(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان کښې

[13.Feb.2024 - 06:42]

په افغانستان کې د راډیو تاریخچه!

په افغانستان کې شاوخوا سل کاله وړاندې د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د کابل راډیو نشرات واوریدل شول.

په افغانستان کې د راډیو تاریخچه!

لیکوال: بصیر احمد حسین زاده

ژباړه: عطاءالله خوږیاڼی

په افغانستان کې شاوخوا سل کاله وړاندې د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د کابل راډیو نشرات واوریدل شول.

شاه غازي امان الله خان په ۱۳۰۴ هـ کال کې د عطاءالله په نوم یو انجینر د جرمني مرکز المان ته ولیږو، ترڅو په یاد هېواد کې د راډیو فعالیدو او نورو تخنیکي برخو کې زده کړه وکړي.

په جرمني کې تر روزنې وروسته یاد کس له څو تنو الماني انجینرانو او د راډیو دوو دستګاوو سره یو ځای کابل ته را ستون شو،

د الماني او افغاني انجینرانو له څو میاشتې مسلکي کار وروسته د ټرانسمیټر د نصبولو کار پای ته ورسېد او د کابل راډیو د یوې کوچنۍ ودانۍ د کوټي لندني سیمه څخه د ۲ سوه واټه یوه کوچني ټرانسمیټر په وسیله په ۳۶۰ متره څپو خپل نشرات پیل کړل.

د نشراتو له پیل کېدو وروسته د افغانستان حکومت ۸۲ کاله وړاندې په ۱۳۱۹ هـ کال کې د جدي په ۲۵مه د لومړي ځل لپاره د راډیو لرونکو لپاره جوړه شوې اصولنامه خپره کړه.

په پول باغ عمومي کې د رادیو دویم مرکز:   د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د وزیرانو عالي شورا د پرېکړې له مخې له جرمني څخه د یو میلیون او ۷ سوه زره افغانیو په لګښت چې هغه مهال ترې ۳۲ زره سټرلینګ پونډه جوړیده، د راډیو یوه دستګاه واخیستل شوه.

په ۱۳۱۷هـ کال کې د الماني انجینرانو لخوا د کابل په پول باغ عمومي کې د یادې راډیو ترانسمیټر نصب او راډیو یې خپرونې پیل کړې.

د دیارلس کلن ځنډ وروسته د کابل راډیو په ۱۳۲۰هـ کال کې د ظاهره شاه د تره شاه محمود خان د واکمنۍ پر مهال د وخت د لومړي وزیر د مرستیال او پوهنې وزیر سردار محمد نعیم په وینا سره یو ځل بیا نشرات پیل کړل، دا مهال د دې راډیو مسؤل محمد حسن خان ټاکل شوی وو.

د کابل راډیو د فعالیدو وروسته په رسمي ډول یو ساعت د سهار لخوا او دوه نیم ساعته د ماښام لخوا نشرات پیل کړل چې هره ورځ به د ماښام خپرونې یې له اوو بجو څخه پیل کېدې.

لومړني ویاندویان: په یو شمېر لیکنو کې راغلي چې د کابل راډیو د پښتو برخې لومړني ویاندویان عبدالجبار او میرمن مستوره وو، همدا راز د فارسي د برخې ویاندویان یې ګویا اعتمادي او رقیه ابوبکر یا رقیه حبیب نومیده چې خلکو یې غږونه د راډیو څخه اوریده، هغه مهال د کابل راډیو مسؤل ارواښاد ډاکټر عبدالاحمد جاوید ویلي وو چې د رقیه ابوبکر وروسته یوه ترکي ښځه دویمه میرمن وه چې د راډیو کابل څخه یې غږ خپور شو.

د کابل په راډیو کې ادبي او هنري خپرونې: په افغانستان کې د کابل راډیو د فعالیت وروسته په دې راډیو کې خبرونه، ادبي او ټولنیزې خپرونې خپریدې چې د وخت د مطبوعاتو د رئیس صلاح الدین سلجوقي تر څارنې لاندې یې رشید لطیفي، خلیل‌الله خلیلي، گل پاچا الفت، عبدالرحمن پژواک، علي‌احمد کهزاد او یو شمېر نورو مهم لیکوالان وو.

د کابل راډیو کې په تدریجي ډول په ۱۳۴۲ هـ کال کې د هنر او ادبیاتو څآنګه رامنځته شوه چې د ځآنګړو خپرونو په وړاندې کولو سره یې تر ټولو زیات اوریدونکې پیدا کړل.

په راډیو کې د موسیقۍ پیل کېدل: د ادبي خپرونو سربېره موسیقي د راډیو له مهمو خپرونو څخه وه، چې هغه مهال به سندر غاړو په ژوندۍ بڼه وړاندې کوله.

د کابل راډیو پخواني مشر عبدالاحمد جاوید لیکلي وو چې کریم شوقي لومړنی سندرغاړی وو چې د راډیو څخه یې په ژوندۍ بڼه سندرې خپرې او د خلکو د زیاتې علاقې وړ وګرځېدې، همدا راز استاد غلام حسین، استاد قاسم افغان، استاد نتو او استاد قربانعلی لومړني هنر مندان دی چې د راډیو کابل څخه یې سندرې خپرې شوي.

هغه مهال خلکو په کورونو کې راډیو ګانې نه درلودې، د کابل په لویو میدانونو او څلور لارو کې راډیو ګانې نصب شوې وې چې خلک به ورته را ټولیدل او د خپلې خوښې خپرونې به یې اوریدلې.

لومړۍ ښځینه چې په غږ یې ترانه خپره شوه: په لومړي ځل په ۱۳۲۵هـ کال کې د فرشتې په نوم د یوې شپږ کلنې نجلۍ په غږ کې د راډیو کابل څخه ترانه خپره شوه، دا ترانه چې د رادیو د نشراتو مدیر عبدالغفور برشنا په همکارۍ لومړی ثبت شوې وه، په خپریدو سره یې زیات اوریدونکې پیدا کړل، خو د کورني ستونزو له امله یادې نجلۍ د راډیو کابل څخه منعه شوه او د ملالۍ په نوم مدرسه کې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

هغه مهال سامعه میرزاد دویمه ښځینه افغانه وه چې د شهلا په  مستعار نوم یې له راډیو افغانستان څخه سندرې خپرې شوې، هغې د رقیه حبیب په مرسته د سندرو سربېره په راډیو کابل کې د ویاندې په توګه هم دنده پیل کړه، شهلا د سهار او مازیګر خبرونو ترڅنګ د مهدي ظفریار سره په ګډه ځیني ادبي او هنري خپرونې هم وړاندې کولې.

د سامعې یا شهلا وروسته ازاده، ناهید او یوه ړنده میرمن عالمتاب د راډیو کابل هغه سندرغاړې وې چې یواځې یې د ازادۍ په ورځو کې له راډیو څخه سندرې خپریدې، خو په ۱۳۲۹ هـ کال کې د پروین په نوم یوه میرمن چې اصلي نوم یې خدیجه وه، له راډیو افغانستان څخه یې په غږ سندرې خپرې شوې چې هغه مهال یې زیات اوریدونکې پیدا کړل.

د کابل راډیو د جوړیدو لس کاله وروسته په ۱۳۳۰ هـ کال کې پروین کابل راډیو ته په چادري کې د ننه شوه او هلته یې د ګلفروش تر عنوان لاندې د محمد ابراهیم خلیل غزل زمزمه کړ چې د موسیقۍ چارې یې د استاد غلام حسین لخوا ترسره شوې، د ګلفروش سندره کالونه د کابل راډیو له مشهورو سندرو څخه پېژندل کېده.

افغان سندرغاړی او کمپوزر عبدالوهاب مددي په دې باور دی چې دا سندره د کمپوز، شعر او سندرې له پلوه په افغانستان کې یو له غوره سندرو څخه ده.

پروین چې په ۱۳۸۳ کال کې وفات شوه، پخبلو خاطرو کې یې ویلي چې زما پلار مرحوم یو سندرغاړی او شعر وو، له همدې امله زما هم له موسیقۍ سره مینه وه چې راډیو افغانستان ته ولاړم او د ګلفروش سندره مې وویله.

په افغانستان کې د داخلي جګړو مخکې د پروین په غږ کې ۱۳۵ ثبت شوې سندرې د کابل رادیو په ارشیف کې وې.

بهرنۍ خپرونېپه ۱۳۳۴هـ کال کې د الماني انجینرانو په مرسته وزیر محمد اکبر خان د راډیو کابل لپاره په انصاري جاده کې نوې ودانۍ جوړه کړه او راډیو افغانستان د پول باغ عمومي څخه هلته انتقال شوه.

په لومړیو وختونو کې د کابل راډیو خپرونې یواځې په مرکز کې اوریدل کېدې او د نورو ولایتونو خلک یې له اوریدو محروم وو، خو په ۱۳۴۲ هـ کال د کابل راډیو لپاره څو معیاري سټډیوګانې جوړې او د کابل راډیو څخه یې رسماٌ نوم د افغانستان راډیو ته تغیر شو، دا مهال د لنډو څپو یوې دستګاه په نصبولو سره د راډیو افغانستان خپرونې په ټولو ولایتونو او ان نږدې هېوادونو کې هم اوریدل کېدې.

د لنډو څپو د دې دستګاه په فعالیدو سره د افغانستان رادیو په اردو، انګلیسي، عربي، فرانسوي، الماني او روسي ژبو هم نشرات پیل کړل چې یو مهال یې زیات اوریدونکې درلودل.

-
بېرته شاته