(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنگ سالاران په افغانستان کی د ثبات د راتللو په ...؟

جنگ سالاران په افغانستان کی د ثبات د راتللو په مخ کی لوی خنډ؟ په افغانستان کی د اداری فساد څخه نیولې د مخدره موادو تر قاچاق پوری په هره ساحه کی د جنگ سالارانو نومونه یادېږی. او ځینی ورځپاڼی او مبصرین خو جنگ سالاران په افغانستان کی د ثبات د راتللو په مخ کی یو لوی خنډ بولی. د وانشگټن ټایمز ورځپاڼه لیکی په افغانستان کی د طالبانو له پرېزېدلو څخه اوه کاله تېر سوي دي او د بوش حکومت اوس هم د افغانستان د ژغورلو دپاره د یوې نوي ستراتیژی د طرح کولو په لټه کی دی. په دې لاره کی جنرال دوستم او څوارلس نور جنگ سالاران کله مرسته کوي او کله خنډونه اچوی. دغه جنگ سالاران چی زیاتره فاسد کسان دي او غواړی چی په افغانستان کی د څوارلسمی پېړۍ قضایی سسټم وچلېږی، د افغانستان په تېرو وختونو او اوسنیو شرایطو کي حساب ور باندی سوی دی او احتمال لری چی په اینده کی هم حساب ورباندی وسی. د متحدینو قواوي د طالبانو سره په جگړه کی زیاتره د جنگ سالارانو پر اطلاعاتو او د قبیلوی سسټم په باب د هغوی پر پوهی باندی تکیه کوی. دوی په عین وخت کی دا وېره لری چی که جنگ سالاران بیا قدرت ونیسی نو په افغانستان کی به بشپړ داخلی جنگ پیل سی. د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د مقاومت د جنگیالیو دپاره د شوروی د اشغال په کلونو کی د امریکا د خاص استازي پیټر ټامسن له قوله لیکی چی د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی یو کمزوری سړی دی نو هغه جنگ سالارانو ته څه نه وایی. ښاغلي کرزي د جنرال دوستم او د اېران ترحمایې لاندی اسمعیل خان د خوشالولو دپاره هغوی ته حکومتی چوکی ورکړي دی. ورځپاڼه وایی چی ښاغلي کرزي په کال ٢� � ۴ کی جنرال دوستم د پوځ د لوی درستیز په حيث مقرر کړ مگر اوه میاشتی مخکی، چی هغه د انتخاباتو یو پخوانی مقام اکبر باي وډباوه نو بیرته یې برطرفه کړ. پیټر ټامسن وایی کله چی موږ افغانستان ته ولاړو نو دوستم او نورو جنگ سالارانو ته په میلیونو ډالره ورکړل او دې ته مو ونه کتل چی له دې پیسو څخه به څرنگه استفاده کېږی، او دا د امریکا د مرکزی استخباراتو د ادارې سی آی اې ډېره لویه غلطی وه. ښاغلي ټامسن وویل چی دوستم باید له مخه لیری سی او که له هیواده ووزي نو موږ به له خلکو سره بهتر تماس ټینگ کړای سو. دی وایی د اوزبک د دغه جنگ سالار جوزجاني ملېشو پر ځوانو نجونو باندی د خپلو کورنیو په مخ کی جنسی تېري کړی دي او په زرهاو خلک یې وژلي دي. جنرال دوستم د واشنگټن ټایمز له ورځپاڼی سره په یوې تازه مرکې کي ادعا وکړه چی د ده دښمنانو پر ده باندی بېځایه تورونه لگولي دي او ده دغه جنایتونه نه دي کړی. ده دا خبره تایید کړه چی د شمال د اتحاد پخواني غړي له دې ویری چی وایی امریکا به د طالبانو مخه ونه نیولای سي ځانونه په وسلو سمبالوی. د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه وایی څلور پنځوس کلن جنرال دوستم، چی په یوه نېستمنه کورنۍ کی دنیا ته راغلی دی اوس په میلیونو ډالرونه لري او په کابل کی د آیینه په نوم ټلوېزیون د ده دپاره خپروني کوی. پر لوېدلو سو نو د مجاهدینو له قوماندان احمد شاه مسعود سره یو ځای سو. د مجاهدینو یو پخوانی مشر وایی جنرال دوستم کمونیسټ نه وو بلکه هغه یو اپورچونیسټ وو او د ده د ژوندي پاته کېدلو لوی علت دغه دی. په ده باید هیڅ باور ونه سي، مگر د تاریخ یوه برخه ده او سړی سترگي نه سي ورباندی پټولای. واشنگټن ټایمز ورځپاڼه وایی په کال ١٩۴۴ کی دوستم د احمد شاه مسعود څخه بېل او له گلبدین حکمتیار سره یې لاس یو کړ. خو دوه کاله وروسته بیرته د طالبانو پر ضد د برهان الدین ربانی او اسمعیل خان سره یو ځای سو، خو د هغه یوه قوماندان د طالبانو سره لاس یو کړ او دی ترکیې ته وتښتېدی. څه موده وروسته بیرته د احمد شاه مسعود په بلنه افغانستان ته ستون سو او د سپټامبر د یوولسمی د ټروریسټی پېښو څخه وروسته یې د امریکایی قواو سره لاس یو کړ او نن ورځ دا دی د نورو جنگ سالارانو په کتار کی ولاړ دی. واشنگټن ټایمز ورځپاڼه د ښاغلي ټامپسن له قوله لیکی که څه هم چی جنرال دوستم ډېر زیات دښمنان لری او ښاغلي کرزي د هغه د بندی کولو ږغ وکړ خو په شمالی ولایتونو کی د هغه سره د اوزبکو د ملاتړ له امله څوک څه ورته ویلای نه سی. ښاغلي ټامسن وویل ښاغلی کرزی وېره لری چی که دوستم ونیسی نو د شمال ولایتونه به، چی نسبی ثبات پکښی ټینگ دی، بې ثباته سی. واشنگټن ټایمز ورځپاڼه وایی د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت مقامات د داسی سړي په برخه کی زړه نازړه دي چی په کال ٢� � ١ کی یې د متحده ایالاتو په بري کی مرسته کړې ده. په افغانستان کی د امریکا یوه صاحب منصب، چی نه یې غوښتل نوم یې یاد سي وویل دا د افغانستان په څکومت پوری اړه لری چی د ستم سره څرنگه سلوک غوره کوی. ورځپانه وایی په افغانستان کی یوه بل امریکایی صاحب منصب وویل سړی حیران پاتېږی چی دوستم څرنگه ځان ژوندی ساتلی دی. دی لکه یو ماهر سطرنج باز، خپل دښمنان ټول ښه پېژنی. ایا دی یو جنایتکار دی. دا په دې پوري اړه لری چی سړی د چا سره خبری کوی. په افغانستان کی هر څوک د ژوندي پاته کېدلو دپاره هر کار ته لاس اچوی، په تېره بیا چی خبره د قبایلی مشرانو او جنگ سالارانو وي. ورځپاڼه وایی جنرال دوستم د متحده ایالاتو د ډېرو عالی رتبه مقاماتو، سناتورانو، د جمهوری ریاست دپاره د کاندیدانو او جنرالانو سره کتلي دي او وایی چی ده ټولو ته د طالبانو سره د جنگ په باب خپلی مشورې ورکړي دي. دی وایی ما پرله پسې د افغانستان حکومت ته د طالبانو او القاعده د خطر په باب خبرداری ورکړی دی مگر له بده مرغه چی چا می پر خبره غوږ نه دی نیولی او هیڅ عملی گام چا نه دی اخیستی. ورځپاڼه لیکی چی جنرال دوستم د وژل کېدلو او یا د پولیسو له خوا د نیول کېدلو له وېری له خپل کور څخه نه سی وتلای . دی وایی یوه فاسد حکومت، چی مخالفینو وجود نه سی زغملای، دی په خپل کور کی نظر بند کړی دی. اوس نو که ښه که بد دی ژوندی پاته سوی دی او دا داسی حقیقت دی چی د ده دښمنان او دوستان دواړه یې مني. وی او ای - بېرته شاته