(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کـړکـېـچ د حـل لار ـ دوهمه برخه ـ

عبدالجبارثابت ماته ويليدی چي ما دشلو لوړپوړو چارواکو نومان چي د مخدراتو کاروبار کوي او په اداري فساد اخته دي کرزي ته ورکړ چي بايد تعقيب سي خو زه هغه لدې کاره منع کړم. خاشخاش د افغانستان په ځينو برخو کي لکه بدخشان، ننګرهار او هيلمند ترانقلاب پخوا هم کرل کيده خو البته په ډېره لږ پېمانه. مثلا په 1975 کي په هيلمند کي 22 ټـنه تارياک اخيستل سويوه او په 2007 کي 4600 ټنه. پخوا بهرته دتارياکو دقاچاق يوازنۍ لار ايران وو چي زموږ دغربي سرحداتو څخه او يا دپاکستان له لاري ايران ته او له هغه ځايه يوروپ او امريکا ته تلل. دلومړي ځل لپلره وشمال ته دترياک دقاچاق لار روسانو دافغانستان داشغال په وختکي خلاصه کړه. کله چي روسانو پر افغانستان يرغل وکړ او پخلاف يې دافغانانو مقاومت شديد سو. نو دمقاومت دځبلو، دخلکو دخپلولو او خپل ګوډاګي حکومت ته دوسيع حمايت دحاصلولو په منظور به دوی ترخپل کنترول لاندي سيموکي دخاشخاش کرل نه منع کول. روسانو به خپلو وفادارو ملېشه قوماندانوته دخاشخاش کرلو او عالي رتبه مامورينو ته مخدراتو دقاچاق امتياز ورکاوه. مجاهدينو هم دتارياک کرل نه منع کول داځکه دوی دولت نه وو او دا يی دځان مکلفيت نه باله. له بلي خوا روسانو ددې لپاره چي خپل عسکر په افغانستان کي خوښ وساتي دنشئي موادو پر نه استعمال او ددوی لخوا ئې پر نه وړلو ټينګار نه کاوه. دروسي عسکرو به په افغانستان کي نشه او بې بندوباره ژوند وو او چي کله به يې وخت پوره سو او کورته به تله نو دځان سره به يې څه مخدرات هم وړل. هغه به په دننه روسيه کي ښه پيسه ورجوړه کړه او دوی او کورنۍ به يې خوښ سول. روسانوغوښته چي خپل عسکر لدغه لاري وافغانستان ته په تلو تشويق کړي. پدې ډول روسانو دخپلو عسکرو لخوا دمخدره موادو پر وړلو سترګي پټولې. روسي عسکر په عسکري الوتکوکي تلل او نه تلاښي کيدل او تقريبا په ازاده او اطمنان ئې داکاروبار کاوه. پدې ډول دافغانستان په تاريخ کي د تارياکو دقاچاق لار وشمال ته روسانو خلاصه کړه او تراوسه دا لار ښه فعاله ده. له افغانستانه د روسانو دوتلوڅخه تراوسه د افغانستان سره د تاجکستان پرسرحد لس زره روسي عسکر پراته دي او ډېر واره روسي عسکر حتی جنرالان يې دمخدره موادو په قاچاق تورن سويدی. همدا تور اوس افغانان پر امريکا او ناټو او دهغو پرعسکرو لګوي چي دروسانو پرپله روان دي. ملل متحد هم وايي چي له تارياکه دهيروئينو دجوړولو فابريکې په افغانستان کي بهرنيان چلوي او ضروري کيمياوي مواد يې له بهره ورته راځي خو مخ يي نه نيول کيږي (اريانا تلويزيون 28 جولای 2008). شپږم سؤال په افغانستان کي د بهرنيو مرستو د مؤثريت وو. د جرمني دبون په کنفرانس کي د غرب ظاهرا تلاښ دا وو چي افغانستان داسي يوحالت ته راولې چي بيا د تروريزم د تربيې مرکز نه وي نوځکه يې د اساسي قانون، انتخاباتو او د قضاء داصلاح لپاره يو پروګرام تصويب کړ. او کابل ته يې نړيوال فوج د کابل دحکومت د ساتلو او ددغه پروګرام دعملي کولو لپاره واستاوه. په غيرنظامي برخه کي د بون دکنفرانس غوښتنه داوه چي افغانستان يو مستقر هيواد وي چي دګاونډيو سره په سوله کي ژوند وکړي، دخلکو نماينده حکومت ولري، مؤثر فوج ولري، ټول مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سي، هيواد بيا اباد او اقتصادي وده يقيني سي. داقرارداد د ملګروملتو دمؤسسې دامنيت شوری پخپل 1386 پريکړه کي هم تائيد کړ. که په ځير وکتل سي پسله تقريبا اوه کاله نړيوالو خپلي کړي وعدې ډير لږ پوره کړيدي. تراوسه تر شپاړس بليون (16000000000) ډالره ډير افغانستان ته د بيا اباديدو لپاره راغليدي. خو ډير لږ يي خلکوته رسيدلي او د هغوي په روزمره ژوند کي ئي ډير کم مثبت تغيير راوستليدی. البته دديرش کالو خرابۍ په 6 يا 7 کالو کي ټول نسي سميدای خو د افغانانو غوښتني ډيري ساده او واقعي وې يعني د ژوند د لومړني ضرورياتو درلودل. حکومت او نړيوالو نه يوازي د افغانانو سره ددغه بسيطي غوښتني په پوره کيدو کي مرسته ونکړه بلکه ددغو بسيطو او لومړنيو غوښتنو دزيربناء د ترميم لپاره يي هم ډير لږ کار وکړ. که څه هم نړيوالو په افغانستان کي په ځينو ساحو کي څه سياسي برياوي درلودليدي لکه دجمهوري رياست، ولسي جرګې، ولايتي جرګو انتخابات، تعليم او تربيه، مخابرات، نشرات، فوج، پوليس، قضاء، روغتيا او دکليو پراختيا خو غير مؤثر او فاسد حکومت، ډيره بيکاري، په بهرنيو مرسته لګولو کي تشتت او د ناټو پر ښه نيت شک دغه برياوي خنثي کړيدي. په نتيجه کي نه يوازي عادي افغانان بلکه د ناټو د هيوادو مهم سياسي و نظامي مقامات لکه د انګليستان پډي اشډن، د امريکا جنرال جيمز جونز، اروپائي اتحاديه، سينلس او ډير نور اګاه نړيوال شخصيتونه او ادارې په افغانستان کي د نړيوالو او د کابل د حکومت په کړو اجراأتو قانع ندي. افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد ئې پرهمدي سکتور ولاړ دی. د تقريبا 7 کالو په موده کي نه داوبو يو ضروري بند جوړ سو او نه يوه مهمه وياله او کانال پاک او يا ترميم سو او نه يوه غټه کارخانه ترميم سوېده. يوازي يوڅو وړي پروژې د پي ار ټي لخوا ترلاس لاندي نيول سويدي چي د هغو هدف هم د پروژو تر نامه لاندي په طالبانو پسي کتل دي. افغاني بزګرانو ته ډير کم د کرني تخم او وسايل او حتي زراعتي او مالداري پور ورکول سويدي چي دا خپله و خاشخاش کرلوته موقع ورکول دي. څرنګه چي کرنه او مالداري په افغانستان کي په تيرو 30 کلونو کي سخته صدمه ليدليده د نړيوالي ټولني څخه دا توقع وه او ورته ښه فرصت وو چي صنعت تقويه کړي. د ارزانه او خواريکښ کارګر شتون له يوې خوا او د افغانستان جغرافيائي موقعيت له بلي خوا چي د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، غربي اسيا او خليج په منځکي پروت دي خارجي پانګوال ښه تشويقولای سوای. خو داکار ونسو. افغانستان د يو غرني هيواد په توګه چي ډيري پاکي اوبه يي په هره دره کي سته او ډيرځايونه دبريښنا لوی او واړه بندونه جوړيدايسي او ترخپل ضرورت زيات ئې بهرته صادرولای سي اوس د بريښنا له نعمته محروم دی او له بهره ئې واردوي. حتی همدا پسله اوه کاله د زرو مليونو ډالرو دراتوئيدو او د بهرنيانو د بيساري حضور سره سره د کابل د ښار د اوسيدونکو نيمئ بريښنا نلري. په لويه کچه بېکاري، د بيا اباديدو د عمليې سوکه والی، د حکومت بيعدالتيو او د ناټو بمباريو خلک اړ کړيدي چي يا پاکستان يا ايران ته کډه وکړي او يا دځان دحمايت او امرار معيشت لپاره د زورواکانو او طالبانو سره يوځاي سي. دبهرنيو مرستو دغسي عدم مؤثريت ددولت مشروعيت ته هم لويه صدمه رسوليده. سينلس چي د امنيت او پالسي په چارو کي پاريس ميشته يوه نړيواله مشورتي اداره ده پخپل وروستي راپور کي ليکي چي کابل او نړيوالي ټولني د افغانستان د اعمار مجدد مکرري وعدي د افغانانو سره تر سره نکړې. ډېر افغانان خپل په ژوند کي څه مثبت بدلون نه ويني بلکه ژوند يي ترپخوا خراب سويدی. خلک سؤال کوي چي بليونونه ډالره چي په افغانستان کي مصرف سويدي چيري تللي دي.... له بډايو هيوادو څخه افغانستان ته تللي مرستي غيرمنسجمي، غير مؤثري او ضائع سويدي. افغانستان اوس د استدلال په يوه داسي دائره کي راګير دی چي امريکا او ناټو وائي امنيت د کار او پرمختګ لپاره شرط دی. خو ډير افغانان پدي عقيده دي چي کار، بياودانول او پرمختګ په افغانستان کي امنيت راوستلاي سي. که عامو خلکوته کار پـيدا، بياودانول پـيل او انکشاف يقيني سي دخلکو اعتماد به پرحکومت اعاده او په ملاتړ به ېې راووزي. څوک به بيا خپل نازولی زوی يو فاسق او ظالم جنګسالار ته نه سپاري او دهغه داقتدار او حرص و از لپاره به خپل اولاد نه قربانوي. دوی به نه يوازي بيا دمخالفينو سره مرسته ونکړي بلکه هغوی به پخپلو سيمو کي دحکومت ضد عملياتوته پريـنږدي. چريکي جنګ بې دولس له ملاتړه ممکن ندی؛ که ولس خپل سي چريکي جنګ به څنګه ادامه پـيدا کړي او بريالی سي؟ اووم سؤال د افغانانو د اقتصادي حالت دڅرنګوالي وو. اصلي امنيت د خلکو د زړونو په لاسته راوړو کيدي. که څوک په افغانستان کي امينت، دموکراسۍ، پرمختګ او سوکالي غواړي نو بايد په اقتصادي ساحه کي کامياب کار وکړي. تجربي ښوولېده چي په افغانستان کي زور او نظامي عمليات ندي بريالي سوي. دلته سکندر خپل سرزوره سر خوړلی دی، دانګريزانو پزه چي پرپاچاهي يې لمر نه ډوبېدی سوليدلېده، سورلښکر چي ددنيا دتسخير خوبونه يې ليدل شرميدلی دی او داده امريکا ورپسې روانه ده. راسئ سرچپه ئي عملي کړو چي دټولو پکښې خير وي او هغه داچي سياسي حل ته موقع ورکړو او دهيواد اقتصادي بيا رغونه وکړو او پدي ډول امنيت د خلکو په رضائيت او اقتصادي سوکالي کي وپلټو. داځکه د افغانستان بحران تر ډيره حده سياسي، سازماني او اقتصادي دي نه نظامي. تر يولک زيات داخلي و خارج لښکرو چي د عصر په ټولو پرمختللو وسلو مجهز دي او بېله اټومه دهيڅ ډول تخريبي وسلې داستعمال څخه يي دريغ هم ندی کړی ونکړای سوای په افغانستان کي امن قائم کړي او ورځ په ورځ اوضاع خرابـيـږي دا ښئی چي د افغانستان بحران په زور نه بلکه په اقتصادي او سياسي رغاوي حل کيـدايسي. سره لدي چي ډېر غربي ستراتيجستان ښائي موافق نه وي خو زموږ باور دادی چي په افغانستان کي بيکاري او بغاوت مستقيما سره متناسب دي. که خلکو ته کار پيدا سي او ولس په يو ګوله موړ سي دا به دحکومت اعتبار ډير او هغه ته به مشروعيت وروبخښي. خلکوته کار پيداکيده به د زورواکانو زور اوبه کړي او ډير لږ خلک به وي چي ديوجنايتکار او جنګسالار توپک په غاړه کي واچوي او دده لپاره خپل هيوادوال مړه کړي او يا ځان قربان کړي. څوک چي ډير مجبور نه وي په اسانه نه حاضريږي چي ځان مړ، مور بوره او خپل اولاد يتمان کړي. د کسب و کار موجوديت دغه مجبوريت له منځه وړي. د کابل حکومت او نړيواله ټولنه پدي کي ناکام سويدي چي عام خلکوته د کار زمينه مساعده کړي، مالي او پولي پاړسوب کښته، کرائې او نرخونه کنترول او د خوار او بډای ترمنځ د ژوند د سطح تفاوت کم کړي. همدا راز دوی بريالي نسول چي په اصطلاح د خارجي متخصصينو لښکر راکم او په زرو د چور إن جي او ګاني ترکنترول لاندي راولي. دوي ونه توانيدل چي د مليارډونو ډالرو او د خارجي ماهرانو د يو لوی فوج په درلودلو سره بيا هم د خلکو پر ژوند يو مثبت اثر وکړي. دغه نامطلوب حالت د بيکارانو يو لوي لښکر ددولت او خارجيانو څخه دخوابدو کسانو او مخالفينو سره يوځاي کړيدي. دايران څخه په افغانستان اوعراق کي دهمکارۍ په طمع امريکايانو دنفت وغازدپايپلائن او تجارتي لارو د جوړولو هغه پروژه وځنډول کومه چي به له ترکمنستانه پاکستان ته دافغانستان له لاري تلل او دمرکزي اسيا انرژې ئې جنوبي اسيا او غربي نړۍ ته رسول. ايران تل ددغه پروژې مخالفت کړيدی او دنورو علتونو وڅنګته پدغه سيمه کي دجنګ داور د بليدو يو مهم عامل هم ايران دی. ايران غواړي دافغانستان په غرب او جنوب غرب کي دعدم امنيت له لاري داپروژه عملي نسي او په عوض کي دايران په خاوره کي دغه لاري تيري سي. دغه پروژه که عملي سي دکاله 300 مليونه ډالره دافغانستان دولت ته ماليه ورکوي، ترلس زره ډيرو افغانانو ته کار پـيدا کوي، او په لارکي پرتو کليو او ښاروته ډېر ارزانه برېښنا او غاز ورکوي. داپروژه دجنوبي اسيا او مرکزي اسيا ترمنځ تجارت تقويه کوي او په افغانستان عموما او غربي سيموکي خصوصا يو ډير اقتصادي تحول راولي؛ ترانسپورت تقويه کيږي او دلاري په اوږدو کي ورکشاپونه، رستورانونه، هوتلونه، بازارونه او نورمرستندويه اقتصادي نشاط رامنځته کيږي. مهمه سياسي ګته به ئې دا وې لکه اوس چي افغانستان ګاونډيانو ته اړ دی ددې پروژې په عملي کېدو سره به ګاونډيان هم افغانستان ته اړ سي؛ افغانستان به ورته مهم سي او ددغه هيواد ثبات او استقرار به پخپله ګټه وبولي. همداراز، څرنګه چي افغانستان يوغرنی هيواد او ډيری اوبه او دبرېښنا دتوليد ډير امکانات لري توقع وه چي امريکا او نړيواله ټولنه به مرسته وکړي چي داوبو بندونه جوړ سي. ددغو بندونو څخه دويالو پذريعه لامزروع مځکي او دښتونه اوبه سي او خلک دترياک پرځاي نور مشروع کښتونه ولری. خو دا مهمي پروژې چي سروې ګاني يې تر انقلاب پخوا د داؤدخان په وختکي تکميل سوي وې تېر 7 کاله دپيسو، متخصصينو او نړيوال حضور سره سره جوړي نسوي او افغانستان ددې پرځای چي برېښنا ئې صادره کړې وای اوس له بهره برېښنا واردوي. او ددې علت دادی چي په مورد کي سياسي اراده نسته. امريکايان دپښتنو په سيمو کي چي ايران او پاکستان ته څرمه دي جنګ ته ضرورت لري څو له يوې خوا ايران خوښ وساتي چي دپايپلائن پروژه پاته سوه، دوهم دخپل اوږدمهالي اهدافو لپاره پر پاکستان فشار ډېر کړي او دريم په سيمه کي خپل حضور توجيه کړي. برعکس، امريکايان ددې لپاره چي په مرکزي اسيا کي خپلي منګلي مضبوطي ښخي کړي په شمال دافغانستان کي و امن ته ضرورت لري. همداراز، امريکا ددې لپاره چي دافغانستان شمالي ګاونډي هيوادونه خوښ وساتي ترڅو په نوموړو هيوادو کي په اسانۍ کار وکړي نو په افغانستان کي هغوی ته سياسي، فرهنګي، او تجارتي امتياز ورکوي او دافغانستان شمالي برخي دهغوی د نفوذ په ساحه کي قبلوي. امريکا او نړيوال بانکونه کوښښ کوي چي دافغانستان په عوض کي دقرغزستان په شمول زموږ په شمالي ګاونډي هيوادونوکي برېښناکوټونه جوړ کړي او دهغو څخه توليد سوې برېښنا د افغانستان له لاري و پاکستان ته انتقال کړي. په لار کي به پرموږ هم برېښنا خرڅوي او پدې ډول به زموږ منابع او ظرفيتونه راکد پاتيـږي. ناټو او د کابل د حکومت اقتصادي ماهرينو د غربي نړۍ د اقتصادي نظام په راکاپی کولو سره په افغانستان کي د ازاد بازار اقتصاد پلی کړ، دولتي سکتورونو ته يي نه يوازي توجه ونکړه بلکه هغه يې پراشخاصو وپلورل. لکه ديوسياسي نظام وارديدل چي خراب عواقب لري داسي داقتصادي نظام کاپي او بېفکره پلي کول هم نامطوب نتائج منځته راوړي. ناټو او د کابل حکومت ډير معدود داسي اقتصادپوهان لري چي دافغانستان دټولنيز او کلتوری جوړښت سره بلد دي څو توانيدليوای چي غربي اقتصادي تجربي يي د خپل هيواد د شرايطو سره سازګاري کړيوای. ددوی ډيرئ په غرب کي لوی او تربيه سويدي او يوازي دا پوهيـږي چي څنګه هغه څه چي يې په غرب کي ليدليدي کاپی او په افغانستان کي پلي کړي. دوی ددې توان نلري چي په بهر کي لاسته راوړې پوهه دافغانستان دشرايطو سره منطبق کړي. ماته يو افغان ځوان معلوم دی چي امريکا کي پيدا او 12 کاله ښوونځی يې هلته په تکليف ويلې دی. پخوا يې افغانستان هيڅ نه وو ليدلی خو اوس دا څوکاله په افغانستان کي ديو ډير مهم وزارت مشاور دی او په ډالرو ډېر لوړ معاش اخلي. د نظام او سړيو داډول واردات به څه نتيجه ورکړې؟ د مخدره موادو پر بهرنۍ مافيا سربيره، بهرنيو مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو هم چي د هغوي مسلکي پوهه، د پروژو مؤلديت او مفديت او روڼ حساب ورکول يي ترجدي شک لاندي دي د افغانستان پر اقتصاد يرغل کړيدي. لکه څنګه چي دناټو عسکر ازادانه هرڅوک نيولای سی، بندي کولای سی، وژلای او بمبارډ کولای سي همداراز د خارجي مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو لښکر ازادي لري چي د افغانستان د اقتصاد هره برخه چي وغواړي ګوډه، فلج او يا مړه کړي. لکه فاحشې ښځي او دعيسائيت مبلغين چي په زرو د حکومت له اجازې او خبر پرته افغانستان ته ځي او راځي او په ډاډه زړه خپل کار کوي، دا ډول خارجي مشاورين او إن جي او ګاني هم دحکومت له علم او چوکاته بهر چيري چي يې زړه غواړي او ګټه يې ايجابوي فعاليت کوي. په افغانستان کي تقريبا 2600 إن جي أو ګاني کار کوي او له خارجي مرسته کونکو هيوادو څخه مالي مرستي اخلي. ددوي کارونو چنداني ملموسه نتيجه نده ورکړي او نه څوک سر پسې ګرځوي، پداسي حال کي چي همدا مرسته کونکي پخپلو هيوادو کي د خپلو خلکو سره د يوه يوه سينټ او پينس حساب کوي. د افغانستان د ماليې وزير انوارالحق احدي داريانا تلويزيون سره په يوه مرکه کي چي په 5 مئ 2008 خپره سوه شکايت وکړ چي مرسته کونکي هيوادونه دوه پر درې برخه مرستي خپل مربوط إن جي أو ګانو ته رأساُ ورکوي او موږ نه په خبريـږو او نه پوهيـږو چي چيري او څونه مصرف سوې؟ موږ نه پوهيـږو څونه کار سويدی او څونه نور پکار دی او چيري په کار دی؟ په حقيقت کي دوی خپلي مرستي په يواوبل شکل بيرته وړي. همداراز، ددوی کار ډير قيمتي اوبيله روڼي حسابدهي دی. مثلاٌ دوی يو کيلومتر سرک په يو مليون ډالره جوړوي هغه هم سم نه. پداسي حال کي چي تردې ښه کار موږ ددې مصرف په دريمه کولای سو. دا قابل فهم ده چي د افغان حکومت د اقتصادي ادارو کاري ظرفيت په اول سر کي کم وو او بهرنۍ مرستي ته ئې ضرورت درلود خو تر 6 کالو وروسته د بهبود توقع وه او دا غيرقابل قبول ده چي اوس هم خارجي مرستي د حکومت تر چوکات بهر د خارجيانو په لاس مصرف کيـږي. پداسي حال کي چي د بهرنيو مرستو مصرف د دواړو اړخونو ترمنځ باهمي همکاري غواړي. دغه استثماري يرغل دافغان دولت اقتصادي ادارې سختي کمزوري کړيدي. په إن جي أو ګانو کي اوچت معاشونو ددولتي ادارو څخه د پوهو او مسلکي کسانو فرار ته لار هواره کړيده او دولت يې د فني پرسونل په قلت او دکاري ظرفيت په مزيد کموالي مواجه کړيدی. لکه څنګه چي به خارجي فوجونو ته په افغانستان کي تل ضرورت وي، اشغال ګرانو اقتصادي فضاء داسي راوستلېده چي همداسي به دکابل حکومت خارجي ماهرانو ته تل اړ وي. نتيجه به ئې داوي چي ښاغلي احدي (د انګلستان د فايننشلټايمز په نقل قول) اعتراف کوي چي موږ پسله 6 کاله د نړيوال پولي سازمان هغه غوښتنه پوره نکړای سوای چي ويلي يې وه چي افغانستان به د خپلي بودجې 8٪ دداخلي عوايدو څخه پوره کوي. تاسي وګوری، دکابل دحکومت کاري ظرفيت تردې حده کمزوری دی چي تر 15 مليونه ډالره په ډير مصرف او درې کاله مسلسل کار يې دداسي انکشافي پلان خاکه جوړه نکړای سواې چي نړيوال بانک او نورو مرسته کونکو ته د منلو وړ وای. د احدي په قول هغوی دغه پلان د بيا غور لپاره ورمسترد کړ. که دکابل حکومت دغربي نړۍ عميل نه وای ددغه استرداد موقع ئې هم نه ورکول. دکابل بريښنا رئيس انجنير محمدسرورصديقي اريانا تلويزيون ته په 6 جوالای 2008 وويل چي /دکابل د ښار يوازي په سلو کي 65 کورونه نوبتي بريښنا لري./ پسله اوه کاله حکومت د زرو مليونو ډالرو په مصرف يوازي دکابل هغو سيموته بريښنا تهيه کړيده او هغه هم نوبتي چي هلته خارجيان او دحکومت غټان پراته دي. افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد يې هم تر اويا په سلوکي پرهمدغه سکتور ولاړ دی. خو د اکسفام په قول دغه مهم سکتور تراوسه د 16000 مليونو ډالرو څخه فقط 400 مليونه ډالره ترلاسه کړيدي. داچي ددې مبلغ څخه به څونه بزګرته رسيدلي وي معلومه نده خو دايقيني ده چي ډير به کم وي. يوازي امريکا په افغانستان کي سل مليونه ډالره د ورځي نظامي مصرف لري (واشنګتن پست 28 جولای 2008). دوی وايې چي موږ د ورځي 7 مليونه ډالره ملکي مصارف لرو چي ډيره برخه يې هغو ولاياتو ته ځي چي دوی عسکر پکښې لري. په بشري مرستو کي د مرسته کوونکو ترمنځ مفاهمه او تنظيم نسته او ډير ليدل سويدي چي پر يوه پروژه څو ځايه پيسه اخيستل سوي او پيسې ضائع سويدي. اکسفام ادعاء کوي چي مرسته کوونکي پدي کي ناکام سويدي چي پخپل منځکي او دحکومت سره خپل کارونه همږغي کړي. مرسته کوونکي مؤسسې او هيوادونه يې پدي کي پاته راغليدي چي د خپلو پيسو دمصرف په ځاي، مؤثريت او د مرستو د لګولو په ستراتيجي پسې وګرځي. په بهرنيو مرستندويه مؤسساتو کي ډير فساد موجود دی. ددې لپاره چي خپل اداري فساد پټ او ماليه په بډه ووهي خارجي إن جي أو ګاني کوښښ کوي چي په کابل کي يو کمزور، رشوتخور او په اداري لحاظ فاسد حکومت موجود وي. پدي ډول د کابل دحکومت په اداري فساد کي د بهرنيو مرستندويانو لوې لاس دی. دهغه هيواد اقتصاد چي تراشغال لاندي وي داشغالګر قوت لخوا داسي تنظيميـږي چي پرخپلو پښو ونه دريـږي او تل يې پرنورو تکيه او د مرستي لاس يې نوروته اوږد وي. افريقا چي دنړۍ په ټولو قارو کي دطبيعي زېرمو په لحاظ غني ده او په سوو کاله دغربي نړۍ ترتسلط لاندي اوسي او په سوو زره مليونه ډالره يې دمرستي په نوم پکې مصرف کړيدي، تراوسه يې نه خلک په وچه ډوډۍ ماړه سوه او نه ډيموکراسي پکښې راغله. اتم سؤال داکثروافغانانو دا وو چي ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کي افغانانو ته ګټور دي؟ دبون قرارداد او دملګروملتو دمؤسسې امنيت شوری په افغانستان کي بهرني مداخلې اولاسوهني ته قانوني بڼه ورکړه او دافغانستان راتلونکې ئې چي څرنګه ګاونډيانو ئې او لويو طاقتونو غوښتل ترسيم کړه. د نړۍ 37 هيوادونو ته يې د ايساف ترنامه لاندي حق ورکړ چي د افغانستان سرنوشت دي دقوې د استعمال په شمول ددوی په لاس کي وي. کوم حکومت چي د بون د کنفرانس په نتيجه کي د افغانانو لپاره جوړ سو په حقيقت کي د ملګروملتو د مؤسسې د پخوانۍ فيصلې مطابق او د هغه مؤسسې د سرمنشي د پخواني خاص استازي (الأخضر إبراهيمي) په قول د 6 + 2 حکومت وو. دا حکومت بايد د افغانستان د 6 ګاونډيو او 2 لويو طاقتونو (امريکا او روس) دګټو خوندي کوونکی وي. وروسته پردغه فارمولا هندوستان هم ورزيات سو يعني 6+2+1. دلته افغانانو ته د اوليت حق ورنکړه سو بلکه دافغانستان حکومت بايد د افغانانو تر ګټو د نورو ګټي په افغانستان کي وړاندي وګڼي. نو ځکه تقريبا دهر وزارت يا ولايت مقام دافغانستان ترسرحداتو هاخوا يو حامي لري. دثقه معلوماتو له مخي دولايت له مقام څخه ووزارت ته ديو والي دتبديليدو د موافقې پرسر دوې مياشتي امريکايانو د ملل متحد پواسطه دافغانستان د يوګاونډې هيواد سره خبري وکړې څو هغه هيواد دځينو شرايطو په ايښوولو سره د نوموړي کس دتبديلۍ موافقه وکړه. حامد کرزي دجرمني دشپيګل مجلې سره په 2 مئ 2008 اعتراف وکړ چي نوموړی دخارجي مرستندويانو بې اجازي ددولت دعالي رتبه مامورينو تقرر او يا عزل نسي کولای. نړيوالي ټولني ايران ته جنوب غربي ولايتونه ورکړيدي چي اباد يې کړي. دکندهار- چمن ترمنځ د اورګادي دپټلۍ غځولو کار پاکستان ته ورکول سويدی. ترکيې ته په شمال کي عمراني چاري محول سويدي. تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته په افغانستان کي دهغو سره وګاونډيو ولاياتو ته بريښنا ورکول او دکليو دپراختيا کارونه ورکول سويدي. هندوستان ته د افغانستان په ډيرو برخو کي لکه سلما پروژه، د ايران او دلارام ترمنځ سړک جوړول، دکابل-خوست سړک، دکنرونو انکشاف او نور دپاکستان سرحداتو ته څرمه د فعاليت موقع ورکول سويده. د افغانستان په حساس جغرافيائي موقعيت ځان پوهول پکار دي چي له بده مرغه ډيرو دغه حساسيت ندی درک کړي او دا هيواد يې د بالوکاله جنګ ډګر ګرځوليدی. څرنګه چي د افغانستان ګاونډيان پخپلو منځوکي رقابتونه حتی دښمنۍ لري نو د نړيوالي ټولني دا پاليسي چي زموږ هر ګاونډي ته يې د افغانستان د ابادۍ په ظاهري پلمه يوسکتور يا برخه ورسپارلې ده ددې پرځای چي سيمه ايزه همکاري او تعاون رامنځته کړي پدي هيواد کي يې لانجي او تاوتريخوالی پيدا کړيدي چي قربانيان يې افغانان دي او تاو به يې خپله دوي ته هم ورسيـږي. راسئ دموضوع د روښانولو لپاره د مثال په ډول په افغانستان کي د هند او پاکستان رقابت ته وګورو. په افغانستان کي دهند د يوه پخواني سفير بهادرکومار په قول هندوستان دشوروي دتجاوز په وختکي دکابل د رژيم ملګرې وو او دافغانستان په داخلي جنګونو کي يې دشمال ائتلاف ملاتړ کاوه (او وروسته يې د طالبانو مخالفت پدې کاوه چي اکثريت يي پښتانه وه، اسلامي نظام يې غوښت او پدي باور چي پاکستان يې ترشا وو). د بهادرکومار په وينا /هـنـد اوس دکابل د حکومت سره نظامي مرستي کوي؛ فوج ته چي اويا په سلو کي افسران يې تاجيک دي تعليم و تربيه او وسائل ورکوي او د شمال ائتلاف سره اوس هم ډيري نژدې اړيکي لري؛ په جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشريف کي يې قونصلګري پرانيستي دي؛ د زرنج – دلارام سړک جوړوي؛ د پارلمان تعمير ابادوي؛ له پلخمري ترکابله د بريښنا مزي تيروي؛ په کابل کي د حرارتي بريښنا يوه دستګا نصبوي؛ پر هريرود دسلما بند جوړوي؛ يوولس ولاياتو ته د تلفون مزي غځوي؛ کابل ته يې الوتکي او په سوو بسونه ورکړيدي؛ دولتي مامورين تربيه کوي؛ تراوسه يې 3000 افغانانو ته مسلکي روزنه ورکړيده؛ په سووو سکالرشپونه يې افغان ځوانانو ته ورکړيدي؛ روغتونونو سره طبي مرستي کوي؛ يونيم مليون ماشومانوته بسکوت ورکوي؛ په کنرونو کي پراختيايې پروژې جوړوي؛ (دکابل-خوست سړک جوړوي او کيداي سي چي د کندهار- سپين بولدک سرک هم ورکول سي). نوموړی دپلومات وايې چي داوخت په افغانستان کي شاوخوا 4000 هنديان په مختلفو پروژو کي کار کوي او هندي نشرات او د باليوډ فلمونو خو په افغانانو کي ډير نفوذ کړيدی. هند تر امريکا، برتانيې، جاپان او جرمني وروسته تر ټولو لوی مرسته کوونکی او ډير مؤثر هيوادو دی. نوموړی وايې هند دافغانستان سرحد ته نژدې په تاجکستان کي يوهوائي ډګر جوړ کړيدی چي دافغانستان لپاره کارځيني اخلي./ د بي بي سي په وينا هند دا ټول کارونه په افغانستان کي دپاکستان د اثر دکمولو لپاره کوي. له بلي خوا، افغانستان د پاکستان د ثبات، حاکميت او ارضي تماميت لپاره حياتي ارزش لري. نو ځکه هغه هيواد د افغانستان بهرنۍ پاليسي ته په ډير اهميت او دقت ګوري. پاکستان په افغانستان کي د هند داسي حضور هيڅکله نسي زغملاي چي دده امنيتي ګټي تهديد کړي. هغه په افغانستان کي دهند دنفوذ دخنثی کولو لپاره هرڅه کوي. افغانستان بايد پخپله خاوره کي دخپلو ګاونډيانو دکړو سخت مراقب وي؛ هسي نه چي داهيواد لومړی ددوی دسياسي کشمکش ميدان او وروسته دبالوکاله جنګ ډګر وګرځي او افغانان په وژنو او کړاونو واړوي. امريکا او غرب د افغانستان او مرکزي اسيا منابعو ته د رسيدو او پر ايران د فشار لپاره پاکستان ته په جيوپوليټک لحاظ ترهندوستان ډير اړ دي. پاکستان به د غرب لدغه مجبوريته دهند او په کابل کي دهند دطرفدار حکومت دکمزورولو لپاره استفاده کوي اوهغوته به په دننه افغانستان کي ماته ورکوي چي دا هم د افغانانو په مرګونو او کړاونو کيـږي. پاکستان فکر کوي چي دکابل موجوده حکومت هندوستان ته موقع ورکړېده چي د پاکستان پر سرحداتو خپل داستخباراتو ادارې فعالي کړي او له هغه ځايه پاکستان وڅاري. همداراز پاکستان پدي عقيده دی او څوواره يې شکايتونه هم کړيدي چي دافغانستان دخاوري په استفاده سره هندوستان د ايران په همکارۍ د سپين بولدک – دلارام او زرنج په مثلث کي د پاکستان په خلاف بلوڅانو ته نظامي تربيه ورکوي او پاکستان ته يې د تخريب لپاره ليـږي. ترکيه او ازبکستان دافغانستان په شمال کي رشيد دوستم او نور ترکژبي تقويه کوي او دهغو سره دمرستي ترنامه لاندي په سيمه کي دخپلو ستراتيژکو ګټو لپاره کار کوي. روسيه، تاجکستان او ايران يې مخالفت کوي او مخ ئې نيسي چي پدې ډول دافغانستان شمال هم دګاونډيانو رقابت زوروي. اکبربای چي پخوا درشيد دوستم معاون وو دپيام افغان سره په يوه مرکه کي (28 جولای 2008) وويل چي ترکيه په افغانستان کي ډېره فعاله ده او درشيد دوستم هراړخيزه مرسته کوي. ده وويل چي زه پخوا درشيد دوستم مرستيال وم او ترکيې په نهه مياشتوکي زموږ دشوری دتقويې لپاره يووار درې نيم لکه ډالره او بيا درې لکه ډالره راکړل. حامدکرزي په 2 مئ 2008 کي دشپيګل المانۍ مجلې ته ويلي وه چي ما خپل په حکومت کي يو لوړپوړی چارواکی (رشيددوستم) له دندي ګوښه کاوه خو يو بهرنی هيواد (ترکيه) چي په افغانستان کي فوجونه لري پر ودرېد او ايسته مي نکړای سوای. زموږ نور ګاونډيان هم پخپلو منځوکي سم ندي او ددوی حرص او منافقت په افغانستان کي سياسي، امنيتي او نور ډول ډول لانجې راپـيدا کړيدي. ددوی هغه اتفاق چي د طالبانو د راپرزولو او د بون د کنفرانس په وختکي وو اوس نسته. اوس همهغه د پرون ملګري يودبل وينو توئيدو ته ناست دي. حتي اوس دامريکا په پخوانيو ملګرو او ستراتيجيکو انډيوالانو (ناټو غړو هيوادو) کي هم دافغانستان په باب اتفاق ندی پاته او د بخارست په سرمشريزه کي له ټول غربي نړۍ څخه په ډير تکليف 800 عسکره د افغانستان د جنګ لپاره ورټول سول. بل کال به دغومره عسکر هم نه پـيدا کيـږي او امريکا به مجبوره وي خپل عسکر زيات کړي او پدې ډول به کرار کرار دا جګړه د امريکايانو په جګړه بدليـږي. لکه په اتيايمه لسيزه کي چي غربيانو افغانستان ته د روسانو لپاره ديو دام په سترګه کتل اوس روسانو او ملګرو يې افغانستان د امريکايانو لپاره دام ګرځوليدی. دامريکايانو ويني به تويوي، ځيني به چکچکي ورته کوي او نور ددې دانډيوالانو په شمول به په بيتفاوتي ورته ګوري. څرنګه چي افغان فوج دجنګ ايديالوجي او ملي خصوصيت نلري امريکايان به مجبور وي د جنګ ډير بار خپله واخلي او جنګسالاران، د بشري حقوقو پايمالونکي او قاچاقبران به خپل ملګري کوي، دفاع به يې کوي او پرقدرت به يې ساتي. او پدې ډول به دخپلو معنوي ارزشونو پايمالولو، شرم او رسوائي ته ادامه ورکوي. افغان ولس به نور هم ناراضه او د مقاومت ملګری سي. ډېرعربان په افغانستان کي ددولت مخالف قوتونه تقويه کوي. هغه پدې نه چي خوښ يې دي بلکه پدې چي له بريالۍ امريکا څخه ويريـږي. هغوي په ډاګه وائي چي که امريکا په افغانستان او عراق کي کاميابه سوه په موږ پسي راځي او دا ويره دوی ته د امريکائي مقاماتو له بيابيا اظهاراتو راپـيدا سويده. ځيني عربان وائي چي په افغانستان کي اوسنئ کړکيچ امريکايانو د خپلو ستراتيجکو ګټو د تأمين په منظور راپيدا کړيدی او د خپل حضور د توجيه لپاره نه غواړي هلته امن او ارامي راسي. دوی ادعا کوي چي که څوک پرامريکايانو ټک هم ونکړي بيا هم دوی به افغانان تحريکوي او جنګ ته به ئې مجبوروي. دوی وائي چي امريکا بايد له افغانستانه ووزي. پدې ډول د عربانو هغه اتفاق چي د غربيانو سره يې د بون د کنفرانس په وختکي درلود اوس نلري. امريکا، ناټو او ډېر افغانان ايران په مداخلاتو تورنوي. دکابل په اخبارونو او دغربي نړۍ په مطبوعاتو کي په بيا بيا نشر سويدي چي ايران په افغانستان کي دافغان دولت مخالفينو ته وسلي او پيسې ورکوي. دشمال ائتلاف ملاتړ خو ئې علني او پخوانی دی چي دهغو له لاري امريکايان او افغان دولت ترفشار لاندي راولي. په 27 جولای 2008 کي روئتر له کابله وليکل چي ترورستان له عربي نړۍ خصوصا عراق څخه د ايران له لاري افغانستان او پاکستان ته ځي او هلته افغاني او ميشته بهرني عسکر وژني. ايران اوس د ترورستانو دتګ او راتګ مطمئن دهليز دی. داسي خبرونه دي چي روسيه هم د تاجکستان له لاري افغانستان ته وسله او پيسه لېږي. د ناټو او ايساف قوتونو د کابل د کمزوره دولت استقرار او مشروعيت ته لويه صدمه رسولېده. پرعام ولس، لارويانو، ودونو او جنازو بمباري، دخلکو وکوروته په زور ورننوتل، د خلکو بيعزتي او بي عفتي کول او خلک د محکمي له حکمه پرته نيول او بنديانول افغانان ډير خوابدي کړيدي. داډول خپلسريو د منتخب جمهور رئيس، منتخب پارلمان، منتخبو ولايتي شوری ګانو او نورو دموکراتيکو او بشري حقوقو ارګانونو موقف ډير کمزوره کړيدی. کرزي څو واره د عام ولس د فشار په نتيجه کي ژړليدي چي د بيګناه خلکو دبمباريو بنديده زما په وس ندي پوره. دلته دکرزي دغه اعتراف د هيواد ملي حاکميت او ددولت مشروعيت ترجدي سؤال لاندي راولي. کرارکرار داجنګ اوس د تروريزم سره د مقابلې پرځای د افغان ولس خصوصاٌ دپښتون قوم سره دی چي د وخت په تيريدو به نورو ناټو سرتيرو ته ضرورت وي. په ياد ولرئ چي د سره فوج 120000 عسکرو چي هرشپـږ مياشتي بدلېدل او تازه دم کيدل د لس کاله مسلسل شديد جنګ سره سره ددې وس ونه درلود چي دافغانانو مقاومت مات کړي. افغانستان ته د نورو امريکائي عسکرو ليـږل مشکل نسي حلولای بلکه نور ئي هم خرابوي او پـيچلی کوي او په سيمه کي هغه قوتونه چي ددوی وينو توئېدو ته ناست دي تشويقوي چي مخالفين نور تقويه کړي. د افغانستان د اوږدمهالي امنيت لپاره نظامي قوت بايد د يوې پراخي ستراتيجي په چوکات کي (امنيت د سوکالۍ له لاري) استعمال سويوای چي ونسو. د عامو خلکو وژلو، قهر او دولت ته ورځ په ورځ زياتيدونکې بدبـيني د ناټو او امريکائي قوماندانانو ترمنځ دنظر توپير راپيدا کړيدی کوم چي له لومړي سره په افغانستان کي د جنګ پر ستراتيژي يو نه وه. دناټو ځيني غړي وائي چي د بې پروائي اوعدم دقت په نتيجه کي په بمباريو دعام وګړو وژل به امريکا او متحدينو ته افغانان بدبين کړي. دامريکا او برتانيا ترمنځ په هيلمند کي وروستۍ ناندرۍ دجنګي ستراتيژي پرسر ددوی ترمنځ اختلاف ښئي. پدې ډول دناټو غړو هيوادو ترمنځ چي په افغانستان کي جنګيږي کومه ښکاره او واضحه ګډه تګلاره نسته. که امريکايان په عراق کي فوج کم او افغانستان ته يې واستوي حالات به نور هم خراب سي او دناټو غړو ترمنځ به اختلافات نور هم ډير کړي. ناټو د شوروي اتحاد پخلاف جوړه سويوه نه د افغانستان غوندي يو کوچني هيواد د ټکولو لپاره. لتونيا، چک، لتوانيا، استونيا، پولينډ او هالينډ په افغانستان کي څه ګټي لري چي خپل زامن مړه کړي؟ هغوي د امريکا د خوښۍ لپاره ځانونه وژني خو دا قرباني ترډيره نسي ورکولای. بله مهمه خبره داده چي په غرب کي ډير چارواکي، افغانان او د هغوې خصوصيات نه پـېژني. په عراق کي مخالفين د امريکايانو خلاف مخامخ نه جنګيـږي بلکه بمان ورته ايـږدي خو په افغانستان کي په سوو مخالفين مخامخ پر امريکايانو ورځي، سيمي ځيني نيسي او پر يوشمير سيمو همدا اوس طالبان عملاٌ حکومت کوي. که جنګ اوږد سي او طالبانوته سمه وسله په لاس ورسي بيا به ناټو ته مشکله سي چي جنګ يوسي. د افغانستان په ليري او نژدې ګاونډيانو کي داسي هيوادونه سته چي دغه جنګ اوږدول غواړي چي امريکايان پکښي راګير وي او ډيره وينه ېې توي سي. په کابل کي د برتانيا سفير ښاغلی شيررد کوپرکولز و بي بي سي ته په جون 2007 کي ويلي وه چي برتانيا غواړي 30 کاله په افغانستان کي پاته سي داځکه دا هيواد زموږ د خارجي سياست په سر کي دی. خو جرمنی، ايتاليا او هسپانيا دښاغلي کولز سره موافق ندي او فکر نکوي چي برتانيا 30 کاله په افغانستان کي جنګ مخته بيولای سي. دانګلستان صدراعظم ګورډن براؤن همدا موده تيره هفته لس کاله ته راټيټه کړه. لکه چي وويل سوه، زموږ ګاونډيان او لوی طاقتونه په نړيواله او سيمه ايزه ډګرونو کي رقابت او حتی دښمنۍ لري. او دا رقيبان او دښمنان اوس په افغانستان کي فعال حضور لري او عملا په فعاليت لګيا دي. يو چي يې يو قدم اخلي هغه بل باندي شکمن دی دوه قدمه اخلي. يو وائې چه هغه بل مخته سو زه پاته سوم. داسي رقابتونه به هغه وخت ښه وای چي افغانستان يو ملي او پرخپلو پښو ولاړ دولت درلودای. مګر اوس دا رقابتونه دافغانانو په ډير ضرر تماميـږي داځکه همدا هيوادونه خپلي دښمنۍ بالوکاله په افغانستان کي مخته بيائي او قرباني يي افغانان دي. ددوی حضور ددي پرځای چي افغانانوته ګټه ورسوي ضرر يي رسوليدی او ددې جګړه ځبلي هيواد استقرار يي ورخراب کړيدی. همدا ګاونډيان اوس دامريکا داشغال په پلمه په افغانستان کي يو مرکزي قوي حکومت نه غواړي بلکه يو کمزوره او تل پر نورو تکيه هيواد يې خوښ دی چي دوی ته محتاج وي، ددوی مرعوب وي او څوک حساب ورسره ونکړاي سی. سربيره پر پورتنيو ضررونو چي دبهرني فوجونو حضور ئې افغانستان ته رسوي خارجيان دافغانستان داقتصاد او کلتور په ضرر هم دی. افغانستان پخوا پخپل ځان نسبتا بسيا يو زراعتي هيواد وو. اوس ئې زراعت فلج او يو تارياکي هيواد دی چي د نړۍ 93 په سلو کي مخدره مواد توليد او صادروي. هغه هيلمند چي پخوا د غنمو او پنبه ګودام وو نن دخارجيانو دفعال حضور له برکته ددنيا دمخدره موادو پايتخت دی. همداراز، خارجيانو دافغانستان تاريخي اثار هم لوټ کړل. دناروې افترپوستن په 18 جون 2008 وليکل چي دناروې عسکرو دافغانستان د 4000 کلو زاړه تاريخي اثار غلا کړيدي او له افغانستانه يې ايستلي دي. ناروې دافغان موزيم په بيا ودانولو کي مرسته کړيده. دافسوس خبره ده هغه عسکر او بهرنيان چي افغانستان ته دمرستي، صداقت او بيا ودانولو په نوم راځي غلاوي کوي او تاريخي شتمنۍ او فرهنګي خزاني لوټوي. واشنګتن پست پخپل 28 جولای 2008 ګڼه کي ليکي چي:افغانستان کي هرڅه بهرني قرارداديانو ته ورکول سويدي. دامريکا دنړيوال انکشاف اداره قضا او عدليه هم بهرني قرارداديانو ته ورکوي چي دامريکا او ناټو دفوجيانو سره په مشوره ستره محکمه او عدلي نظام اصلاح کړي. دوی به افغان قاضيانوته دقضا چل ورزده کوي چي دچا په باب څنګه قضاوت وکړي او کوم مجرم ته څومره او څنګه سزاء ورکړي. دوی به قاضيانو ته ورزده کړي چي دخلکو څه حقوق دي او دښځو سره په قضا کي څه معامله وکړي. دافغانستان قضا تراواسه اسلامي تشخص درلود او هرچا ورته احترام کاوه. قاضي به پرتورن شل کاله قيد او يا داعدام حکم راوايست، محکوم به تسليم او حکم به تطبيق سو. خو چا قاضي ته بد نه ويل او نه يې تهديداوه. موږ نه وه اورېدلي چي يو قاضي پدې سبب چا مړ کړ چي مجرم ته يې د مرګ سزا ورکړيوه. بلکه خلکو به ويل چي کوم لاس دقاضي پري کړي درد نکوي. هغي قضا ته به څه تقدس پاته سي کومه چي دامريکايانو او نورو غيرمسلمانو لخوا تنظيم او رهنمائي کيـږي او په سيمه کي د نورو د ستراتيژکو ګټو په خدمت کي وي؟ دافغانستان په قضائي نظام کي دا لاسوهنه به دا مهمه او محترمه اداره د نورو سکتورو پشان د لوی فتور او بحران سره مخ کړي. ترڅو په افغانستان کي يو ملي حکومت چي داکثريت مورد اعتماد وي منځته نه وي راغلي او ترڅو چي افغانستان اشغال او بهرني مسلحي قابضی قواوې پکښې وي ترهغو به دخارجيانو حضور افغانستان ته دګټی پرځای مضر وی. نهم سؤال دا وو چي په امريکا کي به د راتلونکی نومبر د انتخاباتو په نتيجه کي نوي جمهور رئيس په سپينه ماڼۍ کی کښينی. هغه بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟ جواب: د امريکا نوی جمهور رئيس هرڅوک چي وي، زما پيشبيني داده چي افغانستان ته به ډېرعسکر استوي او جنګ به تودوي. هغه به په عراق کي خپل عسکر کموي او افغانستان ته به ئې استوي. امريکايان فکر کوي چي په عراق کي کاميابي ورته ګرانه خو په افغانستان کي اسانه ده. ددې لپاره چي له عراقه وتل په ماته څوک تلقي نکړي نو امريکايان به خپل ځانته د اوړو دپزي دايښوولو په منظور پر افغانستان عسکري فشار ډېروي. دوی له تاريخه ناخبره افغانستان يو اسانه هدف ګڼي. کله چي افغانستان ته ډېر عسکر واستول سي نو دامريکا ميډيا لکه راديو او تلويزيون به هم په افغانستان کي فعاليت ډېر کړي. په افغانستان کي دامريکايانو پراخ حضور به زموږ ليري او نژدې ګاونډيان ووېروي او وهڅوي چي مخالفينو ته نوره پرمختللي وسله او مالي ملاتړ ورکړي. دابه جنګ ډېر تود کړي او دبهرنيو عسکرو تلفات به نور هم ډېر سي. دتلفاتو دډېرېدو په صورتکي به دناټو غړي هيوادونه خپل عسکر کم او يا وباسي او دجنګ بار به په افغانستان کي يوازي دامريکا پراوږو پاته سي. دامريکايانو تلفات به نور هم ډېر سي او ميډيا به ئې په امريکا کي په ښه تفصيل خپروي. دا حال به دوه درې کاله دوام وکړي او بيا به لکه د ويتنام دوختو پشان دسپيني ماڼۍ په مخکي خلک مظاهرې کوي چي له افغانستانه دي زموږ عسکر راووزي. په ويټنام کي امريکا ماته نسوه بلکه دخپلو خلکو فشار راوايسته داځکه خلکو دسپيني ماڼۍ په مخکي نارې وهلې چي زموږ زامن ولي په ويټنام کي دجنګسالارانو دبرسراقتدار ساتلو لپاره مري؟ زموږ مېړونه ولې پرويټنام دجنايتکارانو دمسلط ساتلو لپاره وينه تويوي؟ زموږ وروڼه ولي په سايګون کي دقاچاقبرانو دګټو قرباني کيږي؟ زه تاسوته پېشبيني کوم چي درې کاله وروسته به دامريکا ولس دسپيني ماڼۍ په مخکي همداسي نارې وهل پيل کړي چي زموږ زامن ولي په افغانستان کي دفلاني قاچاقبر وزير دبرسراقتدار ساتلو لپاره مري؟ زموږ سړيان ولي په کابل کي درشوتخورو او طفيليانو دچاغېدو لپاره قربانيـږي؟ زموږ وروڼه ولي پرخلکو دجنګسالارانو دترپلو لپاره خپلي ويني تويوي؟ موږ څه حق لرو چي پر زورېدلي افغانانو دبشردحقوقو دښمنان مسلط وساتو؟ موږ نه غواړو دکابل فاسد حکومت دژوري پشان زموږ په وينو وپائي. ..... دا ميډيا، دامظاهرې او دا فشار به دامريکا حکومت مجبور کړي چي خپل فوجونه له افغانستانه په ټيټ سر وباسي. پدې ډول زه دامريکا راتلونکې په افغانستان کي دويټنام دجنګ دوخت سره تشبيه کوم. ما امريکايانو ته دا خبره دخپلي تجربې او تاريخ څخه په درس په پوره وضاحت کړېده چي که تاسي په افغانستان کي پرنظامي حل اصرار کوی نو زه په پوره ډاډ درته وايم چي ستاسي سرنوشت دروسانو دی. هغوی په يولک وشل زره فوج خپل مطلب ته ونه رسېدل، تاسي هم نسی رسېداي. خو داهم درته وايم چي په افغانستان کي دناټو ماته تاسي، دناټو غړو هيوادونو، افغانانو او دسيمي خلکو ته ښي پايلي نلري. (دناټو دماتي عواقب مي په تفصيل ورته تشريح کړيدي چي دلته يې د ذکر مجال نسته). ما ورته وويل چي دمخه تردې چي امريکا ددغه شوم سرنوشت سره مخ سي دامريکا نوی جمهور رئيس بايد دافغانستان په باب دامريکا پاليسي بدله کړي او سياسي حل ته پرنظامي حل ترجيح ورکړي. پدې کي دټولو خير دی. دامريکا نوی جمهور رئيس بايد د هغه فارمول له مخي او يا هغه ته ورته کوم چي ستاسي په وړاندي مي ايښی دی عمل وکړي او له افغانستانه د خپل فوجونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړي. لسم سؤال دا وو چي په افغانستان کي په راتلونکي کال کي د جمهوري رياست لپاره انتخابات دي، ستاسي په نظر څوک به موزون سړي وي؟ که دافغانستان په باب د امريکا او ناټو پاليسي همداسي وي لکه اوس چي ده او بدله نسي نو اول ممکن دامنيتي شرايطو دخرابۍ په وجه انتخابات ونسي او که وسي نو هرڅوک چي د نوې انتخاباتو په نتيجه کي مشر سي کامياب به نه وي. دافغانستان دولتي دستګاه اوس يوې فاسدي معدې ته ورته ده ترڅو اساسي علاج يې ونسي هره سالمه غذا چي ورسي فاسديـږي. البته څه سليقـئی تغيير به دهر نوي سړي سره راسي خو هغسي به نه وي چي خلک ئې طمع لري. زه دسړي لپاره نظام نه غواړم بلکه يو سم نظام بايد جوړ سي او بيا دهغه لپاره په سړي پسې وکتل سي. يعني نظام د سړي لپاره نه وي بلکه سړی دنظام لپاره وي. نو ځکه زه اوس پر سړي هيڅ فکر نکوم بلکه دا فکر کوم چي څنګه دا نظام په يو ښه نظام بدل سي څو وکولای سي صالح خلک راجلب کړي. اخير سؤال د هرچا دا وو چي څه بايد وسي چي افغانستان د رواني فاجعي څخه خلاص سي (د کړکيچ د حل لار)؟ دغه سؤال ته ما د اوسني نظام دبـديـل ترعنوان لاندي جواب ورکړی دی. هرڅوک د کابل پرحکومت انتقادونه کوي او وايی چي افغانستان يې تباهۍ ته روان کړی دی خو دهيچا سره نسخه نسته چي څه بايد وسي چي له دغه تباهي څخه راوګرځي. شکايتونه ډير دي خو دحل لار نامعلومه. هرڅوک دا سؤال کوي چي که دا نظام نه وي نو پرځای به يې کوم څه وي چي هم په هيواد کي امن او اطمنان راولي او بيا د 1992 کورني جنګونه تکرار نسي، هم دسيمي هيوادونه ورڅخه مطمئن وي او هم نړيوال قانع وي چي افغانستان د نړيوالي ټولني يو فعال او ګټور غړی دی. بـــديــل A l t e r n a t i v e په 2001 کی د طالبانو ترسقوط وروسته ډيرو افغانانو د خپل تاريخ پخلاف نړيوال فوج ته ښه راغلی ووايه څو دهغو زورواکانو له ظلمه يې وساتې کوم چي د امريکا په مرسته بيا قدرت ته رسيدلي وه. داستاد رباني د وخت دداخلي جنګونو او بشري ناورين ترخه يادونه دهرچا سره تازه وه. همداراز، دافغانانو هيله وه چي نړيواله ټولنه به د خپلو وعدو مطابق ديو سم حکومت جوړېدوته موقع ورکړي او د وران سوي افغانستان په بياودانولو کي به فعال سهم واخلي. خو په تيرو تقريبا 7 کلونو کي دغه وعدې ترسره نسوې او په ملکي او نظامي ساحوکي دملي او بين المللي بيسابقه حمايت سره سره ډير لـږ کار وسو. اوس افغانان نژدې دي چي خپلي هيلي له لاسه ورکړي. نړيوال هم په افغانستان کي روښانه اينده ځانته نه ګوري. لکه د انګليستان لارډ پاډي اشډن چي وائي /ناټو ډيره نژدې ده چي د افغانستان کنترول له لاسه ورکړي./ د ناټو پخوانئ قوماندان، د پي ار ټي مؤسس او د امريکا د اتلانتک کونسل مشر جنرال جيمز جونز اخطار ورکوي چي/ ناټو په افغانستان کي ګټونکې نده./ داروپائي پارلمان دبهرني اړيکو څانګه په تير اپريل کي راپور ورکړ چي/ دياغيانو دفعاليت دوام او دافغان حکومت کمزوري په افغانستان کي د غرب او اروپا ماته يقيني کوي./ ډير څيړونکي دافغان حکومت حالت هغه سخت ناروغ ته ورته بولي چي د شديد مراقبت په خونه کي په مصنوعي تنفس ژوندی دی. چي کله هم دغه مصنوعي تنفس (خارجي فوجونه او د ډالرو پيچکارۍ) ځيني ليري سي ناروغ سمدستي مري. په کابل کي د تير ثور د اتمي دجشن واقعه ئې ښکاره مثال دي چي د مخالفينو څو فيرونو د اردو جنرالان وزغلول او رئيس جمهور او وزيران ئي پرميدان دښمن ته پريښوول. خو ددې ټولو مشکلاتو سره سره موږ پدې باور يو چي دکړکيچ د حل لار اوس هم سته پدې شرط چي نړيواله ټولنه ئې وغواړي او پر سمه لار ديو - بېرته شاته