(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لېونۍ

دافغان ننګ د کتاب نه

ليونۍ باندې مور پلار ګلدسته نوم ايښودی دی . او په رنګ ، جوثه او قواره رښتيا چې ګلدسته ده . خو دلته په ليونۍ مشهوره ده - ليونۍ نه ده . دومره ترخه ده . چې په لږ څه خبره ځان داسې غصه او ببر کړي چې ليونۍ شي - ترخه هم نه ده . په خبرو او خوۍ دومره خوږه ده چې چا سره خبرې کوي نو هغه يې په مجلس نه مړيږي - خو چې د چا په کږه سترګه پوهـ شي نو بيا دومره ترخه شي چې څه ورسره وي هغه ټول اوغورځوي ، د ترخ نه چاړه را اوباسي او که دريم ګړی مينځ ته نشي نو د سړي کولمې به ډيران کړي- چاړه هم ورسره داسې هسې نه ده . دا وايي چې د پيغلی حيا يا ورور يا ميړه ساتي او يا ښه زبردسته وسله- نو ماسره خو نه دلته ورور شته، نه ميړه، نو ځکه دا چاړه ساتم او تشه يې ساتي هم نه . او را اوباسي يې هم -يو سړی يې پرې داسې وهلی وو چې هغه خو د مرګ نه بچ دی خو د زخم نه نيغ نشي ګرځيدلی .او د هغې يو ګوزار چاړه هم ازاده کړله .او خلک يی هم داسې ويرول چې څوک ورسره د ويرې بې ځايه خبره نه شي کولی - دا خبره داسې وه چې د يو ډيره (سندهي جاګيردار) منشي ورته دومره قدرې اوويل چې کابلۍ! در په در ولې ګرځې؟ پنډوکی دې په سر وي - څيزونه خرڅوی ، ما سره شه، چې ښه د ارام نوکري درکړم . دا په دې خبره غصه شوه او هغه ته يې وينا شورو کړه . کابلۍ به دی مور وی ، کابلۍ به دی خور وی ، کابلۍ به دې لور وی ، کابلۍ به دې ماندينه وی - زه د بت خاک احمد زۍ يم . ودريږه چې نوکري درته اوښايم . له دی سره يې د ترخ (تخرګ ) نه چاړه را اويسته او په هغه ورغوټه شوه . هغه يې په تشي کې داسې وهلو چې په هغه ځايې راپريوتو ، او دا خلکو اونيوله - لويه لانجه جوړه شوه - هلته پوليسو کې يو يوسفزی پښتون افسر وو - هغه ددې کيس په خپل لاس کې واخستو او اخر نتيجه دا شوه چې هغه منشي ځان ملامته وګڼلو ، عدالت دا ازاده پريښودله - او هغه پښتون افسر دې ته کاغذ يا پرمټ ورکړيدی چې په هغې ددې چاړه ازاده ده . او هر وخت يی د ځان سره ګرځولی شي - دا خبره په ښار کې دومره مشهوره شوه چې کابلۍ سوداګره ليونۍ مهاجره شوه ،هر کور ته چې لاړه شي نو هغوۍ يې قدر هم کوي او عزت هم . سودا هم ترې اخلي او هيڅوک ورته څه نشي ويلی . البته اوس دا هم بلده شويده او د ښار خلک هم بلد شول . نو کله نا کله چې يی څوک تنګوي . نو اواز ورکړي - کابلۍ! او دا غصه شي - ليونۍ شي . او ورته بد رد ووايي - دا سندهيان پر دې خبره نه پوهيږي چې دا په کابلي نوم ولې بد ګڼي؟ او ولې ليونۍ شي؟ خو اوس ټول واقف خلک په دې خبره پوهـ شول او هر مهاجر افغان ته کابلی نه وايي ، دا د ګلدستې د ليونتوب برکت دی . زه ديرش کاله پس سکهر ښار (سندهـ) ته د سياسي جلسې لپاره لاړم - نو وه مې ليدل چې سکهر ډير بدل شويدی . ولې بيا هم چې د سرک چوک ته اورسيدم نو پوهـ شوم چې دا کوم ځايې دی .د ښار په قبله نمر خاته او لار ګودر مې سمی راغلو . او ددې سره راياد شول چې دا مخامخ کوڅه د صوفي شرف خان کور او کارخانې ته تلې ده . په زړه مې را ووريدلو . د هغه د اوسيدلو د بالاخانې لاندې هغه ګيراج راته راياد شو چې په کې به د رنګ روغن نوي زاړه ډبلي او د کارخانې اوزار او سامانونه ډيری ډيری او امبار امبار پراته وو . په يوه جولۍ غوندې کټ کې به زه پروت ووم . په رنګ روغن ککړ ټول (ميز) به مې چايی ډوډۍ کول او په دی خسته حال ګيراج کې به ماسره د شيخ اياز (د سندهۍ ژبی د نن دور اول ، لوړ قامی شاعر) او حسن حميدي ( د اردو ژبی ممتاز ترقي پسند شاعر) نه واخلې د سندهـ صوبی او سکهر ښاريې سياستدانان ، اديبان ، وکيلان ، پروفيسران ، معتبران راجمع کيدل.زه به چې کله د سندهـ په دوره وم نو دلته به خامخا راتلم او دوه درې شپی به مې په دې خپل خدايي خدمتګار کليوال مشرف خان کولې. چی دلته په صوفي مشهور دی او د موټرو او ګاډو مستري او رنګ ساز و. دلته ما خپلو ملګرو ته وويل چې ماته خپل عزيز صوفي صيب او د هغه ګيراج راياد شو . زه ورځم چې هغه ځايې ووينم . او يادونه تازه کړم . هغوۍ راته وويل چې صوفي خو وفات شويدی . په کلي کې ښخ دی . او ټول ټبر يې دلته نه تللی دی . ما ورته وویيل چې دا هر څه ما ته معلوم دي - خو زه هغه ځايې ګورم - له دې وينا سره موږ هغه ځايې ته روان شو . هلته څه ګورم چې يو افغان مهاجره د يو کور نه را ووتله او په بل ننوتله - ما چې ورته اوکتل نو د ښځې په سر پنډوکی دی . يوه جولانګه يی يو ترخ ته او بل ترخ ته اچولې ده - او په دواړو لاسونو کی يې د ماشومانو د لوبو څيزونه دي - او ګړندۍ ګړندۍ ګرځي ،ما چې د هغې دا حالت اوليدو نو سوال راسره پيدا شو چې ددی تپوس اوکړم . چې دا څوک ده؟ هغه خو په يو کور ورننوتله ، خو زما ملګرو ماته ويل چې دا ليونۍ ده . ورسره د ښځو د زيب زينت او د ماشومانو د لوبو سامانونه وي او کور په کور ګرځي - خرڅوي يی په دی مالوماتو مې نوره هم تلوسه سيوا شوه - چې ددی مهاجرې نور حال احوال معلوم کړم . ما د صوفي د کور مخکې ملګرو ته د صوفي صيب د خدايي خدمتګارۍ او بهادرۍ خبرې کولې او بيا مو دعا کوله- په دې کی دا ليونۍ زموږ خوا ته راغله - چې موږ يې اوليدلو نو زموږ نه لږ په څنګ اودريدله او موږ ته ګوري - چې زما ورته پام شو نو اواز مې پری ورکړو. چې لورې! هغې ځواب راکړو. هــا بابا! ما ورته ووييل چې شاباسې بهادرې! هغې چې دا واوريدل نو موږ ته رانزدې شوه ، او ماته يی وويل چې ته اجمل بابا نه يي؟ ما ورته وويل چې لورې! يم خو ته راته دا وايه چې نور مهاجر خو اکثر ماته ځان نه ښايي ، ته ولې ما باندې ځان پيژنې او ما څنګه پيژنې؟ هغې وويل چې د هر چا خپله پښتو ده ، زه هم چا ته خپل پوره ځان نه ښايم - بس دغه ليونۍ سوداګره او مهاجره يم ، خو ستا نه ولې ځان پټ کړم؟ چې ته مې وليدلې نو خپل پلار ، وروڼه ، کور کلی او هغه باغ راياد شو چې ته پکې زموږ کلي کې زما د پلار ميلمه وې. نو تاسره مې زړه خبرو ته اوشولو ،او زه ستا نه ځان ولې پټ کړم ؟ نه درنه څه غواړم او نه حاجت لرم ، نه غله يم نه د غلو مله يم ، سحر نه تر ماښامه خپله مزدوري کوم . ناجوړه مور ، بوډۍ ترور ته روزي پيدا کوم ، سوچه احمدزۍ يم ، د پلار نيکه او خونې عزت او پښتو ساتم - سر مې هسک ، سترګې پورته او مټې مې کلکې دي . دلته ما ددی د خولې خبره واخسته او ورته مې وويل چې ستا خبرو په ما ډير اثر وکړ و . زه دې ډير خپه کړم . که ته نه خپه کيږې نو ما ته به خپل حال ووايې ، زه هم ستا بابا يم ، ما سره هم د هغه سيلاب غم دی چې په هيواد راغلی دی . نور خو به څه کولې شو يا به وکړو يا نه ، خو حال احوال به معلوم کړو- هغې وويل ، زما بابا يې - زما په پلار ګران وې . زما د ډګروال ورور استاد وې - نور يې هم څه ويل خو د ليونۍ خله غمونو ، دردونو او يادونو بنده کړه . زه ورنزدې شوم . په سر مې ورته لکه د پلار نيکه لاس کيښودو . په تندی مې ښکل کړه. او دومره مې وليدل ، زما ملګرو هم وليدل چې د ليونۍ د تورو سترګو نه په ګلابي مخ يو څو غټې غټې اوښکې روانې وې . څوک چې د سکهر ښار کې د ليونۍ د بهادرۍ ، کلکوالي او سنګينتوب نه خبر ؤ نو هغوۍ به ويل چې دا څه لوبه ده؟ دا بلا ليونۍ چې فولادي اعصاب او د زمرکټۍ زړه لري او خلکو تر اوسه د هغې په سترګو کې د اور بڅري ليدلي دي ، نن په اننګو دا اوښکې څنګه راغلې؟ ولې چې څوک په دې پوهيدلی شي چې د خوږو وختونو ، ترخو يادونو ، د مورنۍ او پلرنۍ مينې د زور او د عقيدت او اخلاص د تعلقاتو د ژورتيا د جذباتو جوش او تاؤ څومره زور دی ، کوم چې ددې هرڅه نه يو ځايې په پردي وطن کې د يو بل په ليدو راپيدا کيږي - نو هغوۍ ويلی شي چې دا اوښکې د کمزورۍ نه وې ، د پت او ننګ د ياد وې - ما ليونۍ ته وويل چې لورې! ته هر ځايې چې اوسيږې نو زه به ستا د مور او ترور ليدو ته نن ماښام درځم . هلته يو ملګري ويل چې ماته د دوۍ کوټه معلومه ده . دوۍ د معموم صيب د منارې سره نزدې وسيږي. ليونۍ چې دا واوريدل نو په خله يې هيڅ ونه ويلی شول او سر يې وخوځولو، مانا يې داوه چې ښه ده راشه. زه چې د خپلې پارټۍ د پروګرامونو نه ماښام فارغ شوم نو کوم ملګري ته چې د هغوۍ کور معلوم وو ، هغه راسره شو او د ليونۍ کوټې ته وراغلو . د ديو سندهي معتبره د بنګلې لوۍ بلډنګ سره د هغوۍ د موټر اودرولو زوړ ګيراج وو ، بل ورسره جوخت يو زوړ مکان وو لکه د اسونو طويله يا د څاروو غوجل وه. اوس دا دواړه ځايونه خالي وو - په ګيراج کې په مزکه درۍ او د کجورو د پاڼو پوزی غوړيدلی و- د ليونۍ د مور او ترور او ددې د اوسيدلو ځايې وو. او ورپورې بل ځايې کې ددې ماما او د هغه ښځه او ماشومان اوسيدل . سندهي له دوۍ نه کرايه نه اخسته خو ددوۍ او د ماما کور هلته اوسيدل د هغه د کور د حفاظت ضمانت وو ـ نو هغه خوشحال وو- ليونۍ په دی مسافرۍ او ځپلي در په در حالت کې چايی پخکړې وې . د بازار نه يې حلوه او ميوه راوړې وه . ما ما او د هغه کډه او ماشومان يې هم راجمع کړي وو . ماما يې ځما پيژندګلويه وو. په پښتني تجارتي بانک کې نوکر وو - او ماسره يې تګ راتګ هم وو . چې موږ ورغلو نو ټولو اول په زړو يادونو او نوې مصيبتونو غمرازۍ او همدردۍ وغيره خبرې او زړه خواله وکړه بيا حال احوال بيان شو . ددوۍ د مصيبت او عذاب قيصه اوږده ده . مختصر داسې وه چې ددې د پلار په کابل کې جايئداد او کار وبار کې شراکت وو ، ښه د عزت خوشحال ژوند يې وو ، بل د ازاد قبايلو اپريدو شينوارو سره شريک تجارت کولو . او ماما يې بينک کې نوکر و. په کلي کې يې زمکې او کورونه وو - د هغې امده نوره ګټه او اضافه وو . د اعلحضرت ظاهر شاه تر دورې يې د دربار سره ښه تعلق او تعارف وو . داؤد خان ئې هم قدر او منزلت او دوستي کوله - د هغوۍ نه پس هم په عزت اوسيدل . د ليونۍ دواړه ورڼه حزبيان وو - خو يو د حزب د يوې ډلې غړی وو او بل د بلې ، دواړه د داؤد خان د سقوط نه پس معتبر او خوشحال وو - ماما يې له دې دواړو نه باهر د بلې پارټۍ سره رابطه لرله - دغه ددوۍ لويه کورنۍ په بيلو بيلو سياسي جماعتونو کې برخه لرله ، خو ټول د کلي کليوالۍ ، خيل او علاقې په معامله کې متفق او ښه مضبوط وو. او ددوۍ کور د مشرۍ مقام درلودلو . يوه ورځ ددوۍ د کلي او قلاع سره نزدې په لاره د روسيانو قوا ، ټينکونه ، توپې ، ذره دار او نور جنګي مشينونه تيريدل - دا لويه لاره وه - نو اکثر به پر دې دغه شان تګ راتګ کيدلو. او دوۍ به په کلي کور کې په ارام او امن ناست وو . په دغه ورځ چې دا قوا تيره شوه نو لږ وخت پس ترې يو دوه ټينکونه ، ذره دار او نور راواپس شو او ددوۍ قلاع او کور ته مخامخ اودريدل - په دوۍ يې د توپې ډزې اوکړې او قلاع او کور ېې ورته ويشتل - او ړنګ يې کړل - ددوۍ د کورنۍ زنانه ، ماشومان ، بوډاګان اکثر کسان اوژلې شول - او يو تعداد وتښتيدل . په خوا وشا باغونو ، کندو کپرو ، غونډيو څه نا څه کې پټ شول . روسيانو او نورو فوځيانو تالاشي وکړه- هغوۍ ته جاسوس ويلي وو چې په دې کور کې اشرار دي . او د هغوۍ د وسلو ډپو دی - ولی چې دوۍ کلی ، قلاع او د کور ګوټ ګوټ اوکتل نو د اشرارو هيڅ نښه پکې پيدا نه شوه - ولی د روسيانو او انقلابي فوځيانو عمليات وشول او کامياب عمليات. خبره داسې وه چې دوۍ د حکومت مخالف نه وو . د اشرارو سره يې لاره صلاح هم نه وه . ولې په دی د تنظيمونو د لښکر لاره وه - نو کله نا کله به په دوۍ ميلمانه شول . دا يوه داسې بهانه وه چې ددوۍ د کورنۍ تربورانو ، رقيبانو ، دښمنانو او ددوۍ سره د حزبي افسر د مخالفت په بنياد هغوۍ ته موقع په لاس ورغله او هغوۍ د روسي افسرانو غوږ ته دا خبره ورسوله چې دلته د اشرارو کيمپ دی . نو هغوۍ پر دوۍ حمله اوکړله .
د تبر لاستی که د خــپله ځــانه نه وی نو تبرګي به له ما څـه غوښـتل ميـنه
د انقلاب په نامه د انقلابي په جامه کې موږ داسې کارونه وکړل چې هم مو خپل کورونه وران کړل او هم مو روسيانو ته د بدناموسۍ پټکي په سر کړل - هم مو خپل مخونه تور کړل او هم مو افغانستان په وينو او لمبولو، دا هر څه اوشول ولې کاش که اوس هم له دی نه سبق واخلو. د ليونۍ پلار د نورو عزيزانو سره ووژلی شو . د عملياتو پر دريمه ورځ ددې کلي ، قلاع او کور ټول د مرګ نه پاتې روغ او ژوبل نر ښځې او ماشومان راو وتل او ځان يې پاکستان ته را ورسولو. هر څوک د خپلو عزيزانو او پيژندګلو مهاجرينو تنظيمونو او کيمپونو ته اورسيدل . ليونۍ ، ددې يو ورور ، يو ماشوم وراره ، ماما ، د ماما زامن او دوه د کاکا زامن د خپلو دوستانو او عزيزانو په وينا نيغ کراچۍ ته اورسيدل . او په سهراب ګوټ کې يې نورو زړو افغانانو او نوي مهاجرينو سره اوسيدل شورو کړل . ورور يې کاروبار ته هم لاس واچولو او ژوند يې ښه کيدو ته روان شو - دا سهراب ګوټ دغه ورځو کې د هر قسم مال او خارجي کالو او سامان د تجارت لوی مرکز ؤ . د حکومت هم ورته پام شو چې دلته افغانان ميشته کيږي ، قوت کيږي او په بازا خوريږي - نو د پاکستان حکومت په سهراب ګوټ اپريشن يانې عمليات وکړل - د ليونۍ کور چې د کابل د عملياتو د باران نه راتښتيدلی وو په کراچۍ کې د سهراب ګوټ د اپريشن د پرنالې ( ناول ) لاندې راغلل . نور افغانان او مهاجر خو اکثر کراچۍ کې خواوشا اباديو ته لاړل او دوۍ د يو واقف افغاني مهاجر په بلنه سکهر ښار ته راغلل .او دا کورنۍ چې څه د مرګ نه بچ شوې وه ، دلته راورسيدل - اوس د ليونۍ ماما د سکهر بازار کې کله په ريړه سبزی خرڅوي . کله څه بل کالي او کله په تخته ناست دی ميوه دانه خوڅوي او ګوزاره کوي. د ليونۍ مور د روسي قواوو په ډزو کې زخمي شوې وه . او په سهراب ګوټ کې د زهرو په لوګی ړنده شوه . ترور يې ضعيفه او بوډۍ ده، د کار کسب نه ده. ليونۍ دواړه ساتلې . ما د هغوۍ سره د ليونۍ د خواوۍ زارۍ په پيسو جوړ شوی چايې اوڅښلې او ميوه وخوړه او د دوۍ هغه وطن کې پاتې باغ د ميوو د ونو لاندې د ګلونو د بوټو خوا کې په رنګدارو صوفو او چوکو ناسته ، د کابل د سندرغاړو د پښتونستان سندرې ، د باچاخان ترانې او د هغه علاقې د سوو سپين ګيرو او ښکلو زلمو اتڼونه او د ميلمستيا هغه جشن او ميله مې يادوله چې د ليونۍ پلار ځموږ لپاره کړې وه - نو زه ويلې نه شم چې زما په مغزو او زړه څه تيريدل؟ او زما په ټول بدن په يخ ژمي نرۍ نرۍ خولې ولی راتلی؟ ددوۍ په حالت که په خپله بې وسۍ؟ خو دوۍ ميلمستيا مې په ظاهره په خوند خوند خوړله ځکه چې په دې ليونۍ ګلدسته خوشحاليږي . په وينو لړلی او هور سوی افغانستان چې د وران کور او ويجاړې او لتاړې خيلخانې نه لرې د پاکستان په يو داسې غوجل کې چې ددوۍ د پلار نيکه اسونه او خرونه پکې به هم هغوۍ نه تړل ، د کجورو د پاڼو په شليدلي پوزي ناسته ده ، د سندهيانو په کورونو کې در په در ګرځيدلې ، د ښځو ماشومانو دپاره سامانونه او کالي يې سحر نه تر ماښامه خرڅ کړي دي او په هغې يې دوه پيسې ګټلې دي چې په هغې يې ماته چايې پخه کړيدی او ميوه يې راوړلې ده - او خپل ميلمه ته يې د خيرات په کور کې وړاندې ايښودې ده . دا سوچه احمدزۍ ليونۍ د غميدلی ، درديدلې او ځوريدلې مسافرۍ په اور کې نن د مور او پلار د پښتني وينې او افغاني ننګ په رښتيا چې ګلدسته ښکاري - ځکه چې هغه بابا ته يې د غربت او اخلاص په زوړ ترماس کې د ملي ورورولۍ د مينې چايې ايښي دي ، کوم ته به چې ددې پلار د جاپان په نوي عصري ښايسته لوښو کې د چرګانو ، ګډانو او مرغانو کباب کيښوده، ولې بابا يې په خپلو زخمي احساساتو او ژوبل جذباتو دا د ننګ ګلدسته نه پوهولې شي ، نه پوهول غواړي کوم چې دده د غيرت ، ننګ ، پښتو او ملي احساس ژوبل کوي . او دا چايې او ميوه په هغې لکه د مالګې لګي . سوچه احمدزۍ ته چې نن په دې ميلمستيا کې بابا ګلدسته وويل نو هغه مسکۍ شوه ، ويل بابا! ليونۍ په ليونتوب وياړي - ځکه چې ليونتوب ددې د فخر او ناموس هغه قلاده چې ددې د ښايسته پيغلتوب ګلدسته يې د هر سپيرۀ باد نه محفوظه او تازه ساتلې ده ، خو بابا ورته ولې ګلدسته ونه وايي چې دې ته پلار او مور په ګلالي افغانستان کې په مينه ګلدسته وييل- او نن د شګلوړي سندهـ د سکهر په دوړنو کورونو او کلو کوڅو کې په خپلو زړو جامو کې ښکلې د حسن ګلدسته ښکاري . داسې ګلدسته چې زمانې په راز راز او ډول ډول اوځپله خو ددې د ښايست پلوشه او د حيا لمنه لکه د سبا د ستوري روښانه ده .، هم لکه د شفق د لمنې صفا ده . هم لکه د اوو سمندرونو د ملغلرو پاکه ده - ګلدسته ، ليونۍ ، سوچه احمدزۍ ، پيغله ، پښتنه ، د ننګ ډکه افغان مهاجره . اسمان به ډيرې لوبې کړې وي او ډيرې لوبې به اوکړي - دافغان په ننګ به هم بلوسيدلی وي. او اوبه بلوسي - خو ای شيرشاه! ای روښانه! ای خوشحاله! ای ميروسه! ای احمدشاه! ای باچا خانه! او ای ، ای ، ای!!!!!! تاسو څه وایی چې که رښتيا افغان وو ، رښتيا افغان دی او رښتيا افغان وي، نو اسمان به څه اوکړي او څه به اوکړي؟
که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکړی د زمـــري پـــه خوله کې مـه پــريـږده هـمت
(خوشحال خان باباب)

- بېرته شاته