(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهنیزه

[12.Jan.2024 - 16:46]

پوهنېزه لیکنه

 

د پوهنیز لیکنی ډډ د رښتیا او سمو مالوماتو څخه ډک وی چې په داسی لارو یا لاری ( طریقی ) لاس ته راغلی وی چې د ځای او وخت پوری ښکیل نه وی او د تکرار وړ وی.

یانی ( یانی) هر څوک چې وغواړی دغه لارنیولی شی او همدغی نتیجی ته رسیدلی شی.

سم او رښتیا مالومات کیدای شی چې یو تن د مختلفو لارو او یا مختلفو کسانو د یوی یا ډېرو لارو راټول کړی وی.

نو ښه او غوره پوهنیزه ( علمی ) لیکنه هغه ده چې د خپلو او پردو مالوتو او نظریو توپیر پکې شوی وی یانی ( یانی ) لوستونکی پدی پوه شی چې دغه مالومات او نظریه د بل لیکوال ده چې ده تری ټکی په ټکی او کټ مټ را اخستلی او که په خپلو تورو سره د هغه نظریه او مالومات راوړی او څرګند کړی دی او یا دغه داسی مالومات او نظریه ده چې په عمومی توګه منل شویده.

د پوهنیزو مالوتو او نظریو دا بیلتون د پوهنيز لیک دود له لاری په ګوته او نښه کیږی پدی برخه کې په هغه ژبو کې چې د پوهنیز اړخه مخ په وړاندی تللی او ډیری پوهنیزی لیکنی پکې شویدی عمومی منل شوی لیک دود شته دی. خو زمونږ په ژبه پښتو کې چې د پوهنیزو لیکنو د پیل په پړاو کې ده لا کوم عمومی منل شوی لیک دود نه شته دی.

دا چې په پښتو ژبه کې پوهنیزی لیکنی تراوسه پوری شوی او لدی کبله د پوهنیزو ليکنو د پیل په پړاو کې راځی نو مونږ د پوهنیزو پر مخ تللو ژبو په پر تله زیات دې ته اړ  یو چې د نورو ژبو د پوهنیزو لیکنو څخه استفاده وکړو او ګټه تری واخلو.

دلته مونږ د ژباړی د ربړی سره مخامخ کیږو. دا ربړه یوازی د پښتو ژبی په پوهنیزو ليکنو کې پرته نده بلکه نوری ژبې ورسره هم پخپل وار سره مخامخ شویدی او حل کړیده.

د جرمنیانو په ژبه ډایچ (Deutsch) کې د پوهانو په مینځ کې پدی اتفاق راغلی دی چې د انګریزی او فرانسوی ژبې متن دی نه ژباړل کیږی که چیرته پری ټکی په ټکی حواله ورکول کیږی نو پخپله په انګریزی او فرانسوی ژبو لیکل کیږی او د نورو ټولو ژبو متن ژباړل کیږی.

ددی خبری علت دا دی چې تقریبا ټول المانی پوهان په انګریزی او فرانسوی ژبوښه پوهیږی او یا دومره پری  پوهیږی چې مطلب تری اخستلی شی لدی کبله ئې حاجت ژباړی ته نه شته دی. خو دغه هغه کسانو ته چې په دغه دواړو ژبو نه پوهیږی ستونزی  پیښوی او د پوهنیزی ليکنی مطلب او مفهوم ته ښه رسیدلی نه شی او نښتون ئې تری ګډوډ کیږی. لدی کبله پکار ده چې د نورو ژبو متن چې ټکی په ټکی پری حواله ورکول کیږی خامخا په پښتو کې وژباړل شی.

د ژباړی په هکله پکار ده چې ووایو چې په دوه ډوله ده : تړلی ژباړه اوازده ژباړه.

 

۱ ) تړلی ژباړه : تړلی ژباړه ټکی په ټکی ژباړه ده چې جملی پکې تیروبیر شوی نه وی او یوازی فاعل او مفعول او فعل ته د خپلی ژبی د قالب سره سمون ورکړ شوی وی .

د ټکی په ټکی ژبای څخه مطلب لفظی او یا میخانیکی ژباړه  نده.

ژباړه تل د مانا او مفهوم له پلوه کیږی . د مثال په توګه د پاړسو د خرګوش میخانیکی او لفظی ژباړه دخرغوږ کیدلی شی خو سمه ژباړه ئې د مانا او مفهوم له پلوه سوۍ ده.

ښه تړلی ژباړه هغه ژباړه ده چې بیرته په څټ وژباړل شی او اصلی متن تری مینځ ته راشی.

 

۲) ازاده ژباړه: ازاده ژباړه په دوه ډوله ویشل کیدلی شی لږه ازاده ژباړه  او ډیره ازاده ژباړه

لږه ازاده ژباړه : په لږه ازاده ژباړه کې مانا او مفهوم ساتل شوی وی خو جملی تیروبیر شوی وی.

ډیره ازاده ژباړه : په ډیره ازاده ژباړه کې پخپلو تورو سره دیوه متن د مانا او مفهوم لنډیز یاغټ ټکی رااخستل شوی وی.

په پوهنیز لیک دود کې پردی مالوت او نظر ئې  چې ټکی په ټکي رااخستل شوی او یا پخپلو تورو سره ویل شوی وی په نښه کیږی خو عمومی منل شوی نظرئې او همدغسی خپل نوښتونه او نظرئی نه په نښه کيږی . همدا خبره د ژباړو  لپاره هم اتبار ( اعتبار) لری. تړلی او ازاده  ژباړه   دواړه په نښه کیږی. خو تړلی ژباړه د ټکی په ټکی رااخستل شوو پردیو نظریو او مالوتو  په ډله کې راځی او ازاده ژباړه پخپلو تورو سره د پردیو نظریو او مالوتو د څرګندونی په ډله کې راځی.

د ټکی په ټکی را اخستل شوو پردیو مالوتو او همدغسی د تړلی ژباړی پیل او پای د کوچنیو غبرګو لندیو  يانی ددی نښي « » پواسطه د لیکنی د نورمتن څخه بیلیږی او په پای کې پدی غټه لندۍ ( ) کې په ګوته کیږی چې د چا او کوم کتاب څخه اخستل شویده. په خپلو تورو سره د پردۍ نظری څرکندونه او همدغسی ازاده ژباړه یوازی په غټو لندیو کې په ګوته کیږی او د کوچنیو لندیو پواسطه ئې د پیل او پای بیلولو ته حاجت نه شته دی.

د لیکوال او کتاب په ګوته کولو لپاره دوه دوده شته دی. یو دا دی چې په لندیو کې یو شمیر لیکل کیږی او بل دا دی چې په لندیو کې د لیکوال نوم او دکتاب کال لیکل کيږی. ښکاره خبره ده که دیولیکوال د دوو یا زیاتو کتابونو څخه استفاده شوی وی چې په یوه کال کې لیکی وی نو بیا الف ب او داسی  نوری نښی ورسره هم کیږی.

د کتاب یا مقالی په پای کې د اخستونځو د لاندی که د شمیر دود پکار وړل شوی وی نو د شمیر  په ترتیب او که د لیکوالانو د نومونو او کال دود پکار وړل شوی وی نو د لیکوالانو نومونه د الفبا په ترتیب لیکل کیږی.

د هر لیکوال د نوم سره پکار دی چې د ده د کتاب یا مقالی نوم د چاپ ځای او کال او هغه مخونه چې استفاده تری شوی وی ولیکل شی.

ښه دا ده چې په هره ژبه چې سړی د خپلی مقالی لپاره د بل کتاب څخه ګټه اخستلی وی په هماغه ژبه ئې په اخستونځو کې وليکی او که ئې د لیکوال د نوم او د کتاب د کال دود پکار وړی  وی نو په لندیو کې په هماغه ژبه د لیکوال نوم په ګوته کړی ځکه څوک چې په  هغه ژبه نه پوهیږی چې لیکوال تری استفاده کړی ده د هغه لپاره بی تفاوته ده او مجبور دی چې د لیکوال په دغه لیکنه قناعت وکړی او څوک چې پری پوهیږی هغه کولی شی چې  دغه د اصلی کتاب د متن سره پرتله کړی.

زمونږ پدی کتاب  کې د شمیر د دود څخه ګټه اخستل شویده. د تړلی ژباړی پیل او پای په غبرګو کوچنیو لندیو کې په نښه شوی او په پای کې په غټو لندیو کې د شمیر د لاری کتاب او لیکوال په اخستونځو کې په ګوته شویدی.

همدغسی لږه یا زیاته ازاده ژباړه هم په نښه شویده خو دغه په غبرګو کوچنیو لندیو کې نده نیول شوی او یوازی په غټه لندۍ کې د شمیر په مرسته سره هغه لیکوال او کتاب په ګوته شویدی چې اسفاده تری شویده.

په دومره اندزه سره زمونږ په عقیده د نورو ژبو پوهنیز لیک دود سړی اخستلی شی. یوه بله خبره چې د لږ څه فکر او غور وړ ده او هغه دا ده چې عمومی منل شوی نظر ئې په نورو ژبو کې نه په نښه کیږی . عمومی منل شوی نظر ئې داسی نظر ئې دی لکه ځمکه ګرده ده. پدی حالت کې ددغی نظر ئې په لیکوال یا نویستونی ( مخترع ) حواله ورکولو ته حاجت نه شته دی ځکه چې په لویدیزه ټولنه کې هر څوک پدی پوهيږی چې دغه نظریه د ګا لیلا (Galileo)   ده خو دلته دا پوښتنه راپیدا کیږی چې په کومه پیمانه هغه نظر ئې چې په یوه ټولنه کې عمومی منل شوی وی په بله ټولنه کې هم عمومی منل شوی ګڼل کیدلی شی.

 

دا پکار ده چې هم وویل شی چې د پوهنیزو ژباړو په برخه کې یوه بله ستونزه دا ده چې هره پوهنه ځانته ژبه لری چې دغه ژبه کله نا کله د اولسی ژبې سره تو پیر لری.

په نورو تورو سره دغه ژبه د یو شمیر استلاګانو ( اصطلاح ګانو ) چې د اولس په ژبه کې بله مانا ( معنی ) لری یا هډونه استمال ( استعمال ) کیږی جوړه شویده .

لدی کبله مونږ پدی کتاب کې د مهمو پوهنیزو استلاګانو سره اصلی لغات یا استلا په هماغه ژبه د کومی څخه چې مو اخستلی ده کټ مټ په لندیو کې لیکلی ده او ددی هڅه مو هم کړی ده چې د پوهنیزو استلاګانو په ژباړه کې د اولسی ژبې څخه ډیر وړاندی لاړ نه شو. کله چې د بلی ژیې د یوی استلا ( اصطلاح) لپاره په پښتو ژبه کې ډیر لغاتونه یا مانا ګانی وی نو مونږ هغه مانا یا لغات استمال (استعمال) کړی دی چې د پوهنیزی ژبی د اصولو پربنسټ د لیکنی په نښتون کې سم بریښیده.

همدغسی که د پښتو د یوی استلالپاره په بله ژبه کې څو لغاتونه پکار وړل کیدل نو مونږ هغه لغات تری رانیولی دی چې د پښتو ژبی د استلا یا لغات تر ټولو سمه مانا ئې ورکوله.

سر بیره پردی د داسی لغاتونه په ځای چې په اولسی ژبه کې رواج ندی او د ځینو لیکوالانو  له خوا په پښتو لیکنو کې استعمال شویدی مونږ هغه لغاتونو ته امتیاز ورکړی دی چې د پښتون اولس په بیلو بیلو پرګنیو کې پری خبری کیږی او رواج وی.

که څه هم مونږ د پښتو د لیک او لوست د سمون  د نوی او غوره لیک دود څخه چې لیکل پکې هماغه شان کیږی لکه څنګه چې ویل او لوستل کیږی نه یوازی خبریو بلکی پلوی ئې کوو خو لا تر اوسه دغه نوی پښتو لیک دود د زاړه ملائی او میرزائی لیک دود چې د تپوس په ځای به ئې تفحص لیکو ټغر په بشپړه توګه ټول کړی ندی . خو تر هغی پوری چې دغه نوی پښتو لیک دود د زوړ ملائی لیک دود ځای ونیسی لږ څه وخت پکار دی تر څو چې هغه کسانه چې په زوړ لیک دود روږدی  دی د نوی پښتو لیک دود سره اشنا او عادت شی. نو ځکه مونږ هم د پښتو د نوی لیک دود په چمن کې توندی منډی نه دی کړی خو ددی هڅه مو کړی ده چې د پښتو د نوی لیک دود د پیاوړتیا په لار کې یو ګام پر مخ لاړ شو او ځینی ټکی مو د زاړه لیک دودڅخه په نوی لیک دود را اړولی دی خو سره ددی هم پدی لیکنه کې څه نا څه د زوړ ملائی لیک دود نښی نښانی  شته .

ځینو کسانو ته به دا پوښتنه پیدا کیږی چې په نوی لیک دود کې چې لیکل او لوستل یو شانته وی نو دا به د پښتنو هغه ټبرونو ته ستونزی پیدا کړی چې په بیلو بیلو لهجو خبری کوی؟.

(ډاکتر کبیر ستوری)

___________

د پاڼې یادونه: پدې لیکنه کښې​ د کمپوزر له اړخه د یې ګانو سمو کارونو ته پاملرنه نه ده شوې

درنښا

 

 

 

 

 

-
بېرته شاته