(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کندهار کې انساني غميزه او بې کفايته چارواکي

[ګڼې ځوانۍ په ملا ماتې شوې، والي صاحب او قوماندان يې په رډو سترګو ننداره کوي] طالب چارواکو! د بېګناه انسانانو په وژنه مو زړونه يخ شول؟ محمد اسحق، ميوند له تېرې اوونۍ راهيسې په کندهار کې يوه ستره غميزه روانه ده، د لغمان او شرقي ولايتونو تقريباً دېرش تنه ځوانان چې د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، دوسلوالو طالبانو له خوا ونيول شول او ګڼ هغه يې په دې تور ووژل شول چې ګواکې د ملي اردو عسکر دي. نن د دغو وژل شويو ځوانانو د کورنيو زيات غړي د کندهار په ميرويس روغتون کې د خپل خپلوانو د مړو انتقال ته راغلي وو، دوى هم همدا ويل چې ځوانان يې د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، چې طالبانو ووژل او هېڅ ډول رسمي دنده يې نه درلوده. يوشمېر دغسې نور کسان هلمند ته ورغلي چې د خپلو عزيزانو جسدونه ترلاسه کړي، چې له يوشمېر څخه يې سرونه پرې شوي، د ځينو پښې او د بدن نور غړي غوڅ شوي او ځينې په ګوليو ويشتل شوي دي. طالبان وايي په وژل شويو کې يو تن هم بېګناه سړى نه و او ټول د ملي اردو عسکر وو، چې د ګلاب منګل په غوښتنه هلمند ته روان وو. طالبان چې تل د وطن په بربادۍ او د پښتنو په وژنه اختر کوي، د دغو ځوانانو په وژنه هم ډېر خوښ وو، چې په خپله پاڼه کې يې په دې اړه يوه تبصره هم خپره کړې او ويلي يې دي له دوى سره ځينې اسناد شته چې دا کسان د ملي اردو عسکر وو. طالبانو به ښايي د دغو بېګناه ځوانانو د وژلو امر او قوماندان له کوټې او يا د بلوچستان له کوم بل سوړي څخه اخيستې وي. وسلوال طالبان چې د پښتنو په وينو پسې تږي دي، د همدغو خوارانو پر سيمه يې نن قيامت راوستى دى. د کندهار بې کفايته چارواکي چې يوازې په مطبوعاتو کې سره او تاوده کېږي په حقيقت کې تر اوسه نه دي توانېدلي حتى د دغو وژل شويو ځوانانو مړي له ميوند ولسوالۍ څخه انتقال کړي، په دې اړه هېڅ دول څرګندونې نه کوي. دوى له وېرې سيمې ته نه شي تلاى، حال دا چې له لومړۍ ورځې امنيتي ځواکونو ته دا معلومات په لاس ورغلي وو، چې دغه مسافر چېرې کښته کړل شوي او چېرې بېول شوي دي، اوس امنيه قومانداني په دې هم خبره ده چې دا مړي چېرې پراته دي، خو تر اوسه پورې يې اقدام نه دى کړى. والي صاحب! دا په زرګونو کاناډايي ځواکونه په دې ولايت کې څه کوي؟ د عياشۍ او خپلسرو بمباريو لپاره دلته فعاليت لري؟ د کندهار اوسنى والي ښاغلى رحمت الله روفي چې د يوشمېر قومي مشرانو په وينا کرزيانو په خپله ولکه کې اخيستى نه د کار وړتيا او نه کاري تجربه لري، يوازې يو څو تکراري جملې يې زده دي. امنيت چې نوموړي او د کندهار نوي امنيه قوماندان مطيع الله قاطع خپل لومړيتوب ګاڼه، دوى يې د ټينګولو پخه ژمنه کړې وه، خو يوازې په تېره مياشت کې د کندهار څو مهم چارواکي ترور شول، چې نه يې قاتلين ونيول شول او نه په دې برخه کې والي صاحب خلکو ته ډاډ ورکړ. امنيتي وضعيت ورځ په ورځ ناوه کېږي. پخوا به بريدونه د شپې او په ولسواليو کې کېدل، اوس د ښار په منځ کې رئيسان، د امنيې قوماندانۍ کارکوونکي او د ملي امنيت رياست مامورين وژل کېږي. دا دى امنيت او دا ده د والي صاحب کارکردګي. امنيه قوماندان چې له مطبوعاتو سره ډېر بد برخورد کوي، هېڅ ډول معلومات مطبوعاتو ته نه ورکوي، کله چې يوه مرکه وکړي سبا ته يې پر خپله مرکه پښېمانه وي. د کندهار ولس چې د ښاغلي کرزي د خاپوړو ټاټوبى دى نن د بېګناهۍ په اور کې سلګۍ وهي، نه يې مرکزي دولت ږغ اوري نه يې اوسني بې کفايته چارواکي د کرارۍ وس او توان لري. - بېرته شاته