(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عشق د غني خان له انده ،وجد دى که حزن ؟

سوز نه دى عشق،سازنه دى عشق،اه اوګريان نه دى عشق مسته رنګيني دانه ده،غم دجانان نه دى عشق

دلېوني فلسفي ددې بيت په لوستلو دځينو فيلسوفانو او علماوو هغه تعريفونه چې دعشق په اړه يې کړي دي ناسم څرګنديږي. په دې مانا چې ډېرى علما دعشق په تعريف کې دسوز،ساز،اه،ګريان،مستۍ اوغم حالتونه شامل بولې ،دوى په دې اند دي چې عشق له غم څخه خالي نه وي او خلکوته دمينې له کولو هم غم حاصلېدونکى وي،خو دغني پورته بيت اوحتى په هم دې بيت پورې تړلى ټول شعر دې تعريف ته رد بللى شو. او دى يو له هغو فيلسوفانو شمېرو چې غم په عشق کې دخيل نه بولي. مخکې له دې چې عشق دغني له انده وڅېړولومړى دعشق په ډلبنديو غږېږو،اوبيا دوجد اوحزن په تعريفونو رڼااچوو،له هغې وروسته به بيا وګورو چې غني له دې دواړو څخه کوم يو په عشق پورې تړلى بولي. دعشق په اړه بېلابېلې نظريې اوتعريفونه موجود دي : مثلا وتلى فيلسوف ګوېټه عشق داسې ژوند بولي چې دخوښۍ پاڼې پکې لږې وي،خو شکسپير بياوايي :اندېښنې،خوبونه،اهونه او اوښکې له عشقه نه بېلدونکې توکي دي اوداسې نورو ورته نظريې شته . خو ټول فيلسوفان يې په ډلبندۍ کې يوې هوکړې ته رسېدلي او پردوه ډوله يې وېشلى دى،چې يوه ته يې حقيقي اوبل ته يې مجازي عشق وايي. دمجازي عشق په اړه همدومره بس ده چې دنياوي ګټې اونفسي غرايضو په موخه دانسان په وجود کې راپيداکېږي،خو حقيقي عشق داسلامي علماوو او فيلسوفانو له نظره ،سره ددې چې دمجازي عشق پر خلاف دى لاهوتي او عياني څانګې هم لري. عياني عشق عينا مجازي عشق دى،خو ښه والى يې دلته دى چې په دې عشق کې انسان حقيقي عشق ته هم رسېدلاى شي،او لاهوتي عشق يې بياهغه ډول دى چې دبنده اړيکې له خپل پروردګار سره پيداکوي. خوداچې بنده څه ډول لاهوتي عشق ته رسېږي په نقلي احکاموکې واضحه ده. همداشان وجد دتازۍ ژبې ( عربۍ ) لغات دى چې اسلامي قاموسونو يې مانا ذوق،شوق،خوښۍ ،مينه اومحبت رااخيستې ده. خو دتصوفي اصطلاح له مخې هغه حالت ته ويل کېږي چې الله تعالى(ج) دچا باطن ( زړه اوروح ) له خپل عادي حالت څخه راواړوي. او حزن بيا د( ح ) په زبر د ( ز ) په غړوندي يعنې سکون او د( ن ) په زبر يافتحې سره دعربۍ ژبې لغات دى چې مانايې په اسلامي قاموسونوکې غم کاږل شوې ده،ځينو علماوو دحزن يعنې غم کليمه دوجد له تعريفه بېله بولي،لکه حضرت شيخ جنيد بغدادي ،چې ده هم دحزن کليمه دوجد په تعريف کې نه ده استعمال کړې : ((الوجد انقطاع الاوصاف عندسمته الذات )). خوداچې حزن ياغم په وجد کې نشته، دڅه نه په لاس راځي،ياکوم کس حالت ته رسېدلاى شي،پرلاهوتي عشق پورې تړاو لري،مفهوم داچې په لا هوتي عشق کې انسان وجد ته رسېږي. غني هم همداخبره کوي، هغه غم له وجد او عشق څخه بېل بولي او دعشق په تعريف کې د افلاطون دفلسفې طرفدارى کوي چې وايي: يواځينۍ ناروغي چې ناروغ خوند ترې اخلي عشق دى،دى هم په دې اند دى اوعشق وجدبولي،هغه وجد چې دتصوفي اصطلاح له رويه وي يعنې لاهوتي عشق.

سوزنه دى عشق،سازنه دى عشق،اه او ګريان نه دى عشق مسته رنګيني دانه ده،غم دجانان نه دى عشق عشق يو وجددرب دى په وجدونودانسان کې يو دمينې ساز دزړه په سوي قبرستان کې

غني خان عشق،سوز،ساز،اه اوګريان نه بولي بلکې هغې ته دوجد مقام ورکوي،دى دمتصوفينو له دې خبروسره موافق دى چې څوک دوجد مرحلې ته ورسېږي نو هرڅه ( همه ازاوست ) ګڼي يعنې په وينا يې په هرڅه کې پروردګار موجود وي،چې ددې فلسفې مخکښ اولومړى قرباني حسن بن منصورحلاج شمېرل کېږي، دلته له دې موضوع تېرېږو يواځې همدومره کافي بولو چې عشق دغني له انده وجد دى،نه حزن. زيرک فهيم جلالاباد د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون د ولايتي اوبهرنيو خبرونو د څانګې مسوول Ishq De Ghani Khan La Anda, wajd Dey Ke Hazn Zeerak Fahim Jalalabad De Ningarhar De Mili Radio Television De Wlayati Au Baharneu Khabrono De Sangey Masool - بېرته شاته