(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښنونستان شهید

[01.Feb.2024 - 17:08]

زما  دڅلورو کلونو دمخه  یوه ليکنه چې پښتو ژورنال خپره کړې وه .

چا غوږ کې راته ووېل چې جانان مه یادوه

د سرو شونډو له پاسه سور پېزوان مه یادوه.

(دلته جانان نه مطلب پښتونستان دے)

-------------------------------

دپښتون_ افغان هېواد د ملي اتلانو ياد:

د انقلابي او په پښتونستان مئین شهيد ملنګ جان د ۶۳ مي کاليزې په وير کې:

ليک : ډاکتر لطيف ياد

 

ملي شاعر ملنګ جان څوک و؟

ملنګ جان په ۱۲۹۳ لیږدیز کال چې د۱۹۱۴ زیږدیز/میلادي کال سره سمون خوري دننګرهار ولایت دبهسودو دچمیارپه کلي کې زیږیدلی و. پلار یې عبدالشکور نومیده . دده اصلي نوم محمد امین و، خو کورنۍ به یې دنازه ورته امین جان وایه.

درې کلن ماشوم و چې دخپل پلار له مینې نه بې برخې شو. تردې پيښې وروسته له خپلو وړو ورونو او زړې مور سره یوځای دغربت او بیوزلۍ نادودو ته یوازې پاتې شو. وروسته یې کورنۍ دمزدورۍ او کار روزګار په لټه کې دخپل کلي چمیار نه دبهسودو بل کلي ته لاړل چې چار مسره نومیداو هلته یې دکبانو په نیولواو نورې غریبۍ مزدورۍ په کولو سره خپلې کورنۍ ته نفقه او روزي پیدا کوله. ورپسې دبهسودو نه کامې ته ولیږدید او هلته دخبلو ورونو او مور سره یوځای داربنګ په کلي کې میشته شو.همدلته و چې په پنځلس کلنۍ کې یې دخپلو شعرونو په ویلو پیل وکړ او ملنګ جان شو.

تر یو نیم کلونو وروسته بیرته خپل کلي چمیار ته ستون شواو هلته په جلال اباد کې یې دپولیسو په امنیه قومانداني ( Ningarhar police Headquarter ) کې نو کري ورته پیداشوه. بیا تر هغه وروسته دکونړ په ولایت کې سپاهي ( سرتیری ) شو.

دسرتیرۍ تر دندې وروسته خپل کلي چمیار ته ستون شواوپه خپل کورکلي کې دکر کیلې په چارو بوخت و. په دغه وخت کې په ننګرهار کې داتحاد مشرقي ورځپاڼه خپریدله او دملنګ جان یوشعر پکې دلومړي ځل لپاره چاپ شوچې یو بیت یې داو:

باغ دی دطو طیانو نه پریږدي زاغان

دی پښتون مالیار پکې وژني پرې خپل ځان

داهم باید زیاته کړم چې دملنګ جان زیاتره اشعار دلومړي ځل لپاره دننګرهار د ( اتحاد مشرقي ) په ورځپاڼه کې هغه وخت خپاره شول چې ارواښاد علامه قیا م الدین خاد م بابا یې مدیر و او بیا ترهغې وروسته چې ارواښاد مولانا عزیزالرحمن سیفي یې مدیر و او بیا په وروسته کې چې استاد عبدالله بختانی صیب یې مدیرو.

ملنګ جان په کال ۱۳۲۴ لیږدیزکال کې چې د۱۹۴۵ زیږدیز کال سره سمون خوری د شهید داودخان په سپارښتنه کابل ته ور وغوښتل شواو په ۱۳۲۹ لیږدیز کا ل چې د۱۹۴۹ زیږدیز کال سره سمون خوري دوخت دصدراعظم ( لومړي وزیر) سردار شاه محمو دخان له خوا ورته دکا ل شپږسوه افغانۍ مستمري تنخواه وټاکل شوه او ورته ښوونکی ونیول شو چې لیک لوست زده کړي او ملنګ جان په لنډه موده کې لیک لوست زده کړاو خپل شعرونه به یې بخپله لیکل..ملنګ جان په ۱۳۳۲ لیږدیز کال چې د۱۹۵۳ زیږدیز کال سره سمون خوري په راډیو افغانستان کې دپښتو موسیقۍ دپروګرامونو دتنظیم کوونکي( منتظم) په توګه وټاکل شو ، خو له بده مرغه یې په ۱۳۳۳ لیږدیز کال چې د ۱۹۵۴زیږدیز کال سره سمون خوري دخپلې دندې ګوښه کړل شو ، خو یوکال وروسته په ۱۳۳۵ زیږدیز کال کې چې د۱۹۵۶ زیږدیز کال سره سمون خوري بیرته خپله پخوانۍ دنده ترلاسه کړه .

ملنګ جان په دغه لنډه موده کې پښتو موسیقۍ ته ډیرڅه وکړل : ده ډیرشاګردان وروزل چې په شاګردانو کې یې د استاد ایوب ، استاد اولمیر ، سپین بادام . ارواښاد استاد ګل محمد ( ګلکي ) ، استاد سیدعلم ، ارواښاد طلا محمد ،عبدالرحمن اور، محمد اسلم ، ګلالی، ګل نام ، دخوش ګنبد فیض ګل، دفتح آباد مشکی، مدد، دکامې عبدالحبیب، عبدالخالق، محمد ابراهیم ، رنګین، محمد جان ، محمد دین زاخیل ، فقیر محمد ،امین الله ،عبدالحمید مشهور په مسجدي ،دلغمان میرزاګل ، امین جان، رحیم ،جوهر او ګل نبي نومونه یادولای شو. دغو ټولو دملنګ جان شعرونه زمزمه کړي هم دي .

دملنګ جان مړینه :

ملنګ جان د۱۳۳۶ زیږدیز کال دلړم دمیاشتې په لسمه نېټه چې د ۱۹۵۷ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې دیو دیرشمې نیتې سره سمون خوري دخيپل درې نیم کلن زوی دواجان سره یوځای دکابل نه دجلال اباد خواته په موټر ( ګاډي ) کې روان و . په هغه وخت کې دلته بند لاره وه او دماهیپر سړک لا نه و جوړشوی، ددوی موټر دخواجه سیب بابا زیارت ته مخامخ په کږلیچونو کې دسړک نه واوښت او په د اسې حال کې چې خپل زوی دواجان یې په خپلې غیږکې کلک نیولی و په دغه غمجنه پېښه کې پلار او زوی دواړه ووژل شول.

وروسته دده او دده دزوی دواجان جنازې دده کلي چمیار ته ولیږدول شوې او دنوموړي کلي په هدیره کې خاوروته وسپارلې شوې ..

ښايي دا به دتقد یر کرښه وي او دملنګ جان هغه دعا به خدای قبوله کړي وي او پرښتو به پرې آمین ویلي وي چې ملنګ جان دخپل ځان او دواجان په اړوند په خپل یوه شعر کې دمخه ویلی و او خپل دغه شعر یې خپل پښتون قام ته ډالۍ کړي و .

ستاسو ځانونو ځینې ځان مې ځارشه

ستاسو بچو نه دواجان مې ځارشه

واورئ له ما ملنګ جان ګرانو ورونو

زما محکومو مظلومانو ورونو

دده دجنازې په مراسمو کې دجلال اباد ، سره رود ، بهسودو او دننګرهار دنورو ولسوالیو ډیر شمیر خلکو ګډون وکړ. ددغو خلکو برسیره دننګرهار لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ، دښونځیو زده کوونکو او استادانوهم دده دجنازې په مراسمو کې برخه واخیستله.

دده تر مړینې وروسته دافغانستان دحکومت په نامه دافغانستانه دننه او دافغانستانه بهر دخواخوږۍ او تسلیت پیغامونه راورسیدل ، ډیرو شاعرانو دده په مرګ اوښکې تویې کړې او ددده مړینه یې ټولو افغانانو اوپه تیره بیا پښتنو ته یوه ستره ضایعه وبلله.

دده دخواشینوونکي مړینې په اړوند ډیرو شاعرانو ویرنې لیکلي دي چې په دغو شاعرانو کې د ملک الشعراء استاد عبد الحق بیتاب ، استاد عبدالله خدمتګار بختانی او ښاغلي ارواښاد برکت الله کمین ویرنې ډیرې مشهورې دي .

دا و دملنګ جان لنډ ژوند لیک چې تاسو ته وړاندې شو .

دپښتو اوپښتونستان دملنګ سپيڅلې اروادې ښاده وي !

دملنګ جان پر مړینې دشهید داودخان دخپګان او خواشینۍ پیغام : -------------------------

د ملي شاعر ملنګ جان په ناڅا پي مړینې ډیر سخت خواشینی شوم. دغه دردمن او هیواد پالونکی شاعر مې له ډیرو کلونو راهیسې پیژاند او دهغه دلوړو احساساتو نه چې دګران هیواد اود افغانانو دسوکالۍ په اړوند یې درلود پوره خبروم.

دده مړینه په رښتیا هم چې ستر زیان دی.که څه هم دی اوس زموږ په منځ کې نشته ، خو دده افکار او آ ندونه به چې دقام دویښولو لپاره وو دده نوم تل ژوندی وساتي .

په دې بشپړ باورلرم چې دافغانانو بچیان به خپل دغه ملي شاعر هیرنکړي . لوی خدای دې ارواښاد ملنګ جان وبخښي . زه دارواښاد ملنګ جان کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو ته تسلیت او ډآډګیرنه ورکوم.

دملنګ جان هیوا دنی او حماسی شعر:

ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !

وطنه ګران وطنه !

زيبا وطن يې زمونږ

ته روح او تن يې زمونږ

ګور او کفن يې زمونږ

دين او ايمان وطنه !

خاورې به ستا په خد مت

کړوپه خپل تن او صورت

ستا په ناموس شرافت

تير يو تر ځان وطنه

ته يې زيارت دنيکو

دوروستي نسل زانګو

يو په غيرت او پښتو

تانه قربان وطنه

وطنه ستا حفاظت

په مونږ دى فرض او سنت

تا به ساتو امانت

اى دافغان وطنه!

مخلص فرزند يمه ستا

غيږ کې خورسند يمه ستا

په عشق کې بند يمه ستا

زه ملنگ جان وطنه

وطنه ګران وطنه !

جنت نشان وطنه !

ته يې زمونږ شمعه مونږ ه ستا يو پتنگان وطنه !

(په پښتو او پښتو نستان باندې مين شاعر ملنگ جان)

دملنګ جان په اشعارو کې د با بړې دخونړۍ پيښې یادونه:

خدای بخښلی ملنګ جان پر پښتو او پښتنو مین و،دی دپښتو او پښتونستان ملنګ و ،دیو خپلواک پښتونستان جوړول دده دژوند یوازینۍ هیله او ارمان و ، خو له بده مرغه دده په ژوند کې دغه ستر ارمان پوره نه شو. دملنګ جان په شعرونو کې نه یوازې دپښتنو دمشرانواو اتلانو لوی احمد شاه بابا،میرویس خان بابا ،ستر خوشال بابا ، ایمل خان بابا ،دریاخان بابا ، فخر افغان ( باچا خان بابا ) ، شهید صمدخان بابا ، ډاکټر خان، قاضی عطا ءالله خان وعجب خان اپریدي دنومونو یادونه شوې ده ، بلکې دپښتونخوا دغیرتي قامونو او ټبرونو دنومونواو ددوی دسیمو یادونه هم شوې ده ،دده په اشعاروکې په پښتونخوا دچارسدې ( دبابړې ) دخونړۍ پيښې او دقصه خوانۍ دخونړۍ پيښې ذکر هم شوې دی .

ملنګ جان دخپلو شعرونو دټولګې ( خوږې نغمې ) کې (دچارسدې دیتیم سرې سترګې) په نامه یو شعر لري چې په خپل دغه شعر کې دچارسدې دخونړۍ پیښې یادونه داسې کوي :

زه دچارسدې دشهید زوی په سترګو سرو یمه

خون مې ددادا غواړم عرضي په لوړو غرو یمه

پلار مې ظالمانو په مشین سوری سوری کړلو

زه غریب یتیم پاتې خپل خدای ته په اسرو یمه

ای دپښتنو مشرانو تاسو خو لږ ننګ وکړئ

وګټئ دادادزما راغلی په زارو یمه

موږته په کوڅوکې پنجابي ووړکي پیغور کوي

ځکه هر پښتون ته په ژړا او په سلګو یمه

پلار مې دا وصیت په ځنکدن کې راته کړی و

ځکه فریادي نن په مومندو ، اپریدو یمه

زه داسارت ژوندون هر ګز منلی نه شمه

خوب نه بیدار کړی ملنګ جان په ښو مسرو یمه

ملنګ جان په خپل یو بل شعر کې باچاخان بابا او خان شهید صمد خان بابا ته وایی:

شو درپه غاړه دقام غمونه باچاخانه!

عمردې ډیرشه تر ډیرو کلونو صمد خانه!

دچارسدې لوڼې مو ژاړي غمخوارو پلرو!

دپښتنو انتقام غواړي غمخوارو پلرو

په بل ځا ی کې وایې:

زما کله هیریږي آه زګیروي دماشو مانو

چې مړه دي په بمونو

ښه یاد مې چارسدې دقتل عام هغه رقم دی

داځکه زه دلګیر یم

همداراز په خپل یو بل شعر کې لیکي :

په رنګین لباس ښایسته وینم هر چم کې کوچنیان

زما یادیږی دتیرا او چارسدې یتیمان

راځئ چې لاړشوچارسده کې یتیمان وګورو

چې په ګولیو غلبیل شوی ماشومان وګورو

ملنګ جان په خپل یو ه بل شعر کې چې عنوان یې دی ( چاته وژاړمه ) دچارسدې دیوه شهید دمیرمنې یو داسې غمجن انځور دشعر په ژبه بیانوي :

په وینو رنګ جامې په ترخ کې ګرځومه

چاته وژاړمه

که پښتونخوا کې زلمي ډیردې څې کومه

چاته وژاړمه

دچارسدې دشهید ښځه یمه

په سرو جامو کې کونډه شوې یمه

تل په ژړا خواره عاجزه یمه

داوښکو ډکې سترګې کوم خوا واړومه

چاته وژاړمه

خاوند شهید ، ورونه بندیان شول زما

بې پلاره پاتې ماشو مان شول زما

زه به ترڅو دبیګانه وو منګی وړومه

سترګې مې اوړي پښتونخوا ته

چاته وژاړمه

ملنګ جان په خپل یوه بل شعر کې ستر خوشال بابا ته وایی چې یو ځل بیا راشه او دصمدخان بابا نه د پښتنو دحال پوښتنه او تپوس وکړه او دفخر افغان سره ملګری شه :

ستا له غیرته ډک دیوان نه شم قربان خټکه

یوځل خو بیاراشه ای ستر بابا خوشال خټکه

یوځل خوراشه دپښتون دحال پوښتنه وکړه

فخر افغان سره ملګری شه پالنه وکړه

دچارسدې دیتیمانو ډاډ ګیرنه وکړه

وکړه تبوس له غیرت ګل او صمدخان خټکه

یوځلې راشه دا خپل مړاوی ګلستان وګوره

دبل له لاسه در په در خپل عزیزان وګوره

په مردکو سوری سوری دخدای قرآن وګوره

دویم اورنګ راغلی ستا په خاندان خټکه

ستا پښتانه ځانته ازاد پښتو نستان غواړي

دغلامۍ او بدنامۍ ځینې امان غواړي

دغه کار ستا په شان ټینګ عزم ټینګ ایمان غواړي

کاشکې پیداشي نور خانان داستا په شان خټکه

بیا خړې وریځې نن په غرو دپښتونخوا وینمه

دپښتنو دژوند او مرګ سود او سودا وینمه

ستا په وطن دعلیمانو تیری بیا وینمه

ځکه نارې سورې وهم زه ملنګ جان خټکه

ملنګ جان په خبلې شعري ټولګې ( خوږې نغمې ) کې یوځل بیا د دچارسدې دیتیمانو یادونه کوي او وایی:

ورځمه مغلګي ته پکې ګورمه زخمیان

بیا ګورم په تیرا کې په بمونو کلي وران

نو چیرته به پیدا کړم مجاهد فخر افغان

مردان او چارسدې نه یتیمان راټولوم

لیږمه پیغامونه باجوړ ښکلو زلموته

نارې سورې وهمه دمومندو ننګیالوته

داوښکو ډکې سترګې وړم خلیل او یوسفزوته

جرګو ته بیا خدایی خد متګاران راټولوم

دملنګ جان شعرونه دپښتو هنر مندانو په غږونو کې:

ملنګ جا ن یوملي شاعرو. دده زیاتره شعرونو هیوادنی او حماسي رنګ درلود. دده شعرونو په پښتني ټولنه اوپه تیره بیا دشاعرانو او هنرمندانوتر مینځ ډیر مینه وال درلودل. همدا وجه ده چې دافغانستان او پښتونخوا ډیروهنر مند انو دده شعرونه زمزمه کړي دي .

په پښتو سندرغاړو کې چې کومو پښتو سندر غاړو دده کلام یې زمزمه کړی دی د استاد ایوب ، استاد اولمیر ، استاد نواب ، استاد شاه ولي ، استاد سردار علي ټکر ، میرمن رخشانې، سپین بادام .دپښتونخوا کفایت شاه باچا ،سید میر استاد ، ګلزار عالم ،کرن خان. نوازخان حیات ګردیزي . ارواښاد استاد ګل محمد ( ګلکي ) ، استاد سیدعلم ، ارواښاد طلا محمد ،عبدالرحمن اور، نعمت الله ، بریالي صمدي ، استاد منګل ، عبید الله جان ،محمد شاه ، خلیل، هیکل، الله خان ، قدیم ، رحیم غمزده ، سید محمد ،منور، سهارګل ، بورا ، صندول ، توربادام، عبدالله ،، ابراهیم ، پاینده دګلکي زوی، اسلم ، مسجدي ، غیاث، همایون خان، آغلې صحرا سحر او صنم نومونه اخیستلی شو.

یووخت دپاکستان ولسمشرا سکندر میرزاکابل ته رسمي سفر کړی و.په هغه وخت کې ملنګ جان په راډیو افغا نستان کې دپښتو پرو ګرامونو او سندرو منتظم و نو په هغه وخت کې دافغا نستان چارواکوملنګ جان ته وویل چې دده دسفر په وخت کې به دی د پا کستان خلاف اودپښتونستان شعرونه نه وایي نو ځکه نو ملنګ جان دغه شعر ولیکه دلته دجانان نه مراد پښتو نستان دی.

جانان مه یادوه !

چا غوږ کې راته وويل چې جانان مه يــــادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پیــزوان مه يــادوه

راوړئ زولني، چې اول یي ښکل بیا یي په پښوکړم

دمينې کارکې مالره زندان مه یادوه

دليل او برهانونو کـړم مين د يار په ستــــرگو

بيا څله راته وايې تـور چشمان مـــــــــه يادوه

زما مينه رښتيا ده هوس نه دى په دې پـوه شه

نو ولې وايې مــــاته چې جـانان مه يــــــــادوه

شمـعه په ژړا شــــــــــوه لباسـي پتنــــگا ن لاړل

وردانگه ملنـــگ جانه خوف د ځان مـــه يادوه

https://www.facebook.com/100009229158025/videos/1909885572662396

-
بېرته شاته