(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ستوری نه فناکيږی !

جرمنی : 04.04.2007 د نن نه پوره يو کال وړاندی په 04.04.2006 د څښتن تعالی په خوه ښه د پښتون اولس په کور د غمونو او دردنو په لړ کې یو بل درد او غم ورزیات شوی وو چې پخپل قام او خوږی ژبی مین او درمند منلی سیاسی او ادبی شخصيت ارواښاد ډاکتر کبیر « ستوری » يي د خپل اولس د خادمانو د ډلی له څنګ د تل لپاره بیل کړ .
روح دی ښاد وی .
که څه هم ارواښاد ستوری په جسمانی او فزیکی توګه د خپل ولس څخه بیل شو خو د ارواښاد ستوری هاغه تلپاتی او نه هيریدونکی خدمتونه چې د خپل پښتون اولس او خوږی ژبی پښتو لپاره يي په مختلفو اړخونو کې کړیدی د تل لپاره د ستاينی او یاد وړ دی ، که هغه په سیاسی ډګر کې وو او که په ادبی ډګر کې وو او په عملی توګه یي هم ورته زیات کار کړی وو ورځ په ورځ د لرو او برو پښتنو زړونو ته لاری کوی او د يووالی دغه هدف لا پیاوړی کيږی . په انسانی ژوند کې به ډیر کم خلک داسی پیدا شی چې په رښتنی توګه به د نورو په درد او غم دردمن وی ، چې ارواښاد ستوری هم د دغسی خوږمنو خلکو له شمير څخه وو ، چې تل یي د خپل پښتون اولس د غم ، درد ، سوکالۍ او پرمختیا خبره د قلم ، ژبی او عمل په ډګر ثابته کړی چې بي ساری بیلګی يي شته . نو ځکه وایم چې زمونږ د پښتنو ستوری نه فنا کيږی او د ستوری د پښتنی مينی او پښتون احساس ځلا به تل لپاره د پښتون اولس په سیاسی او ادبی بهير کې په څرک وی.
شګــفـته کــړه لـکــه لـمـر تــنـدی هــر چـا تـه چې په تګ دی سیاه پوش تمام جهان شی
روح يي ښاد او ياد يي تازه په پښتنه مينه عریز سرشار ـــ جرمنی
- بېرته شاته