(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما اشنا راځى...

زرې زرې ستړی ستړی اودنېستۍ پۀ څادرکښې انغښتی وجودلکه زېن الله پۀ خپلولاسونوکښې راخستی وى ــ هغۀ دغه ستړی وجودپۀ لاسونوکښې نيولی پۀ دېکودېکودخپل کوردزنګ وهلې دروازې پورې راؤرسولولږه ساه ئې واخستله سرئې پورته کړواو لروبر ئې داسې رنګ ؤکتل لکه دې محلې ته پۀ ړومبى ځل راغلی وى ــ اوبيا ئې دقميص دترخ دجېب نه دکورد دروازې کنجى راؤوېستله .... دغه کنجۍ يا چابۍ کښې يونری سورخوبې رنګه غړلی شوی رېښمين تاراچولی شوی وۀ .... ددې غړلى شوى تاربه چرې يورنګ وۀ خودمودو اود نېستۍ تېزوبادونو، سيلوچرته بل خواالوځولی وۀ او اوس تش يوغړلی تارپاتې شوی وۀ ــ زېن الله ته ښۀ ياد شى چې دغه غړلی تارداصلى رېښمووۀ اوخپل رنګ ئې تک سور وۀ اودغه تارددې کنجۍ ياچابۍ دپاره هغۀ ته سجيله پۀ خپلولاسونو غړلی وۀ اوورته ئې داهم ؤئيلى وو چې "دغه غړلی تاربه زما ياد درکوى" اوزېن الله ته دې غړلى تاربه هر وخت سجيله رايادوله ــ سجيله! ددنيادښکلو،حسينوراڼې،دحسن ښائست ډيوه اودزېن الله دخيالونو ارمانونو، تصوراود ژوند اډاڼه ! ـــ زېن الله کنجى راواخستله اودښى لاس ګوتو کښې ئې ؤنيو له اوهغه غړلى تار ته ئې ؤکتل،ترشونډوئې نزدې کړواوبيائې پۀ هغه کنجۍکلپ خلاص کړو، دروازه ئې بېرته کړه اوپۀ ستړوقدمونوکورته دننه لاړوــ کورڅۀ وۀ؟بس پۀ يوه ونه کښې دچرچڼې پخوانې جاله وه ــ کورخوپۀ مېرمن کوروى اودزېن الله کوربې مېرمنې وۀ... خوزېن الله ته اوس هم دغه کوردتاج محل نه پۀ هيڅ صورت کم نۀ ښکارېدو ـ چې هم دې کورکښې دزېن الله زينت محل استوګنه کړې وه ـ زېن الله چې دکوردروازه دننه مخې بندوله نود دروازې زنګ وهلوقبضويو نری شان ترنمى فريادؤکړواو زېن الله پۀ شونډودغه فرېاد دموسيقۍ سريوه خوندوره سندره جوړه کړه ـــ ْ ْ زمااشنا رازى...دښاپېرو دباغ مالياره! ګلونه راوړه دګلزاره! زمااشنارازى ...دښاپېرودباغ مالياره" اوچې دماسخوتن روټۍ خوړلونه لږه شېبه پس هغه پۀ هغه کټ څملاستوچې چرې به يوپالنګ يادېدونو هم دهغۀ پۀ شونډودغه رومانى سندره لوبېدله ـ ْ ْزمااشنا رازى ...دښاپېرو دباغ مالياره" يووخت وړاندې ددې پالنګ څلورواړه پائې سرې رنګينې وې اوچرې به پرې هغه دسجيلې،دخپلې زينت محل سره ترنيمونيموشپوپۀ رازونيازاوخبرواترواخته وۀ نودغه نشه ايزوخت کښې به هم دهغۀ پۀ شونډو دغه سندره لکه دباجې دريکارډ غږېدله ـ " زمااشنارازى ...دښاپېرودباغ مالياره" هغۀکتل.... سحروختى هغۀ خپل ټول نوکران چاکران اوخادمان راټول کړل اوهريونوکرخادم ته ئې دهغۀ کاراوذمه دارى ورؤښودل او يوه يوه خبره ئې ورته څوڅوکرته ورپۀ ګوته کړه ــ ټولونه اول ئې يوخاص نوکرته هدایت ؤکړو چې اول دکور،دتاج محل ښه صفائى ؤکړى اودننه لوردمخه ټول دېوالونه پۀ اوبو ؤوينځى ـ اودغه شان ئې نوردوه نوکرانو ته ؤښودل چې دننه ټولوغوړېدلو قالينونوباندې قالين صفا مشين ؤګرځوى اودغوړېدلوقالينونو نه دوړه،ګرد صفا کړى هم دغه شان مېز کرسو نه هم پۀ صافى ګردونه ؤڅنډى ــــــ پۀغسل خانه اوسنګارمېز هم چيرړه،برش ؤوهى اوبياپۀ ټولوکمروکښې خوشبويه اسپرۍ هم ؤکړى ،پۀ ښائسته اورنګين پالنګ نوى جالېدارريښمى څادر ؤغوړوى اوپۀ ټوله کمره کښې يو ځل بيا دنوى سره روم اسپرۍ ؤنولى مالى ته ئې رټنه ؤکړه چې د ګېلرۍ دنرمومهينوبوټو،ګلونو سره سمه خوارى نۀ ده کړې ـ هغۀ مالى ته هدایت ؤکړو چې هغه هم پۀ دې ساعت لاړ شى اودزېن الله دخوښې نرسرۍنه پۀ نوؤښائسته ماربلى ګملوکښې ښائسته اوخوشبويه بوټى،ګلونه راوړى او د دروازې نه تر دالان ئې پۀ داسې اندازاومناسب طريقه کېږدى چې د معززې مېلمنې داستقبال احساس ترېنه کېږى ـــ اودګلونوماهرمالى پۀ ريښتيا دغه ګملې،دغه دګلونوډک بوټى پۀ لږ ساعت کښې راوړل اوپۀ داسې رنګ ئې کښېښودل لکه دغه تازه او ښکلى بوټى اوګلونه راتلونکى،ښکلى اومعززقدرمن مېلمه ته پۀ نرې مسکاستړى مشې وائى ــ زېن الله چې په مالى دکور د لان( Lawn ) ياباغيچې ټول ګلداربوټى، ګملې پۀ مناسبوځايونوکښېښودل نوبيا ئې پۀ هغه مالى اودهغۀ پۀ مددګار ئې دکور، نا دتاج محل باغيچې کښې ولاړې دسروې اونورې ټولې ونې ديو مشينى پائپ پۀ ذريعه ؤلمبولې لکه دسپرلى دمست موسم پۀ باران ونې بوټى تروتازه شى ــ د لان پۀ زمکه لږېدلى اصلى نرى شنۀ واښۀ ئې هم پۀ مالى سم کړل اوددغه لان مېنځ کښې دفوارې غاړې هم صفا کړې اوفواره ئې دوخت نه ډېره اول خلاصه کړه ــ دمېکنېزم پۀ زور جلېدونکې فوارې نه سپينې اوبۀ لکه دمرغلرودباران څاڅکی څاڅکی ورېدلې اوددې څاڅکونه پۀ طلسمى انداز دموسيقۍ شان نغمې پۀ قلارقلار پۀ فضا کښې خورېدلې ــ چې دبهر ټول کار سم او برابرشونو زېن الله پۀ تنقيدى انداز جائزه وخسته او پۀ زړۀ زړۀکښې ئې دمالى استکارى اومحنت ؤستائلو خوپۀ خله ئې څۀ ؤنۀ ؤئيل چې داسې به مالى بيا دفن دجامونه بهر ؤوځى ــ دچمن اودچمن دبوټونه چې فارغ شونوځان سره ئې نورڅوخادمان روان کړو او دمحل يادکورددروازې نه تربېټک يا پورې دشيشويوه يوه کړکۍ يوه يوه دروازه پۀ ډېر ژورنظر ؤکتل او پۀ دغه نوکرانو ئې يوه يوه شيشه يو يو درشل څوڅو واره صفا کړل خو بيا به ئې دتسلۍ پۀ غرض پۀ هره کړکۍ اوهرې دروازې پۀ چوکاټونوګوتې راښکلې اونوکرانوته به ئې بيا بيا دصافې وهلووېنا کوله ــ دکور،دتاج محل ددروازې نه ترډرائينګ روم او ډرائينګ روم نه ترنورو کمروغوړېدلواصلى اونرم اېرانى قالينونوباندې ئې بيادويکيوم مشين ګرځولووېنا ؤکړه اويوخپل خاص خادم ته ئې دډرائينګ روم درنګ سره دسمون دصوفو دکشن اودرېښمى پردو دبدلولوؤوئيل اوهم دغه شان ئې دکمرو ددېوالونو رنګ سره دمېچ دپردو هم ؤوې ـ پۀ چت اوېزاندو فانوسو دصفائې هدايات ئې هم ورکړل ـــ او چې ددې ټولوکارونو نه فارغ شونوپۀ چت پړکېدونکو فانوسونو ته ئې ؤکتل اوداسې ئې محسوس کړه لکه دفانوسونو پړقېدونکى غمى داصلى او سوچه ملغرو او دفېروزې دکاڼو جوړ وى ـ هم دغه شان دپردو جالر هم دمختلفوګلونو هغه نرې،نازکې پاڼې وى چې دنسيم دنرى باد سره هم داسې رپېږى لکه دکوه قاف ښاپېرۍ راغلې وى اوپۀ چمن کښې رقص کوى ــ هغۀ دمحل دننه کورډورکښې پښې ابله پۀ خالص اېرانى قالين داسې واړۀ واړۀ قدمونه کښېښودل لکه هغه دامعلوموى چې کله دهغۀ زينت محل سجيله پرې کله پښې ابله پښې قدمونه ږدى نوچې دپښوتلو ته ئې درد ؤنۀ رسېږى ــ خو هغۀ محسوس کړه لکه هغه پۀ سوچه رېښمو پښې اېښې وى ــ لوئې اووسيع ډرائېنګ روم سره څنګ ته لوئې کښې دلمبلوپۀ مصنوعى ډنډيا تالاب ئې هم يو ناقدانه نظرواچولواو ددغه تالاب کښې يوخوا بل خوا ؤګرځېدونکو،زغلېدونکورنګينواو ښائسته وړو وړومهيانوننداره ئې يو ساعت ؤکړه اوهغۀ ته ئې داسې خوند ورکړو چې يو ښۀ ساعت ئې تماشې ته ولاړ وۀ ــ ددغې هال پۀ يودېوال ئې دمغلى ارټ ديومصوربې مثاله تصويرونوته ئې هم پۀ ژورنظر ؤکتل اوپۀ مناسب ځايونوئې پۀ نصب کېدو اطمينان ؤکړو ــ اوبيادهال نه پۀ څلوراړخه پورته کېدونکې،خورېدونکې خوشبوئى محسوسه کړه اوپۀ پوزه ئې داسې لويه ساه راښکله لکه دغه ټوله خوشبوئى دپوزې پۀ لاردتن دننه بوتلل غواړى ـ ددغه خوشبو چپې يا لهرونه دنامعلوم اړخونو پورته کېدل اود هال پۀ ګېره شوې فضا کښې خورېدلې، تحليل کېدلې ــــ اودهال دډرائينګ روم فضائې داسې معطره کوله لکه ددنيا دبسياره قدرتى سپرلو نچوړهم دې تاج محل کښې راښکلی شوی وى ــ او چې ماسپښين اوړېدوپورې هغه دتاج محل دتزئين اوارائش دټول کارنه فارغه شونو بيائې دوه خاص خادمان ځان سره کړل او هغه کمرې ته لاړو کومه کمره چې " حجلۀ عروسى" يادېدله ـــــ دغه حجلۀ عروسى کمرې ته دهرنوکرخادم دتللواجازت نۀ وۀ نوځکه ئې ددې کمرې دلا خایست دپاره ئې دغه نوکران پۀ کاراخته کړل ـــ هغۀ اول دکمرې دکړکيواودروازوچوکاټونه او رنګينې شيشې ښې پاکې اوسوتره کړې او داصلى اودزړې دشوې دونې پۀ لرګى کنده شوې هنرى ګلکارۍ پالش ؤکړل او بيا ئې دکمرې پۀ چت اوېزان درې رنګه فانوسونوته پالش ورکړل او داسې ئې ؤپړقول لکه دڅوارلسمې سپينې سپوږمۍ نچوړشوې رڼانه ئې روغ کړى وى ــ دکمرې اسمانى رنګ دېوالونوئې صافى ؤوهله او ورسره ئې مېچ شوې رېښمې يوځل بيا بدلې کړې چې پۀ بې اوازه او بې شوره پکى پۀ نرى باد داسې رپېدلې لکه دسپرلى پۀ مست اونرى بادونه چې سمسورفصلونه ، دشنوونواودخوشبويه پېغمبرى ګلونو نرې پستې پاڼې چې رورو رپوى ــ دلته هم ددې کمرۀ خاص ديوي لورپۀ دېوال دچا مشهورمصوريوداسې تصوير اوېزاندوۀ چې ددوۀ مئينو دلا زواله مينې داستان ئې پۀ چپه خله بيانول ــ کمرې دننه دڅلوراړخه نه دخوږې موسيقۍ نرې نرې چپې پۀ څلواړخه خورېدلې او ورسره ورسره هم دغه شان د نامعلوم لورنه به دجنتى ګلونوخوشبوئى هم خورېدله چې ددې ارتې لوئې کمرې فضائې نوره هم رومانىاو دمينې دنشوډکوله ــ دکمرې پۀ فرش غوړېدلى دکمرې درنګونوسره سم نرم پوست قالين باندې پښې کښېښودلوسره يو نامعلومه شان تسکين خورېدلو ــــ او پالنګ...... ددې طلسماتى لوئې کمرې پۀ مېنځ کښې پروت پالنګ چافن پوهه،فن مئين اوچا هنرمندپۀ داسې هنرجوړکړی وۀ چې پۀ کتوئې دا صفا احساس کېدوچې دې پالنګ پۀ استاکارۍکښې ددې فن مئين هنرمندخپله مينه اودزړۀ وينه هم شامله ده ــ دپالنګ نه چاپېره لويه رېښمى پرده داسې راتاؤکړی شوې وه چې دبجلۍ پۀ يو بټن به داسې راټوله شوله لکه دښاپېرونه پۀ څوچنده ښکلې ښائسته داولې شپې ناوې دخپل محبوب نه شرمېږى اوپۀ خپل ځان کښې راټولېږى ـ پۀ بل بټن به داسې خوره شوه لکه هم دغه ښائسته ناوې دنيمې شپې نه پس دخود سپردګۍ.اندازکښې دخپل مثالى محبوب په غېږ کښې خوره وره شى ــ دپالنګ دپردې دراټولېدو،خورېدوسره به دنامعلوم لورنه دخورېدونکې موسيقۍ لهرونه،چپې به هم پۀ طلسمى اندازبدل شول اودې سره به دکمرې دننه بلورى رڼا هم بدله شوله اوددې کمرې جادوئى فضا کښې به نوره نشه خوره شوه ــ هرکله به چې دپالنګ نه نرې پرده چاپېره شوله نودغه بلورى رڼابه داسې رنګ تته شوله لکه داولې شپې ناوې دخپل محبوب غېږه کښې پۀ ډډه اوړېدوسره پۀ ډډ غږ روغوندې ؤوائى ـــ" ښه نو اوس خودادچراغونورڼا خوتته کړه کنه" دزېن الله ټول تاج محل دبهرنه ترننه" حجلۀ عروسى" پورې پۀ مکمله توګه تيارشو ـ ښائسته او ښکلى حقيقى تاج محل غوندې دزېن الله دارمانونو، دخووبونواودتصورتاج محل! اوس که څۀ کمی وۀ نو هغه دزېن الله دښائسته ښکلې" زينت محل،" سجيلې وۀ ــ اودزينت محل انتظارهغۀ ډېر په بې َصبرۍ کولو ... انتظار،چې يوه يوه لحظه ئې سم قيامتونه جوړوى ــ اودزينت محل راتلوته لا اوس هم ډېر وخت پاتې وۀ ــ " اف خدايه،چې دا نن ورځ څومره لويه اوږده ده ـ" هغۀ به ساعت پۀ ساعت نمرته اودونوسېوروته کتل ـ خو نمرلکه هډو پۀ وړاندې قدم نۀ اخستواو ونو سېورى لکه هډو دځايه نۀ خوځېږى ــ ْ ْ شائد نن ورځ دقيامت دورځې صفات لرىاوراتلونکې شپه چرته بل خواتللې وى ـ" هغه دځان سره دلېونوغوندې لګياوۀګوڼېدواودخپل سازشوى سنګار شوى تاج محل پۀ باغيچه کښې يوخوابل خوا ګرځېدو راګرځېدو ــ ْ ْ زمااشنا راځى دښاپېرو دباغ مالياره ـ،، هغه دخپل خيالى تاج محل مخه کښې دسروې دلوړودنګوونو سره ودرېدوـــ ْ ْ زمادخپلې زينت محل قد ته دغه سوې نشى رسېدلی " هغۀ روغوندې ځان سره ؤوې اوپستنه درنګ رنګ ګلونودکيارولورته راغلو ــ ْ ْ دغه سرۀ ګلونه زما دزينت محل دسرواننګواوددې ګلونوسرې پاڼې دهغې دسرو شونډو سره سيالى پۀ هيڅ رنګ نشى کولی ـاو،او... " که يوخوا هغۀ دانتظارداوږدولمحو ژړاکوله نوبل خوا ئې ددغې مشهورې سندرې ورد هم دوظيفې غوندې پۀ شونډو جارى وۀ ــ ْ ْ زمااشنا راځى دښاپېرو دباغ مالياره " ... او چې خاص خادمان ئې دهرڅۀ نه فارغ شو نو زېن الله هسې يو نظر پۀ دغه خادمانو واچولو ــ دې دواړو خادمانو پۀ يو تږى نظر دې محل او ددې محل ښائست او هنر ته کتل ــ ْ ْ ددې خادمانوزړونه به هم زما دې شان ،شوکت ته څومره پسخېږى؟ ددوئې زړونه به هم داغواړى چې دوئې هم دخپلې خپلې زينت محل دپاره هم داسې محلونه جوړ شى خو... او،ددوئې هم داحق ضرورلرى چې دغه شان رنګين خوبونه ؤوينى او ښائسته تصورؤکړى اوداحق ددوئې نه اخستل به عظيمه ګناه عظيم جرم وى ـــ " اوشائدبيانمر دغرپۀ لوړه څوکه واؤړېدو ـ دماښام خړه اوبيا دماسخوتن تيارۀ پۀ هرلورخوره شوه اودمحل فانوسونه بل شواو د زېن الله ښکلی تاج محل پۀ مرمرينې رڼا کښې راګېر شو ... او دزېن الله زړۀ پۀ درنجکو شوــ ْ ْزمااشنا راځى... نن خامخا راځى ... دښاپېرودباغ مالياره" او هم دغه ساعت دزېن الله دزينت محل لويه سوارى دتاج محل دلوئې دروازې مخه کښې ؤدرېدله اودملکۀ زينت محل دراتلونوبت ؤغږېدوـ اوخادمان نوکران ټول لاس پۀ نام شول اوسرونه ئې دخپلې ملکې پۀ احترام کښې ټيټ کړل ـ او زېن الله هغې ته لاس وروړاندې کړواودهغې سپين نرم پوست لاس ئې پۀ لاس کښې ؤنيوؤاو دهغې سره ئې دسوارې نه پۀ راکوزېدو کښې مددؤکړواودې حرکت سره دزينت محل پۀ سروشرابى شونډو يوه داسې دلفرېبه مسکا خوره شوه چې دباغيچې ټولو تازه ګلونوهم پۀ مسکا مسکا هغې ته هرکلی ؤوې ـ اوزېن الله دزينت محل پۀ دلفرېبه مسکااودګلونوپۀ هرکلى پۀ ټکى نشه شو ــ اودمحل دننه خدامواووينځو دزينت محل پۀ وړو وړوقدمونوګلونه ؤشيندل اوپۀ باغيچه کښې فوارې دسپينو مرغلرو دڅاڅکو پۀ اوبولوستوسره پۀ رورودخوشحالۍ نغمه پۀ فضا کښې خوره کړه ـــ اوزينت محل دزېن الله داوږې سره جوخت رورو،پۀ نازناز پۀ مکېزمکېزپۀ وړاندې قدمونه اخستل ــ اوبيا هغه دواړه دتاج محل دننه هغه کمرۀ خاص ته لاړل چې دزينت محل دپاره پۀ خاصه توګه پۀ ډېرهنرتياره، سينګارکړی شوې وه ـ کمرې ته تلوسره زينت محل پۀ هغه پالنګ کښېناستله کوم چې دداسې ناويانوشهزادګودپاره اول نه تيارشوی وى ــ اوبيا..... بياهغه دواړه مئين پۀ دې موندلى وخت کښې درازونيازپۀخوشبويه لمحوکښې ډوب شو ــ شونډې پۀ شونډوکښې پېوست شوې،غېږې پۀ غېږې کښې پناه واخستله،دوه جداجدا وجودونه سره يو شو ــ او بهردتاج محل دباغيچې ګلونو خپله ټوله خوشبوئى دکمرۀ خاص دننه دهغه دواړومئينوپۀ مساموپۀ ډېرهنررورو شېندله،پۀ اسمان دڅوارلسمې سپوږمۍ دخپلې نرمې پستې رڼا نورلکه دسپرلى دباران دهغوئې نه چاپېره پۀ ټول تاج محل وروله اودنشودجذباتى ډکې شپې هغه دواړه ځان کښې رانغاړلو... او وخت ؟ وخت شائدپۀ ټپه ولاړ وۀ ... خونا شائد دنرې چينې رورو مخ پۀ وړاندې بهېدو ـــ ْ ْ بس،شپه ډېره واؤړېدله نولږ به اوس اودۀ شوهسې نا سحرډېرناوخته شى" زينت محل دهغۀ پۀ غېږه کښې راټوله شوله اودرېښموپۀ نرى شال کښې ئې خپله پرده او دنشې ډک وجودراؤنغاړلو ــ اودغه شان دمودې راسې دهجران سختې تېزې تندې وهلى دوه وجودونه داسودګۍ پۀ اوبوتنده ماتى او سېراب شواوغاړه غټۍ اودۀ شو ـــــ ْ ْ هلکه زېن الله،وه زېن الله مړشوی ئې که څۀ بلې بلاؤوهلې ـ نن پاڅېږې ولې نا؟ـ" دکوردروازه پۀ تېزۍ سره درزولو،ټکولوسره دمحب على تېزاودروندغږ هم د اسمان تندروۀ چې زېن الله ئې پۀ هېبت راپاڅولو ـــ ْ ْ هله هلکه زرکوه که لږ نورايسارشونوټېکېداربه ستاسره زمادياړى هم کټ کړى " اوزېن الله سترګې ؤمخلې لربر ئې ؤکتل اوځان سره کچه غوندې مسکی شو ــ ْ ْ بېګا جوړې ډېرستړی شوی اودۀ ؤم ـ ځکه خو مې پۀ کټ هغه توشک هم نۀ اچولی " هغۀ خپل نيم شلېدلى کټ ته ؤکتل اوداسې پۀ تندۍ پاڅېدواوبهرؤوتلوچې هغه دسحرچايوپخول وخت هم ورسره پاتې نۀ وۀ اويائې چائې پخول اوڅښکل بېخى هېرې شوې وې ـــــــ Zama Ashna Razi... Tahir Apridi - بېرته شاته