(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عزيز الرحمان الفت

عزيز الرحمن الفت پښتو ادب له پينځو ستوريو څخه د يوه ستوري استاز ګل پاچا الفت زوئ دې. په 1315 ل کال ئې د پروان ولايت د کوهستان په ولسوالي کښې دغې دنيا ته سترګې پرانيستې. د عزيز ارحمن پلونۍ کور د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالي د کڅ په سيمه کښۍ دې. لومړنۍ او منځني زده کړې ئې د ننګرهار او حبيبي په ليسو کښۍ کړې دې. عزيز الرحمان په 1335 ل کال د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې شامل شو او په 1339 ل کال کې يې دغه پوهنځی په برياليتوب سر ته ورساوه. د پوهنځي په دوران کې د عزيز ارحمن الفت ليکنې د اصلاح او انيس په ورځپاڼو کې خپرېدې. عزيز ارحمن په 1343 ل کال کښې د لوړو زده کړو لپاره امريکا ته لاړ او هلته يې په اداري چارو کې له بلومنګټن انډيانا پوهنتون څخه ماستري واخيسته. امريکا ته لوړو زده کړو مخکې يې يو کتاب له داري نه پښتو ته وژباړه او غوره داستانونه ېې ونوماوه او د همدغه کتاب د ژباړې له مخې يې د رحمن بابا دريمه درجه جايزه واخېسته. عزيز الرحمن الفت په دغو سيمو د کندهار شاليکوټ، د پروان بګرام، د کاپيسا کوهستان، او د فرياب ګرزيوان او اندخوۍ، د ارزګان د هراوود، او د هرات ګلران کې د ولسوال په توګه دنده تر سره کړې. په کندز او کندهار کې يې د ښاروال په توګه هم دنده تر سره کړې ده. خدای بښلي سيد مسعود پوهنيار به ويل، د عزيز ارحمن الفت خوله به تل له خندا ډکه وه. خو له دې سره په چارو کې يو جدي او فعال سړې و. د نياو او عدالت په مقابل کې به يې د هيچا پروا نه کوله. ان کله چې دی د کندهار په شالګيوټ کې ولسوال و. والي ترې سر ټکاوه، يو ځل والي راته وويل چې ته ورته لږ نصيحت او خبرې وکړه. خو عزيز ارحمن دې خداۍ وبښي زما څه چې که خپل پلار يې هم په دې اړه څه ورته ويلي واې نه به يې وو منلې. د عزيز ارحمن الفت وروستي دولتي دنده د کندهار ښاروالي وه، په 1354 ل کال کې يې تقاعد وغوښت چې و نه منل شو او وروسته يې پخپله کار پرېښود. عزيز ارحمن الفت د ژوند لوړ و ځوړ ليدلي او د ژوند د رښتيني خوند څکه يې کړې، هغه مهال چې دۍ په کندز کې والي و، په يوه غونډه کې د بيانيې په ورکولو سره د شپږو مياشتو لپاره د زندان د تورو تمبو شاته وغورځول شو. په همدغه زماني واټن کې چې لا يې ماموريت نه رخصت نه و اخيستۍ په الفت د وژلو بريدونه هم شوي چې قسمت ترې ژغورلې دې. عزيز ارحمن الفت د 1357 ل کال د ليندۍ پر 20مه پېښور ته مهاجر شو، په پېښور کې يې د کابل د لاسپوځي دولت او د هغو نورو وګړيو اعمالو په ضد چې د اسلام تر پردې لاندې تر سره کول او د ملي او اسلامي مبارزينو د منزل پر لور يې د يون لوري ته تغير ورکاوه. په کلکه غندل او پر ضد يې په پراخ فعاليت لاس پورې کړ. عزيز ارحمن الفت په همدغه وخت کې تر 12 زيات کتابونه او رسالې وليکلې چې پخپل شخصي لګښت يې چاپ کړي دي. عزيز ارحمن الفت په 1359 ل کال کې د اسلامي انتقام په نامه يو حزب جوړ کړ چې موخه يې په هيواد کې د روسي يرغلګرو پر ضد د مبارزې سمبالول او منظمول وو، د هغو وطنپلورنکو پر ضد يې هم په خلاص مټ فعاليت کاوه چې د هيواد ملي ګټو ته يې زيان رساوه. عزيز ارحمان الفت د پاکستان او ځينو نورو هيوادونو دولتي مشرانو ته اوږده مکتوبونه لېږلي وو، چې په هېواد کې بهرنی مداخلت ته پکې څرګنده اشاره شوې وه او بهرني مداخلې يې خندلې وې. عزيز ارحمن الفت دوه مياشتې د محاز ملي اسلامي او يو کال د مولوي خالص په حزب اسلامي کې د فرهنګي کمېټې د مشر په توګه دنده تر سره کړې. عزيز الرحمن الفت په 1341 ل کال کې د سياسي لوبې په نامه يو کتاب وليکه چې ده د قلم سوز او زړه درد په کې انعکاس شوي دي، د همدغه سوز او درد په غبرګون کې الفت 1342 ل کال د وږي پر 29 ماښام شهيد کړ شو. انا الله و انا اليه راجعون عزيز الرحمن الفت په سياسي لوبې کې کاږي: لويه خدايه! نور ته دغه وطن دغه خلک او دغسې په زرګونو تنه مايوسه، بېکسه، دردېدلي، او نا اميده پاکې مېرمنې، او بوډاګان، يتيم ماشومان، معيوبه زخميان او د غرو او دښتو آوارګان د روسانو منګولو، د اميرانو له کنځلو، د دوۍ د دروازو له ودرېدلو، د روسي ايجنټانو له تسلط او د ګاونډيانو له هر راز توهين، تمسخر، سپکاوي، او تحقيرولو نه د تل لپاره داسې آزاد او خلاص کړې چې د دوۍ دا آزادي بل قدرت ته د دوۍ د غلامي او بندګي په قميت تمام نه شي. او د شرقي استعمار ټکول د غربي استعمار د نفوز لپاره بيا سوړې پيدا نه کړې. پاکه خدايه! که تا د څو خودغرضو او چپاولګرو قاتلو، جابرانو، او ظالمانو د بې موجبه قتلونو او آزارونو په ګناه د افغانستان ټول مسلمانان نيولي او له دوۍ نه ناراضه يې، نو د دې تر څنګ خو د لکونو نورو مسلمانانو پاکې وينې ستا د رضا لپاره هم تويې شوې دي، دا خو به هم ستا په دربار کې يو څه اجر او پاداش لري، نو ته اې قهاره او جباره خدايه د دغو بيګنا تويو شويو وينو په خاطر خپل قهر او غضب په هغو جابرو ظالمانو، ستمګرو، سنګدلو قاتلانو او چپاولګرانو باندې نازل کړې چې د مسلمانانو په ځورولو او د مهاجرو په برړولو، د دوۍ د استحقاق په خوړلو، د جهاد په ودرولو او د کورونو په لوټ او تالاکولو ځانونو او اولادونو، وروڼو، بچيو، ورېرونو او نور خپلوانو ته په مېليونونو روپۍ زخيره کړې او د کال څو مياشتې په هغو او دغو بهانو په دغو پيسو باندې په خارج کې عياشي او فحاشي تېروي. خدايه! ته موږ د هغه تش په نامه اسلامي ټيکه دارانو له ظلم، توهين، تحقير، زلت، سپکاوي، او احتياج نه هم نور خلاص کړې... شهيد عزيز الرحمن الفت په همدغه هڅه و هاند کې د خپل هيواد په خاطر شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه. ده د خپل ژوند په وروستيو کې غوښتل چې د مقاومت د ليکو تر منځ واټن ورک کړي. له همدې امله يې د افغانستان د رښتينو مجاهدينو او مهاجرينو په نامه شورا جوړه کړه او د افغانستان په سپېڅلي او ځلاند نامه يې يوه پينځلس ورځنې جريده خپره کړه چې دغه جريده د ده په ژوند تر اوومې ګڼې خپره شوه. عزيز الرحمن الفت د افغانستان د مقاوت له هغو مخکښانو او مېړنيو څخه دۍ چې د اسلامي مفکورې په لرلو يې د ملي ګټو په خاطر ځان قربان کړۍ دي. Aziz ur Rahman Ulfat - بېرته شاته