجوع وکړه  او دومره ډېره مطالعه ئې وکړه چي د کومو خلګو به نصيب شوې وي ۔ د پښتو ، اردو ، فارسي او د عربي ادب ئې په زړۀ پوري مطالعه وکړه ۔ د ادب او ثقافت د هر يو صنف نه ئې ځان خبر کړو  او په هر صنف کښي ئې ښې په زړۀ پوري ليکني وکړې او ځان ئې د سيالو سره سيال کړو.

چا چي د غازي سيال تېر ژوند ليدلی وي او د هغه اوس ژوند ته هم ګوري نو هغه به دا فکر کوي چي دۀ خو ټول عمر په لا ابالي کښي تېر کړی دی دا په غازي سيال څۀ شوي دي ؟ او چا چي د دوئ تېر ژوند نۀ وي ليدلی هغه به دا فکر کوي چي غازي سيال په ژوند کښي د ليک لوست نه بغېر بل څۀ کړي نۀ دي.

غازي سيال سره د دې چي نوابزاده نۀ دی خوعمر ئې لکه د نوابانو تېر کړی دی ۔ په وړوکوالي کښي ډېر شرير ؤ نو ځکه ئې وهل ټکول هم ډېر خوړلي دي ۔ خو چي کله به پلار په شرارت پوري وهلو نو مور به ترېنه بچ کولو، هغې به ورته وئيل چي نادان دی نۀ پوهېږي. په مور بې کچه ګران ؤ . دا نۀ چي ګني نور وروڼه ئې نۀ ؤ، دوه وروڼه ئې نور هم وو ارواښاد لطيف زمان نوميال او مصطفی نور، خو د مور ئې د غازي سيال واړۀ واړۀ شرارتونه بې کچه خوښ ؤ.

 غازي سيال چي لا ادبي دنيا ته نۀ ؤ راغلی هغه وخت به ئې د ځان سره ګډه وډه شاعري کوله ، د دۀ يوه سندره اوس هم د دۀ په کورنۍ کښي کله کله  وئيلی شي چي خپل کشر ورور ته به  ئې وئيله ۔ د سندري پس منظر داسي دی چي په اوږه به ئې اخستی ؤ او دا سندره به ئې وئيله. :

تۀ مصطفٰی نور

زۀ دي توموټر

تئيک اربوندي کښېني داسي ورۀ دي جوز

خوړلي دي دي پئيوز

او يا دا سندره :

دعو سلوم مي ويرکه ميراجاني او مېبلي ته

ميژه دريمي کلي ته

دا قسم شاعري به ئې کوله ، د سيمي مجلسيان به ورته راتلل او غازي سيال به ورته سندري جوړولې او سندرغاړو به مېداني مجلسونو کښي وئيلې ، او روزي به ئې پرې ګټله .

هغه وخت راحت زاخېلي دشهبازاخبار ايډيټر ؤ  او د دۀ په ادارت لاندي يوه پاڼه د پښتو د پاره هم مختص شوې وه  او دغي پاڼي ته به شاعرانو غزلي ورلېږلې  او راحت زاخېلي به د اصلاح سره چاپ کولې او داسي غازي سيال هم ذکرشوي اخبار ته غزلي وراستولې، او چېرته يو نيم شعر به د چاپ قابل ؤ  او نور به ټول غزل ردي ټوکرۍ ته ورپرېوتو  او د غازي سيال به چي چېرته په ““ شهبازکښي چاپ غزل راغی ، نو غازي سيال به اخبار په يو بل پسې ګرځوو  او خوشحالېدو به چي د دۀ غزل په اخبار کښي چاپ شوی دی.

هغه وخت يوه ادبي رسالهجمهوريتد پېښور نه خانمير هلالي چاپ کولهايډيټر ئې همېش خليل ؤ ۔ غازي سيال يو نظم دپښتون يمتر عنوان لاندي  د چاپ د پاره وراستولی ؤ  او بيا د همېش خليل دپښتون يمهغه نظم د رسالې په ټائيټل باندي په غټو حرفونو کښي چاپ کړو او رساله ئې غازي سيال ته راواستوله. د رسالې سره ئې يوه تعريفي د کاغذ ټوټه هم شامله کړې وه چي د غازي سيال ډېره ډاډګيرنه په کښي شوې وه  او اوس غازي سيال په باقاعده توګهجمهوريتته هم ليکل شروع کړل  او د غازي سيال ډېره ډاډګيرنه کېده  او داسي ئې بياپه نورو رسالو کښي هم نظمونه او غزلي چاپ کېدلې او دا کرېډټ همېش خليل ته رسي،  ولي د غازي سيال شاعرۍ هغه وخت ادبي رنګ واخستو کله چي په ۱۹۵۶ کښي طاهر کلاچوي د بنو په هاکي سټيډيم کښي يوه درنه مشاعره جوړه کړې وه  او  په دغه مشاعره کښي غازي سيال هم د يو سامع په حېث شريک ؤ ۔ خدائ خبر چي د دوئ نوم چا او څنګه ور رسولی ؤ خو چي سټېج نه ئې نوم واخستی شو نو دا وخت په غازي سيال ترنده پرېوته او لکه د زلزلې په رپا ؤ ، هغه په اول ځل سټېج ته روان ؤ ، په نيولي زړۀ سټېج ته ورسېدو او په داسي حالت کښي ئې دا غزل په ترنم کښي شروع کړو :

  خلق ما لېونی بولي ماته ټول عالم جاهل دی

زما د عشق په افسانه کښي نوم د يار مي هم شامل دی

خدائ خبر چي دا د غازي سيال د آواز جادو ؤ که غزل ښکلی ؤ، خو په هر شعر به واه واه ، بيا ووايه ، ډېر ښه ۔۔۔ د هر طرف نه آوازونه راتلل ، او بيا څو پوري چي غازي سيال ناست نۀ ؤ لاسونه پړکېدل ، او د غازي سيال د ډېري خوشحالۍ نه ساه نۀ سمېده

 هر کله چي مشاعره ختمه شوه طاهر کلاچوي غازي سيال ځان ته راوغوښتو  او د دۀ په سر ئې لاس ونيول  او خپلي غېږي ته ئې ورجوخت کړلو  او بيا روغ لېوني او طاهر کلاچوي په شريکه محمد غازي شاه ته تخلصسيالخوښ کړو  چي اوس غازي هم دی او سيال هم ، يعني غازي سيال ۔ دا هم ياد لرل پکار دي چي هغه ورځو کښي روغ لېونی د بنو په کالج کښي لائبرېرئين ؤ چي بيا ئې د غازي سيال سره کلکه دوستي  ونيوه.

په هغه ورځو کښي طاهر کلاچوي نوی نوی دادبي ټولنه بنوبنياد ايښی ؤ  او غازي سيال هم د طاهر کلاچوي په ايما په ادبي ټولنه بنو کښي شموليت اختيار کړی ؤ. په ټولنه کښي مياشت په مياشت طرحي مشاعرې کېدلې.

په ۱۹۶۱ کښي عبدالرحيم مجذوب دتنقيدي ټولنه بنوبنياد کېښودو ، دې دپاره چي د بنو ادب نور هم ترقي وکړي ، يوازي د مشاعرو نه څۀ نۀ جوړېږي ۔ په تنقيدي ټولنه کښي غازي سيال ، سيد امير سرحدي ، سعدالله جان برق ، لقمان طارق ، عبدالحميد کامل ، او سابقه قرېشي چي پوره نوم ئې ابوالحسن ؤ، او نور بنيادي غړي و ټاکل شول ،او بيا دغه ټولنه دومره کاميابه شوله چي ورته د کوهاټ نه ايوب صابر ، نواب زاده صبح صادق خان ، اکمل اسدآبادي او فضل دين خټک به د ټولني په پروګرامونو کښي شرکت کولو، داسي څو څو ځله قلندر مومند ، لطيف وهمي او حمزه شينواري هم په ذکرشوي  ټولنه کښي شرکت کړی دی  او داسي د کوټي نه ربنواز مائل ، عبدالکريم بريالي هم شرکتونه کړي دي

په داتنقيدي ټولنهکښي د ادب په هر صنف به بحث مباحثه کېده ۔ صرف شعراوشاعرۍ پوري نۀ وه محدوده

غازي سيال د رحمان بابا په يوه کليزه مشاعره کښي يو غزل په ترنم سره وئيلی ؤ چي د غازي سيال د شهرت سبب  وګرځېدو ۔ شايد د ترنم ژور اثر ؤ چي په رشيدعلي دهقان ئې اثر کړی ؤ او غازي سيال ته ئې په ريډيو کښي د يو پروګرام د پاره بلنه ورکړه  او دغسي غازي سيال ريډيو او ټي وي ته هم ورسېدو او دغسي د غازي سيال د فن پزيرائي کېده.

د غازي سيال شاعري ځکه هم په عوامو کښي مقبوله او معروفه ده چي  په کښي خالص کلي وال رنګ وي او شاعري چي څومره ساده وي دومره زر زړۀ ته پرېوزي ۔ د غازي سيال شاعري د ګلناربېګم هم ځکه خوښه وه چي شاعري ئې ساده او سوچه وه ، ګلناربېګم به چي د کومي نه چرته سندره راپېدا کړه ، نو په سندره به ئې اول مشوره د غازي سيال سره کوله، ډېري سندري داسي دي چي د سر ټکي غازي سيال ليکلي دي او مصرعې ګلناربېګم ورته تړلي دي  او ډېري سندري داسي دي چي د سر ټکي ګلناربېګم راوړي دي او مصرعې ورته غازي سيال موزوني کړي دي ۔ په ګلناربېګم هم دا ټينګار رشيدعلي دهقان کولو چي تۀ د خپلي سيمي څومره سندري راوړلی شې راوړه ئې، زۀ به ئې ريکارډ کوم ، خو غزل نۀ منم. نو ځکه به ګلناربېګم هم چي د چېرته نه سندره راوړه غازي سيال ته به ئې ضرور ښودله ، او بحث مباحثه به ئې ورسره کول. غازي سيال به د سندري ټکي برابرول ، او د ګلناربېګم خاوند به ورته مسکی مسکی کېدو

سيال د ادب په هر صنف کښي سيالي کړې ده ۔  او ځان ئې سيال ثابت کړی دی ۔ غازي ، سيال دی او سيال چي سيالي ونۀ کړي نو بيا خو سيال سيال پاتي نۀ شو ۔

زما خيال دا دی چي د موصوف سندري د هغۀ د غزل نه خلګ زياتي خوښوي ۔ د غازي سيال په غزل کښي هم د سندري رنګ غالب ښکاري، نو ځکه ورته اکثر پوهان د سندري بابا وائيغازي سيال که غزل ليکي خو زما په خيال د خُلې د خوند بدلولو لپاره ئې ليکي

 موصوف  د پښتو شاعر دی  او سندره ئې د خوښي صنف دی او سندره د پښتو د موسيقۍ بنياد دی او چي کله دا بنياد مضبوط وي نو پښتني تهذيب ، پښتني روايات ، پښتون کلتور او پښتون دود دستور به هم ژوندی وي. سندره زموږ خپل شی دی. زموږ د هري جذبې د اظهار مؤثره ذريعه ده. زموږ د هري جذبې اظهار په سندره کښي کېږيسندره د پښتون د مزاج مطابق ده. سندره د پښتون د پېدائښت سره سمه راغلې ده . داسي سمه چي يا خو ژوند د سندري سره سم روان دی او يا سندره د ژوند سره سمه روانه  ده.

غازي سيال د موسيقۍ سره د وړوکوالي نه د جنون ترحده مينه لرله او لري ئې او د دغه جنوني ميني د لاسه ئې ډېر وهل ټکول خوړلي دي. ډېري زياړي او پېغورونه ئې  زغملي دي، خو دموسيقۍ دغي جنوني ميني د غازي سيال په شوق کښي هېڅ کمی  ونۀ کړو.

هغه وخت چي د موسيقۍ د اورولو بله هيڅ ذريعه نۀ وه ، بغېر د مېداني مجلسونو نه او يا د ګراموفون باجو نه يا خو به چېرته د چا په ښادۍ کښي مجلس جوړ شوی ؤ  او خلګو به د موسيقۍ نه خوند اخستو، او يا به چېرته د چا ملک په حجره کښي ګراموفون باجه غږېده او ياران به ورته ناست وو د موسيقۍ نه به ئې خوند اخستو.

 غازي سيال به هم چي چېرته په کليو کښي مجلس جوړ شو نو د موسيقۍ نه د خوند اخستو دپاره به ضرور تللو. د ماسخوتن نمونځ به ئې د خپل بابا سره په جمع وکړو، په بابا به ئې ځان  وليدو  او بيا به پټ په پټه د شپې هغه کلي ته لاړو چېرته به چي مجلس ؤ. شپه به ئې په مجلس کښي تېره کړه  او سهار به ئې چي بابا د نمانځۀ تياري کوله غازي به په کټ کښي موجود پروت ؤ او کله به چي څوک ورباندي خبر شول چي مجلس ته تلی دی نو وهل ټکول به ئې يقيني ؤ. يوه ورځ په ګاونډي کلي کښي ګراموفون باجه غږېدله او دی ورته ناست ؤ چي ناڅاپه ئې ترۀ حجرې ته راننوتو ، ترۀ ئې وليدو او پوئ شو چي اوس به څۀ کېږي او بيا هغه څه وشول کوم چي د غازي سيال زړۀ ته راغلي وو. ترۀ ئې راغی او غازي سيال ئې له غوږونو ونيوو او کور ته ئې په وهلو وهلو ورسوو، او په کور کښي ئې ښه ودربولو  چي په وهلو ورباندي ستړي شول نو يو خوړونکی نظر ئې ورباندي تېر کړو او ورته ئې  ووئيل چي زۀ د تانهډمنۀ جوړوم

غازي سيال چي آزاد طبع انسان ؤ، په ځان ئې هېڅ نۀ منله چي څۀ به زړۀ ورته وئيل ، هغه به ئې کولزموږ د بنو په چهاوڼۍ کښي د سېر او تفريح د پاره د روزګارډن په نوم  يو پارک  جوړ شوی ؤ، چي هر قسم  ښکلي ښکلي موسمي ګلونه په کښي کرلي شوي ووسرۀ ، سپين او د زېړ رنګ ګلونه به په کښي هر وخت موجود وو. دې نه علاوه ځائ په ځائ د سروو  وني هسکي ولاړي وې. د ونو لاندي بېنچونه لګېدلي وو چي ملګري کسان به په دا بېنچونو ناست وو۔ ځائ په ځائ فوارې هم لګېدلي وې  چي د مازديګري په ښائست کښي به ئې نور هم اضافه کوله. په دا پارک کښي يو کېنټين ؤ چي په کښي د ګراموفون يو سېټ هم لګېدلی ؤ، د موسيقۍ شوقيان به راتلل او د فلمي سندرو فرمائشونه به کېدل او شوقيانو به چائ هم څښلې او خپل فرمائشي ريکارډونه به ئې هم اورول او ترماښامه به پارک ګرم ؤ. غازي سيال هم چي د يو آزاد طبيعت څښتن ؤ هر مازديګر به دغه پارک ته راتللو يوه پياله چائ به ئې  وڅښله او ماښام تيارۀ به واپس کور ته تللو. هغه وخت په يوه آنه د چائ پياله خرڅېده، شپږ آنې د سينما تهرډ کلاس ټکټ ؤ، دوولس آنې د سيکنډ کلاس او په سوا روپۍ د فرسټ کلاس ټکټ ؤ.

غازي سيال هم د موسيقۍ نه د خوند اخستو دپاره فلم په شپږ آنې کتلو ، ذهن ئې دومره تېز ؤ چي د فلم نه به راوتلو نو د فلم ټولي سندري او ډائيلاګ به ورته ياد وو. د غازي سيال په فلمي انډيا سندرغاړو کښي د ثريا آواز ډېر خوښ دی او په نرانو سندرغاړو کښي د طلعت محمود آواز ډېر خوښوي ، په موسيقارانو کښي د نوشاد او د شنکرجی کشن موسيقي ډېره خوښوي او په فلمي نغمه نګارانو کښي ئې شکيل بدايوني او ساحرلدهيانوي د خوښي شاعران دي

د غازي سيال د خُلې خبره ده چي اول اول فلم ئېقسمتکتلی ؤ. د دغي سندري په وجه چي په دۀ  ډېره خوږه لګېدلې وه، د سندري د سر ټکي داسي دي :

  دھیرے دھیرے جا میرا بلبل سورہا ہے    شور و غل نہ مچا دھیرے دھیرے جا

دا سندره په ممتاز شانتي او اشوک کمار پکچرائيز شوې وه.

بل يو فلمرتنچي ټولي سندري ئې مشهوري دي، د موسيقۍ په لحاظ يو کامياب ترين فلم ؤ. د غازي سيال دا سندره ډېره خوښه وه چي په سورن لتا پکچرائيز وه، د آواز خواږه زهرا بهائي ورکړي وو او موسيقي ورته نوشاد ترتيب کړې وه، د سندري د سر ټکي داسي وو :

  انکھیاں  ملا کے جیا بھر ما کے چلے نہیں جانا او چلے نہیں جانا

په ۱۹۴۱ کښي بل يو د برصغير پاک و هند فلمخاندانکښي نورجهان سندري وئيلي وې ، چي دا د نورجهان اولنی فلم ؤ. د اداکار پران سره په کښي هيروئن راغلې وه. د فلم خاندان موسيقي د برصغير پاک و هند ستر موسيقار غلام حېدر تړلې وه. بول ئې څه داسي وو :

 پنچھی اُڑجا پنچھی کالے کالے آنکھوں والے        بھولے بھالے صورت والے متوالے پنچھی

په ۱۹۴۲ کښي د ثريا د آواز چرچې خورې شوې او په فلمشارداکښي د اداکاري مهتاب د پاره پس پرده سندري  ووئيلې چي د شهرت په بام  وختلې، د ثريا جمال دا ابتدائي سندري وې خو چي کله د اداکار شيام سره په فلمدل لګيکښي د هيروئن په توګه راغله او په فلم کښي وئيلي شوي سندري په ثريا جمال پکچرائيز شوې، نو د فن په بلندۍ  وخاته، د ثريا په آواز کښي دا سندره د موصوف ډېره خوښه ده، د سر ټکي ئې داسي دي :

  دنیا کیا جانے میرا فسانہ         کیو گائے دل الفت کا  ترانہ

د فلمدل لګيسندري شکيل بديواني ليکلي دي او موسيقي ورته نوشاد ترتيب کړې ده.

او اوس د غازي سيال سره د انډيا د زړو فلمونو پوره ريکارډ پروت دی. اول به ئې چي د نورو فلمونو سندري په خپل آواز کښي ګڼولې او خوند به ئې ترېنه وايستو، اوس داسي وخت هم راغی چي خپله د غازي سيال سندري په پښتو فلمونوکښي پکچرائيز کېدل شروع شول.

د غازي سيال فلمي دنيا ته تلل محض يو اتفاق ؤ. اتفاق داسي چي يو ورځ په قصه خوانۍ بازار کښي روان ؤ چي د مخالف طرف نه د غازي سيال يو اداکار ملګری شيراز او يو فلمساز عبدالعلي خان ورسره ملاؤ شول . د روغ جوړ نه پس شيراز غازي سيال ته  ووې چي عبدالعلي خان يو فلم جوړوي او د فلم نوم دیپېغله ”. په فلم کښي موږ تودې سندري شاملول غواړو. نوري سندري مراد شينواري ، ډاکټر اعظم او حمزه شينواري ليکلي دي  او دوې سندري موږ تاته پرېښي دي. غازي سيال ته ئې سيچوېشن  وښودو او سبا ته ئې سندري وليکلې چي د هدايت الله په آواز کښي ريکارډ شوېد سر ټکي ئې داسي وو :

  کاروان د ژوندانۀ به همېشه داسي روان وي

تر څو چي دا دنيا وي ترڅو چي دا انسان وي

او بله سندره چي د سر ټکي ئې داسي وو :

   تور  اوربل دي خور دی جينۍ تور

نن د هري پېغلي په زړۀ بل د ميني اور دی

تور اوربل دي تور دی

پېغلهفلم چي پردې ته  ورسېده، ډېر بدرنګ  فلاپ شو خو د پېغله فلم سندري مقبولي او مشهوري شولې چي تر دې دمه ئې مقبوليت او شهرت کم شوی نۀ دی، خو پېغله په پېغلتوب کښي زواني مرګه شوه

د  “ پېغلهفلم نه پس په غازي سيال د فلمي دنيا دروازې خلاصي شوې او ډېرو فلمونو دپاره ئې سندري او مکالمې  وليکلې.

د غازي سيال  د ريډيائي سندرو فهرست هم ډېر  وږد دی، خو ماته ئې چي کومي سندري يادي دي او مشهوري دي،  دسر ټکي ئې ترتيب وار داسي دي.

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  د چا ښې ورځي کړي بدي د چا بد وختونه ښه کړي.

         ګلنار بېګم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ راشه جانانه ورځ د ديدن دی ، سبا به نۀ وي ديدنونه.

           ګلنار بېګم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  خوا کښي ئې شنۀ فصلونه زانګي ما ليدلی دی، دغه زما د اشنا کلی دی ۔   ګلنار بېګم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔  ناسته به تر عمره يمه ستا په نوم ـ ګلنار بېګم                                                                    

۔۔۔۔۔۔۔۔۔  نری باران دی پاس په لوړ ئې وروينه ، ژورې کرمې ته نصيب راوړې يمه ۔ ګلنار بېګم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  زۀ د دنګو غرونو د سرونو سېلنۍ يمه ۔  ګلنار بېګم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  زۀ غرۀ ايزه پېغله په ساده حسن حسينه يم. ګلنار بېګم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  د ستا غمونه سلامت اوسه مئينه ۔  ګلنار بېګم        

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  زۀ د وطن پېغله په وطن کومه مينه ۔  ګلنار بېګم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  د غرۀ لمنه کښي شپونکيه شپېلۍ غږوه ۔ کشور سلطان                                                               

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  ارمانونه چي لوګي شول زما زړۀ کښي ۔  کشور سلطان                                                            

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  خماري سترګي به په ناز درواړومه ۔    فرزانه                                                                             

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  چي نظر نظر چمن دی  ۔   ماه جبين

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  ګلونه په چمن کښي غوړېدلي په هر خوا دي ۔ ماه جبين

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  لېونۍ ، لېونی کېږم ۔ فضا فياض                                                                                                      

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ مسته لېلیٰ چي ورته مسته مسته کېږي ، باران دي راورېږي. فضا فياض                                

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ خفا ګل ، خفا کلۍ ده  ۔     انور خيال                                                                                                   

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  زړۀ مي راته وائي چي د زړۀ خبره ووايم ۔ ( برغيزه

              انور خيال او فرزانه 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  راځه بېله دنيا د پاکي ميني کړو ودانه ۔ ( برغيزه )

              ګلرېز تبسم او فرزانه

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  دا ځلي که خېر وي ، دا ځلي چي راشم  ۔ ( برغيزه )  

             ګلرېز تبسم او فرزانه

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  وشوه په ککو کښي د کاتۀ قصه ۔ ( برغيزه )  

             هدايت الله او معشوق سلطان 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  دا ښکلي نظارې ښکلي وختونه ياد لره ۔ ( برغيزه )  

              راحت شاه  او نوتيا خان 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  بادونه لګي سپين سالو زما په سر دی ۔ ( برغيزه ) فرزانه ، حسن زري او نوري

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  تور مي بنګړي ، سرۀ لوپټه ، شين می منګی دی.

               معشوق سلطان

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  چي په سينه دي ځنګوم په مينه مينه وه د غاړي لونګينه ۔ شکيله ناز 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  ښکلی وطن مي په ښائست کښي بې مثال که ۔ 

             رابعه تبسم 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  ژوند په ګډا شي ، په هر پېر خوري غورځنګونه ، د چا يادونه چي راياد شي ۔          بلاورجان

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  شړنګ دی د پنزېبو ، وۍ وۍ مازديګری دی ۔ سردارعلي بنوڅی

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  زما په سترګو کښي دا څۀ ګورې ؟   

              سردار علي بنوڅی

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  چي په سپينو لېچو تور بنګړي په شړنګ شي.

              سردارعلي بنوڅی

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  دا ښکلي کله د چا زړو ته ګوري ۔   هدايت الله 

او داسي نوري ډېري سندري چي ما نۀ دي اورېدلي ۔ د ريډيو نه علاوه د غازي سيال په ټېلي وژن هم ډېري سندري شوي دي چي ما به نۀ وي ليدلي ۔ 

غازي سيال اډيو کېسټي هم کړي دي ، چي د ځيني نومونه زما په ذهن کښي محفوظ دي ۔ لکه

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  “ نوي بنګړيعظيم خان ميوزک سنټر کړی دی ۔ د جهانزېب نوشهري په موسيقۍ کښي فرزانې د آواز خواږۀ ورکړي دي ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  “کوهستانمحمد ولي ميوزک سنټر کړی دی ۔ شېرافګن استاذ ورته موسيقي ترتيب کړې ده او فرزانې د آواز خواږۀ ورکړي دي ۔ 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  “ لېونیاوډين سنټر کړی دی ، مبارک علي ورته موسيقي کړې ده ۔ فضا فياض آواز ورکړی دی ۔ 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔بنو پروګرامرانو ميوزک سنټر کړی دی ۔ جلال سرحدي موسيقي ورته تړلې ده ، آواز د شکيله ناز دی ۔ 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔  نسيم بېګم ، کمال محسود او د زرڅانګې په آواز کښي ئې هم کېسټي کړي دي ۔

هغه فلمونه چي غازي سيال ورته سندري ليکلي دي او ماته ياد دي، نومونه ئې په دا ډول دي

( ۱) “ پېغله ” (۲ )“  زما غېرت

(۳ ) “  نوی طوفان ” (۴ ) “  اور او طوفان ” 

( ۵ ) “  د قيامت شپه ” (۶ ) “  مجرم

(۷ ) “  خطرناک مجرم ” ( ۸ ) “ وينه او مينه

(۹ ) “ د پښتون توره ” ( ۱۰)“ نر پښتون

(۱۱ ) “ آخر پښتون يم ” (۱۲ ) “ ګټه او بائلات

( ۱۳) “ باد شاه او شهنشاه” (۱۴ ) “ زما ضد

(۱۵ ) “ عياش ” (۱۶ ) “ د حق آواز

(۱۷ ) “ چرسي ” (۱۸ ) “ پاګل

(۱۹ ) “ آدم خور ” (۲۰ ) “سرۀ جوړه

(۲۱ ) “ ببرک ” (۲۲ ) “ سلطان ډاکو

(۲۳ ) “ ړومبی قدم ” (۲۴ ) “ معاشره

(۲۵ ) “ سرې سترګي ” (۲۶ ) “ قهر

(۲۷ ) “ حشر نشر ” (۲۸ ) “ اېټم بم

(۲۹ ) “ چارګل

د غازي سيال او د برصغير ستر سندرغاړي محمد رفيع د موسيقۍ سره د شوق خبره يوه ده ، محمدرفيع به هم چي کور ته څه سودا راوړله په لار کښي به خپلو همځولو را ايسار کړو او تر هغې به ئې نۀ پرېښودو ترڅو به ئې چي سندره نۀ وه وئيلې، هم دغسي د غازي سيال حال ؤ، چي ملګرو همځولو به را ايسار کړو او د سندرو فرمائشونه به ئې ترېنه کول چي د سندرو په وئيلو به پرې د کور د سودا وړلو ناوخته شو ، نو د کور سپکي سپوري به ئې ضرور برداشت کولې  او  دډمپه خطاب به نمانځلی کېدو، ولي چاهم په غازي سيال د ډېر ممانعت باوجود د موسيقۍ سره شوق پرې نۀ ښودو

غازي سيال چي د يو علمي او مذهبي خاندان سره ئې تعلق ؤ، د محمد رفيع هم د يو مذهبي خاندان سره تعلق ؤ، د محمد رفيع پلار هم يو پېش امام ؤ،  د لاهور په بهاټيه ګېټ محله چوپاله کښي په ۱۹۲۳ کښي پېدا شوی او لوئ شوی ؤ، د موسيقۍ سره ئې شوق ؤ، نعتونه به ئې وئيل او پټ په پټه ئې د چهوټي غلام علي خان شاګردي هم  کوله او د غاړي رياض به ئې هم په باقاعده توګه جاري ساتلو.

په لاهور کښي په يو تقريب کښي د موسيقۍ ستر سندرغاړی کے اېل سهګل رابللی شوی ؤ، څنګه چي کے اېل سهګل سټېج ته راوغوښتلی شو، دا وخت بجلي لاړه، خلګو شور جوړ کړو، په دا شور کښي يو د څوارلسو، پينځلسو کالو هلک سټېج ته راغی او په اوچت آواز ئې سندره شروع کړه او بيا ټول خلګ د آواز په طرف متوجه شول،  دا آواز د محمد رفيع ؤ، سهګل پاڅېدو او محمد رفيع ئې په غېږ کښي ونيوو او وئې وئيل چي دا هلک به يوه ورځ ستر سندرغاړی جوړېږي، او هم دغسي وشولمحمد رفيع د موسيقۍ دې جنوني ميني انډيا فلمونو ته  ورسوو او هلته د تنوير نقوي او فېروز نظامي سره ملاقاتي شو چي هغوئ بيا د فلمي موسيقارانو سره معارفي کړو او په خپل فلمجګنوکښي ئې د نورجهان سره په محمد رفيع سندري  ووئيلې.

  یہاں بدلہ وفا کا بے وفائی کے سوا کیا ہے

  محمد رفيع ۳۱ جولائي ۱۹۸۰ پوري په فلمي نړۍ راج وکړو، او د زړۀ د حرکت د بندېدو په وجه خپل خالق حقيقي ته ورسېدو

  یہ زندگی کے میلے دنیا میں کم نہ ہونگے، افسوس ہم نہ ہونگے

محمد رفيع اول اول په رفيع نوم يادېدو، خو د موسيقۍ په يو پروګرام کښي چي پنډت جواهر لال نهرو هم شريک ؤ او په دغه پروګرام کښي  رفيع د خپل فن مظاهره وکړه، کله چي پروګرام ختم شو، نو جواهر لال نهرو رفيع ځان ته راوغوښتو او ورته ئې  ووئيل چي :

ستا که څۀ مسئله وي ماته ئې  ووايه

رفيع ورته په جواب کښي  ووئيل :

پنڈت جی! میرے نام کے ساتھ  " محمدکا اضافہ کیا جائے، اور رفیع کے بجائے محمدرفیع لکھا، پڑھا اور پکارا جائے۔ اور یہی مکمل نام نشر کیا جائے۔

مانه د غازي سيال خبره په ځائ پاتي شوه او ما د محمد رفيع خبري راواخستې ، زما ځيني خبري به غير ضروري ښکاري خو ما ئې ضرورت ځکه محسوس کړو چي د غازي سيال او د محمد رفيع د موسيقۍ سره شوق يوشان والی لري.

د غازي سيال چي د موسيقۍ سره د لېونتوب تر حده شوق ؤ او دی ئې هم خو د موسيقۍ په شوق کښي ئې د مذهب دائره ماته کړې نۀ ده، بلکې د يو مذهبي پس منظر لرونکي په حېث ئې د مذهب د محدود تصور په ځائ د مذهب عالمګير او همه ګير تصور خوښ کړی دی او دا ځکه چي زموږ دين لکه د نورو اديانو محدوده رهنمائي نۀ کوي، بلکې د ژوند په هره شعبه کښي د انسان رهنمائي کوي او غازي سيال موسيقي د ژوند يوه شعبه ګڼي

محمد عثمان چي د يو مذهبي خاندان نه ئې تعلق ؤ او د موسيقۍ سره ئې شوق ؤ په موسيقۍ ئې يو غټ کتاب ليکلی دی  “ابجد موسيقي

بهاټ کنډي وشنو نارائن يو موسيقي دان ؤ، خو په خپله ئې سندره نۀ شوه غږولی، ډېر کتابونه ئې په موسيقۍ ليکلي دي.

د پښتو ستر موسيقار رفيق شنواري يو ساز هم نۀ شو غږولی خو د موسيقۍ د رموزو نه ښه خبر ؤ  هزار ها طرزونه ئې جوړ کړي دي.

داسي ګلنار بېګم چي يو ساز ئې هم نۀ شو غږولی  خو د آواز خواږۀ ئې په تمامه نړۍ وېشلي دي.

داسي غازي سيال چي د موسيقۍ يو ساز هم نۀ شي غږولی خو په موسيقي ئې دوه کتابونه ليکلي دي  ” هغه سندري چي فوک نۀ دياوانسان او موسيقي ”  ړومبی ياد شوی چاپ دی ولي روستو ذکر شوی لا ناچاپ پروت  دی.

لکه څۀ رنګ چي غازي سيال خپله وائي چي :

که زۀ چېرته د ديني او مذهبي کورنۍ نه نۀ وائ نو زۀ به نن يو لوئ موسيقار وائ

د موسيقۍ سره د جنوني ميني په ترنګ کښي د پنځوسو ، شپېتو کالو آګاهو د هندوستاني فلمونو او د هغو وختونو د موسيقارانو او فلمي سندرغاړو طرزونه اوس هم ورته هغه شان ياد ديلکه  دا نن  ، کانن بهائي ، بهائي امير کرناټکي ، زهره بهائي ، انباله والي ، ثمن کليان پور ، سدها ملهوترا ، راج کماري او ملکه ترنم نورجهان  وغيره او په مړو سندرغاړو کښيکے اېل سهګلاوجي اېم درانيوغيره.

د دوهم دور هيمنت کمار ، مهندر کپور ، مکېش ، طلعت محمود او محمد رفيع وغيره

په زناناؤ سندرغاړو کښي شمشاد بېګم ،ګيتادت ، ثريا جمال ،لتا منګېشکر او آشابهوسلے وغيره

غازي سيال ته د هغه وخت د فلمي شاعرانو او موسيقارانو  نومونه هم ياد دي. لکه تنوير نقوي ، نخشب ، حسرت جي پوري ، مجروح سلطان پوري، شکيل بديواني ، ساحرلدهيانوي ، کېفي عظمي او راجه  مهدي علي خان، راجندر کرشن ، شيلندر، آنند بخشي او بهرت وياس وغيره.

په موسيقارانو کښي غلام حېدر ، غلام محمد ، سردار ملک، نوشاد، اقبال قرېشي، سليم چوهدري، فيروز نظامي، خيام، روشن، چترګپت، حسن لال، بهګت رام، شنکرجي کشن، سي رام چندر، مدهن موهن، کهېم چندر پرکاش، لکشمي کانت پيارے لال، راهول ديو برمن، سچل دېو برمن، دتا رام، انيل بسواس او کليان جي آنند جي وغيره.

دا ټول د غازي سيال د موسيقۍ سره د ميني ثبوت دی

د غازي سيال د چاپ کتابونو نومونه څه په دې ډول دي :

۱۔  “ ژوند او ښکلا ”  ( نظمايوارډيافته  ، پاکستان رائيټرز ګلډ  ، د چاپ کال   ۱۹۷۸

۲۔بنزی ”  ( ناول ) بنو او پېښور يونيورسټي د اېم اې پښتو سلېبس کښي شامل ، د چاپ کال ۱۹۸۷

۳۔د آزادۍ سحر ” ( ملي نغمې

۴۔  “ پرخه په ګلونو ”  ( نظمد چاپ کال    ۱۹۹۱ 

۵۔  “ د سندري روح ”  ( تحقيق ) د ګلنار بېګم ژوند او فن ، ايوارډيافته ( اباسين آرټس کونسل پشاور) ، د چاپ کال  ۲۰۰۰

۶۔زما سندري ستا د پاره ”  ( سندري ) ، ايوارډيافته ( اباسين آرټس کونسل پشاور ) ، ( پاکستان رائيټرز ګلډ پشاور ) ، ( پاکستان اکادمي ادبيات اسلام آبادد چاپ کال    ۲۰۰۱ 

۷۔منګرۍ ” ( ناول ) ايوارډيافته خېبر پښتونخوا پشاور ، د چاپ کال ۲۰۰۵ 

۸۔  “ ښکلا د کائنات ”  ( نعتونه ) ايوارډ يافته ، ميلاد ايوارډ مذهبي امور اسلام آباد ، د چاپ کال  ۲۰۰۶

۹۔  “ رنګونه بهارونه  ” ( نظمد چاپ کال    ۲۰۰۷

۱۰۔  “سيوري ” ( افسانېد چاپ کال  ۲۰۰۸ 

۱۱۔نورحرا ”  ( نعتونهد چاپ کال   ۲۰۱۰

۱۲۔هغه سندري چي فوک نۀ دي ” ( تحقيق ) د چاپ کال  ۲۰۱۲

۱۳۔مکين د عرش او فرش ”  ( نعتونهد چاپ کال  ۲۰۱۲

۱۴۔کشماله ”  ( ناول ) ،  د چاپ کال  ۲۰۱۵

۱۵۔  “ حرفونه خبري کوي ”  ( نظم ) د چاپ کال  ۲۰۱۵

د غازي سيال د فن په اعتراف کښي ايوارډونه

۱۔ مقيد ادبي ايوارډ ( د سرو زرو تمغه۲۰۰۰

۲۔  صدارتي ايوارډ برائے حسن کارکردګي  ۲۰۰۵

۳۔ خېبر پښتونخوا ايوارډ  ۲۰۱۲

۴۔  او د بې شمېره علمي ، ادبي ، او ثقافتي ادارو نه شيلډز او اسناد.

د غازي سيال د ادبي  او ثقافتي تنظيمونو سره وابستګي:

۱۔ ادبي تنقيدي ټولنه بنو  ( ممبر )

۲۔ ادبي ټولنه بنو  ( ممبر )

۳۔  ادره تخليقات بنو   ( ممبر )

۴۔  اباسين آرټس کونسل پشاور ( ممبر )

۵۔  پاکستان رائيټرز ګلډ پشاور  ( ممبر مجلس عامله )

۶۔  ادبي  بورډ پښتو ( ممبر )

د غازي سيال ادبي مشاغل

۱ ۔  مختلف قسمه تقريبات جوړول ۔ 

۲۔  په مختلفو تقريباتو کښي شموليت ۔

۳۔  مختلف قسمه رسالو او ورځپاڼو ته ليکونه کول ۔

۴۔  په مختلف قسمه کتابونو سريزې او شاهپاڼي ليکل ۔

۵۔  او خپل نوي کتابونه چاپ کول ۔

د غازي سيال غيرملکي دورې 

دوحه قطر ، عرب امارات ، افغانستان او انډيا ۔

او سعوديه عرب ئې د حج په فريضه کښي کتلی دی ۔ 

د دې نه علاوه د پښتونخوا په ځمکه به داسي ځائ نۀ وي چي غازي سيال پرې ادبي قدم نۀ وي ايښیاوس د څلور اتيا کالو په عمر کښي هم چي ږيري ته ئې سپين ورګډ دي پېښور ته خو ځي راځي ، ژوب ته دوه کاله مخکښي تلی ؤ، د اسلام آباد کانفرنس نه څو مياشتي کېږي چي راغلی دی او کوټي ته وزر وهي او الحمدلله چي اوس هم سټېج ته رسي نو پېل د دې مصرعې نه کوي چي :

ابھی تو میں جوان ہوں

ماخذونه

۱۔  سيال غازي ،ژوند او ښکلا ”  ( نظم، د چاپ کال   ۱۹۷۸

۲۔ سيال غازي ،بنزی ”  ( ناول، د چاپ کال ۱۹۸۷

۳۔  سيال غازي ،د آزادۍ سحر ” ( ملي نغمې

۴۔  سيال غازي ،  “ پرخه په ګلونو ”  ( نظمد چاپ کال    ۱۹۹۱ 

۵۔   سيال غازي ،د سندري روح ”  ( تحقيق ) د ګلنار بېګم ژوند او فن  ، د چاپ کال  ۲۰۰۰

۶۔   سيال غازي ،زما سندري ستا د پاره ”  ( سندري ) ،  د چاپ کال    ۲۰۰۱ 

۷۔  سيال غازي ،منګرۍ ” ( ناول ) ، د چاپ کال ۲۰۰۵ 

۸۔   سيال غازي ،ښکلا د کائنات ”  ( نعتونه ) ، د چاپ کال  ۲۰۰۶

۹۔   سيال غازي ،رنګونه بهارونه  ” ( نظمد چاپ کال    ۲۰۰۷

۱۰۔   سيال غازي ،سيوري ” ( افسانېد چاپ کال  ۲۰۰۸ 

۱۱۔   سيال غازي ،نورحرا ”  ( نعتونهد چاپ کال   ۲۰۱۰

۱۲۔   سيال غازي ،هغه سندري چي فوک نۀ دي ” ( تحقيق ) د چاپ کال  ۲۰۱۲

۱۳۔ سيال غازي ،مکين د عرش او فرش ”  ( نعتونهد چاپ کال  ۲۰۱۲

۱۴۔   سيال غازي ،“ “ کشماله ”  ( ناول ) ،  د چاپ کال  ۲۰۱۵

۱۵۔   سيال غازي ،حرفونه خبري کوي ”  ( نظم ) د چاپ کال  ۲۰۱۵

یادونهدارواښاد غازي سیال سره مرکه په لاندې ویډیویي لینک کې لیدلی شئ !

 https://www.facebook.com/voadeewa/videos/1183219991736215/

 

 

-
بېرته شاته