(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رویج ـ لومړی برخه

د سحر وخت دی، مجلس ګرم دی ا ود كلى ملكان په حجره كښې ناست دى او چاى وېشلا كېږى. دوو خانانو بالښتونو ته ډډې وهلى دى. نائى په حجره كښې ګرم ګرم ګرځى. يوځائ ته منډه كله بل ځائ ته هلكه! بېګاه ما څو بستونه سم كړى وو يوه تولائى خو پكښې نشته د نائى انځر سره خپل زوى كوثر هم دی. انځر: كوثره بچيه! څومره بستونه دې بېګا سم كړى وو.؟ كوثر: دادا ما كله سم كړى وو. بستونو له خو ته راغلی وی. انځر: او او راپه ياد شو، خو چې ما څو بستونه سم كړى وو هغه؟ كوثر: يره دادا چې كه خدائى مې نه غلطوى نو تا پنځه بستونه سم كړى وو. انځر: غل خوره! غل خورې، چې ما پېنځه سم كړى و نو هغه يو بالښت او يوه تولائى څه شول؟ كوثر: زه ترې څه خبر يم دادا كار ته وكړې او قارېږې ماته. انځر: هلكه! وړوكی ئې بې ځايه ټرېږه مه. سحر دې لا چاى مې هم نه دى څكلى. هسې نه چې يو څو ډبونه درنه پورته كړم. كوثر: سامان ستانه ورك شه او ډبونه ماله راكوې ما څه ګناه كړې ده.؟ انځر: زر كور ته ورشه، د مور نه دې تپوس وكړه. كوثر: دادا زما مور څه خبر ده. (اشرف خان چې د حجرې مشر خان دا او اصغر خان دده كشر ورور دا دویړه په تماشه د انځر او كوثر خبرو ته ناست دى) اشرف: هلكه انځره! دا څه وختى راسې دې د كوثر سره هنړ دا څه چل دی؟ انځر: خانه! څه به وویيو ددې زمانې دا اولاد ورك شه او نوم ئې ورك شه. بېګاه تاسو څوكيدار راولېږه، چې مېلمانه دې حجرې ته راشه. زه په كټ كښې پروت وم، ما ده ته وویل چې لاړ شه مېلمانه دى چې بستونه سم كړا وه. هډو زما خبره اونه منله،نو. اشرف: نه نه! دا مطلب مې نه دا دا ته چې ویئې. انځر: پوهه شوم خانه پوهه شوم، شر په دې دا چې يو بست پكښې كم كوز دا، زه دده نه پوښتنه كوم چې بل بست څه شه؟. اشرف: عجيبه خبره ده، بستونه تا سم كړى دى او ټولولو له ئې هم ته راغلی وی. بيا د هغه غريب څه قصور شو؟. انځر: او جى! او جى! هېڅ قصور ئې نشته دا، بې ګناه دا. اشرف: نو بيا ته ولې قاريږې، چې ګناه ستا ده. انځر: يره خانه! ځانله خو كنځلو وهلو له ملګرى پيدا كوو كنه. كوثر: دادا، دادا هغه شپږم بست خو هغه دا. د صندوق په سر پروت دا سړيه! بوډا ئې مازغه دې كار هم نه كوى. انځر: په رښتيا كوثره بچيه! د لوئې ډنډ نه بچ شو ګنې خان به څه ويل. كوثر: دادا چې خبرې ته دې فكر نه وررسى، نو هسې مه ویيه، څومره شور دې بيا په دې لږ وخت كښې جوړ كړا وو؟ انځر: د غوی ځويه! خبر نه ئي لا ددنيا خویږْ تراخه دې نه دى خوړلى ګنې نو. كوثر: نو خانانو به څه وئيل څه وژلو خو به ئې نه، خپل تاوین به ئې اخيستو. انځر: دغه خو هم زه ویيم چې لا بچی ئې نه پوهېږی. دې ته دې فكر نه وررسى. ګوره تيار هاړ داگ او د دا نو وخت دا. نائيكانو له مو ثابت كال خدمت كړی دی او منډې ترړې مو وهلى دى، خو ددې بست وركېدل او زمونږ كډه تړل يو شا وو. خدائې رحم وكړو خير شو ګنې راڅخه به هر څه تلى وو. كوثر: عجيبه خبره ده، خو د خپل تاوین اخيستو حق ئې دا نور به راسره څه كوى؟. انځر: چپ شه د خر زويه~ دلته حق څه ګورې نن سبا خو د پښتنو داسې رویجونه دى چې امان ترې غویړه چې د چا زوروى، نو د هغه كور وى او پاتې مونږ دا غريبان خلق شو، نو زمونږ خو هر وخت پښې په سر وى. كوثر: چپ شه دادا خان راروین دا. انځر: او هو! تا اول ولې نه ويل، زمونږ دا خبرې خو به دهْ ټولې اوريدلې وى. خدايه! خير، هاړ ډېر نزدې دا، خدايه خير، خدايه خير. كوثر:خان صاحب! بست دا دا دلته پروت دا، خو د دادا نه هېر شوی وو. اشرف: او كنه دا ئې څه كوى. پردىا مال دده پرې څه تلى دى. انځر: يره خانه! مازغو مې بالكل كار نه كو، نن سبا عمر لاړ تېر شو. اشرف: ډېر ښه كار به شروع كړى خو كه يو څو ډبونه دې وخوړل. انځر: (په خندا غوندې) يره خانه! ستاسو د دعا بركت دا كنه زمونږ دا لوږه تنده او خراب خوراك دومره عمر چرته ګوزاره كېږى. اشرف: نورې خبري اغېږه مه خو چې ته نشې كولای، نو زوی دې راولېږه. انځر: او جى! هم داسې به انشاء الله تعالى چې كوو. بله څه چاره نشته نو. دوئى لا خبرې كولې، چې د خانانو يو بوډا او زوړ نوكر "یاری" چې په سپينه ږيره دا، راغی او خان ته ئې په غوږ كښې څه پټ غوندې وويل. اشرف: دا څه د پټولو خبره خو نه ده. يار محمد خانه دا خو د خدائى قدرت دا چې هغه څه كوى په هغې به شكر اوباسو. زوى نه لور هم ډېره ښه ده. یاری: لور هم ډېره ښه ده خانه! خو زوئى د خدائى ډېر لوئى نعمت دا، خو نه دا هم د خدائى ډېر لوئى رحم شوی دا. اشرف خان: دا خو څه د پخوی غوندې د جهالت زمانه، نه ده چې په لور كېدو به خلقو ته ځانونه بد ښكارېدو، البته مور به مې ډېره خفه وى. یاری: ولې به نه خفه كېږى، ځكه چې مور خو دې زوئى په اولاد ډېره خوشالېږى اوپه لور ډېره خفه كېږى. خان: نو بيا خو به هغه ډېره خوشاله وى. یاری: ډېره به خوشاله شوې وه خو كه هلك وی ، نو تاسو به دلته كښې بيا يو ویر ګرمه ګورمه ليدلا وی. یاری: يره خانه! په خدائى تعالى يقين اوكه چې ستاسو او د كشر خان ودونه شوى دى، نو بيا مو د ډمامې او د دوكړئ ټنګ نه دی اورېدلیا. بېګاه داسې مې غوږ وه چې د خان زوى اوشى نو انشاء الله تعالى چې يو ځل به بيا خوشالى په سترګو اووينو. خان: دا څه دومره غټه خبره نه ده ماما! هلكان يو دا ځل نه بيا به چرته شى. یاری: الحمدالله الحمدالله خدائى دې خير كړى زمونږ د خوشحالۍ هم تاسو ئي. نور مو څوك دى. پلار مو ستاسو دپلار سره مړ دا او زه دغه دا ستاسو په مخكښې روین يم. عمر مې خوړلا دا. بوډا يم او انشاء الله تعالى چې بچى به مي هم ستاسو سره مړه شى. غوښه به د هډوكى نه هېڅكله نه جدا كېږى. بچى به مې ټول عمر ستاسو خدمت كوى. مونږ ستاسو نمك خویره يو. ددې خاندان ځائى خپل يو. زمونږ دا حق دا چې ستاسو په خوشحالئ خوشحاله او په غم خفه شو. خان: یاری ماما! ته زمونږ زوړ سړا ئې چې ته نه خفه كېږې او نه خوشحالېږې نو نور به څوك داسې وى چې ستا په شان به وى. نور خلق خو وخت سركوى. یاری: خانه! په لوئى ذات مې دې قسم وى كه بېګاه مې سترګه پټه كړې وى. هر وخت به مې د تورګل د مور نه تپوس كولو چې د خانانو د كور مزدوره زېرى له رانغلله خدائى تعالى دې خير كړى د خان زوى مې ډېر ارمان دا. خان: ډېره ډېره مننه يارو ماما! ستا اخلاص مونږ ته د پخوی نه معلوم دا. د خان مور هلته كور په ژړا ژړا سترګې سرې كړى چې يا خدايه! زما خو ستا نه ډېره طمعه وه چې ته به اشرف خان له زوى وركړې. دا دې څه اوكړه د دښمنانو خوی دې راباندې يخه كړه. نازو: مورابۍ! اوس په ژړا څه كېږى چې په قسمت څه وو، هغه راورسېدل دا طالعمنه جينۍ معلومېږى. مورابۍ: وركه شه جينۍ او د هغې طالع! جينۍ به څه وى او طالع به ئې څه وى لرې شه د مخ نه مې د سپېرې لورې. نازو: مورابۍ! اوس وخت د ژړا نه دا، د بى بى مور او لور خپل خپلوین ناست دى، سړا بد ښكارى. مورابۍ: مه اخله د بى بى د نحسو او بد قسمتې مور نوم زما په مخكښې! كنه داسې ګوزار به دركړم، چې لېونۍ به دې كړم. نازو: په دې كښې د بى بى د مور څه قصور دا؟ مورابۍ: ما د اشرف پلار ته ويلى وو چې دا ښځه ډېره بدقسمته ده، دې چرته ښاده ورځ نه ده ليدلې. لېورزى ته ميراته شوې وه، زهْ دداسې ښځې لور خپل زوی له نه غویړم، خو وې نه منله او لګيا شو چې د اشرف مورې! ته نه پوهېږې دا څه خبره ده چې مور ئې ميراته ده نو لور به ئې هم ميراتېږى؟ كاوس خاخا زما د پلار ډېر خپل وو، زهْ د هغه دا خپلولى زمكې ته نه شم غورزولا. نور څه لاس مې نه رسى نو يوه لور خو به ئې په كور شګې كړم كنه او اخر خان خپله خبره وكړه او د كاوس ميراته لور ئې زما زوی له وغوښتله. نازو: چپ شه مورابۍ! بى بى ناجوړه ده او په زړه ئې هسې هم د لور بوج او زخمونه پراته دى او ته پرې مالګه دوړوې. دا څه د هغې كار و؟ مورابۍ: لرې شه د ملا لورې! د ځان نه دي راته قاضى جوړ كړا دا مسئلې راته كوې. كه اورى نو هم ښه او كه نه اورى نو هم ښه. زه په دې څه كوم او دې ماله څه كړى دى؟ دا د كاوس لور زما مشره اينګور ماله څه خدمت كړا دا او زما زوی له ئې څه كړى دى، لا زما په سر مې زوی ته پټې پټې خبرې هم كوى. نازو: مورابۍ! د مشرې بى بى په شان ښځې خو به اوس پيدا كېږي، دا د كور ټول كارونه لكه د مزدورانو په شان پخپله كوى او د ټولو نه ورستو اوده كېږى. مور ابۍ: زما څه كار دا، تاسو د كور مالكان خپل جوړ كوى نو. مور ابۍ: او كنه خویرې خو شكئ ستا ځكه د كاوس لور خوښه ده چې تاله پټ پټا څيزونه دركوى او په تا ئې خرڅوى. زما د خدائى تعالى په فضل سره داسې زوى دا چې مې ورنه اووئيلو نو اوس به ې ورله سر طماچه ګرځولې وى. نازو: ما دې خدائا د غلاګانو نه اوساتى چرته بى بى غلا كړې ده او نه به اوكړى. مور ابۍ: او كنه غل چې غلا كوى نو قران قسم ته ئې ځان جوړ كړا وى. نازو: هئا توبه! خویښې انګور خپل كار زما خو يوه غټكئ ده اوس به ئې په ترخ كښې كړم او روینه به شم. مور ابۍ: اوس به ولې نه ځې پوهه شوې په تا څوك د بى بى دائى توب نه كوى او تش لاس به اوس ګرځې. نازو: هغه خو زما د مور په ځائا او زه ئې د پښو خاورې يم. زه د هغې مزدوره نه يم، نو د بل چا مزدورى به كوم. مور ابۍ: هلئا دا شپنكئ خو زما سره داسې ويل كوى لكه چې مې يور وى او يا خویښې ورشه جينۍ اشرف يا اصغر راوله. په كور كښې هنړ زوګ شه، نازو ئې راحصاره كړه او په جمع خلقو ئې اووهله صرف په دې چې د يوې نيكې مېرمن ملګرتيا ئې كړې ده. خانان هم راغلل او شور زوګ جوړ شو. وروستو پته اولګېده، چې شر په څه شوی دا. اشرف ورمنډه كړه او خپله ناجوړه ښځه ګلون ئې په كټ كښې راحصاره كړه. او لكه د خرئې اوډبه وله، د ګلون خپل خپلوین دوه خوېندې او يوه مور هم د بچى كېدو له راغلا وې او ناستې وى، خو د خدائى په چارو ئې لاس نه رسېده. جنګ خورشه، ګلون ستړې ستومانه او درمانده په كټ كښې پرته ده، د چا مجال دا چې ترېنه تپوس اوكړى، چې بى بى څنګه ئې؟ خانان په شر شدت باندې حجرې ته لاړل، نازو زر زر خپله غوټه اوتړله او په اخر كښې د خپلې نيكې او بدقسمتې مېرمن خویله راغله. ګلون: څه كوې نازو چرته دې لام تړلا دا. نازو: زه نوره دا د وهلو ټكولو مزدورى نه شم كولا بى بى. ګلون: هائا بختورې څنګه ازاد ژوند دې دا، دلته خفه شوې نو بل خوی روینه شوې، ليكن زه، زه زه بدقسمته به چرته لاړه شم، چاته حال اوویيم، زما څوك دى، زما خدايه زه څه كوم. زه خو چاته په ښو سترګو كتا نه شم. زما څه حال دا لكه د سپى په كټ كښې ناجوړه پرته يم، نه مې د تپوس څوك شته او نه د خبرې. دا چا كړې ده چې د مور په وينا د څلويختۍ ښځه وهى او د مور او د خوېندو په مخكښې هېڅ چاته ګناه نشته. هر سړى ته خپل خپل قسمت په برخه ورسى، زما به دا قسمت و، زه چاته اوژاړمه، چاته فرياد اوكړمه، چې په ما څه تېرېږى. هائا پوښتۍ مې ماته شوه، دا سر مې اونيسه. نازو: ډېر درد كوى كه څه مات دا. نازو غريب نيولې ده او د غريب نه ډكه د بي بي په سر رامنډه شوه او ،ئې نيوه، نازو د بى بى يوې خور ته ویئىء: نازو: راشه بى بى دا ویړه جينئ ورسره راویخله داسې ژاړى. بى بى: ژاړى به خود چې د مور په قسمت كښې ئې ژړا ده، نو دا به څنګه اوخاندى. ګلون: نازو ته روینه شوې، مه ځه زه درته منت كوم. نازو: ستا خبره خو ماته دومره ده بى بى لكه دا بره اسمان خو څه اوكړم، د مور ابى راته سترګې كوزى دى. په كور كښې به څنګه ګوزاره اوكړم. ګلون: اا جينئ! باهر ته چې لاړه شې نو بيا به د چا مزدورى كوې كنه، نو دلته دې عمر شوی دا او شپې ورځې دې شوى دى، دلته دې دا د خپل قسمت سختې ورځې نه اوباسا، زما خو به درباندې سود كېږى كنه، چې ځه زما په شان يوبدقسمته ښځه بله هم شته. نازو: خدائا دې نه كړى چې زه به دلته پاتې كېږم، د خداى پاك دا نوره دنيا چرته سوې ده څه؟. ګلون: خير دا خير خفه كېږه مه، دا خو كور دا، هر څه پكښې راځى. جنګ جګړې، وهل كنځل نو ته به داسې خفه كېږې. نازو: ماته هرڅه چې ویئى منم، خو تا پكښې بدنامه وى، ویئي چې مشره انګور مې شا پټ كړى او نازو ئې خرڅ كړى. ګلون: دا خو خدائا پاك ته معلومه ده، چې ما څه پټ كړى دى او تا څه خرڅ كړى دى. كه زما په سر ددې كور نه لرې كېږې، نو زه درته منت كوم، نازو ما يویځې دې سپورو ستغو ته مه پرېږدهز ماته داسې ښكارى لكه خپله خور. كه ته رانه لاړې، نو چې راپورې به څه جوړه وى، دا خو لا ښه ده چې ته ئې. نازو: نه بى بى زه نوره يوه شپه هم دلته نه كوم. په ما څه انداغ دا، چې ډېره مزدورى او ډېر وهل كنځل وړم. ګلون: خویره شې! په خپل كور كښې داسې كېږى لېونئ كېږه مه. ګلون او نازو دا خبرې كولې، د ګلون خوېندو او مور په زارو قطار ژاړى په خپل تقدير ورله افسوس ورځى. د ګلونو مور چې ډېره پاكه او دينداره او مسلمانه ښځه ده، د خاوند د هغې نيك كارونو په بدل ډېره خوگشه وه. ددې وجې نه ئې بل ویده اونه كړه، ځكه د ګلون مور روزون ميراته پاتې شوه او څلور لونړه ئې بې روره په دنيا كښې پيدا كړى. د خاوند ئ ډېر مال او بساط و، ټول د هغې ليورونو ته پاتې شه، د لېور ئې درې زامن او دوه لونړه وې، د مشر ليورزى نوم ئې قباد وو، قباد د خپل تره غوندې لويه دبدبه نيك خوئى او ښكلا قد و قامت لرلو. دا د تره لونړه ورته د خپلو خوېندو نه كمه نه ښكارېدا، بلكې د دوى به ئې د هغوى نه زيات عزت او دارومدار كول. د نازو او ګلون دا مذكور كېده او دهغې مور او خوېندو دا هرڅه اورېدل هرڅه ئې ليدل، ليكن د چا كله مجال و، چې څه ئې وئيلا وی. روزون: پرېده جينئ چې تاله به هم غاو درځى او نازو هم تنګه ده، نو پرېده چې ځى. ګلون: هئی هئی خوږې ابۍ ته څه خبر ئې چې زما څنګ قسمت دا او څه راباندې تېرېږى. روزون: ستا قسمت خو ستا سره دا، نو دا غريبه ولې په دې تنور كښې حصاره وې. ګلون: ته نه پوهېږې مور چې زه څه ویيم، نن سبا خو دېویلونه حالونه ویئى، يرېږم كه چا راڅخه مور ابۍ خبر كړه، نو ژبه به رانه پرې كړى. د نازو ددې كور نه وتل او زما شرمول يوځائا دى، اوس به ویئى چې دغه ده وينئ د كور ښځه ئې راڅخه اووېستله، ګورا چې د خپل پلار كره ئې اولېږله او كه چرته د خوېندو كره نو بيا به زه څه ویيم، دا ساعت لا ښه دا چې تاسو خو كله ناكله سترګې مخامخ كړئ، څه لاړې مې تېرې شى او كه نازو اووته، نو بيا خو مې عمر ګران دا، نو نه به تاسو په دې طرف څوك راپرېږدى او نه به زه چرته درشم. روزون: ته ښه وی هر سړا د خپل كور په جوړ ښه پوهېږى. ګلون: كور خو كور وى، هر څنګه چې وى، ليكن زما كور نه دا په ژوندونى ګور دا. زوى ستا نه دا شوی او بدقسمته زه ګڼړلا كېږم. دا خو د الله پاك كار دا، زما او ستا څه قصور دا. روزون: چپ شه بچئا! څه چې په قسمت وو، هغه راورسېدل. اوس خو مړه او ژوندئ د دې كور ئې او خویښې دې هم ډېره ښه ښځه ده. په ترخو كښې خویږه وى، ناكام كوه چې ګوزاره دې ښه كېږى. ګلون: ناكام خو مې هډوكى وراسته كړل، څلور كاله مې ددې كور كښې تېر شو او د چا د خولې نه مې ښه لفظ ځان ته نه دا اوريدلا. مور ابۍ هر وخت دا ویئى چې كشره انګور مې د ډېر لوئى كور ښځه ده او ډېره ښه ښځه ده او ماته هغه ویئى چې په خوله ئې راځى او دا شوى كارونه خو اوس تا په خپلو سترګو اوليدل ورك شه پښتانه او د دوى مالدار كورونه او غلط رویجونه. زه خو ویيم چې په يو غريب كور كښې مې نصيب شوی وی، خو چې ددې هنړ زوګ او وهلو ټكولو نه دمه وی، د جویرو نوړئ به مې وچه خوړه خو زړه به مې په ارام و. زه خپل پلار او تاته ښېرې نه كوم، مور دا ستا غلطى نه ده، دا زما خپل قسمت و ګنې دا نورې زما خوېندې نه دى څه. بيا هم د دوى خو ګوزاره كېږى كنه خو زما دا قسمت داسې او لړلا تك تكور دا، په داسې كور كښې خو په تخت كه څوك ناست وى خو هم به د خاورو ايرو نه ناكاره او لاندې وى. روزون: زمونږ هېڅ قصور نه دا بچئ چرته چې مونږ ته په زړه كښې ازار رانه ولې، د تقدير ليك هېڅوك نه شى ورانولا ، دا به قسمت ته منظوره وه. ګلون: زه به ولې تاسو ته ښېرې او ازار كوم، مور دا خو به تاسو زما دپاره ښه جوړوله خو قدرت ته به منظوره نه وه. بابا خو مې نشته خو شكر دا د تره زوی قباد خو شته دا كنه ماته خو د خپل رور په شان ښكارېږى او كله چې دلته راشى، نو داسې خوږې خوږې خبرې راته اوكړى چې بالكل د پلار غوندې سود مې پرې اوشى. روزون: خدائا پاك دې شته كړى. په رشتيا ډېر ښه سړا دا ګنې په اوسنئ زمانه كښې د تره د لونړو سره د چا څه كار وى او بيا مونږ غوندې بدنصيبه او زه خو ورته د مور نه هم كمه نه ښكارېږم او اوس به هم انشاء الله تعالى ستا د لور د كېدو نه خبر شوی وى او غريب به چرته اولېږى پاڅى راروین به وى. ګلون: خدائا پاك دې نه كړى هغه زما رور د خدائا دى كونجاړى كور ته نه راولى ګنې. مور ابۍ خو به ئې اوس لكه د منزرى د حلقه تېر كړى. ډېره يرېږم چرته رشتيا رانه شى. ولې نه خداا پاك دې راولى چې ما خو په دې حال كښې اووينى چې زما په خور څه تېرېږى او ددې څه ژوند دا ولې هغه به زما دپاره څه اوكړى؟، چاته به څه اوویئى؟. دوى لا دا خبرې كولې چې ناڅاپى اویز شه، چې قباد خان راغی. قباد خان د كورنو خانانو سره ډېر راشه درشه اوكړل، ډېر په ادب سره د اشرف خان په خوی كښې كېناسته د خپلې خور دپاره ئې ډېر سامانونه راوړى وو، ورسره خپل دوه درې نوكران هم موجود وو. قباد: اشرف خانه خفه كېږه مه دا به قسمت ته منظوره وه. اشرف خان: خان په دې كښې د خفه كېدو څه سویل دا. قباد: ویقعى ستا دپاره دا د خفګان خبره نه ده، ته خو لا اوس ځوین بچا ئې، او دا دې لا اول بچا پيدا شه، كه خداا پاك رحم اوكړى، نو زوی به دې بيا اوشى. اشرف: د زوى خو مې د سره اميد ورك شوی دا. قباد: اشرفه! خان ئې خو بې خدايه خبرې مه كوه. اشرف: عجيبه خبره ده، چې د يوې ښځې مور دې مېراته وى، د هغې بله لور دې ميراته وى او ددې هم لور اوشوه، دا څنګ زوى راوړا شى. اصغرخان: لاله جى دا خو تاسو بالكل د جاهليت غوندې خبرې كوئ، توبه اوكې، دا څه د ورندار بى بى كار خو نه دا. اشرف:او كنه ته به داسې ولې نه ویئى روغ زړه دې دا. زوى به راوړې او د ټول مال ویكدار به شى. اصغر: لاله جى! زما زوی ستاسو زوی دا او ستاسو بچى زما بچى دى. اشرف: ګوړه ګوړه كوه خوله به دې خوږېږى. دا ارمان به دې هېڅكله پوره نه شى، زه به اوس ځانله اوس بل ویده اوكړم. قباد: خان ویده خو د خپلې مرضئ شا دا، خو كه چرې ستا د بلې ښځې هم زوی اونه شى نو بيا؟. اشرف: بيا اوكڼړه چې زه بدقسمته يم. اصغر: لاله جى! په ورندار بى بى دويمه ښځه كول ګويا فرشته تنګول دى، د هغې غريبې څه قصور دا او كه چرې زمونږ د كور دا حالت وى، نو دويمه ښځه ساتل هم ګران دى. قباد: پرېږدئ دا خبرې اوس، ځانونه مو شرمولى دى، د كلى محلت خلق ولاړ دى او تاسو يو بل ته بدې ردې ویيئ. راشه څوكيداره دا ټوكې چرګ، غوړى ا دا نور نرا نرا سامان چې د ګلون دپاره مې راوړا دا، كور ته ئې وركړه او ورته اوویيه، چې تادى مې ده ویپس كور ته ځم. (خدمتګارې سامان راوړه، قباد خان يو نيك خويه انسان و، د خپلو خوېندو په نسبت په دې خوېندو ډېر مهربان او مئين و، څه ډېر سامان ئې ورله كړى و). (خدمتګاره راننوته). مور ابۍ: خویرې خوشكئ ته لا هغسې په دې كور كښې ئې، دا ته دا دومره وخت كوم ځاا وې او ځه دا مخ دې ورك شه چې بيا رانه شې. نازو: مور ابۍ زه به چرته لاړه شم، زما خو هم دا كور دا نو. مورابۍ: د سپى لور چه ګذران دې نه كېږى نو د ځان نه اوچت ټوپ مه وهه. نازو: مور ابۍ په خپل كور كښې داسې كېږى نو. مور ابۍ: دا په سر او ترخ كښې دې څه نيولى دى. نازو: دا خو قباد خان راغلا دا او بى بى له ئې سامان راوړا دا. مور ابۍ: ته راوړه څه دى. (نازو ورله سامان راوړه، نازو ډېره خوشحالېده، چې ځه كه خير وى مور ابۍ به ډېر سامان اووينى، نو بى بى ته به ئې سترګې ښې شى. كله به ئې يو څيز خودلو، كله بل، مور ابۍ هرڅه شمار كړل او د نظر نه ئې اوويستل). مور ابۍ: دا سامان په المارۍ كښې كېږده او چرګان دې د چرګو كوټكئ ته پرېږده، پاتې شو اورنړا او سيزنۍ دا هم خوندى كړه كه خدائا رحم اوكړه او د نګهـت زوی اوشه، نو ورله به ئې راویخلم. نازو: ولې مور ابۍ د نګهت بى بى مور او ورور نشته څه؟ مور ابۍ: زه ئې مور يم كنه. نازو: نو ته به ورله دا سامان پيدا نه كړې څه؟ مور ابۍ: د خوشكئ لور په سر مې مه دړكوه دا سامان څه د ګلون د پلار كور خو نه دا. نازو: قسم په خداا دا مور ابۍ چې دا قبادخان راوړا دا. مور ابۍ: پوهه يم پرې خو د قباد خور چې دا څلور كاله دلته ډكه شوه او تشه شوه نو د هغې په بدله دا سامان څه شا دا. (دوى لا په دې مذكور كښې وی چې د كلى يوه زړه ښځه عذرخاني له راغله) مور ابۍ: راځه راځه قمرو جان ښه ده چې راغلې. قمروجان: غم ښادى او عذر مبارك دى كنه نو نه به وی راغلا. مور ابۍ: ولې ولې به نه راتلې. قمروجان: د بى بى په لور داسې خفه يم لاس مې نه رسى نو څه چل اوكړم، خو دا به الله پاك ته منظوره وه. مور ابۍ: وركه شه خوله دې بنده كړه، هر سړا به راځى او ویئى به په لور خفه يم او په لور خفه يم، زما دې په غولو لړلى قسمت ته نه ګورې چې داسې انګور ئې راله راكړې ده. د اشرف د ټولو ملګرو زامن شوى دى او ددې پكښې لور اوشوه. قمروجان: چپ شه بى بى دا څه ویئى دا څه د هغې كار نه دا خو الله پاك ته به منظوره وه او اوشوه. مور ابۍ: وركه شه دا او لور ئې اوس دې شرم ته اوګوره چې دوه خوېندې او يوه مور ئې لكه دقلعه د نوكرانو ناستې دى او هډو د تلو نوم په خوله ناخلى يو شرمېدلا، د خوند رنګ نه پاك د تره زوی ئې دا، هغه لا پسې هم نن راغی او راوړى يې څه دى، داسې كورونو ته څوك دا د شرم ډك لږ څيز راوړى، لكه قباد چې اوكړو. قمروجان: قباد خان خو ډېر ښه سړا دا او بيا ددې خوېندو په حق كښې خو ډېر زيات ښه دا. مور ابۍ: او او ډېر زيات ښه دا. داسې به څوك اوكړى چې د خپلې خور پرتوګ به چنار ته اوخېژه وى. ته اوګوره. قمرو جان: دا لس سيرگره غوړى، شل چرګان او پېنځلس ګزه ټوكا، هغه نور مې نه دى ليدلى چې څه ئې راوړى دى. نو لنګا خور له څوك دا لږ سامان راوړى. قمروجان: بس كه مور ابۍ ما وی چې رشتيا ئې څه نه دى راوړى. مور ابۍ: خدائا يو د كلى خلقه په نخاس ميرات كه، هر سړا لكه د مئيو په يوه ډډه رغړئ، زه څه ویيم او تاسو څه ویئي. زما دا خپله انګور خوښه نه ده، زه به خپل زوى له خامخا بل ویده كوم. قمروجان: داسې انګور خو دې خداا پاك هر چاله وركړى لكه چې تاله ئې دركړې ده. مورابۍ: ورك شه ددې ښه ویلا او ددې قسمت. قمروجان: قسمت خو د هغې كار نه دا نو. مورابۍ: څوك چې ازلى سپېره وى هغه غوړېږى نه او نه ښه كېږى، خو هم دغه شان وى لكه څنګه چې دى. (نازو راغله او د مور ابۍ په خوی كښې غلې غوندې اودرېده) مور ابۍ: نازو بيا دې د مېرمن دپاره څه راوړو كه. نازوك بس مور ابۍ ستا خو هم صرف په خيال كښې دغه يوه بى بى ده. مور ابۍ: ډېرې تېرې بېرې مه ویيه د خوشكئ لور. نازو: ښه ښه ما څه وئيلى دى، خو تا تپوس اوكړ او ما جویب دركړ. مور ابۍ: ته څوك ئې چې ما له جویب راكوې. هله جينكو ورشئ او زوى ته مې اویز اوكړئ او دا دجال لور زما د جویب شوه. نازو: ډېر وهل كنځل مې وړى دى مور ابۍ او وړم هم نور د خدائا دپاره څه مه ویيه. باهر قباد خان په درویزه كښې ولاړ دا، هغه به ویئى چې دا مور ابۍ څه كوى. مور ابۍ: يره خو ویقعى د سپى لور ئې، نو تا ماته اول ولې نه وی چې قباد مې باهر ولاړ دا څه ویئى. نازو: ویئى چې خپله خور وينم. مور ابۍ: دده دا خپله خور په خپل كور هم خوښه وى كه يویځې زمونږ په كور ئې خوښه ده، ویيه چې راځى.... خو هنه دا ویوره هغې بلې انګور ته مې اویيه چې پټه شى او ورشه وړې جينئ ته ئې د خور په كمره كښې كينه چې خور او رور څه ویئى. (نازو ولاړه او خان ئې كور ته راوست) قباد خان خپله خور د پلار په كور ساتلې وه، چې په پياړمه كټ كښې ئې اوليدله سترګې ئې د اوښكو ډكې شوې او حلق ئې لوند شه، خو د خدائا په چارو ئې لاس نه رسېدلو. قباد: السلام عليكم خور مبارك دې شه مبارك! ګلون: زما سلام دې روره پاڅېدې نه شم چې دا لاس دې ښكل كړم، رائې كړه چې په پرتو ئې ښكل كړم، ستا نه زار شم. قباد: ولې څه ناجوړه ئگي څه؟. ګلون: ډېره ناجوړه يم، روره ډېر تليف دا راته. قباد خان: نو چې طبيب مبيب راولم كنه. ګلون: نه نه دا د طبيب نه دا روره. قباد: اخر څه مرض دا، د بچى سره خو مور دومره نه كمزورې كېږى. ګلون: ځينې ښځې ډېرې كمزورې كېږى روره (ژړغونې شى). قباد: ولې خور ته خو څه ژړه غونې غوندې معلومېږې. (د قباد خان هم د سترګو نه اوښكې روینې شوې او خپلې بلې خور ته ئې اوكتل چې هغه هم مېلمنه راغلې وه. ته ویيه خور څه چل دا) خور: هېڅ چل نشته روره هر سړى ته خپل نصيب رسى. قباد: زه حېران يم چې زما تره دا خپله لور په ډېر غرور او فخر سره وركړې وه او دا... خور: داسې تنګ عمر ئې دا چې څه ویيه مه. ګلون: دروغ روره زه خو ډېره خوشحاله يم. خدائا دې نه كړى چې زه به په داې كور كښې خفه شم، هرڅه ډېر دى او بيا ستا دا دوه سترګې مې اوليدې نو لكه چې بلكل جنتى شوم. قباد: اخر څه نه څه خو شته هسې خو نه ده، اوویيه كنه. ګلون: هېڅ نشته خپله روره هرڅه ډېر دى. خور: ډېر خو هرڅه دى خو ددې دپاره نشته دا. ګلون: چپ شه نامردې! مېلمه رور مې راغلا دا او ته ورته تنګې تروشې خبرې بيانوې. كېنه روره چې يو بل خو وينو كنه. ډېر شكر دا چې ته راغلې، ستا د زوى نه خبر شوم خو ناجوړه وم، هډو تپوس ته جوړه نه شوم، ښاېسته دا كنه. خدائا دې لوى كړى. مور به ئې ډېره خوشحاله وى. ډېره ښه ښځه ده، خانه چرته چې ورره جنګ او نه كړې. زمونږ داسې ورندار ده چې مونږ په سترګو پورې كوى ډېر ښه راته ګورى، خدائا دې اخر او دنيا دویړه ښه كړى او الله پاك دې ورله ډېر شتمند اولاد وركړى، دا مې ارمان دا چې يو ځل مې خپله ورندار بيا اوليدا، وراره به مې زما دپاره ښكل كړې او زه، زه خو د ګور مړا يم او يا يو قيدى بنديوینه پاتې يم. زما هېڅوك نشته روره هېڅوك د خدايا دپاره كړه چې زما نه ځان ناخبره نه كړې. د قباد خان ګرېوین لوند شه، غريو اونيولو او په رومال ئې سترګې اوچې كړې، رو غوندې په وينا شه: قباد: چې په تا دومره تكليف تېرېږى، نو تا زه ولې نه يم خبر كړا. ګلون: اوس زما د عمر كور دا روره! دا به زما خپل قسمت وه ماته راورسېده. نو زه د خپل قسمت دپاره تا په لړزان كړم تاته تكليف دراورسوم؟ ماته هېڅ تكليف نشته، ښه خوشحاله يم، خدائا دې غټ لره اباد اوسې، چې هسې راته غږ كوې نو دا زما دپاره لويه خبره ده. قباد: اخر تا ګناه څه كړې ده؟ ګلون: صرف دا چې د يوې مېراتې مور لور يم، خویښې مې ویئي چې ته به هم د خپلې مور په شان مېراته ئې او زما زوى به ميرات شى. قبا: دا څه خبره ده خور تا دې خدائا نه ميراته وى او كه چرې زوى دې اونه شو، نو اشرف خان به ځان له بل ویده اوكړى كنه. ګلون: خانه هره سخته به تېره وم، خو چې بن راباندې اونه شى. قباد څه اوكړو خور دا د پښتنو رویج دا نو. ګلون: چپ شه روره! مور ابۍ راته هسگي هم توره بريخ ده، په اور مې سيزى او چې لا بله ښځه دې كور ته راشى لا به مې سخت عمر شى. قباد: د خدائا كارونه اكثر د خير وى، خور كېداا شى چې د بلې ښځې سره ستا عمر ښه شى. ګلون: ډېر ودونه به خان اوكړى خو زه به د مور ابۍ په سترګو كښې ښه رانه شم. قباد: پرېږده خور ځان مه خفه كوه ، ستا به دا قسمت وى، خو چرې په زړه كښې دا خيال رانه ولې چې ستا پلار مړ دا، زه ستا پلار مړ يم، هن دا ویخله پنځوس روپۍ خپل ضرورت پرې د سره كړه او بيا كه دې ضرورت شو، نو جویب وكړه. ګلون: هله ستا نه قربان شم وروره! روپۍ د ځان سره يوسه، اوس به مور ابۍ خبر شى بيا به څه ویيم؟. قباد: اخر مور ابۍ تاته زما په پيسو ولې قارېږى، دا خو زما مال دا. نازو: بى بى ښه ویئي خانه روپۍ بېرته ویخله. قباد: نازو ته ولاړه ئې ته خو ددې خيال ساته كنه. ګلون: ځكه خو هره ورځ دا غريبه د مور ابۍ پنځه شپږ لوړه سره د بدو ردو خورى، چې زما ملګرتيا كوى. نازو: پرېږده مړې دا خبرې خوبيا ویپس كه. قباد: څه چل دا نازو روپۍ ولې ویپس ویخلم. نازو: خانه ته خبر نه ئې اوس به بله غوېمه جوړه شى، خو دا روپۍ ليدل او د مور ابۍ نينې كېدل يوځائا وى اوس به ویئى چې ګلون مې تونړئ او كندوین تش كړل، هرڅه ئې خرڅ كړل او بيا دې دروغو ته ئې ګوره چې ویئى چې روپۍ راله رور راكړى. قباد: ځه ښه ده نو چې روپۍ نه اخلې نو بيا چې څه ضرورت كېده، نو ماته ویيه. ابۍ او خور تاسو ځان تيار كړئ چې ځو، ټانګه مې درپسې راوستې ده. مور: كه خفه كېږې نه خانه نو مونږ به يو دوه ورځې دلته پاتې شو. ګلون: په ډكو سترګو سره خان ښه ویئى ابۍ ځئ د مور ابۍ د سترګو نه به پيروى لاړ شى كنه. ما خو به نه تنګوى كنه لږه خو به په ارام شم. قباد: ښه ویئى ابۍ ځئ چې ځو، چې دې ته تكلف نه وى. ته اوښايه ګلون لور دې څنګه ده؟. ګلون: دا هم زما په شان بدقسمته ده. قباد: او هو دا خو بالكل د مور په شان ده. خدائا دې لويه كړى، څه نوم دې ورله ايښودا دا؟ ګلون: نوم دې غريبې له؟. قباد: عجيبه خبره ده خپل بچا ورته دومره بد ښكارېږى؟ ددې نوم تسنيم شو. انشاء الله تعالى دا به ډېره طالعمنه لور وى. دا زما ډېره زياته خوښه شوه، خور كه خوښه دې وى نو زه ئې خپل زوى له غویړم. Shabnam Khan - بېرته شاته