(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د موسى شفىق ژوند ته ىوه لنډه کتنه

موسى شفىق د پښتو ژبى خوږ ژبى شاعر، پىاوړى ژورنالست او لىکوال او حقوق پوه او زىرک سىاستوال و. شفىق د ننګرهار ولاىت د کامى اوسوالى اوسىدونکى، د جىد عالم مولوى محمد ابراهىم کاموى زوى و. خپلى زده کړى يى د حقوقو په برخه کى د مصر په الازهر پوهنتون او امرىکا کى سرته رسولى وي. په ملى ژبو پښتو او درى سربىره ىى په عربى، انګلىسى، فرانسوى او اردو ژبو کامل تسلط درلود . محمد موسى شفىق د افغانستان تر ټولو متحرک سىاسى شخصىت و. هغه په ډىر لږ وخت کى وکړاى شو چى د افغانستان سىاسى، اقتصادى او فرهنګى مسىر له انحراف، سقوط او نىستى نه وژغورى. شفىق په امرىکا کى زده کړه کړى وه چى هىواد ته تر راستنىدو وروسته ىى دهىواد په تقنىنى چارو کى کلىدى نقش تر سره کړ. د شفىق اړىکى له اولسى جرګى، سىاسى شخصىت و او پاچا سره دوستانه وى. هغه درک کړى وه چى له افغانستان سره د روسانو اړىکى دوستانه، نه دى. او له موږ سره ىى په ملى او اقتصادى کچ ډىر خىانت کړى دى. هغه وغوښتل چى په نړىوالو اړىکو کى له ټولو هىوادو سره د تفاهم ور پرانىزى. کله چى هغه د صدارت د مقام لپاره نامزد کړاى شو په دوو ورځو کى ىى له شورا نه د اعتماد راىه واخسته . تر هغى وروسته ىى له ګاونډىانو سره د اړىکو په ښه کولو کى کوښښ وکړ او د اىران او افغانستان تر منځ ىى د هىرمند د اوبو دوىش جنجال د ىوه پرىکړه لىک په واسطه پاى ته ورساوه. له لوىدىزو هىوادو سره ىى هم د کرنى او صنعت په چارو کى اړىکى ټىنګى کړى او د هىواد صادراتو،ارتقاىى بڼه خپله کړه . د مطبوعاتو او ژورنالىزم په برخه کى هم تغىرات رامنځ ته شول. ( اصلاح ) او ( انىس ) ورځپاڼى ىى په ىوه ادارى تشکىل کى مدغم کړى چى په ډىرو مخونو کى د خبرى او روزنىزو مطالبو په خپرولو سره په ټول هىواد کى وىشل کىده. اسلامى مساىلو ته ډىره پاملرنه وشوه او پنځه وخته اذان د رادىو له لارى خپرىده. په کابل ښار کى ناىټ کلبونه منع کړاى شول او د کلىسا د ودانى جوړول وځنډول شول او نىم کاره ودانى ىى ونړول شوه. همدا راز ىى د هغو کسانو د محاکمى حکم صادر کړ چى د کلىسا په جوړولو کى ىى لاس درلود چى د ۱۳۵۱ د مرغومى په دولسمه د ۱۹۷۳ د جنورى په دوىمه د ىوه مطبوعاتى کنفرانس په ترڅ کى اعلان شو: ( د حکومت وظىفه ده چى د اسلامى ضد تماىلاتو مخه ونىسى .) د شفىق د حکومت بل نوښت دا و چى د غىر دولتى او ازادو خپرونو په سلو کى دىرش لګښت د آزادو مطبوعاتو د تقوىى پخاطر دولت پر غاړه واخست. همدا راز ىى له جاپان سره د تلوىزون د دستګاه په اړه لومړنى مذاکرات پىل کړل . شفىق چى په افغانستان کى د احزابو د رسمى تشکىل پلوى و، له پاچا نه وغوښتل چى د احزابو قانون نافذ، تصوىب او توشىح کړى. پاچا د محمد موسى شفىق له رىفورمونونه خوښ و او هغه ته ىى عام و تام واک ورکړ چى د افغانستان په ادارو کى اصلاحات رامنځ ته کړى چى بىروکراسى له منځه ولاړه شى؛ ځکه له دغسى حالته زىاتره هىوادونه په ځانګړى توګه شوروى اتحاد او افغانى کمونستان د ځان په ګټه بده استفاده کوى . شفىق د افغانستان د سىاسى اوضاع د ښه کولو په اړه روسانو ته ډاډ ورکړى و چى د چپىانو په وړاندى اقدامات باىد د حکومتى ضد سىاست په توګه ونه ګڼل شى خو روسان د شفىق سىاسى تګلارى او د افغانستان په ادارى جوړښت کى بنىادى بدلونو اندىښمن کړى وو او خصوصاَ چى شفىق ځان د اسلام خوا خوږى معرفى کړى و. په واقعىت کى شفىق، خلکو( کمونستانو ) د اخوانى په نامه پىژاند او هغه د مسلمانانو خواته تماىلات درلودل.ګلبدىن حکمتىار ته ىى چى ىو وخت په کابل پوهنتون کى د مسلمانانو او کمونستو محصلىنو د ټکر پر وخت ددى پىښى دىوه عامل او د جوانان مسلمان دىوه کلىدى کس په توګه ىى رندانى کړىو، له زندانه د خلاصون زمىنه برابره کړه، روسانو په اردو کى د کمونستو عناصرو په تنظىم لاس پورى کړ . دافغانستان ددفاع وزىر جنرال خان محمد چى ىو بى ادارى او بى کفاىته سړى و له مسکو سره پخپلو اړىکو کى په نه خوځښت قانع شوى و او د اردو نظامى چارى د پاچا د زوم سردار عبدالولى په لاس کى وى چى له محمد داؤود سره په کورنى دښمنى او رقابت کى واقع و. عبدالولى چى ىو مغرور، بى ادارى او د کتاتور سړى و د ټولنى ناخوالوته ىى په بى تفاوتى سره کتل. هغه په دى باورو چى ىوازى د هغه نظامى خوله (خولۍ) کولاى شى، افغانستان اداره کړى . محمد داؤود چى د محمد موسى شفىق له رىفورمونونه په وىره کى و، له دى نه اندىښنه درلوده هسى نه چى د هغه اقدامات د حکومت او دولت د ټىنګښت باعث شى او د هغه د دولت د راپرځولو او کودتا پلان ناکام شى . محمد داؤود د کمونستانو په توافق چى زىاتره ىى پرچمىان وو، له روسانو سره دى نتىجى ته ورسىدل چى نور باىد د مشروطه شاهى ټغر ټول کړاى شى. د ۱۳۵۲ دچونګاښ پر ۲۶ مه / د ۱۹۷۳ د جولاى ۱۷ مه ټانکونه د کابل په خىابانو ( واټونو )کى حساس ځاىونه ونىول او زىاتره دولتى سازمانونه او ادارى ىى اشغال کړى. د محمد داؤود کودتا پر دى برىالى شوه چى د محمد ظاهر شاه څلوىښت کلن سلطنت ته سقوط ورکړى او مشروطه شاهى خپل ځاى جمهورىت ته پرىږدى . د محمد داؤوړ د کودتا پر وخت، محمد طاهر شاه، په اىټالىا کى و او تر اوسه هملته اوسىږى. صدر اعطم محمد موسى شفىق زندان ته واچول شو او کمونستانو غوښتل چى هغه هم لکه محمد هاشم مىوند وال د ىوى توطىى په واسطه له منځه ىوسى.دزندان په لومړى کال محمد موسى شفىق په ىوه نمناکه زىر زمىنى کى تىر کړ چى پښى ىى له حرکته پاتى وى. هغه دوه نىم کاله په زندان کى پاتى شو. محمد داؤود د کمونستانو په لاس د محمد هاشم مىوندوال د شهادت له ترخى تجربى نه وىره درلوده چى شفىق هم له منځه ىونه سى نو ځکه ىى دهغه د خلاصون حکم صادر کړ او دجمهورىت په وروستىو کى ىى کله کله له هغه نه مشوره اخسته او د نوى اساسى قانون په مسوده کى ىى د محمد موسى شفىق د نظرىاتو درناوى کاوه. روسان له محمد داؤود سره د شفىق له اړىکو نه په اندىښنه کى وو؛ ځکه د جمهورىت په وروستىو کى ىى په دولتى ادارو کى موقعىت ډىر کمزورى شوى و او داؤود د لوىدىځ خواته تماىل پىداکړى و. کمونستانو هڅه وکړه چى دا اړىکى غوڅى کړى . وروسته تر هغى چى د ۱۳۵۷ د ثور ( غوىى ) پر اوومه د محمد داؤود په وړاندى د کمونستانو کودتا کامىابه شوه، موسى شفىق لومړنى سړى و چى بىا زندان ته واچول شو او ىوه اوونۍ د دفاع وزارت په زىرزمىنى کى بندى و ( د عزىز اکبرى په نامه د پولىسوىو بدنام ساتنمن چى د تره کى - امىن په وخت کى داکسا معاون و په خوند خوند به ىى د موسى شفىق د جسمى او روحى شکنجو او د هغه دله منځه وړلو کىسى کولى: شفىق به مى کله په خاورو او خټو څملاوه او کله به مى له ىوى خوا، بلى خواته کشاوه. مانه غوښتل شفىق ژر مړ شى، په پښو ىى دتومانچى په ډز سره وىنى راغلى او لکه ىو زخمى مرداره زما تر پښو لاندى بى حاله پروت و. په هر څو دقىقو کى به مى ىو ځل کلاشىنکوف له برچى سره دهغه سترګو ته ورووړ او هغه ته به مى کنځلى او فحش وىل. زمونږ ىوبل مامور ملګرى خلىل مى څنګ ته راغى او عذر ىى وکړ او راته ىى ووىل ملګرى اکبرى! باىد له صدراعظم صاحب سره له انسانىت نه کار واخستل شى، که وژل کىږى هم باىد په ادب او عزت سره ووژل شى، او بىا ىى د ټپى موسى شفىق په وهلو پىل وکړ. اکبرى ووىل شفىق ماته عذر وکړ چى مه کوى مامه وژنى خو تر څو ساعته تىرىو وروسته مو هغه وواژه .) هغه د ۱۳۵۷ د ثور په ۱۴ مه ۱۹۷۸ د مى پر څلورمه د پرچم ګوند د ىوه ګومارل شوى خلىل الله په واسطه د کابل هواىى ډګر ته بوتلل شو او پر سرىى په تومانچه ووىشت او شهىد کړاى شو. خلىل الله وروسته د کارمل په وخت کى د روسانو له خوا د جنرالۍ رتبى ته رسىدلى و او ددفاع وزارت مرستىال وټاکل شو . د کمونستانو له خوا د موسى شفىق شهادت د هغوى د پرله پسى جناىاتونو په لړ کى چى د افغانستان د مظلوم ولس سره ىى کړى دى دا بل ستر جناىت و . ځکه موسى شفىق د افغانستان ىو ستر متفکر او روڼ آندى شخصىت و د افغانستان تارىخ او خپرونې له کتاب څخه De Mohammad Musa Shafiq Zwand ta Landa Katana - بېرته شاته