(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رفيق شينواري؛ د لوئی فنکار نيمګړی قيصه

مونږچې کله هم دپښتون قام دکلتور دتاريخ پاڼې الوول کوو نو په دغه پاڼوکښې ډير بابونه په نظر راځى چې ورکښې يو ډير ګټه ور او په تول پوره باب دپښتو موسيقۍ دى . دپښتو موسيقۍ وړومبى سرونه چااوچيړل لکه دپښتوټپې دتاريخ ددې خبرې تعين هم بيخى ګران دى. البته داخبره په پوره وثوق سره کيدى شى چې دڅيړنکار دزيار او کړاونو په ترڅ کښې چې دپښتون قام داووۀ زره کلن تاريخ کومې نخښې په لاس راغلى دى په دغه نخښو کښې داخبره جوته ده چې په دغه دوروکښې به هم دغم غلطولو دپاره اتڼونه او محفلونه کيدل سازونه به غږولى کيدل . خودامعلومه نه ده چې دغه سازونه به دکوم نوعيت وو . ډير سازونه داسې دى چې هغه دوخت تيريدو سره له مينځه تلى دى ددغه سازونو دچيړلو او ددې په ژبه دپوهيدو هڅې دکلونو راسې راروانې دى . دشلمې صدۍ دشروع سره چې کله دباقاعده سرونو دخوندى کولو ابتداء وشوه نو دوړومبى معلوم سندر غاړى اکرم خان نه پس استاد صحبت خان ،استاد مبين خان ،صبرودانساء ،مهرالنساء ،استادزرخان ،استاد ميراحمدخان او نوروډيرو دپښتو موسيقى سره خپله علاقه ټينګه ولرله. سازونه غږيدل اهنګونه جوړيدل په پښتنه ټولنه کښې خوريدل او هر چاورته په درنه سترګه کتل . خو ددې موسيقۍ ددې اهنګونو خپله ژبه وه . په دې ژبه دپوهيدو هلې ځلې په هر دور کښې هرچا وکړې او ځان ته ئې په دې حواله نوم پيدا کړو ترکومه حده چې دسراوتال خبره ده نوزمونږ پښتو موسيقى په خپل وړومبى پړاو کښې ترهره حده پورې په اولسى چوکاټ کښې ځائې شوې وه داځکه چې هم دغه اولسى اهنګونه دجذبو ترجمان وو او چې کوم غږ کومه نغمه دجذبو ترجمانى کولى شى نو هم هغه په زړونو کښې لارکوى . په شلمه صدۍ کښې عبدالله جان استاد دغه معتبرنوم دى چې داهنګونو دژبې زده کولو ته ئې په شعورى طور پام لرنه وکړه د پيښور اکبرپورې کلى دنوموړى شاعرګلستان بابا دازوې دورکوټوالى راسې په موسيقۍ مئين ؤ . او چې کله ئې دشعور په درشل قدم کيښودو نو دپلار شعرونه ئې په ترنم سره وئيل . دعبدالله جان استادسره بل يو معتبر نوم دشيرعلى خان استاددى چاچې پښتو موسيقى ته د ژوند لويه برخه وروبخښله چې کله دموسيقۍ مئينان سيوا کيدل نو په پښتنه ټولنه کښې دغه رنګونه خوريدل . هم په دغو ورځو کښې چې دپاکستان دازادۍ دساعتونو سره سمون خورى دحضرت عبدالستار شاه باچا نوم دتصوف دچشتيه سلسلې په حواله ډير مشهور ؤ هنرمندان به دعقيدت په توګه هلته حاضريدل . قواليانې به ئې وئيلې اوباچاجان به ورته دکاميابۍ دعاګانې کولې . اميرحمزه خان شينوارى څوک چې په دې نزدې کالونو کښې دډيلى نه واپس پيښورته راغلى ؤ دخپل صوفيانه مزاج په وجه ئې دباچاجان لمن نيولې وه اوپه دغه تړون کښې ئې دمعرفت لارې لټولې . حمزه بابا ډير دخوند رباب غږولو نغمې به ئې پکښې الول کولې ځکه نو ورسره دعبدالستار شاه باچا ډيره مينه وه . حمزه بابا ددې نه وړاندې په کال ١٩٤� کښې دپښتو دوړومبى فلم ((ليلى مجنون)) باقاعده قيصه اونغمې هم ليکلې وې ددغه فلم ډائريکټر اوهيرو ښاغلى رفيق غزنوى ؤ حبيب جان ورسره هيروئن وه دغه رنګ دحمزه بابا دفن رنګونه په ټول ډيلى کښې خوارۀ شوى وو او دلته ئې دباچاجان ددعا په برکت نوره ځلا موندله . دباچاخان دربارته دسلسلې چشتيه سره دتړون لرونکو دراتګ سلسله جارى وه يوه ورځ دافغانستان دلارې يوه زنانه دربارته راغله دهغې سره يو ښائسته ماشوم ؤ دباچاجان سلام ئې وکړو او چې کله باچاجان دغه ماشوم ته وکتل نو سينې ته ئې راجوخت کړو په سر ئې ورته دمينې لاس راښکلو. اوماشوم داسې محسوس کړه لکه چې دپلار منګل ئې په سر سيورى شوى وې ځکه چې دماشوم پلار دوړاندې نه وفات شوى ؤ که هرڅويتيم ؤ خو دباچاجان لمن هغه ته پراخه پرته وه هم دغه ماشوم رفيق شينوارى ؤ چې مشرانو ئې په ننګرهار کښې ژوند کړى ؤ . رفيق شينوارى چې څنګه په دربارکښې ورځې شپې سباکولې دصحبت اثر پرې کيدو دوجوديت او شهوديت اثرات ئې قبلول هغه چې کله په ((وجد))کښې مست شو نو نڅابه ئې کوله چونکې په چشتيه سلسله کښې ددغه کيفياتو داظهار اجازت ورکولى شى او باچاجان به دهغه دغه نڅاته په نوره درنه سترګه کتل درفيق شينوارى دغه عقيدت په ټول دربار کښې ورځ تر ورځ ځائې موندو . په شروع شروع کښې رفيق شينوارى په ليک لوست نه پوهيدو نوحمزه بابا دهغه دليک لوست استاذ شو چونکې حضرت باچاجان دحمزه باباسره ډيره مينه لرله اوپه دې ډير خوشحاله ؤ چې رفيق خان دغه رنګه دوه کرښې ليک لوست زده کړى . دليک لوست سره رفيق شينوارى دشاعرۍ درموزرونه هم خبريدو چې کله زلمى شونو هم دباچاجان په مرضۍ ئې وادۀ وکړى شو دهغه کورودانه هم په قام شينوارې وه دوادۀ نه پس هغه ته الله تعالى دلوڼو سره سره دوه زامن شفيق اوغلام على ورکړل او ورځ ترورځه درفيق شينوارى دفن ځلاګانې په خوريدو شوې . ريډيو پاکستان پيښور هغه اداره ده چې په خپل ځان کښې دپوره اکيډيمۍ حيثيت لرى هم دې ادارې دفن کارانو روزنه کړې ده چونکې دکال ١٩٦١په خواو شا کښې بيارفيق شينوارى باقاعده قوالى وئيل شروع کړى وو نو ريډيو پاکستان پيښورهغه ديوښه فن کار په حيث هم وپيژندو. رفيق شينوارى چونکې دموسيقۍ اواهنګونو په ژبه پوهيدو نو دنغمو دطرزونو جوړولو هڅې ئې شروع کړې . په دغه طرزونو جوړولوکښې به په هغه يوالهامى کيفيت خورؤ داځکه چې هغه بيا دخپل پير باچاجان نه ډيرې وظيفې اخستې وې ټوله ټوله شپه په ئې عبادت کولو په خپله دنياکښې به ورک ورک ؤ هم ددغه روحانى اثر وجه ده چې درفيق شينوارى هر جوړکړى ساز مشهور شو. په غه ورځو شپوکښې استاد راحدت حسين ( مرحوم) (دهارموينې استاد) استاد محمدظهير مرحوم (درباب استاد) استادبختيار ( دکلانټ استاد) استادغلام على ( داکاډين استاد) دخپل فن په حواله ډير معتبر نومونه وو دى ټولو درفيق شينوارى لمن ونيوله طرزونه جوړيدل نغمې خوريدې او په پښتنه ټولنه کښې دپښتو موسيقۍ نوى دور سترګې غړولې . داستاذ خيال محمد مشر ورور چې ملوک نامه ئې وه اوپه بابومشهور ؤ هغه به هم درفيق شينوارى سره يوځائې دباچاجان په دربارکښې قوالى کوله. خيال محمد به دماشوم والى نه دخپل ورور سره هلته راتلو په ماشوم اوازبه ئې قواليانې وئيلې . هم دغه اثر ؤ چې کله خيال محمد ريډيوته اوبيا درفيق شينوارى لاسونوته راغى نو خيال شو حقه خبره داده چې که چرې نن څوک حمزه بابا ته د غزل باباوائى نو ددې غزل په بنيادى مقبوليت کښې درفيق شينوارى دطرزونو اودخيال محمد داوازولويه برخه ده بلکې دابه سره منو چې که چرې رفيق شينوارى دپښتو غزلو دخوندخوند طرزونه نه دى جوړکړى نن به پښتو غزل دومره وړاندې ګامونه نه وواخستى . چې کله د ١٩٧� په شروع شروع کښې دپښتو فلمونو باقاعده دويم دور شروع شونو دهرچاسترګې درفيق شينوارى په لور وې اګر چې دوړومبى فلم موسيقى استاد لعل محمد جوړه کړې ده څوک چې په پښتوژبه نه پوهيدو خودومره ده چې دهغه سره دمترنم شاعر اوديوسف خان شيربانو دليکوال استاد على حيدر جوشى مرحوم مرسته حاصله وه دې فلم ديونوى دور اغاز پيل کړو. اوچې کله بيا رفيق شينوارى دپښتو فلمونو مخه وکړه نوداسې موسيقى ورکړه چې نن زمونږ دپاره دکلاسيک حيثيت لرى مونږ به داوربل ذکر کوو که دديدن دخانه بدوش خبره کوو اوکه د ((اقرار)) دټوپک زما قانون)) خبره به چيړو که ((ناوې ديوشپې )) رفيق شينوارى په زرګونو نغمې کمپوز کړې اود تعجب اومعجزې خبره داده چې داټول طرزونه داټولې نغمې سپرهټ شوې نن چې څومره طرزونه جوړيږى نو ورکښې هرموسيقار دافخر ګڼى چې درفيق رنګ ورکښې ځائې کړى . په عام ژوند کښې رفيق شينوارى ډير زيات مينه ناک اخلاص مند بې غرضه او خواخوږى انسان ؤ . هغه به دبل په غم درديدو ځکه چې په خپله ئې ډيرغمونه ليدلىوو ماپه وړومبى ځل دهغوى سره په کال ١٩٨٤ کښې هاغه وخت وليدل چې کله زۀ دپښتوموسيقۍ پروډيوسر شوم بيازما دهغوى سره يوفطرى عقيدت ؤ دهغه روحانى فکر اودهغه خوږو خبرو ته به زۀ هميشه ځير ځير ووم چې کله به ئې شعرونه لاس کښې واخستل دځان سره به دلږ ساعت دپاره اوګوڼيدو او ساعت به تيرنۀ ؤ چې داسې طرز به ئې جوړکړو چې عقل اوفکر به ورته حق دق پاتې شول . رفيق شينوارى په خپله ديوسازپه غږولوهم نه پوهيدو خومجال شته چې دهغه په کمپوزيشن کښې به چابې سره سازغږولى وى داځکه چې هغه په دغه رموزو پوهيدو ځنې نغمې لکه سړې سړى اوبۀ راوړمه ماذيګردى که نه دى (فرزانه) جانانه ښه شوه چې ته راغلې ( ماه جبين) وه خيالى جانانه ) خيال محمد) او نورې ډير رفيق شينوارى په ډيرلږ وخت کښې کمپوز کړىدى دازۀ پوره ډاډ ځکه ليکم چې دريکارډنګ موقع ئې ماته په لاس راغلې ده . رفيق شينوارى به که هرڅو دژوند نغمې په خلقو شيندلې خوخپل ژوندئې ساندې ساندې ، دکال ١٩٨٨ په خواو شاکښې دهغه زوې غلام على خودکشى وکړه ځان ئې په اور وسوزولو غلام على ځوان زلمى هلک ؤ او د رنګ نه دومره ښائسته ؤ چې ((حجرو)) اوتنورونو به ئې صفتونه کيدل دهغه دخودکشۍ وجوهات چې هرڅه وو خودرفيق ملائې ماته کړه يوه مصريزه چې رفيق شينوارى په خپله اوليکله اوبيامونږ دخيال محمد په اواز ريکارډکوله نو درفيق په سترګو کښې اوښکې تلې راتلې . غم دې ليونى کړم جانانه، په لاره ځم ګوتې شمارم تايادومه)) ماورته ووې مشره داولې . هغه هيڅ ونه وئيل ښۀ راته ياد دى غير يوونيوو. سرئې ښکته کړو اودسټوډيونه بهر ووتو. درفيق شينوارى مرګ هم ډير عجيبه مرګ ؤ، لکه چې هغه ته الهام شوى ؤ دهغه پيرحضرت باچاجان لکه چې هغه ته په خوب کښې راغلى ؤ او ورته ئې وئيلى وو چې رفيق جانه راځه دادنيا نوره ستا په قدرنه پوهيږى چې رفيق جان زما خواته راځې استادنذيرګل چې ځان د رفيق شينوارى په شاګردانو کښې شميرى وائى چې دمرګ نه دوه ورځې مخکښې سهاروختى زمونږ دکور دروازه چا ووهله زۀ وار خطا شوم چې په توره تيارۀ څوک راغلل ځان مې غلى کړو دروازه بيا ووهلى شوه داځل په غصه ووتم چې بهر مې وکتل څوک نه وو واپس کروته راغلم لاساه مې اخستې نه وه چې بيا دروازه ووهلى شوه داځل چې بهر ووتم نودوه قدمه وړاندې لاړم چې ګورم په ګټ پير کښې رفيق شينوارى ولاړ دى ماورته سلام وکړو کورته مې راوستو ورته مې د چايو ووئيل هغه راته په غصه ووئيل چې داڅه وخت دى دخدائې نه ويره نه کوې چې راپورته شې او سجده ولګوله زۀ ستاسو دبې نمازه کسانو چائې نه څښم )) بيا په خندا شو وئيل نذير جانه خدائې خبر که بيا دې وينم صرف ستا ليدلوله راغلى ووم ددې سره هغه دکوره ووتو زۀ او زما دکور خلق حق دق پاتې شو ځکه رفيق شينوارى کله هم دومره وختى زمونږ خواته نه ؤراغلى . په پيښورکښې دټولوشاګردانو سره دليدونه پس هغه بياکراچۍ ته لاړو هلته ئې دټولو مئينانونه اجازت واخستو او چې کله کورته واپس راغى نودماښام سره ئې غسل وکړومونځونه ئې وکړل اومخ په قبله پريوتو چې کله سهار شو اودکورخلقو رفيق بابا ته اواز کولو نو دغه دپښتوموسيقۍ په رنګ کښې د تصوف دوجودت اوشهوديت دلارې لوئى فنکار دهميشه هميشه دپاره سترګې پټې کړې وې . درفيق شينوارى دمرګ غم ډير خلق اوژړول دهغه په جنازه کښې ډيرو خلقو مخونه ووهل داهرڅه يو روحانى تړون ؤ يوه داسې مينه وه چې چاورته نوم نشو ورکولى خودهرچانه زيات درد حمزه بابا ته ورسيدلو. داځکه چې رفيق شينوارى دهغه شاګرد، دپير مريد، اود هغه نه سيوا دهغه د شاعرۍ ښکلى ترجمان ؤ . درفيق شينوارى دمرګ نه پس يوپښتون هم دهغه دکور خبر وانخستو چاهم داتپوس ونکړو چې د دومره لوئى فن کار نه پس دهغه په بچو اوښځه څه تيريږى . دپښتون دغه بې حسى زمونږ اجتماعى مرګ ګنې دى رفيق شينوارى دهيرولوانسان نه دى دهغۀ زمونږ په کلتورى ژوند دومره ډيرې پيرزوئنې دى چې شمار ئې بيخى ګران څه چې ناممکن دے. دهغه دژوند بله الميه داهم وه چې دهغه دويم زوې شفيق شينوارى هم خودکشى وکړه په خوشې کوټه کښې ئې خپل ځان په خپله پانسى کړو هيچا دافيصله ونکړه چې داولې ؟ دوه کاله وړاندې چې مادهغه ميرمن وليده اوورته مې ووې چې دريډيو له خواستاسودپاره څه پيسې منظورې شوى دى نو دبيابيا دعاګانو نه پس ئې راته وويل چې زويه زما زومان ددې نه خبر نشى او چې ماترې وجه وپوښتله نو هغه تراخه تراخه حقيقتونه ئې راته بيان کړل چې زړۀ ئې راته ژوبل ژوبل کړو زما زړۀ ته ډيرې خبرې راغلې ځان سره مې ډير ووژړل . خوزما ژړابه درفيق شينوارى روح ته کوم سکون رسولى وى ؟ دايوازې درفيق شينوارى خبره نۀ ده مونږ چرې هم دخپلو هغه اتلانو قدرنه دى کړى کوم چې دغريبۍ اوبې وسۍ په حال کښې مړه دى مونږ دزر دارانوقدر په ژوند هم کولو اودمرګ نه پس ئې هم قصيدې وايو ګنې داټول قام پرست دې ئې فيصله وکړى چې دواحدګړۍ دسيدمهدى شاه باچا دمرګ نه پس دهغه دقبر په لورى چرته ورغلى دى ؟ داټول موسيقاران اوهنرمندان چې ځان ته درفيق شينوارى شاګردان وائى چرته دحضرت باچاجان په دربارکښې درفيق شينوارى قبرته اودريدلى دى . دهغه دبې وسه کونډې نه ئې تپوس کړى دى چې وايه کنه مورې تاخو هم يوشاهى دور ليدلى دى اوس درباندې نهرې شپې ورځې څنګه تيريږى . چرته يوسرکارى اهل کار درفيق کورته ورغلى دى چې دى فن کارته خوحکومت صدارتى تمغه حسن کارکردګى ورکړې وه ددې دبچوڅه حال دى . خدائې ګواه دى زۀ چې کله هم په خپله اجتماعى بې حسۍ سوچ کوم نو دزړۀ نه مې يودرد خيژى خوڅه وکړم وس چار نه لرم دغه قلم لرم چې دپښتون فن کار اوپښتو پال نه ځار دى . زۀ چې ددومره کالونو تيريدو باوجودکله هم درفيق شينوارى لافانى طرزونه اورم نو دزړۀ دتل نه مې دادعا راووځى چې رفيق جانه خدائې دې وبخښه رفيق جانه خدائې دې وبخښه.
داچې مونږه د سپرلو سندرې وايو ليــونــــى د لــيــونــو ســنـدرې وايـــو مونـږ دپـت ښيګړې تورې وفانه يو هسې ډيـرې د پښـتو سـندرې وايــو بـل ددې به دحـالاتو جــبر څـه وى په خـپـل کـورکښې دپـردو سندرې وايو مونږ دمړقام په غوږونـو کښې لائقه دغـورځنګ او پـاڅـيدو سنـدرې وايو
- بېرته شاته