(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپين غر

د سپين غره لړۍ د افغانستان ختيځ لوري ته پرتې دي. (۱۵۰) كيلو متره له ختيځ څخه لويديځ لوري ته د زمكې پر مخ اوږد غځېدلى پروت دى، لوړه څوكه يې سيكارام نومېږي او ځايي خلك ورته “بزرګه څوكه” وايي چې د سمندر له سطحې څخه (۴۷۵۵) متره لوړوالى لري او د تل لپاره په واورو پټه وي. سپين غر د لمنځو، نښترو، څېړيو، كاجو، جڼغوزي او ... په ځنګلونو پوښل شوى دى، مشهور كوتل يې د پكتيا او لوګر تر مينځ پروت دى چې “شترګردن” نومېږي او د سمندر له سطحې څخه (۳۷۲۰) متره لوړوالى لري. سپين غر ته ځكه سپين غر وايي چې د اوړي د موسم پرمهال د هغه پر ځينو څوكو او لمنو باندې واورې پرتې وي او سپينې پوښل شوې وي. د علامه اكاډميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د وينا پر بنسټ د “پاڼي ڼي” په “اشټيټ ادهياى” كې سپين غر د “سپيته ورنه” په شكل ليكل شوى دى. البته “سپيته” د سپين او “ورنه” يې د بڼې مانا وركوي چې اوس په پښتو كې يې هغه “ر” لوېدلې ده او “و” يې په “ب” بدل شوى دى. همدارنګه په نورو كتابونو كې سپيتاګوناګر (ګير) راغلى دى چې “سپيتا” د سپين، “ګونا= ګونه” د رنګ او “ګر= ګير” د غر په مانا راغلى دى. د “ګونه” په مانا كې زيات تاويلات شوي دي، زياتره د ډول، راز، خېل، بڼې، شكل، غوندې، رنګ او ... په مانا راغلى دى. څرنګه چې د “ګر” د ويي (لغت) “ګ” په “غ” اوړي، نو كېدى شي د ګونه “ګ” په “غ” واوړي او د غوندې او غوني ماناوې افاده كړي او همدارنګه د “ګوني” په شكل هم راتلى شي. اوس هم په پښتو كې داسې وييونه (لغات) شته چې د “غوني” او “ګوني” وييونه په تړنګيز (تركيبي) او وروستاړي په بڼه راغلي وي، لكه لرغونى، بدغونى، ژړغونى، مرګونى، غبرګونى.... يا لكه بدغونى Badgunay: بدمخى، بدرنګ، سپېره، سپېره مخى او ..... هغه دم په يوه دم اورلګوونى = د عزيز تر پلاره لاړ هغه بدغونى حميدبابا، نيرنګ عشق/ ۷۹ مخ همدارنګه كولى شو چې د لرغونو شاعرانو په شعرونو كې هم د “ګونه” ويى بيامومو، د بېلګې په توګه: وچ ګوګل، اوبلنې سترګې، ګونه زېړه = ګوښى، ګوښى كا، زما په اشنا عرض حميدبابا چې په زړه كې لري پټه د ستا مينه = د هغو عالمو تل زېړه ګونه وي مطيع الله ډېر داغونه نغړدي، ګونه زېړه په هجران كې = ګل د پېغمبر په مېږتون ولاړ تنها يم عليخان په پاړسي ليكنو او شعرونو كې كولى شو چې “ګونا” او “ګونه” ته ورته وييونه بيامومو، لكه: گوناگون /Gunagun/ چې د بېلابېل، (ډول، ډول) او مختلف مانا وركوي. همدارنګه گونى /Guni/ د غوندې په مانا او د گونه /Gune/ ويى په دوو ماناوو، يوه د بغون يا غومبوري په مانا او دويمه د بڼې، شكل، نوع او ... په مانا راغلى دى. همدارنګه سپين غر زموږ په ادب كې ډېر ځاى راغلى دى او زموږ ادب ته يې لا زياته ښكلا وربښلې ده. زياترو شاعرانو په خپلو شعرونو كې د خپل شعر د ښكلا لپاره راوړى دى، لكه يو شاعر چې خپل ژوند له سپين غره سره تشبېه كړى دى. چې چا يې ونې، چا يې كاڼي، چا مرغان ولوټل زموږه ژوند هم د تالا والا “سپين غر” په څېر دى. Speen Ghar Najibullah Nael - بېرته شاته