(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحاجي صاحب جاينمازونه

هغه جاينمازونه دهر چا لپاره نه ول ، چې حاجي صاحب ور ته ځانگړي او خاص کسان غوره کړي وه . هو! د هغه دغه جانمازونه دهغه چا لپاره ول ، چې حاجي صاحب ته به يې ارزښتمنې ډالۍ وړاندې کړې اويا به يې دغاړې اميل ور واچاوه . دغريب سړي برخه په هغو جاينمازونو کې نه وه، چې خپل پنځه وخته لمونځ پرې وکړي. د خوار برخه خواره وي او څوک يې دعا ته هم ځان اړ نه گڼي. هوکې! دغريب او بيچاره په برخه تل هماغه زوړ او شلېدلې، خو خپل څادر وي، چې په هر جومات او حجره کې ترې دجاينماز کاراخلي او په دېره کې يې دبالښت په توگه کاروي . دا سمه ده، چې د حاجي صاحب له دغوجاينمازونوڅخه ددې خړ څادر برکتونه ډېردي .... هوکې! دهغه حاجي ليدنې ته ډېر ماړه او بډايان راتلل او بېلابېلې اسانيتاوې يې په برخه کې وې ،خو غريبان به يوازې د دروازې له مخې د ډوډۍ خوړلو ځاى ته لېږدول . ليا به يې ډوډۍ نه وه خوړلې، چې دوتلو بلنه به ورته په غوږ کې وڅڅېدله، چې: ژر کوئ نو ر مېلمانه راځي .... په دې توگه غريبان نه يوازې له خرماوو بې برخې پاتې کيدل، بلکې دثواب هغه او به يې هم په برخه نه وې ،چې پرڅښلو يې څه نا څه د تېروتنو د سمېدو هيله پيداکيږي .يعنې د زمزم اوبه هم دهغو پانگوالو په برخه وې ، چې پر څښلو يې دگناه يوه څنډه هم نه کمېده . اوسني حاجيان خپل جاينمازونه ؛ځکه ډډ خېټوته ډالۍ کوي ، چې ځان پرې غريبانو ته مونځ کوونکي وښيي ، خو غريبان پوهيږي، چې په حقيقت کې د خداى پاک کلک مونځ کوونکي همدا غريب بندگان دي. دوى ته خپلې هلې ځلې عبادت ته ورت دي. همدوى دي ، چې تل يې پرخپلوخړو څادرونو د پاک الله د نعمتونو شکر ادا کړى دى. هوکې! اى د جاينمازونو خاوندانوخپل جاينمازونه همدغو غريبانو ته ورکړئ. دوى به يې دځان ښودنې لپاره نه ، بلکې دعبادت لپاره وکاروي ، دشپې په تياره کې به يې دتهجدو لپاره هوار کړي او په نيمه شپه کې به تاسې حاجي صاحبانو ته د بخښنې دعا هم کوي. اى حاجي صاحب ! دا، چې ځان ټوله شپه دمال او سر د ساتنې لپاره څارنې ته اړ بولې او دخداي وېره دې په زړه کې نه شته ؛ زه دې خوبولى گڼم؛ ځکه دمال او ځان وېرې دې مغز داسې نيولى لکه ، چې په سندلۍ کې د چا سر د تيږوسکارو نيولى وي . هوکې! بېخوده شوي ياست . ستا پانگوال دغه جاينمازونه دخونو پر ديوالو د نندارې لپاره ځوړندوي، چې ښکلې پرې ښکاره شي او يا يې په بکسونو کې خوندي ساتي، چې خرابې نه شي. اى حاجي صاحب! ستا پر دغو خيراتي ډاليو نيم موړ او نيم وږى ډډ خېټي نور هم حريصان شول .... اى حاجيانو! راځئ ، چې نورو ته هم هغه څه وغواړو، چې ځانته يې غواړو. نور هم پرېږدو ، چې خپله خبره وکړي او تاسې هم ډاډمن شئ، چې نورمو خبره مني. هو! زما خبره ښه واورئ او ښه يې وگڼئ، چې سوچ پرې کوئ ؛ نو پوه به شئ . دا زما خبره نه زما نظر نه، د ولس غوښتنه وگڼئ ، چې دا خپلې ډالۍ هغو غريبو ته ورکړئ ، چې تل يې د الله د رضا لپاره تاسې ته هم دعاگانې در ډالۍ کړي دي. دا دمظلوم او غريب د زړه ډالۍ ده، چې ستاسې ژوند پرې آرامه ښکاري . مه کوئ خپل زړه يوازې مال گټنې ته مه بېوسه کوئ. تر څو به بې تبي او بې ملگې سابه خورئ . ځان اوخپل مال وپېژنه! چې د پاک الله رحمتونه در باندې ووريږي. مال دحق، انصاف او قناعت پر غوښتنه تر لاسه کړه ! هيله ده ، چې دا غوښتنه نسکوره نه شي. De Haji sahib Jaenamazona By: Nazirulhaq Qureshi - scprd - - بېرته شاته