(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه باید څه وکړی؟

هسې خو د سوؤنو کالو راسې د پښتنو په وطن د وینو رودونه بهیږی،او د مودو راسې د لکهونو پښتنو قتلېدلو ، د کورنو او کورنیو بربادېدلو دا شخړه په تسلسل سره راروانه ده۔ خو په دتیرو دیرشو کالو کښی په کوم کچ چه د پښتنو په وطن د اور او وینو سیلاب راغلې دی، د هغی مثال په تاریخ کښې نه موندلې کیږی. د دغه ورانۍ او تباهۍ اسباب هر چا ته معلوم دی ،خو مونږ ټولو سترګې پټې کړې دی ۔ د بده مرغه په دا خاوره د شروع نه په خپلو کښی بی اتفاقی، ذاتی انا، او د اغیارو سازشونو ، د ملی او قومی وحدت،امن او سوکالی جرړې پرې کړې دی. او دا چه مونږ پښتنو د خپل ذاتی مفاد نه پرته د قوم د ابادئ او سوکالئ لپاره هېڅ قسم اجتماعې فکر او تدبیر لپاره څه ګام پورته کړې دی . په انسانی تاریخ کښې وخت په وخت د نړی په بیلا بیلو برخو کښې د قومونو په مینځ کښې داسې قسم شخړې او کړکیچونه رامخ ته شوی دی ، خو د څو مودې کشمکش نه وروستو بیا خلقو په شریکه د دغه شخړواو کړکیچونو څه حل یا لاره راویستلی ده چه په کښې د قوم د اجتماعی خیر ښیګړی او قومی جوړښت ته اولیت ورکړې شوې دی ۔ او نن هغه قومونه د ژوند د خوشحالو نه خوندونه اخلی ۔ د بده قسمته پښتون وګړې د اجتماعی فکر او ملی وحدت د سوچ او فکر نه خالی دی۔ زمونږ په مینځ کښې داسی نفرت راغلی دی چه د قوم اجتماعی مفادات خلقو په سیند لاهو کړی دی او د ځان او خپل سرخیر یې غوښتی دی . خو افسوس چه دا حالات اوس دومره تراخه شوی دی چه پکښې د وګړی د خپل سراو مال خیر هم پاتی شوی. نه دی. دلته کله ملا راپسی او د دین په نامه خپله حکمرانی جوړول غواړی ،او کله قوم پرست راپاسی د ملا په ضد خپل سیاست کول غواړی۔ مونږ غواړو چه هر سړی ، څوک هم چه په سېاست پوهېږې رامخ ته شې او د قوم او اولس د خېر ښیګړی لپاره د سېاست وکړې اېا که هغه د دېن راوستلو په بنسټ وې ېا که د قوم پرستې ېا بل وطنې دود دستور په اړه وې ، خو چه د نفرت نه ازاد په ډیره مینه د خپل نسل د بقا او خوشحالئ لپاره کار وشې د وطن د ترقئ لپاره ګامونه پورته کړی شی۔ که مونږ فکر وکړو نو هر مذهب د امن او صلح لپاره راغلې دې ،خو هر کله چه په مذهب کښی د خپل ذاتې مفاداتو د دوکان سامان خرڅول شروع شې نو بېا عام وګړې څه وکړې؟او کومه لاره خپله کړی؟ که مونږ وګورو نو پښتون وګړې کله د مذهب په نوم وهل خوری او کله یی اغیار د انسانی حقوقو او معاشرتې او کلتورې ازادئ په نوم راکاږې او څوک ورته د قوم پرستې خبرې کوې۔ اوس په داسې حال کښې عام پښتون وګړې ګنګس شوې دی چه اخېر زه په کومه لاره روان شم؟او د چا ومنم چه جنت هم خطا نه شی اوخپله او د بچو خیټه مې هم ډکه شی. او بېا چه په دېن کښی فرقی او په قومېت کښی طبقاتې لاندی باندی وګورې نو د اجتماعې فکر فقدان را شی او دقومی فکر نه غافله شی او د ځان په فکراخته شی ۔ داسې مذهب یا دین به څوک څنګه خپل کړی چه پکښې د وینو او شخړو نه ختمیدونکی سلسلې روانې وی۔ یا داسی قوم پرستو سره به څوک څنګه تګ وکړی چه پکښې د مذهب او نظریاتو په زد کار روان وی۔او څه ښکاره او جوت منشور نه لری ۔ اوس چه مونږ په ېوشتمه صدئ کښی ژوند کوو نو پکار دا ده چه ځان د دېن او دنېا په سېاست پوهه کړو او د دېن په مفهوم او د قومې او معاشرتې ترقئ په اصولوخپل ځانونه خبر کړو۔ تر څو پورې چه خلق د مذهبې او قومې وحدت په حقله باشعوره شوې نه وې ،دا جنګ او قتال به روان وې۔ که مونږ لږ ساعت لپاره دا فکر وکړو چه زمونږ وطن ولې وران وېجاړ دی؟ او زمونږ نسل ولې تباه او برباد دی؟ د ټولی دنېا خلقو د خپلی برخې وطن ولی ساز کړې او جوړ کړې دی؟ او مونږ ولې وران وېجاړ پرېخولې دی؟ ځواب یې بیخی اسان دی. او هغه دا چه زمونږ اسلافو د جنت او اخېرت په غم کښی د دنېا ټول کارونه شا ته اچولې وو۔او د ائینده نسل فکر یې خوشې کړې وو. که چیری زمونږ اسلافو په دا دنېا د خپل عمل په زرېعه د اخرت سره سره د راتلونکې نسل د بقا لپاره هم د خپلی برخی کار کړی وی نو نن به مونږ په شکمن مذهبې او کلتورې جنګونو او د جنت د جوړولو په فکر بوخت نه وو بلکه دا کار به مو د الله تعالی د رحم او کرم په امید د خپلې تقوی او بی غرضه عباداتو په وسیله پریخې وی ، او د راروان نسل لپاره به مو هم وخت لرلې وی. خو چه څه هغوئ کړې دې مونږ ېې هم په نقش قدم روان ېو. دغه سبب دی چه د دنیا په مخ د ټولو نه وروستو قام پښتون پاتې شوې دی. په ټوله نړئ کښې د خلقو مذهبې او کلتورې نظرېې شته او د مذهب او کلتور لپاره بی شکه چه وخت او انرجی پکار هم راولی،خو ورسره ورسره د خپل نسل د بقا او خوشحالئ لپاره هم د خپل فراېضو نه غافله نه دې ۔ د نړئ قومونو د مذهب او معاشرت جوړښت او یوالی د ژوند د خېر ښېګړی لپاره په کار راوستلی دی۔هر وګړې ته ېې شخصې او مذهبی ازادئ وربخښلی ده۔ د مذهبې نظام سره سره ېې د خپل وطن دود دستور هم د ملت د غوښتنو په اساس رامېځ ته کړی دی۔ په دغه هېوادونو کښې مونږه اکثر د سېکولرزم کلمه اورو، او د هغوئ په هېوا دونو کښې د سیکولر پالیسئ نفاذ هم وینو ،نو مونږ وینع چه په دغه هیوادونو کښی مذهبې شخړی ډېری کمې مخې ته راځې ۔ اوس دا ځان پوهول پکار دې چه دا سېکولرازم څه شې دی او دا کوم نظام دی؟ اېا دا د اسلامې نظام په ضد کوم فکر یا نظریه ده اویا د کوم مذهب رد کوی او مخه یې نیسی؟ او که د مذهب لپاره د ودې او پرمختګ کار کوې۔؟ د سېکولرزم معنی و مطلب په یو هیواد کښې د یو مروج نظام د ننه ،هر وګړی ته شخصی او مذهبی ازادی ورکول دی. او د یو بل د مذهب او د کلتور احترام کول دی۔او د هر وګړی په شخصی ژوند کښې د دخل اندازئ څخه اجتناب کول دی۔ څومره د ناپوهی خبره ده چه په اکثریتی اسلامی هیوادونو کښې مونږ د سیکولرازم غلطه معنی او مطلب اخلو۔ کله چه مسلمانان په اقلیت کښې وی نو بیا د سیکولرزم یعنی مذهبی ازادئ خبره کوو۔ مثال ېې د هندوستان د اسلامې ګوندونو دی چه د هغوې منشور د اسلامی نظام راوستل نه دی بلکه د مذهبی ازادی (سېکولرزم) حق غوښتنه د ه ۔ ځکه چه په اکثرېتې هندو مذهب هیواد کښی څوک څنګه اسلامې نظام نافذ کولی شې؟دپه داسې حال کښې په هند کښې د ټولو اقلیتونوبقا پهمذهبې ازادئ کښی ده، کوم ته چه په عامه ژبه کښی سېکولرازم وائې۔ څومره عجېبه خبره ده چه کله چرته شاتم رسول ېا د الله منکر مخی ته راشې نو د هغه د قتلولو لپاره ځینی کسان ځان ته په خپله اختېار ورکوی، چه که دا کافر مو مړ کړو،نو جنت ته به لاړ شو او د اسلامې قانون هېڅ پاسدارې نه کوی۔او نه ورته دا معلومه ده ،چه د بل چا قتل د اسلامې حکومت په قضېت ،پس له څو شرائطو واجب کېږې ،خو دلته خلق مذهب د خپل ځان لپاره استعمالوی۔او هغه واقعات او حادثات یې د ذهن او فکر نه وتلې وې چه په داسی فعل به هغوئ په خپل او د مقتول په نسل څه اثر پرېوځې۔؟ تارېخ ګواه دې چه د مذهب په نوم لکهونو خلقو د جهاد په شکل کښی خپل سرونه ورکړې دې او ځانونه ېی د شهادت په اعلې منصبونو فائز کړې دې۔ اوس دغه شهېد په خپل فکر کښی صحېح کار کړی دی او باید هر مسلمان د شهېدانو کارنامې وستائې او دا هم ومنی چه د الله سبحان وتعالې د دېن او د رسول الله درسالت لپاره سر ورکول د ېو دېنداره غېرتې مسلمان کار دې او د الله نه ېې د اجر توقع پکار ده خو مونږ په اجتماعئ او قومی توګه من حېث ېو قوم د دغه شهېد څه مدد کړی دی؟ ما تر ننه پورې دا ونه لېدل چه د قوم شهېدان چا په صحیح توګه ستائېلې ېا ېې د هغوئ قربانې نمنځلې وی . د هغوې اولادو سره ېې اجتماعې امداد ېا کومک کړې وی ېا ېې چیرته د وطنې قوانېنواو دودونو تر مخه د هغوئ لپاره سپېځلې رسومات اجرا کړې وې۔ اول خو مونږ ته خو دا هم معلومه نه ده چه دا شهېد په کومه کهاته کښی خپل سر ورکړې دی ؟ اېا مال غنېمت ، ټوپک ،پېسوېا څه بل څه لالچ خو نه دې وژلی؟ اېا د دغه شهېد په وېنه د چا سېا سې اهداف خو نه دې پورا شوې؟ او د مذهب په نوم د شهېد وېنې د خپلو اسلامې نظرېاتو له پرته د وطن د حفاظت لپاره هم تویې شوی دی ؟ ېوه بله خبره زما ذهن ته راځې۔ چه څومره جذ به مونږ الحمدالله د خپل مذهب او دېن لپاره لرو او بې درېغه خپلو سرونه قربنی ورکوو ،اېا په دنیا کښی نور مسلمانان هم شته چه دومره جذ به لری؟او زمونږ په شان قربانی ورکړی؟ او ایا زمونږ دغه جذ به د قدر په سترګه هم څوک ګورې او کنه؟او تحقیق سره د الله په نزد زمونږ د قربانئ دغه اسلامی جذبه قبوله هم ده او کنه؟ او که مونږ په خپله ځان له دا فتوې ورکولې شو چه مونږ د ټولی دنیا نه ښه مسلمانان ېو؟ او که داسی نه وې نو بائید چه په دغه خبره هم ځان خبر کړو چه د دنیا نور قومونه خو هسی هم په مونږه لوبې کوې خو اسلامې هېوادونه هم زمونږ دغه عملونو ته په ښې نظر نه ګورې۔ هغوې مونږ ته مجنونان وائې۔د پاکستان د یو وزیر خبره چه بس فقط مونږه ته د اسلام د بیړئ اوچتولو کار پاتی شوې دی او د اسلام ټهیکه فقط پښتنو اخیستې ده؟،د نړئ د نورو مسلمانانو هیڅ ذ مه واری نیشته؟ او زه پخپله ګواه یم ،چه ټول عربیان مونږ ته جاهل او مجنونان وائی ۔ د عمر زېاتره برخه ما په پردې هېوادونو کښې تېره کړه ۔ او لا تیریږی۔ټوله دنیا زمونږ نه هم په دې اساس نفرت کوی۔ او هیچا هم مونږ ته د دغه عملونه په سوب څه شا باشئ یا انعام و اکرام راکړو بلکه په اکثرو ځائیونو کښې راته مخامخ جاهل مطلق اوائیل. هغوئ وائی چه اسلام د امن او صلح مذهب دی او طالبان یا پښتانۀ چه د کوم مسلک یا مذهب لپاره دا قتل او قتال او د کورونه ورانول ویجاړول کوی دا هیڅ کله د اسلامی مذهب تعلیمات نه دی ۔ بلکه ممکنه خبره ده چه دا هر څه د بل چا داهدافو لپاره شائید کولې شی. زما په خیال د پښتون نسل د بقا او ترقئ لپاره نن ساعت ټولو پښتنو له په اجتماعی توګه په شریکه بی له څه سیاسی او مسلکی اهدافو دا فیصله پکار ده چه تر کومه د پښتون وګړی خپلواکی او د بقا او سلامتیا اهداف تر سره شوی نه وی او د یو روغ اوجوړ ملت وجود خدوخال سرګند شوی نه وی تر هغې پورې به خپل ټول مذهبی، مسلکی او قومی اختلافات لرې کړو او د امن او سلامتیا لپاره به په شریکه کار وکړو هر کله چه وطن جوړ شی،ملت روغ شی، خلق په خیټه ماړه شی ،او د خوشحالئ دور شروع شی،نو بیا به ځان او قوم له په شریکه د پرمختګ لپاره لاری ګودری لټوو۔او د مضبوط ریاست لپاره د ټولومثبتو قوانینو که هغه اسلامی دی او که اساسی په شریکه د جوړښت او نفاذ ولو لپاره کار کوو Pashtana bayad tsaa wakri By: Mr. Feroz Khan Apridi زه د زمــانو د تاریخـونو ننګیالې پښتون زه د خپل اسلافو په قدم قدم هم تلل غواړم - بېرته شاته