(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل منځي جګړې(Civil war) پلو روان پاکستان

يو هيواد کې دخپل منځي جنګ يو شمير نښې دي او دغه نښې چې کوم هيواد يا منطقه کې وليدل شي نو د نړۍ پۀ سياسي اصطلاح کې ورته خپل منځي جګړه کې بوخت هيواد يا منطقه وئيلى شي .دغه نښې پۀ لانديني ډول يادولى شو . کوم هيواد کې چې حکومتي اغيز کم او واړۀ ګروپونه وړو وړو علاقو باندې قابض شي او د خپلو قوانينو اعلان وکړي . حکومتي چارواکي او نور سرکاري اهلکار د ملک نورو برخو ته پۀ اذادنه توګه نشي ورتلى . اقتصادي وضعه دومره خرابه وي چې عام وګړي د ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره شوکو ، ډاکو او غلاګانو ته اړ شي . خارجي پنګه اچوونکي دسرمايه ګزارۍ څخه ډډه کوي او داخلي سرمايه ګزاران خپلې سرمائې خارجي هيوادونو ته انتقالوي . پۀ ظاهره خو خارجي هيوادونه او نړيوالې ادارې دغه هيواد سره خپلې اړيکې جارې ساتي خو ولې حقيقت کې دغه ملکونه او موسسې خپل منځي جګړه کې بوخت هيواد کې پۀ رسمي توګه سفارتونه او دفترې نۀ لري او خپلو هيواد والو ته امر کوي چې جګړه کې بوخت هيواد ته د سفر څخه دې ډډه وکړي . خپل منځي جګړه کې ښکيل هيواد کې د ژوند تيرولو ټولې اسانتياوې پۀ ټپه ودريږي او د بريښنا ، درملنې ، تعليم او تربيې ، روزګار ،د څښلو د صفا اوبو بندوبست ، ټيلفون ، د تګ راتګ انتظام او کلتوري هلو ځلو باندې منفي اغيزې وغورځيږي . دغه راز چرته چې خپل منځي جګړه روانه وي د هاغه دولت بنسټيزې ستنې يعني مقننه ، عدليه او انتظاميه انتهائي کمزورې شي او پۀ منظم ډول د دولت چلولو قوت له لاسه ورکړي . داسې نورې اشارې هم وجود لري چې د يو هيواد خپل منځي جګړه کې پۀ ښکيل کيدو دلالت وکړي خو ولې د هغې ذکر دلته مناسب نۀ ګڼو اوفقط د پورته ذکر شوو نکاتو پۀ رڼا کې ګورو چې دا مهال پاکستان کوم ځائې ولاړ دى او يا هم دا چې ددغه هيواد سبا به څنګه وي . پاکستان کې د هاغو وړو ګروپونو هيڅ کمى نشته چې پۀ خپل سر ئې پۀ بيلا بيلو منطقو کې خپل حکومتونه اعلان کړي دي ، دوي پۀ باقاعده توګه عدالتونه لري او د عامو خلقو وړاندې د سر غوڅولو او کوړو ورکولو سزاګانې ورکوي . ددغه عمل پۀ باقاعده توګه ويډيو فلم جوړيږي چې ورستو ئې د هيواد عام وګړي پۀ بازارونو کې ترلاسه کولى او کتلى شي خو ولې حکومتي چارواکي ئې مخ نيوي کې ناکامه ښکاري او تر دې چې حکومتي اهلکار او دقانون نافذ کوونکو ادارو کسان دغو سيمو ته د ورتلو توان نۀ لري کۀ چرته دوي دغه علاقو ته ولاړ هم شي نو اکثره وختونو کې ئې ځائي جنګيالي بونګه کړي يا ترې سرونه غوڅ کړي او يا ئې هم د غټو پيسو بدل کې خوشي کړي . داسې نۀ ده چې ګني حکومتي عملداري چيلنج کوونکي يوه ډله ده بلکې هره سيمه کې جلا جلا ګروپونه دي ځيني يو بل سره ښې اړيکې لري خو ولې يو شمير پکې داسې هم شته چې د يو بل پر ضد دي . کۀ د پاکستان اقتصادي وضعې ته زير شو نو پۀ ډاګه ښکاري چې هيواد دا مهال د يو شمير اقتصادي ستونزو سره مخ دى . عجبه داده چې د يو دکتاتور د تګ او ديموکراتيک نظام پيل کيدو سره سم دغه ستونزه نوره هم کړکيچنه شوه او حال دادى چې تيرو دريو مياشتو کې د ډالر پۀ مقابله کې د روپۍ قدر تر پنځلسو روپو راټيټ شو يعني درې څلور مياشتې وړاندې چې کوم ډالر پۀ دوه شپيتۀ روپۍ وو نن هغه پۀ اتۀ اويا ملاويږي.کۀ دغه لړۍ جاري پاتې شوه نو امکان لري چې دنوي کال پۀ ړومبيو مياشتو کې به ډالر د سلو روپو څخه جګ شوى وي . دغه راز کۀ د عام استعمال څيزونو پۀ بيعو او د هيوادوالو پۀ ګټو وټو نظر واچو نو يو تريخ حقيقت ښکاري چې عام وګړي اوس ددې جوګه نۀ دي پاتې چې خپل بنيادي ضروريات پۀ بيعه تر لاسه کړي چې له امله ئې شوکو ، ډاکو او غلاګانو کې هم اضافه شوې ده . دغه رنګ د فقر له لاسه د تنګو داسې ميندو او پلرونو خبرونه هم رارسي چې خپل تنکي ماشومان پۀ سل او دوه سوه روپۍ بازارونو کې خرڅوي . د خارجي هيوادونو سرمايه کاران پاکستان کې ځکه د سرمايه کارۍ څخه ډډه کوي چې دوي ددې هيواد د امنيتي وضعې باندې ناباوره دي او ټوله نړۍ کې د سرمايه ګزارۍ لپاره ړومبى شرط امنيت دى . نو پۀ دغه خاطر نۀ يوازې دا چې خارجي کمپنيانو خپله سرمايه ګزاري پاکستان کې ودرولې ده بلکې داخلي سرمايه کارانو هم ډيره پۀ تيزۍ خپلې پنګې خارج ته انتقالول پيل کړي دي . بلخوا ميريټ هوټل کې د ځانمرګي بريد نه پس ړومبيه برطانيه اسلام اباد کې دخپل عالي کميسون د ويزې څانګه وتړله ورپسې د امريکا متحده ايالاتو هم دغه اعلان ووکړو چې تر نا معلومه مودې به دغه څانګه کار نۀ کوي څو ورځې پس برطانيه خپلې ملکي الوتکې پاکستان ته د راتګ څخه منع کړې کۀ حالات هم دغه راز روان وو نو کيدى شي چې د برطانيه پۀ شمول يو شمير نور هيوادونه پۀ پاکستاني الوتکو خپلو ملکونو کې پۀ کوزيدو بنديز وولګوي . ددې سره سم دامريکا پۀ شمول يو شمير غربي هيوادونو خپلو تابعت لرونکو ته امر کړى دى چې پاکستان ته دې د تګ څخه ډډه وکړي او خپلو سفارتونو او قونصل خانو کې ئې د مامورينو شميره کمه کړې ده . د اکتوبر پۀ څلورمه نيټه نړيوالې ادارې ريډ کراس خپلې يوې اعلاميې کې پاکستان د نړۍ نوى جنګ ځپلى هيواد ګرځولى او ويره ئې څرګنده کړې ده چې ددغه هيواد شمالي سيمو کې خونړۍ جګړې روانې او دهيواد نورو برخو ته پۀ خوريدو دي . د ريډ کراس ددغه وينا نه څو ورځې وړاندې جمهور رئيس اصف علي زرداري هم ووئيلي وو ( قوم متحد هو جائے، هم حالت جنګ مين هين) يعني قام بايد متحد شي مونږ د جنګ پۀ حالت کې يو . کۀ د عامو خلقو امروزه ژوند پۀ نظر کې ووساتو او د ژوند د اسانتياو پحقله فکر ووکړو نو دبده مرغه پاکستان د جوړښت څخه تر دې دمه خپلو خلقو ته د تعليم ، صحت او داسې نورو اسانتياو ورکولو کې پاتې راغلى دى او د ټولو نه غټ عيلت ئې دادى چې دغه هيواد دخپلې بوديجې اتيا فيصده پۀ فوځ يا نورو ټکو کې پۀ دفاع خرڅ کوي او باقي پاتې ئې پۀ پرمختيائي کارونو لګول کيږي چې د عام وګړي پۀ ژوند ئې منفي اغيزې شيندلې دي . ددومره غټو دفاعي اخراجاتو باوجود نن دولت د امنيت زمينه برابرولو کې ناکامه دى او اولسونو ته وائي چې دوي دې د جنګ مارانو پر ضد قامي لښکرې جوړې کړي تر څو ځانونه د جنګيالو څخه ووژغوري . د دولت چلوونکو ادارو حال دادى چې د وکيلانو او مدني ټولنو د زياتو غوښتنو باوجود حکومت د دکتاتور جنرال مشرف له خوا لرل کړى شوي قاضيان نۀ پر ځائې کوي چې ورسره د محکمې پۀ بې طرفۍ يو شمير پوښتنې پورته شوې دي . پارليمان کې د اولسي استازو حال دادى چې منتخبو وکيلانو د ځانمرګي بريدونو له ويرې اولس سره رابطې قطع کړې دي او نۀ دي خبر چې اولس د کومو ستونزو سره مخ دى . دغه راز پوليس او د نورو قانون نافذ کوونکو ادارو اهلکار د سخت ذهني فشار لاندې کار کوي . دا پۀ داسې مهال ده چې يو شمير خارجي قوتونه منطقه کې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره چمتو دي او هڅه کوي چې سيمه کې اړى ګړى لا نورهم سيوا شي خو ولې دا به وخت ثابتوي چې د پاکستان واکداران ، سياسي ګوندونه او کړنلارې جوړونکې ادارې خپلو روائتي پاليسو کې بدلون نۀ راولي او ددغه سترې لوبې (Great Game) برخه جوړيږي او او کۀ نه دوي به د حالاتو صحيح تحليل وکړى شي او خپلو کړنلارو کې به تغير راولي او هيواد به ووژغوري Khpalmanzi Jagree By: Madasar Shah - بېرته شاته