(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستر مبارز : كبير ستورى

د افغانستان په تاريخ كې ستورى داسې ليكوال، شاعر او سياست وال وه چې خپل ټول عمر ئې د پښتون ملت د يوالي لپاره قربان كړه او تل ئې د پښتو ولس د يوالي، ورورى او سعادت هيله كوله. نو د پښتون هر بچي ته پكار ده چې د ستوري لاره باندې پل كيږدي او د هغه ستر مبارز او سياستوال آرمانونه پوره كړي، نن نور قومونه ته بايد يو ځل نظر وكړو چې د يو كلي د اتل څخه ملي اتل جوړ كړه، مونږ داسې ستر مبارزين لكه ستوري خوندې لرو چې د قلم په ډګركې نړۍ وښوره وله او نړۍ ته ښكاره كړه چې پښتون ولس نه يوازې په جنګ كې اتل دى بلكې د قلم په ډګركې هم اتلان لري چې د هغو اتلانو څخه زمونږ ستر مشر او ستر سياستوال كبير ستورى دى . راځى ګران ورورنو چې د خپل ملي شخصيتونو لارې باندې پل كيږدو او خپل ولس سره يو كړو، د پښتون ولس د سوكالى لپاره كار وكړو او خپل قوم راويښ كړو چې د ستوري هم دا هيله وه . او په پاى كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر څخه غواړم چې د كبير ستوري په نوم دې يو پوهنتون په هيواد كې جوړ كړي .

په درناوي ويس سلطاني وردګ

ويس سلطاني وردګ شاعر، لیکوال
Wais Sultani Wardak Writer, Poet
- بېرته شاته