(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په هغو لوبو کې چې د تانزانیا ، ایټالیا، هانګ کانګ، جرسي، او پی جی د ټیمونو په ګډون د تلې په دیارلسمه نیټه پيل شوې وې ګډون کړی ؤ، په دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایټالیا د کرکټ ټیم ته ماته ورکړه دغه سیالۍ چې د تلې په شلمې نېټې د افغانستان په وخت د شپې په شپږو بجو د تانزانیا په هیواد کې پای ته ورسیدې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دري نوي رنزو په اخیستلو د ایټالیا هیواد ته ماته ورکړه او په دې بریالیتوب ددغو لوبو دریم پړاو ته چې درې میاشتې وروسته به په ارجنټاین کې د شپږو هیوادونو په ګډون ترسره شی لاره ومونده. او له دی سره یې د ۲۰۱۱م کال نړیوالې اتلولۍ سیالیو د تیاریو دریم پړاو او په تانزانیا کې د څلورم پړاو د روانو سیالیو پایلوبو ته لاره پیدا کړه د یو بل خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هانګ کانګ ټوله لوبډله په ۱۲۲ منډو وسوځوله او د ۲۰۱۱م کال د نړیوالو کرکټ اتلولیو د غوراوي څلورم پړاو یې وګاټه . دا دویم پرله پسې ځل دی چې افغانستان د کرکټ اتلولیو د غوراوي پړاو ګټي . څو میاشتې وړاندې یې په جرسي کې هم د غوراوي پنځم پړاو ګټلی و . په دې لوبه کې افغانستان د پچی له ګټلو وروسته لومړی خپلو منډو ته ملا وتړله او ټوله لوبډله یی په وروستي اوور کې په ۱۷۹ منډو وسوځیدله . د افغانستان له لوري رئیس احمدزي ۴۹ او کپټان نوروز منګل ۴۰ منډې وکړې او سمع شینواري په کې ۲۳ منډې وکړې په ځواب کې دهانګ کانګ پیاوړې لوبډله یوازې په ۱۲۲ منډو وسوځېدله . محمد نبی عیسی خیل د۷۰ منډو په جوړولواودهانګ کانګ دپنځو لوبغاړو په سوځولوډیرزیات ښه ؤځلېد، په نهو اوورونو کې یې یوازې ۹ منډې وکړې او د هانګ کانګ څلور لوبغاړي یې وسوځول . حمید حسن او هستی ګل هم دوه دوه کسان وسوځول هانګ کانګ په تیرو څو کلونو کې درې ځله له افغانستان څخه لوبه ګټلی وه او دوه ځله یې افغانستان د آسیا د کرکټ اتلولیو له لوبو راګرځولی ؤ پر افغان لوبغاړو د هانکانګ سیوری خپور ؤ، او پرله پسې ماتو دوی مایوسه کړي وپه اول کې اوس هم دهانګ کانګ ۲۰۶ منډې ډېرې ښکارېدې ځکه چې هم افغان منډه جوړونکي تر اوسه ښه نه ؤ ځلېدلي او هم د هانګ کانګ بالران ډیر پیاوړي ؤ خو په دی سیالیو کې هانګ کانګ ته دوه ځلی په نیمه فاینل او فاینل کې ، په بشپړې ماتی ورکولو سره د افغانستان لوبډلی پرې خپل زړه يخ کړ او،ؤیې ښودله چې تر دې ګړۍ دوی نه ماتېدونکی دي د ۲۰۱۱م کال د کرکټ نړیوال جام ته د نږدی کیدو ۍ په څلورم پړاو کې افغانستان د سیالیو ټولې لوبې وګټلې او په دې توګه یې له څلورو لویو وچو څخه دنړۍ شپږو هیوادونو ته ماته ورکړه .دکرکټ د ټیم روزونکي کبیر خان په تانزانیا اوملي لوبغالي کې وویل: دا لوبډله ډیره قوی اودپیاوړي عزم اوتمرین لرونکې ده هیڅکله به ماته نه شي اوپه راتلونکي کې به هم مغلو به نه شي او غالبه به وي . د باختر اژانس د یو بل خبر له مخی د تلې په دوه ویشتمه نېټه په هغه غونډه کې چې د ولسی جرګې د رئیس محمد یونس قانونی په مشرۍ جوړه شوه د ولسي جرګې رئیس د تانزانیا په لوبو کې د هیواد د کرکټ ټیم داتلولي له کبله د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله د افغانستان دکرکټ د لوبډلی بریالیتوب یې د کرکټ نړیوالو لوبو ته د لارې مندلو له پاره ارزښتناک ګام وباله . د کرکټ دغه ملي لوبډله د تلې په ۲۳تمه نېټه له غرمې مخکې د کابل هوایی ډګر ته راورسیده د افغانستان د اسلامی دولت د جمهور رئیس د هدایت سره سم یی ښه اوتود هرکلی وشو،هوایی ډګر ته د دولت ځینې لوړ پوړي چارواکي د ملي شورا یو شمیر غړي د المپیک د ملي کمیټې غړي او ګڼ شمیر کابل ښاریان ورغلي و. په زرګونو تنو کابل ښاریانوپه هوایي ډګر او د هوايي ډګرد لارې په اوږدوکې د بریالیو لوبغاړودهرکلي له پاره لیکې جوړې کړې وې لوبغاړوته یې د لاسونوپه خوځولو او دګلونو په شیندلوښه راغلاست او هرکلی وکړ. د هرکلی په وخت کې د ترانسپورت او هوایې چلند وزیر دکابل په نړیوال هوایې ډګر کې ژمنه وکړه : چی د کرکټ ملی ټیم غړی به د دغه وزارت په لګښت د بیت الله شریف زیارت ته استوی . د کام ایر هوایې شرکت یو تن چارواکې وویل : د کرکټ ملی ټیم ته د پنځو زرو ډالرو په ورکولو سر بیره د کرکټ ټیم به دتفریح له پاره قزاقستان ته استوی . همدا رنګه هوایی ډګر څخه تر غازي لوبغالی سړک د مبارکۍ په شعارونواو د محمد نبی عیسی خیل د۷۰ منډو په جوړولواودهانګ کانګ دپنځو لوبغاړو په سوځولوډیرزیات ښه ؤځلېد، په نهو اوورونو کې یې یوازې ۹ منډې وکړې او د هانګ کانګ څلور لوبغاړي یې وسوځول . حمید حسن او هستی ګل هم دوه دوه کسان وسوځول هانګ کانګ په تیرو څو کلونو کې درې ځله له افغانستان څخه لوبه ګټلی وه او دوه ځله یې افغانستان د آسیا د کرکټ اتلولیو له لوبو راګرځولی ؤ پر افغان لوبغاړو د هانکانګ سیوری خپور ؤ، او پرله پسې ماتو دوی مایوسه کړي وپه اول کې اوس هم دهانګ کانګ ۲۰۶ منډې ډېرې ښکارېدې ځکه چې هم افغان منډه جوړونکي تر اوسه ښه نه ؤ ځلېدلي او هم د هانګ کانګ بالران ډیر پیاوړي ؤ خو په دی سیالیو کې هانګ کانګ ته دوه ځلی په نیمه فاینل او فاینل کې ، په بشپړې ماتی ورکولو سره د افغانستان لوبډلی پرې خپل زړه يخ کړ او،ؤیې ښودله چې تر دې ګړۍ دوی نه ماتېدونکی دي د ۲۰۱۱م کال د کرکټ نړیوال جام ته د نږدی کیدو ۍ په څلورم پړاو کې افغانستان د سیالیو ټولې لوبې وګټلې او په دې توګه یې له څلورو لویو وچو څخه دنړۍ شپږو هیوادونو ته ماته ورکړه .دکرکټ د ټیم روزونکي کبیر خان په تانزانیا اوملي لوبغالي کې وویل: دا لوبډله ډیره قوی اودپیاوړي عزم اوتمرین لرونکې ده هیڅکله به ماته نه شي اوپه راتلونکي کې به هم مغلو به نه شي او غالبه به وي . د باختر اژانس د یو بل خبر له مخی د تلې په دوه ویشتمه نېټه په هغه غونډه کې چې د ولسی جرګې د رئیس محمد یونس قانونی په مشرۍ جوړه شوه د ولسي جرګې رئیس د تانزانیا په لوبو کې د هیواد د کرکټ ټیم داتلولي له کبله د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله د افغانستان دکرکټ د لوبډلی بریالیتوب یې د کرکټ نړیوالو لوبو ته د لارې مندلو له پاره ارزښتناک ګام وباله . د کرکټ دغه ملي لوبډله د تلې په ۲۳تمه نېټه له غرمې مخکې د کابل هوایی ډګر ته راورسیده د افغانستان د اسلامی دولت د جمهور رئیس د هدایت سره سم یی ښه اوتود هرکلی وشو،هوایی ډګر ته د دولت ځینې لوړ پوړي چارواکي د ملي شورا یو شمیر غړي د المپیک د ملي کمیټې غړي او ګڼ شمیر کابل ښاریان ورغلي و. په زرګونو تنو کابل ښاریانوپه هوایي ډګر او د هوايي ډګرد لارې په اوږدوکې د بریالیو لوبغاړودهرکلي له پاره لیکې جوړې کړې وې لوبغاړوته یې د لاسونوپه خوځولو او دګلونو په شیندلوښه راغلاست او هرکلی وکړ. د هرکلی په وخت کې د ترانسپورت او هوایې چلند وزیر دکابل په نړیوال هوایې ډګر کې ژمنه وکړه : چی د کرکټ ملی ټیم غړی به د دغه وزارت په لګښت د بیت الله شریف زیارت ته استوی . د کام ایر هوایې شرکت یو تن چارواکې وویل : د کرکټ ملی ټیم ته د پنځو زرو ډالرو په ورکولو سر بیره د کرکټ ټیم به دتفریح له پاره قزاقستان ته استوی . همدا رنګه هوایی ډګر څخه تر غازي لوبغالی سړک د مبارکۍ په شعارونواو د افغانستان په ملي بیرغونوښکلی شوی ؤلوبغاړي په سرلوڅو موټرونوکې غازی سټډیوم ته چې دهرکلي غونډه په کې جوړه شوې ؤ ورسېدل په غونډه کې ځینوچارواکواو د پارلمان وکیلانو د دوی د اتلولۍ له امله دوی او د افغانستان ملت ته مبارکی وویله او ددوی د لا بریالیتوب هیله یې وکړه . - بېرته شاته