(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروین ملال

[12.Jan.2024 - 16:38]

پروين ملال زموږ د زمانې ډېره حقداره او د کليمې په واقعي معنا شاعره ده. کليات يې تازه له چاپه راوتلی او زما يوه سريزه ډوله پرپړه هم پرې چاپ شوې ده، چې ممکن د شاعرانو او خصوصاً د ښځينه شاعرانو لپاره يو څو نوي ټکي ولري. زه آغلې ملال ته د هغې د ډېرې ښکلې شاعرۍ د ښايسته چاپ له امله مبارکي وايم او دغه ليکنه له تاسو سره شريکوم. هيله ده دا ليکنه د آغلې ملال د شعر د ځينو پټو اړخونو په متبارزولو کې مرسته وکړي. هغه اړخونه چې لوستونکي ترې بايد بې تحسينه او په پټو سترگو تېر نۀ شي

 

درنښت

ا. درمل

 

پروین د تتو، ماتو ستورو آواز

 

شعر که یواځې منظومول شي، نو شاعران /شاعرانې بېخي ډېر دي او لا نور ډېر خلک هم کولای شي چې د مسرو جوړولو قالبونه زده کړي او بیا په دې قالبونو کې خښتې جوړې کړي. خو که شعر د کلمې په دقیقه معنا «شعر» شي، نو شاعرانـ/ې کم دي او په هغو کمو کې هم یو ډېر کم شمېر یې د شاعرۍ د ټولو مسئولیتونو له باره هسکه غړۍ را وتلای شي

 

کره کتونکيو د لویو شاعرانو لپاره د مسئولیتونو څلور حلقې یادې کړې دي. ښه ده چې دا خبره همدلته سپینه کړو، چې دغه مسئولیتونه کره کتونکیو پخپله نه دي ټاکلي، بلکې د لویو شاعرانو له شاعرۍ یې استنباط کړي دي. د مسئولیتونو تر بحث وړاندې یوه بله خبره هم بایده ده چې وشي او هغه دا چې شاعرانـ/ې له لویه سره له دوه ډوله مسئولیتونو او رسالتونو سره مخ وي. یو ډول یې هغه مسئولیتونه او رسالتونه دي، چې شاعرانو ته یې ټولنه، روحانیون، سیاستوال او یا له لویه سره ناشاعران ور له غاړې کوي. دوهم ډول مسئولیتونه او رسالتونه هغه دي چې شاعرانـ/ې یې ځانونو ته پخپله ټاکي او غواړي چې تر پایه ورته وفادار پاتې شي. لومړی ډله مسئولیتونه ناشاعرانه دي او لوی شاعرانـ/ې ورته غاړه نه ږدي خو دوهمه ډله مسئولیتونه شاعرانه او هنري وي. د ناظم/ې او شاعر/ې یو لوی توپیر دا هم دی چې لومړی یې د اول ډول مسئولیتونو تر جغ لاندې روان وي خو دوهم د هنر او شعر د کمال په مقتضا خپله غاړه پخپله یوه داسې ورېښمین غړوندي ته ایښې وي، چې د خپل ذوق او ریاضت په گوتو یې غړلی وي. په بله ژبه، ناظم هغو خبرو، مسایلو او ایډیالوژیو ته د نظم لنډې/اوږدې جامې سکڼي چې د ټولنې، روحانیونو، سیاستوالو او یا له لویه سره د ناشاعرانو په زړو او ژبو گرځي خو شاعر/ه ممکن هغه څه ووایي چې د دې یوې طبقې د زړه خبره به هم نه وي او په داسې انداز یې ووایي چې روایت به یې ننگه نه کوي. دغه په نوي انداز د نوې خبرې کول یو داسې مسئولیت دی، چې واقعي شاعرانـ/ې یې پخپله ځان ته ټاکي

 

څلور هغه ډېر لوی مسئولیتونه چې لوی شاعران زیاتره وخت اوږه ورکوي، زماني، مکاني، ټولنیز او هنري مسئولیتونه دي. آغلې پروین فیض زاده ملال زموږ د معاصر شعري بهیر یوه داسې سرلارې ده، چې د دې ټولو مسئولیتونو له باره جگې سترگې او هسکه غړۍ را وتلې ده. د هغې شعر سره له دې چې زموږ د زمانې، زموږ د جغرافیې، زموږ د ټولنې او زموږ د معاصر شعر او هنر گڼ شاخصونه له ځانه سره لري، د پښتنې ټولنې د یوې ټپیکل مېرمنې د زړه دربا، هیلې، ارزوگانې، اوښکې، ماتې او دردونه هم راسره شریکوي. له نارینه شاعره مو معمولاً هیله دا وي چې شعر دې یې شعر وي، خو له ښځمنو شاعرانو کره کتونکي او لوستونکي لږترلږه دا هیله هم لري، چې شعر دې یې د شعر تر څنگ د هغې د ښځېنه فطرت هنداره هم وي. د ختیځ په گڼو نرواکیو (male dominant) ټولنو کې چې ښځېنه ادبیات او خصوصاً شعر لولو، په زیاترو یې د نارینه ذهنیت سیوری غوړولی وي. داسې ښځېنه لیکوالې/شاعرانې او هنرمندانې کمې لرو چې لیک، شعر او هنر یې د هغوی د فطرت قدنما آیېنې وي. د تذکره اندرونی لیکواله بنفشه حجازی له قاجاري دورې څخه تر لومړۍ پهلوي دورې پورې د ایران د ښځېنه شاعرانو په اړه خبرې کوي. وایي د دې دورې شاعرانې داسې کومه ځانگړې خبره نه لري، چې د دوی دې وگڼل شي. هماغه د حاکم نارینه ذهنیت دی چې د ښځمنو شاعرانو له خولې په منظومو قالبونو کې را وځي. د دې دورې جالبه یې دا ده چې د جنت په نامه د یوې شاعرې شعرونه به خلکو میرزاعلی اکبر شیدا ته منسوبول. د جنت په شعرونو کې نارینه ذهنیت دومره حاکم و، چې علی اکبر شیدا ته په منسوبېدو کې یې له ځانه دفاع نشوای کولی. یعنې د جنت په شعرونو کې داسې کومه ځانگړنه نه وه، چې نارینه ته دې منسوب نه شي

 

د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د ښځمنو شاعرانو راپاتې شعرونه هم ډېری یې د ښځمنو شعرونه نه ښکاري. زموږ شاعرانې د حاکم نارینه ذهنیت او ادبي روایت په پلونو روانې دي او خپل منحصربفرد فطرت ته یې ډېر کم پام ور اوښتی دی. د نازو انا له څلوریځې که د هغې نوم ایسته کړو څه پوهېږو چې دا یوې ښځې لیکلې ده؟ د را وروسته دورونو له عرفاني شعرونو او دوعاگانو سره که د ښځمنو شاعرانو نومونه نه وي، څنگه به یې پېژنو، چې دا نارینه وو نه دي لیکلي؟ موږ د ادبي تاریخ په مختلفو دورو کې د ښځمنو شاعرانو له اثارو نه پوهېږو چې مثلاً د دې شاعرې د ژوند په زمانه کې د ښځې په اړه د ټولنې حاکم تصور څه و؟ ښځو د خبرې او نظر ازادي لرله او که نه؟ او بالاخره د شاعرې جمالیاتي ذوق او د بېلابېلو حوادثو په وړاندې بېلابېل عاطفي غبرگونونه څه ډول ول؟ البته په شفاهي ادب کې ښځمنو دغه تشه جبېره کړې ده او خصوصاً د لنډیو، غاړو، انگیو، کیسو او نورو فولکلوریکو فورمونو په هندارو کې یې د خپل ځانگړي ښځېنه فطرت ټولې جلوې داسې تصویر کړې دي، چې د پښتنې ټولنې او په هغې کې د پښتنې ښځې د ژوند او ژواک په اړه ترې په ډېرو پټو او ښکاره پوهېدلای شو

 

د پروین ملال په شاعرۍ کې ښایي یو نیم غزل او یا د غزلونو تر منځ یو نیم داسې بیت هم مخې ته درشي، چې له لوستو به یې د متکلم د جنس په اړه پوی نه شو، خو عموماً چې د هغې د شاعرۍ په زرین ښار کې گرځو، نو د مسرو د دنگو ودانیو په کړکیو کې یوه شاعره راته ښکاري. دغه شاعره محجوبه پښتنه ده، خو غږ او انداز یې داسې رسا دي، چې د هغې د دروني فطرت او شخصیت له ناوې یې ټول پلوونه اخیستي دي. د مولینا رومي په قول، د پروین د شعر د شپیلۍ پردو د هغې او عموماً د پښتنې مېرمنې له دروني شخصیته پردې اړولې دي:

 

نی حریف هر که از یاری برید

پرده هایش پرده های ما درید

 

و دې شي، چې ځینې لوستونکیو ته زموږ خبره ډېره بدیهي ښکاره شي، خو کیسه دومره ساده نه ده لکه ښکاري چې. د شعر او هنر د سفر په لومړیو پړاوونو کې شاعر/ه د عام بهیر په تقاضا گامونه اخلي؛ د کلاسیکو او معاصرو شاعرانو له سترگیو نړۍ ته ور گوري؛ هغه سوبې او شکستونه منظوموي چې نورو ویلي او هغه قالبونه ورته ښه ښکاري چې نورو کارولي دي. په دې مرحله کې هنرمند او شاعر د شعر او هنر واقعي ازادي لا نه وي پېژندلې؛ د روایت ځنځیر ورته د حضرت ځنځیر (تسپې) ښکاري او لا لویه خبره دا چې خپل ځان یې لا په رسمیت نه وي پېژندلی. وروسته وروسته چې شاعر/ه د ریاضت په وینو د تجربې څراغ بلوي، نو د دې څراغ په رڼا یې ناڅاپه د خپل فطرت ژورې سمڅې ته هم پام کېږي. هغه ناڅاپه تر بهرنۍ نړۍ ور هاخوا یوه بله نړۍ هم کشفوي، چې د ده/ې د خپل فطرت نړۍ ده او کله کله تر بهرنۍ نړۍ ډېره جالبه او د ناویلیو کیسو نړۍ. په دې شېبه کې د شاعر/ې سفر نوی لوری خپلوي. له روایت نه یې د لفظ او تخنیک تجربې تیارې زده کړې وي خو د ویلو لپاره یوه نوې او د رازونو داسې نړۍ په گوتو ورشي، چې هر څه یې نوي وي. دا نو د اصیل هنر او شعر د سفر پیل ټکی وي. د وخت په تېرېدو ممکن د شاعر/ې تجربه دومره پخه شي، چې د روایتونو په صحرا کې نوې لارې او د نویو منزلونو امکانات پیدا کړي او یا هم خپله په روایت بدلېږي. د هنر او شعر د سفر له پیله بیا د خپل ځان تر پېژندنې او کشفولو پورې سفر له ډېرو لوړو ځوړو، زړه چاودون او کړاوونو ډک سفر دی. دغه سخت سفر یواځې هغه لاروي کولای شي، چې د تجربې څراغ د ریاضت په وینو تر ډېره بل ساتلای شي. دا سفر د احمدفراز په قول له نشتوالي څخه تر شتوالي پورې سفر دی:

 

وه تو پتهر پہ بهی گزرے نه خدا ہونے تک

جو سفر میں نے «نہ ہونے» سے کیا «ہونے» تک

 

او د استاد دروېش دراني خبره ده چې:

 

د شاعرۍ سفر دی گران دروېشه! ته خبر یې

چې تر دې ځایه زه په څنگه زړه چاودون راغلمه

 

له ښه مرغه زموږ شاعره آغلې پروین فیض زاده ملال د خپل سفر له پیله دې اوړون ټکي ته د رسېدو په معنا پوهېدلې ده او پړاو په پړاو یې ځان ور نږدې کړی دی. له استثناوو پرته د هغې د شاعرۍ په مسره مسره کې په خپله شاعره ولاړه ده خو د مسرو دې هندارو ته که زموږ د ټولنې کومه بله مېرمنه هم ودرېږي، د هغې تصویر به ور وښیي. پروین وایي:

 

ستا د غم سره نکاح مې د ازل پاچا لوستلې

راته گوره ملکه یم راسره دي لښکرونه

 

جوړ زما د زلفو ول سي چي د ساه عطر دي راسي

د سبا باده خرامه چي پریشان راوړي مزلونه

 

د فراق په توره شپه کې تر سحر شپه روڼول دي

زما په تورو څڼو کښېږده ډک د ستورو دوه لاسونه

 

شاعره چې له خپل واقعي شاعرانه او رومانوي فطرته د پردې د پورته کولو هڅه کوي، نو شعر یې د ټپې غوندې یواځې د هغې نه، بلکې د ټولې پښتني ټولنې د روح او رومان هنداره شي. په ټپو کې اورو چې:

 

ټیکری مې سر په پيڅه راغی/نن مې د لاس باهو شرنگېږي

د مسافرو شپې نږدې دي را به شینه

 

پروین وایي:

 

په رخسار چې هوا راسي زه وایم ته یې خو ته نه یې

چي ول ول گیسو مي وا سي زه وایم ته یې خو ته نه یې

 

چې باران د ایینو گوتي د وریځ تر شال بهر کړي

او بریښنا لکه رڼا سي زه وایم ته یې خو ته نه یې

 

د شاعرانه شخصیت ریښتینی تبلور یواځې دا نه وي چې شاعر/ه ځانگړي ضمایر استعمال کړي او یا په جنسیت پورې تړلې ځینې خبرې وکړي. شاعرانه شخصیت هغه وخت واقعي تبلور او تبارز پیدا کوي، چې شاعر/ه آن په غیرشعوري ډول هغه څه وایي چې د ده/ې د فطرت اصیل تصویر وي. د پاسني غزل په دوهم بیت کې د شاعرې د واقعي فطرت دغه اصیل اړخ لېدلای شو. باران د نارینه و په شعرونو کې هم ډېر ورېږي خو د هغوی له ذهنیت او تخیل سره سم ورېږي. همدا ډول وریځې د نارینه شاعرانو په شعرونو کې هم کله د دېوانو او کله د وېروونکیو هیولاوو په بڼه گرځي را گرځي، خو د پروین په بیت کې باران د ناوې غوندې تصویر شوی چې د وریځو له شاله یې د آیېنو گوتې را بهر کړې دي. د باران څاڅکو ته د آیېنو گوتې ویل او وریځې شال بلل د یوه داسې متکلم د ذهن او تخیل مولود تصویرونه دي چې نړۍ او طبیعت ته له یوه لطیف ښځمن لیدلوري ور گوري او لږترلږه زموږ د ټولنې نارینه نه شي کېدای.  

 

د پروین په شعر کې غږېدونکې ښځه ډېری وخت منحصربفرد شخصیت لري. په ټپو کې غږېدونکې مېرمن که د ټولنې د زندانونو په وړاندې غږ پورته کوي، د خپل جمال قصېده هم وايي. ملا یې نرۍ ده او په منگیو ماتېږي؛ د زلفو تناوونه یې دومره اوږده دي چې تر پښو لاندې کېږي او د بنگو د پیالې غوندې غرقه ناسته ده. همدارنگه د پروین د شعر په دریځ ولاړه مېرمن د پروین شاکر او فرخزاد د شعر له متکلمې سره هم یو ډول نه ده. د دې دوو لویو شاعرانو په شعر کې غږېدونکې ښځه ډېری وخت هماغه د نازدانه معشوقې پر تخت ناسته مېرمن ده، چې مین ورپسې د خوشبو په څېر کوڅه په کوڅه گرځي (اس نے خوشبو کی طرح...) او یا یې د فرخزاد په څېر ټوله لټه دا ده چې په خپل مین کې ویده لیونی را ویښ کړي:

 

بر دو چشمش دیده میدوزم به ناز

خود نمی دانم چه می جویم در او

 

عاشقی دیوانه می خواهم که زود

بگذرد از جاه و مال و آبرو...

 

خو د پروین ملال د شعر په دریځ باندې غږېدونکې مېرمن د معشوقانه او نازدانه شخصیت په ځای عاشقانه او رندانه شخصیت لري. په هغې پسې مین د خوشبو په څېر کوڅه په کوڅه نه گرځي، بلکې شاعره د خپلې عاشقانه جذبې او وجد په گامونو په خپل معشوق پسې روانه ده. دې عاشقانه وجد او ولولې د پروین د شعر په هنداره کې غږېدونکې ښاپېرۍ د منفعل معشوقانه عنصر په ځای په یوه فاعل عاشقانه او متحرک کرکټر بدله کړې ده. دغه شخصیت د شیرین یا لیلا په ځای رابعې ته ډېر ورته دی:

 

زه د بام تر څوکو پورې ورغلم

خیال د یو اشنا راځي مهلت اخلي

 

د معشوقانه جمال په ځای دغه عاشقانه او خاکسارانه جلال لرونکې متکلمه، کله کله عارفانه ادا لري او د بلخ د پیر په تعبیر په «عاشقانه قمار» کې یواځې د بل قمار هیله او ارزو ورسره دي:

 

خنک آن قماربازی که بباخت هر چه بودش

بنماند هیچش الا هوس قمار دیگر

 

پروین فرمایي:

 

ښکلومه به دې پلونه که بیا راسې دې کوڅې ته

فرشوم د زلفو ولونه که بیا راسې دې کوڅې ته

 

د پلو په هر پلو کې ټولوم د زړه ټوټې مې

ستا و مخ ته وړم لالونه که بیا راسې دې کوڅې ته...

 

د دې لیکنې په پیل کې مو د ځینو شاعرانه مسئولیتونو خبره وکړه. یو هغه شاعرانه مسئولیت چې لوی شاعرانـ/ې یې لري دا دی چې دوی د خپلې زمانې ادراک لري. د ځینو شاعرانو شعر چې لولو نه پوهېږو چې شاعر/ې په کومه زمانه کې ژوند کړی، د شاعر/ې د ژوند په زمانه کې کومه خاصه پېښه شوې او که نه. ډېری شاعرانـ/ې شعر په یوه داسې نامعلومه زمانه کې وایي چې که د دوی د ژوند په اړه معلومات راسره نه وي، نو لوستونکي نه پوهېږي چې شاعر/ه په کوم وخت کې اوسي. خو د ځینې نورو شعر د یوې داسې لویې او حافظه لرونکې هندارې په څېر وي چې د زمانې د روانې بېړۍ تصویرونه هم ثبتولای او ساتلای شي. د پروین شعر چې لولو پوهېږو چې هغه د خپلې ټولنې او نړۍ د تاریخ په کومه برخه کې ولاړه ده

 

...زموږ د کلي نجوني اوس د کراچۍ

په ساحلي شگو کې

د خپل تقدیر ورکې او تورې

آیېنې لټوي

زموږ د کلي نجوني اوس په خیبري تړو کې

د ماتو ستورو تڼۍ

د بې صبرۍ او بېلتانه په گرېوانه ټک وهي

زموږ د کلي نجوني اوس ایینو ته نه گوري هیڅ

نه یې په سترگه رانجه

نه یې د تندي په سبا زانگي د لمر ټیکونه

نه یې خندا کې سته دي

د پسرلي خوبونه

ته راته ووایه د ژوند ښاپېرۍ!

زموږ د خوښۍ د ناوې

لاسونه چا پرې کړي؟

چې د ډولۍ ځینې یې

د سرو گلونو په ځای

سره بارانونه د شفق ورېږي

زموږ په خاورینو کوڅو

زموږ د تاریخ په تاو وهلو پاڼو

چا د تېرو تورو باران پېرزو کړ؟

چا په اور ووېشتل زموږه

د نیکو قبرونه....

 

همدارنگه شاعره ځای، ځای د خپل شعر د لهجې او جالبو تصویرونو په مرسته راسره مرسته کوي چې وپوهېږو هغه په کومه ځمکه ولاړه ده. په بله ژبه یا د رضا براهني په قول شاعره له مکاني مسئولیته هم سور مخ را وتلې ده:

 

د تاوده تنور تر څنگه

اوبو «سړوبۍ» راکړې

ټوک ډوډۍ په کټو پوري

خیر وکړې یا الهـــــــــــي

 

د مکان په وړاندې مسئولیت ښایي د مکان یا چاپېریال د تصویرولو په مرسته وشي او یا شاید په هغه چاپېریال کې د اوسیدونکیو خلکو د تصویرولو په مرسته. په «اتڼ چي ته» شعر کې یو داسې رندانه او جانانه اتڼ چي تصویر شوی چې په هممهاله ډول د اتڼ چي تر پښو لاندې ځمکه (مکان) هم راته تصویرېږي. لوستونکی پوهېږي چې دغه اتڼ چي په کوم درمند کې اټن کوي

 

خاوره د وطن په مستۍ ښکل کړي پښتو ته ترپ ورکړي

داسې د اتڼ د سر سالار سي ډول ته خرپ ورکړي

کوږ لکه لینده سي د بڼو په څوکو سپر مات کي

ټول میدان میوند سي د غلیم پوره لښکر مات کي...

 

خو په «لوگره نجلۍ» کې د چاپېریال یا مکان په وړاندې مسئولیت لا دقیق او ښکلی ادا شوی دی:

 

زه چې سهار زموږ د کلي د ملا

په خواږه بانگ ویښه سم

وی توبه خدایه زړه ناڅاپه راته وتخنېږي

د دوبي ښکلې ورځ چوغکي

په چوڼ چوڼ پیل کړي

چې یبلې پښې د یخ کارېز په سړو شگو کښېږدم

بدن مې سر تر نوکه څړیکي وکړي

داسې خوږې داسې پستې څړیکي

لکه زموږ د خان د هسکي کلا

په سر وي ناستي دوې گو گو کوتري

د اوبو شړق مې په مخ لاري لاري

زما د لپو کرښي ولولي

د پښو په تلو کي مي روح د لطافت

پاڅوي

بیا د کوټې د چت د تیر د ملا نه

د را ځوړند لور لاستی

ونیسمه

زه یم لوگره نجلۍ

بیا و پټو ته ځمه

په نیم کښ مخ باندې به لو کومه

پرون تر تېر ماښامه

آن د سپوږمۍ په رڼاییو کي ما

لو د غنمو وکړ

پرې سوو وږو یې خوږ وږم لاره

زړه یې را وتوساوه

د لور په پړق به مي سیوری د جانان ولیده

لکه سپوږمۍ سپوږمۍ شېبې وې

د چنار په اوږو

لکه دعا د جنت

لکه وو بوی د شنو چندڼو

او د تور لونگ..... تر پایه

 

د دې ښکلي شعر مسره مسره د شاعرې د چاپېریال رڼه آیېنه ده. د ملا بانگ، کارېزونه، یخې شگې او په هغوی قدمونه اخیستل، په کارېز کې مخ مېنځل، په پټو کې په نیم کښ مخ لوونه، د پرې سوو وږو وږمې.... ټول که له یوې خوا داسې حسي تصویرونه دي چې زموږ گرد حواس را پاروي، له بلې خوا دا هم راته وایي چې شاعره د کوم ځای او کومې ځمکې کیسه کوي

د شاعر/ې ذهن که یوه لویه هنداره وبولو، نو حساسترینه یې هغه ده چې درې سوه شپیته درجې ساحه راته تصویري کړای شي. ځینې هندارې یوه اړخ ته متوجه وي خو نورې خواوې یې له وړانگو پټې پاتې وي. لویې هندارې هغه وي چې شاوخوا شپږ لوري یې تر څار لاندې وي او د غالب په قول:

 

طوطی کو شش جهت سے مقابل ہے آیینه

 

د ټولنیز مسئولیت مفهوم دا دی چې شاعر/ه ټولنیزو پېښو او ناخوالو ته له یوه ازاد او داسې شاعرانه لیدلوري ور وکتلای شي، چې له هر ډول قید و بنده ازاد وي. ځینې شاعرانـ/ې له ټولنیز ذهنیت سره موازي روان وي؛ دوی ټولې هغه خبرې، اصول او قواعد د کاڼي کرښې گڼي چې پخوانیو تراشلي وي. ټولنه یو نیم وخت د سنایي په قول په دیوال په خپلو لاسونو د دېو څېره انځور کړي او بیا د همدې دېو له ډاره خوب نه ورځي. د ټولنې تر جغ لاندې روان شاعرانـ/ې د همدې دېو قصېدې وایي او خلک ترې ډاروي. خو لوی شاعران داسې نه کوي او خلک د هغوی په لاسونو د تراشل شویو دېوانو له وېرې ازادوي او د توهماتو او مزخرفاتو د ځنځیرونو کړۍ ماتوي. البته د کلمې په واقعي معنا شاعرانـ/ې ټولنه یو مخ نه ردوي، بلکې د یوه هوښیار باغوان غوندې په دې باغ کې د هرزه بوټو ضرر تصویروي او خبره د باغ د خیر او زرغونتیا لپاره کوي

 

تاریخ چې راته د ښځې کیسه کوي، نو وایي چې تر زراعتي انقلاب وړاندې ښځه له نارینه سره اوږه په اوږه روانه وه، خو تر دې انقلاب وروسته چې سړی په کرونده کې بوخت شو، نو ښځې ته د کور د سمبالولو چارې ور له غاړې شوې. وروسته وروسته یو بل منگی هم ور په سر شو او هغه دا چې د مېړه د مېراث د تحفظ لپاره باید نارینه مېراثخور هم وزېږوي. دې دوو غبرگو منگیو د ښځې ملا کږه او له ټولنې څخه یې څنگ ته کړه. وروسته نو ورو، ورو ښځه هم د نور شخصي ملکیت په څېر د نارېنه په ملکیت بدله شوه او بالاخره یا د کور شوه یا د گور. په لویدیځ کې ښځو د زراعتي انقلاب له امله د دې را منځته شوي فرهنگ په وړاندې د فیمینیزم په نوم مبارزه پیل کړه، چې اوس ثمر ته رسېدلې ده او ښځې بېرته د ټولنې په فعال رکن بدلې شوې دي. خو په ختیځ کې دغه مبارزه اسانه نه وه او لا هم هاغسې نه ده پیل شوې چې پکار ده. البته شعر او هنر په دې مبارزه کې خپل نقش ادا کړی دی. پښتنې مېرمنې که د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره عملاً ډگر ته نه دي را کوزې شوې، خو په ټپو، سروکو او سوزنده سندرو کې یې د خپلو زړونو دربا د نرواکې ټولنې د نارینه وو تر غوږونو رسولې ده. ټپې د پښتنې د ژوند نږدې ټول هغه بوږنوونکي اړخونه تصویر کړي دي، چې ویښ وجدانونه لړزوي او انساني زړونه دردوي. څرنگه چې ټپې بې شاعره وي، نو د بغاوت ناره په کې لا رسا او لوړه وي، خو په لیکنۍ شاعرۍ کې یې هم داسې بېلگې لرو، چې د لوستو دي

 

په لوستو ښځمنو شاعرانو کې پروین ملال یوه داسې شاعره ده، چې د ښځې په وړاندې ټولنیز ذهنیت او برخورد یې په ډېره هنري بڼه انځور کړي دي او که ووایو چې د هغې د شاعرۍ دا برخه شهکاره شاعري ده، نو مبالغه به مو نه وي کړې. واقعي هنر د لوستونکي او اورېدونکي د عواطفو او احساس کړۍ لویوي. د کلماتو هغو معناوو ته مو رسوي، چې موږ لا ورباندې فکر نه وي کړی. مثلاً موږ چې «کونډه» کلمه واورو، نو ذهن ته مو یوه داسې ښځه راځي چې مېړه یې مړ شوی وي. خو د پروین ملال «کونډه» شعر چې ولولو، نو پوی شو چې کونډه یواځې د یوه غم نوم نه دی، بلکې د سل و زرو هغو پټو دردونو مجموعې ته وایي چې موږ یې لا په اړه تصور هم نه دی کړی:

 

زما د مړ مېړه د مړیني څلور میاشتي

او لس ورځي تېري

مور مي بیگا راته ویل:

تېزې جامې مه کوه

په حویلۍ کې په لوړ ږغ باندي خبري مه که

شونډي دي وچي ساته

ویښته «څپوله» پرېږده

لار دي راسته وباسه

د وره د چاکه د بهر

چي ننداره و نه کې

پام چېري سترگي په رانجه

چي نه کړي

هغه دي نه دي اورېدلي چانه

«کونډه چي سترگي توروي زړه یې مېړه غواړي»

تر پایه...

 

په «لونگینه پر څنگ څنگ راواوړه» شهکار ازاد شعر کې د یوې داسې مېرمنې د اروا او زړه غمجنې دنیا ته کړکۍ ور ماته شوې چې له سینده پورې واده شوې ده. نه رښتیا واده شوې نه ده، بلکې په بدۍ کې ورکړل شوې ده. د لنډۍ په ژبه:

 

له سینده پورې واده مه شې

له سینده پورې یتیمانې ودوینه

 

دا مېرمن د سیند په یوه غاړه کې اوسي او پلارگنۍ یې د سیند په بله غاړه کې. د سیند په بله غاړه کې یې د ورور واده دی. د سیند اوبه د ورا سندره بولي او د وراباڼو غږونه د زاڼو د کتار غوندې د هوا په څپو د خسرگنۍ کور ته راځي

 

د سیند اوبه د ورا سندره بولي

د سپوږمۍ وړانگو د رڼا په ژبه

د ساحلونو د ښکلا قصیده ولوستله

د چنارونو پاڼو

د چا د گنډ کمیس

د سپین پاولو په شان ورسره

ښکلي اتڼونه سر کړه

ماښامنۍ وږمې په غېږه کې خپل

د سیند د هغې غاړې

د مست اتڼ مسته سندره راوړي

«لونگینه پر څنگ څنگ راواوړه

پر څنگ راواوړه چي دي وشمېرم خالونه

لونگینه پر څنگ څنگ راواوړه»

د سیند په هغه غاړه زما د ورور واده دی

شپې ته خو وینې کنه؟

څه بې مثاله ستا شېبې دي هلته

زما د پلار د کلا هسک برجونه

د اسمان ستوري په خپل څوکو اخلي

زما د ورور د لاس نکریځي په شپه

د مازیگر سره شفقونه راوړي....

خو د سیند په هغه بله غاړه کې د زوم د قیدي خور له زړه وینې څاڅي او:

د سیند په دغه غاړه

په ما بدمرغه شپه ده

سپوږمۍ ته وینې که نه؟

چې زه د دوو قومونو

د تاریخي بدیو

د نسل نسل ځنځیرونه

په وریښمینو پښو کې څنگه وړمه؟

 

دغه شعر د سیند د دوو نه پخولا کېدونکیو غاړو کیسه کوي، چې د کرکې او نفرت د فشار د ثقل مرکز یې د یوې مېرمنې زړه دی. پوهېږو چې په قیده پښتني ټولنه کې ودونه او هغه هم د ورور واده او نورې ښې بدې د ښځو لپاره یواځیني هغه میله ځایونه دي چې د څو ساعتونو په مخ په کې د نرواکۍ زندانونه ماتېږي او ښځمنې په ازاد زړه د خپلو زړونو غږ سندره کولای شي. خو د سیند دوو غاړو له یوې مېرمنې څخه دغه یواځینۍ موقع هم تروړلې ده. هغه غاړه د خپلې شملې په هسکولو بوخته ده او دا غاړه د انکار تبر ته نوی لاستی ور اچوي. په داسې وخت کې چې انسان ته هیڅ بل همدم او همراز ور پاته نه شي او آن د خپل کور غړي یې د سترگو کتاب او د زړه ارزو نه شي لوستلای، بنده مجبور دی چې خپله خبره له خپلې پخوانۍ مور یعنې طبیعت سره وکړي

 

د مازدیگر زېړیه لمره

په روغو وایه د رنځورو سلامونه

 

په پورتني شعر کې هم شاعرې طبیعت ته پناه وړې ده. یو ځای وایي:

 

شپې ته خو وینې کنه؟

څه بې مثاله ستا شېبې دي هلته

 

بل ځای وایي:

 

سپوږمۍ ته وینې که نه؟

چې زه د دوو قومونو

د تاریخي بدیو

د نسل نسل ځنځیرونه

په وریښمینو پښو کي څنگه وړمه؟

 

«دویم واده» او «ستۍ» هم د پروین دوه نور شهکارونه دي چې د پښتنې مېرمنې ټیپیکل ستونزې یې په ډېر جلال او متانت په کې سندره کړې دي. همدارنگه د هغې وروستي شعرونه دغه مسئولیت ته لا ښه ور غاړې وتي دي خو که په ټولو شعرونو او ټولو ځانگړنو یې وغږېږو، ښایي دا سرېزه کتاب شي. ځکه نو د دې دوو شهکارونو او د پروین د دې ډول نورو شعرونو په اړه بحث لوستونکیو ته پرېږدم

 

د شاعرانو څلورم رسالت یا مسئولیت د هنر په وړاندې مسئولیت دی. شاعر/ه به پورته یاد شوي ټول مسئولیتونه په داسې متانت او نزاکت ترسره کوي، چې د هنر او شعر روح به په کې نه زخمي کېږي؛ شعر او هنر به د افکار او ایډیالوژیو په وسیله نه بدلېږي او بلاخره شعر به ترې د شعر له بامه د شعار څاه ته سقوط نه کوي. همدارنگه به شاعر/ه د شکل او محتوا له مخې د شعر او هنر په نوي کولو کې برخه اخلي او یوازې په زړو او سولېدلو قالبونو او فارمونو به لوبې نه کوي. د براهني په قول په معاصره پارسي شاعرۍ کې نیما یوشېج یو داسې شاعر دی، چې له دې ټولو پړاوونو څخه په بري او هسکه غاړه را تېر شوی دی. په پښتو کې هم گڼ شاعران دي چې د پښتو شعر یې د شکل او محتوا له مخې نوي پړاو ته داخل کړی دی. د ښځمنو د شعر په اسمان کې که دغسې شاعرانې پلټو نو تر ټولو وړاندې مو د پروین د هنر وړانگې نظر ور جلبوي. هغې د مثنوي، غزل، څلوریځو او نورو متداولو فورمونو تر څنگ په ازاد او نوي شعر کې پراخې تجربې کړې دي؛ ډېر نوي ترکیبونه یې تراشلي او د تخیلي تصویرونو او شاعرانه ژبې له مخې کله کله له خپل ټول تشخص سره هم مرحوم ننگیال او کاروان صاحب ته ور نږدې وي. البته د پروین سبک ځینې دقیقې ځانگړنې لري، چې که سبکپوهان ورته متوجه شي، نو ډېرې ناویلې خبرې به په کې ومومي. دغه ځانگړنې صرف د محتوا او ښځېنه موضوعاتو تر بریده نه دي، بلکې د هغې د شعر په فورم او صورت کې یا ښه ده ووایو د هغې په شاعرانه تخنیکونو کې داسې ډېرې خبرې شته چې که را وسپړل شي باور لرم چې هم به د شاعرانو لپاره ډېرې نوې وي او هم د ادبي تیورۍ او کره کتنې متخصصو لوستونکیو ته. البته د دې لپاره چې د پروین د شعر له دې ښکلې برخې بېخي بې سلامه تېر نه شو، نو یوه یادونه یې په ځان پور بولم او هغه دا چې:

 

د شعر ژبه د علمي ژبې په خلاف تصویري، نامستقیمه او له کنایو او محاورو ډکه ژبه ده. د علمي ژبې غایي علت د حقایقو او واقعیتونو تشریح کول دي خو د شعري او شاعرانه ژبې غایي علت دا دی چې عواطف، محسوسات او ادراکات چې تخیل ورته نوې جامې سکڼلې وي، راته داسې تصویر کړي چې زموږ سترگو ته ودرېږي. پروین د داسې لهجې اصیله ویونکې ده چې خلک یې په ورځنیو خبرو کې هم اتیا سلنه خبرې په کنایو، محاورو او وراشو کوي. مستقیمې او نیغې خبرې چې د کومې سیمې په نثر او عامو خبرو کې کمې وي، د هغې سیمې د یوې واقعي شاعرې په شعر کې خو به خود نه وي. کنایې او محاورې یو ولسي دي او بل شاعرانه. شاعرانه کنایې او محاوري زیاتره مهال د شاعرانو له خوا جوړېږي او زیاتره وخت یې په هسته کې نوې استعارې را ټولې وي. پروین که په پښتو شعر کې د دې فن استاده وبولو، مبالغه به مو نه وي کړې. د هغې د یوه ډېر ښکلي شعر یوه برخه دلته لولو چې له یوې ماشومې سره مکالمه ده. دا مکالمه له یوې ماشومې سره نه، بلکې زموږ د ټولنې او آن نړۍ له هرې نجلۍ سره کېدای شي:

 

ستا په ځیگر باندې به شنې شي

د کره شاتو او پیو چینې

د گریوان ورونه به دې

دواړه وزر پرانېزي

په رپ رپونو کې به راوړي

د بیدیا د سپینو پرخو حریري پلوشې

څو لمبیدلي شیبې، د جنتونو وږمې

غېږ به دې راوړي د عدن او د فردوس د بڼه

د عاطفې گلونه

رنگین، مهین خیالونه

قدم قدم به د یو چا ستا د لمنې پیل شي

یو څوک به راشي ستا په شونډو به،

د ټولو کایناتو د ښکلا په تول موسکا خپره کړي

یو څوک به راشي ستا خوبونو کي به

چمن، چمن ښکالو د ساه ویښه کړي

یو څوک به راشي ستا په مېنه کې به،

د سر او تال د مځکې، 

خوږه ژړا خپره کړي

یو څوک به راشي ستا په خونه کي به،

د پاس سپوږمۍ او ټولو ستورو په لاس

یوه رڼا بله کړي... ترپایه

 

دغه شهکار شعر تر پایه د دومره گڼو او نویو شاعرانه کنایو ټولگه ده چې لوستونکی د شاعرې د ژبې او تخیل کمال ته حیرانوي. شاعره په عاطفي او تصویري ژبه یوې ماشومې ته مخاطبه ده. داسې یوې ماشومې ته چې په نرواکه ټولنه کې زېږېدلې ده او د ټولنیز تبعیض په اغزنه دښته کې به د عمر سفر پیلوي. شاعره غواړي چې د هغې ذهن وار له مخه د مورولۍ عظمت ته ور واړوي او په دې توگه هغې ته د خپل اصلي جوهر او جمال په ور یادولو د هغې راتلونکی اغزن سفر گلورین کړي. په بله ژبه شاعره له یوې داسې تازمه دمې لاروۍ سره غږېږي چې سخت او له کړاوونو ډک سفر یې په مخ کې دی، خو شاعره لکه مهربانه مور د دې تازه دمې لاروۍ د خیال او اروا په پېڅکه د څوري په دود د هغې ریښتینی جمال، معنویت او جوهر ور تړي. شاعره د دې په ځای چې دې لاروۍ ته مستقیماً ووایي چې ته به مور شې، ورته وایي:

 

ستا په ځیگر باندې به شنې سي

د کره شاتو او پیو چینې

 

شاعره د دې په ځای چې دې لاروۍ ته ووایي چې ته به خپل ماشوم ته د شېدو ورکولو لپاره د گریوانه تڼۍ خلاصوې، په ډېره متینه او شاعرانه ژبه وایي:

 

د گریوان ورونه به دې

دواړه وزر پرانېزي

په رپ رپونو کې به راوړي

د بیدیا د سپینو پرخو حریري پلوشې

 

شاعره د دې په ځای چې لاروۍ ته ووایي چې غېږ به دې له ماشومانو ډکه شي، وایي:

 

غېږ به دې راوړي د عدن او د فردوس د بڼه

د عاطفې گلونه

 

گورو چې د دې شعر محتوا او شکل یو تر بل ښکلي دي. عمودي او افقي تصویرونه یې یو تر بل جالب دي. یواځې په همدې پاس څلور پنځو مسرو کې مو ولېدل چې د مور کېدو په ځای «په ځیگر باندې د کره شاتو او پیو چینې راشنې» کېږي؛ د گریوان خلاصېدو په ځای «د گریوان ورونه وزر پرانېزي»؛ سپینو شېدو ته «د بیدیا د سپینو پرخو حریري پلوشې» ویل شوي او ماشومان «د عدن او فردوس له بڼه راغلي د عاطفې گلونه» بلل شوي دي. د پروین شاعري او خصوصاً د هغې ازاد شعرونه له دغسې ژبې او تصویرونو مالامال دي او کله کله خو د هغې په یوه مسره کې څو دغسې تصویرونه موندلای شو. کره کتونکي که د هغې د شاعرانه ژبې په دې اړخ کار وکړي، فکر کوم چې د ښکلا او نزاکت ډېرې نالېدلې او کاغذپېچ جذېرې به پیدا کړي

 

زه د ښوونځي له وختونو د پروین د شعر لوستونکی او مین پاتې شوی یم. د هغې شعري مجموعې مې وخت په وخت لوستې او د فکر او خیال په نویو جذېرو یې گرځولی یم. اوس مې چې دا مجموعې له سره ولوستې لا نورو نویو جذېرو ته یې بوتلم. که دغه ټولې خبرې دلته سره وکړو، نو تاسې به د شاعرۍ د دې ښکلې نړۍ له سفره لا ډېر وځنډېږی. زه یې د ځان لپاره ویاړ بولم چې زموږ د عصر په یوې واقعي شاعرې د یو څو ټکو د لیکلو ویاړ را په برخه شو. د پروین د شعر د فورم او محتوا سنگینۍ او متانت ته چې گورو، باور مو دی چې د پښتو د شعر په اسمان کې به همېشه پړکېږي؛ رڼا به یې د ذوقونو، فکرونو او عواطفو په سمندرونو باندې وړانگې وروي او د جهل او بدرنگۍ تور دېوان به همداسې په سترگو سترگو کې د نور په غشیو ولي

 

د پروین په قول:

 

زرکي د غزل به مو د طور ځیني نغمې راوړي

ژوند د تحیر به د شېراز په هدیرې راوړي

 

په یو عالم مینه او ادب

 

ډاکتر احسان الله درمل

المان

د جولایي ۱۹/ ۲۰۲۳

-
بېرته شاته