(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمزه شناسي

دلوئې حمزه بابا مادى او مرشد حضور باچا خان صاحب به حمزه بابا ته دنيم پښتون قام ذهن وئيلو ملک بابا وائى چې غوث دے او سيدطاهر بخارى صاحب وائى چې ((حمزه بابا فرد دے)) مرادشينوارى ورته دقديم او جديد پښتو ادب په مينځ کښې پل وائى، سمندر خان سمندر ورته دغزل بادشاه وئيلى دى او تقويم الحق کاکاخيل به وې چې حمزه دوخت نه مخکښې پيدا دے. قلندر مومند ورته نابغه او لوګے ميا صيب دبابا پحقله وائى چې : (( فکر ئې احاطه نۀ شى کولے)) سيد جانس باچا او سيد تقى تراب ئې رحمان او خوشحال نه لوئې سړے ګڼى او زما ورور امجد على ورته دپښتنو امام وائى. وزير محمد ګل خان ته به خلقو دپښتو بابا وئيل خو پخپله هغوى به حمزه بابا ته دپښتنو بابا وئيل . رئيس امروهوى ئې په نفسياتو کښې خپل استاد منى او صنوبر حسين کاکاجى حمزه دخيبر نه نۀ بلکې خيبر دحمزه نه ګڼى او خيبر اپريدى خو وائى چې دديوال نه هغې خوائې هم نظر لګى، غرض دا چې دبابا همعصرو لويانو او دانشورانو په رنګ رنګ الفاظو او طريقو دحمزه بابا متعلق خيال ارائى کړې ده خو لکه څنګه چې دوى سمندر په کوزه کښې بند کړيدے چې دا يقيناً ګران کار دے خو ماته خو په دې ټولو پوهيدل ددې نه هم ګران کار ښکارى ځکه چې هر کله سړے داټولې خبرې او داسې نور د بابا متعلق اقوال راټول کړى نو دا سودا ورسره مل شى چې ايا حمزه شناسى ممکنه هم ده او که نه.. کۀ ممکنه ده نو څنګه او که نا ممکنه ده نو ولې؟ ځکه چې کۀ غر لوئې دے خو په سر ئې لار ده. خو سوال دادے چې دې لورې ته کومه لار تلې ده نو راځئ چې دبابا دتعليماتو سمندر ته ورکوز شو نو کۀ بلې کنارې ته رسيدل ګران وى نو ننداره خو به ئې وکړو ځکه چې دموجوده دور ځوانان پښتانۀ به په پټو سترګو مونږ پسې کله هم راروان نه شى او لکه څنګه چې موجوده دور ددليل او ثبوت دور دے مونږ نه به زمونږ دخبرو ثبوت ارو مرو وغواړى نو دلته راته دبابا يو شعر راياد شو چې دخپله ځانه ځان ته رد يمه زه دخپل وجود پخپله حد يمه زۀ دبابا ددې شعر تشريح ما دډيرو خلقو نه اوريدلې ده خو په يو مې هم تسلى نۀ ده شوې. دې سره راته هغه شعر راياد شو چې دنقطې او الف ذکر پکښې شويدے چې وړاندې چې تير شوم توحيد مې دتوحيد وليدو هغه الف چې وؤ نقطې وته دمد سره لاړ دايو داسې راز دے چې کۀ هر څو اوس راز نۀ دے پاتې خو هر چاته افشا نۀ دے او دلته هم دالف ذکر دے خو ورسره دزير او زبر تذکره ده زير زبر لکه فتحه او کسره دواړه چې الف ئى ترېنه ورک الف پيدا شى دې کښې خوند په ډاګه او مفهوم پټ دے ځکه خو يو بل ځائې کښې وائى چې څوک پرې پوهيږى نه خو خوند ورکوى څه عجيبه غوندې خبرې کوم او په يو شعر کښې وائى چې داسې جامعه نشته چې ورشمه څه مې چې په زړۀ دى هغه اووايم نو هغه ځکه چې بابا فرمائى چې خدائيګو په مفهوم دلا اله هله خبره شوم تاچې يارانه راسره جوړه کړه الحاده ګويا دبابا پروګرام دالحاد نه شروع کيږى چې دې ته مونږ دلا اله مقام هم وئيلے شو. حمزه شناسى به يقيناً چې په دې لاندې مضمون دپوهيدو تقاضا هم کوى چې ئې اظهار لره الفاظ نۀ موم خيال ته زما هسې مضمون راغے دخبرو کولو دې انداز ته هم لږ فکر پکار دے چې څه عجيبه کړو زۀ او تۀ خبرې چې سره نۀکړو زۀ او تۀ خبرې او په دې مطلب پوهيدل هم ډير ضرورى دى چې څه خو دې وې خو بيا دې هيڅ اونۀ وې زۀ په مطلب اورسيدمه تلمه بل طرف ته کيف دحسن چې بابائې محسوس کوى دالفاظو جامه نۀ اغوندى لکه چې وائى کيف دحسن څه درته عيان کړمه همدمه هيڅ وئيلے نۀ شم کۀ پوهيږم نۀ پوهيږم باخبره هم بې خبر دى ځکه خو پوهه خلق ځان ته پوهه نۀ وائى باخبره هم چې وينم بې خبر دى زۀ هم داسې يم خبر چې بې خبر يم دلته په يو شعر کښې خو ئې يوه بله عجيبه نقطه بيان کړې ده چې ښکليه داخلق چې مانۀ پيژنى هغه خو ځکه چې تانۀ پيژنى مطلب دا چې دبابا دپيژندګلو دپاره دهغوى دمرشد پيژندګلو ضرورى ده. داسې يو بل شعر هم ذهن ته راغلو چې پوهيدل پرې دهر چا دوس کار نۀ دے دالهام په کيفيت هله خبرشوم چې په زړۀ زما نازل شو زما زړۀ بې لۀ حرف صوته هم کلام کيدے شى لکه چې وائى غوږ کړه راته سترګې حمزه هله به ئې واورې تۀ بې لۀ حرفه صوته وى کلام په هغو سترګو کښې او آئينه چې دازل نه حيرانه ده دهغې وجه هم بابا بيانوى چې حسن دې دڅه سره منسوب که نه پوهيږى سر په ګريبان ده ناطقه دآئينې داشعر هم ولولئ چې دکوم مقام او کوم وطن سره تعلق لرى ځکه چې هم دا خبره منصور حلاج هم کړې ده چې تر ننه پرې ډير کم خلق پوهيږى دهر څيز امتيازى وجود ته ځير شه بده نۀ وايم کۀ وايم چې احد يم داخبرې دفلسفيانو دپوهې نه هم باهر دى لکه چې وائى دمحبت لۀ نازکيو توبه پاتې پښې ابله فلسفى شوې زما دا احساس او دا کيفيت هم تش دکتابونو په مطالعه يا بحث مباحثه ذهن ته نه شى راتلے تش دخرد نه شو ښکاره راته وجود دعلم علم زما په تجرد کښې دخرد سره لاړ اوس نه زمانه څوک پيدا نۀ زده دچانه حمزه چې تنزل مې داحساس داب وجد سره لاړ او چې عشق دپوهې نه هم باهر وى ددغې مقام ذکر ما صرف او صرف دبابا په کلام کښې لوستے دے عشقه دپوهې نه هم ستا دے اوچت داسې مقام ته رسيدلے يمه او چې بابا نه مې ددې شعر پوښتنه کړې وه نو هغوى راته وئيلى وؤ چې : ( دادوحدت دمقام شعر دے دلته ديوې انانه بغير بل هيڅ شے نۀ محسوس کيږى حسن او عشق او دا نورې ټولې خبرې ډيرې ښکته پاتې شى. او هغه خو لا پريږده چې په الفاظو کښې نۀ راځى هغه چې په الفاظو کښې راځى په هغې پوهيدل هم دهر چا دوس کار نۀ دے. ځکه چې وائى پاتې لکه ګردش داسمان ليکه چرته چې اسرار دلامکان ليکم ذهن او فکر هم کله ديو بل نه جدا شوى دى يقيناً چې داهم يوه نوې او حيرانوونکې خبره ده زۀ دې ګرانه عشقه څه داهسې مجرد کړم دې جداله ذهنه په کتو کښې زما فکر پيا ملکوت کښې چې سر ور دننه کړې نو دا جهان به درته څنګه ښکارى. بابا وائى يو خاموشه عکس په ملکوت کښې دا جهان دے نشته دے چې نۀ ښکاريږى شور په آئينه کښې داهم ولولئ چې ددې کيفيت اندازه څنګه کيدے شى. خالق په حقيقت کښې دزمان او مکان زۀ يم نقطې راته بريښنا کوى لمحات راته مسکى دى ښائست مې په ورو ورو په پورتنى عالم خوريږى بوږ نيږم خو ملک دسماوات راته مسکى دى تسخير دکائنات چې مقدر زما په نوم ؤ رازونه داجزاء او کائنات راته مسکى دى يو حديث قدسى کښې دى چې زمانې ته به بد نۀ وايئ ځکه چې خدائى پاک فرمائى چې زۀ پخپله زمانه يم خو حمزه بابا وائى پلار چې زۀ دوخت وم پښتنو ته مې پرې نښوه برنده زمانه وه خو پښتو ته مې پرې نښوه نو مطلب دا چې ګران ومه څومره چې اسان ليده شوم څومره چې ګران ومه اسان يمه زه اوس کۀ يو قدم نورو ژورو اونازکو خبرو ته ورکوز شو لکه ((دالست هغه نعره مې لا تر غوږ ده)) چې ددې په تشريح کښې راته بابا فرمائيلى وؤ چې : په عالم ارواح کښې ماسره خدائې پاک په پښتو ژبه خبرې کړې وې)) او يا لکه يو شاعر چې دبابا متعلق وئيلى دى چې هر څه نه خبر وؤ چې شکم کښې دمادر چې ؤ)) چې بابا ئې هم خپل سوانح حيات کښې تصديق کړيدے نو خبره به دکوم ځائې نه کوم ځائې ته ورسى ځکه چې بابا خو داهم وائى چې حمزه چې پوهه دکتو ده زما کله خبرې دشنيد کومه قلندر هر چې گوئيد ديد گويد نو په قول دبابا پکښې خبره دمطلب يوه وه خبرې ډيرې مې لۀ خُلې ووتې او هغه دمطلب خبره داده چې لوستے دې هر څو کۀ زۀ حمزه يمه واړوه داپاڼه څه لږ نور يمه خو هم دې لږ نور پسې مې چې پاڼې اړولې دکلياتو اخرى صفحې ته راورسيدم چې ځان ته مې فکر وکړو نو په دې خبره پوهه شوم چې په هيڅ هم پوهه نۀ شوم دومره اوښيار شوم چې حيران پاتې شوم زړۀ کښې مې ووې چې داټول کيفيات او محسوسات دى چې په بابا باندې عملاً تير شوى دى نو چې څوک دا ټول هر څه پخپله عملى نه کړى ددې هر څه په باره کښې به دهغه معلومات او پوهه سرسرى او اوپره وى او دبابا په مقام به هم هغه سړے ښه رڼا واچولے شى چې په داسې ځائې او مقام ولاړ وى چې دهغه ځائې نه دبابا شخصيت ښکاره او په ډاګه وى دغرۀ څوکه هم دغره دڅوکې نه ښه او په اسانه ښکارى په همدې غرض مې ((دمکتوبات حمزه بابا مطالعه شروع کړه چې مکتوب نمبر ٣٩ ته راورسيدم په ٢٨٢ صفحه بابا داسې ليکى ((فنا فى الشيخ هم دې ته وائى چې دشيخ دتصور په کثرت سره دسالک خپله هستى ورکه شى او يوازې شيخ پاتې شى او عجيبه سِر پکښې دادے چې سالک چې لۀ خپله ځانه ورک شى دشيخ په وجود کښې پيدا شى دهغه پخپل وجود کښې شيخ او دشيخ په وجود کښې مريد، دشيخ برزخ دمريد خپل ټول اخلاق په ځان کښې جذب کړى او مريد دشيخ نه اقتباس وکړى ګويا داخلاقو په حقله يو وحدت پيدا شى قالبونه دوه وى يو روح شى)) او چې مکتوب نمبر ٤١ ته راورسيدم نو په صفحه ٣� ١ ، حمزه بابا، ملک بابا ته داسې ليکى چې او چې هر کله دسالک محبت شى ارو مرو دشيخ زړۀ ته رسى او چې زړۀ ته ورسى نو بيا په ډيره لږه موده کښې هغه محبت دعشق صورت پيدا کړى او چې عشق پيدا شى سالک دشيخ روح ته ورسى او بيا داسې حال شى چې دوه قالبه او يو ورځ شى او هم ددې ځائې نه سالک ته دشيخ دروح نه دفيض بهير شروع شى ګويا دا فيض دشيخ په اختيار نه بلکې په اضطرارى ډول شروع شى او سالک بيخى دخپل شيخ دويم صورت شى ځکه خو وائى راشه کۀ ځان ګورې اشنا مخ دحمزه ووينه او تۀ دې پورته کړه نقاب چې زۀ حمزه ووينم دلته زۀ دې نتيجې ته ورسيدم چې دهغه نورې لارې ګودرې دحمزه شناسۍ په ډګر کښې کل ته نه بلکې جزء ته تلى دى چې دحمزه بابا دلوئې او ګڼ اړخيز شخصيت احاطه نۀ شى کولے منم چې په دغه لاره تلونکى ته به ځان حمزه شناس ښکارى لکه وله، نهر او سمندر چې ډک وى خلقو ته هم ډک ښکارى او پخپله هم دډکوالى احساس لرى ولې مقام او مرتبه ئې دظرف او استعداد په اندازه وى نو حقيقت دادے چې حمزه شناسى په هم هغه لاره ممکنه ده په کومه لاره چې حمزه بابا رح دې مقام ته رسيدلے دے او هغه دتصوف ، سلوک او فقر لاره ده Hamza Shanasi By: Dr. Masood Zahid خیبر - بېرته شاته