(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان لالا محمد افضل خان سره مرکه

مرکه: سيد مدثر شاه 03.02.2007 که دپښتو نخوا موجوده سياسى مشرانو ته وکتل شى نو شايد چې دهاغې مشرانو شميره ديو لاس د ګتو نه هم کمه وى کوم چې اوږده سياسى مبارزه او تجربه لرى په دغه شمير کښې به دعوامى نيشنل پارټۍ مشر افضل خان لالا هم حسا بيږى. خان لالا دسکول دوختونه سياسى فعاليتونه پيل کړيدى او تر دې دمه پورې سياسى ميدان کښې فعاله ونډه اخلى، افضل خان دخپل سياسى ژوند په اوږدو کښې دباچا خان او عبدالولى خان سره ډير نيزدې پاتې شوى دى. دغه رنګ ئې د خپل فکر دمخالفو نامتمو سياسى ګوندونو مشرانو سره هم نزدې ليدل کتل شوى دى او د ټولو مشرانو داحترام باوجود ئې پخپل فکر او سياسى دريځ ټينګار کړى دى. کله چې عوامى نيشنل ګوند د نواز شريف سره د سياسى اتحاد فيصله وکړه نو خان لالا ددې فيصلې مخالفت وکړو او دپښتونخوا قومى پارټۍ په نوم ئې خپل قام پرست سياست ته دوام ورکړو. داسفنديارولى خان په مشرۍ کښې چې کله نور پښتانۀ مشران اى اين پى کې يو ځل بيا سره يو ځائې شول نو خان لالا هم د تير کال په جنورۍ مياشت کښې اى اين پى کې شامل شو. افضل خان يو پښتون قام پرست، سيکولر او جمهورى قامى مشر دى چې دانتخابى سياست په ځائې د پښتون قامى وحدت د پاره هلې ځلې کوى، او وائى چې تر څو د پښتون قام ټوټې وجود يو ځائې شوے نه وى تر هاغې دې سيمه کښې دامنيت ټينګښت امکان نه لرى، افضل خان لالا ته دا اعزاز هم حاصل دى چې د پاکستان په مرکزى اسمبلۍ کې ئې په وړومبى ځل په پښتو ژبه تقرير کړى دى او د پښتنو د قامى وحدت خبره ئې کړې ده. د موجوده سياسى صورتحال په حواله څو ورځې وړاندې وحدت دپخوانى وفاقى وزير او د اى اين پى مشر افضل خان لالا سره ځانګړې مرکه وکړه چې لوستونکو ته ئې وړاندې کوؤ. پوښتنه :- پاکستان د څه مودې راهسې په ډيورنډ کرښه دازغن تار لګولو خبره کوى ته دې ته څنګه ګورې؟ ځواب :- دا ډيره عجيبه خبره ده چې هند په پاکستان دا تور لګوى چې د پاکستان له اړخه وران کارى هند ته راوړى او دلته ګډوډى پيدا کوى ځکه هند غواړى چې په کنټرول کرښه دې ازغن تار ولګوى خو ولې پاکستان ئې مخالفت کوى ، دغه رنګ افغانستان هم په پاکستان دا تور لګوى چې زما خاورې ته تر هه ګر د پاکستان له خوا داخليږى نو ځواب کې ئې افغانستان نه بلکې پاکستان په سرحد د ازغن تار لګولو خبره کوى، يعنى په شعورى توګه پاکستانى اسټيبلشمنټ دا هڅه کوى چې د ډيورنډ کرښه په يو بين الاقوامى سرحد کښې بدله کړى خو حقيقت دا دى چې دغه کرښه بين الاقوامى سرحد نه بلکې انتظامى سرحد دى او هيڅ يو افغان يا پښتون دغه کرښه دبين الاقوامى سرحد په توګه نۀ پيژنى او نه به ورته مستقبل کښې تيار شى. پوښتنه:- د اى اين پى پريښودو او واپس شامليدو علتونه څه وؤ؟ ځواب:- کله چې اى اين پى د مسلم ليګ سره اتحاد وکړو نو ما خان عبدالولى خان ته په واضحه ټکو کې ووئيل چې دا U-Turn دى او ما ددې فيصلې مخالفت وکړو ځکه چې زه دپښتون قام دوحدت فکر کووم او دغه اتحاد زما دمفکورې ضد وؤ نو ما خپل طرف نشو بدلولى او د پښتونخوا قامى پارټۍ په نوم مې خپل سياست جارى وساتلو ، لس کاله پس کله چې اى اين پى د نواز شريف سره اتحاد ختم کړو نو بيان ئې جارى کړو چې دغه اتحاد غير فطرى وؤ. دغه وخت ولى خان ژوندى وؤ. ما ووئيل چې دغه اتحاد غير فطرى نۀ بلکې U-Turn وؤ. او ښه شوه چې مات شو. نن داسفنديار په مشرۍ کې اى اين پى لوئې ګام پورته کړى دى چې خپل منشور کښې ئې د پښتون قامى وحدت خبره اضافه کړې ده. زه فکر کووم چې د پښتنو دوه غټ ګوندونو چې يو اى اين پى ده او بل پښتونخوا ملى عوامى پارټى ده فقط اى اين پى د قامى وحدت خبره کوى. محمود خان اڅکزے د چتراله تر بولانه خبره کوى خو د ډيورنډ کرښې بيخى ذکر نه کوى. نو په دې خاطر ما سوچ وکړو چې اى اين پى زما د فکر يا که داسې ووايو چې د باچا خان د فکر سياست بيا پيل کړو نو ما بغير د څه شرطه اى اين پى کې ګډون وکړو. پوښتنه:- د قامى وحدت مفکورې ته دافغانستان خلق يا سياسى مشران په کوم نظر ګورى.؟ ځواب:- دافغانستان نه چې دلته کوم خلق راغلى وؤ ما ورته کله هم د مهاجر کليمه نه ده استعمال کړې بلکې دهغوى دپاره مې ټول حقوق غوښتلى دى څه موده وړاندې پيښور کې د پروفيسر رسول امين په دفتر کې ناست ؤم هلته ټولو ناستو کسانو فرياد کولو چې پښتون د تباهۍ سره مخ دى ماروته ووئيل چې فريادونه زمونږ مسئلې نۀ شى هوارولى د قامى وحدت خبره به پکار وى. دغه ځائې کې ناست خدائې بخښلى جنرال کټه وازى ماته ووئيل چې خان دغه خبره تاسو کولى شئ مونږ ئې نۀ شو کولى که مونږ داخبره وکړه نو ازبک به دازبکستان ، تاجک به دتاجکستان او ترکمن به دترکمنستان سره خبره جوړه کړى او دغه رنګ به افغانستان تجزيه شى. ماروته ووئيل چې تجزيه هيڅ څوک نه غواړى په افغانستان کې چې کوم ازبک، تاجک، هزاره يا ترکمن دى آيا دغه خاوره دوى د ځان سره دلته راوړې ده او که نه دوى دلته راغلى دى. دغه خاوره دافغانستان ده او دوى ئې د ځان سره نه شى وړلى داټول افغانان دى او افغانستان زمونږ شريک کور دى او که افغانستان تجزيه کيږى نو جنرال صيب کوم افغانستان به تجزيه شى داحمد شاه بابا افغانستان او که دانګريز جوړ کړے شوے افغانستان ، که مونږ تاريخى حواله ورکړو نو دانګريز نه وړاندې هيڅ يو قوت دا سوچ نه وؤ کړى چې پښتانه تقسيم کړى. دويش نه وړاندې د پښتون تاريخ ډير پياوړى دى خو کله چې انګريز په 1893 کې پښتون په څلورو برخو تقسيم کړو نو پښتانه ډير وروستو پاتې شول. چونکې قامى وجود ئې نشته يانې سر ئې يو ځائې پښې بل ځائې او لاسونه ئې بل ځائې پراته دى. تش د سړى سر، پښو يا لاسو ته بنده د سړى وجود نه شى وئيلى نو ځکه په تعليمى، اقتصادى او سياسى توګه وروستو پاتې دى. د ډيورنډ کرښې راښکلو نه پس د افغانستان هر امير د ډيورنډ د کرښې نه لاندې خلقو ته غلامان وئيلى دى. خو حقيقت کې دهغه خارجه پاليسى هم غلامانه وه. لاندې هم ډيرو خلقو دازادۍ تحريکونه چلولى دى خو دوى کې يو هم داسې نشته چې قامى وحدت ئې خپل بنسټ ګرځولى وى بلکې دوى خپله ازادى د هندوستان سره تړلې وه ، حقيقت دا دى چې د پښتنو خاوره د برصغير برخه نه ده بلکې دا د برصغير او مرکزى اسيا په منځ کې پرته سيمه ده. اوس پورته هم خلق په قامى وحدت پوهه شوى دى. افغان اولس مشر حامد کرزى ته مې په ملاقات کې ووئيل چې په ډيرو خرابو حالاتو کې تاته ذمه وارۍ در په غاړه شوى دى. ما ورته وئيل چې طالبان دې دښمنان دى خو شمالى والا دې دوستان نه دى، ملک دې وران دى ادارې ختمې دى دا ټول به په بنيادونو اود رول وى. حامد کرزى چې ماته د قامى وحدت خبره وکړه نو زۀ ئې ډير خوشحاله کړم او ما ورته ووئيل چې تا کوم کار روان کړى دى نو ددې انجام به يقيناً چې په قامى وحدت تماميږى. پوښتنه:- ځينې د افغانستان سياسى مشران او پوهان اوس هم په دې نظر دى چې لاندې د قامى وحدت د پاره کوم غورځنګ نه وى ايجاد شوى نو دا خبره ګټه نه لرى. ستا څه خيال دى؟ ځواب:- قامى وحدت يوازې دلاندې پښتنو مسئله نه ده بلکې د ډيورنډ کرښې پوره قام ويشلى دى او دا يوه قامى مسئله ده په تاريخى حواله قندهار او کابل د پښتنو ټاټوبى دى نو دا يقيناً چې يو غورځنګ غواړى خو ددې دامطلب هيڅ کله نه دى چې ګنې دغه غورځنګ به دلته جوړيږى او فقط مونږ به ورته وده ورکوؤ دا د پورته افغانانو هم فريضه ده چې خپل سياسى رول ولوبوى. پوښتنه:- آيا اى اين پى ستا د دغې مفکورې مرسته په پوره ډول کوى.؟ ځواب:- د پارټۍ او د پارټۍ د صدر خپلې ذمه وارۍ وى زه د سکول د وخته د دې ذهن يم چې د پښتنو قامى وحدت دې يو شکل واخلى ، مابه د نيپ په وختونو کې هم لاله ايوب ، عاشق شاه او فردوس خان غوندې ملګرو ته داخبره کوله چې که ولى خان دغه خبره نه کوى نو دده ذمه وارۍ زمونږ نه بل رنګ دى خو بايد چې مونږ او تاسو ئې وکړو. 1993 نه پس ما دافيصله کړې ده زه به نور انتخابى سياست نه کووم. ما سره تل د خپلې حلقې خلقو مرسته کړې ده. ما خپل سياست قامى وحدت ته وقف کړى دى. بل اړخ ته پاکستانى اسټيبلشمنټ په دې کې هم بريالى شوى دى چې ټول نظرياتى ګوندونه د خپلې پاټلۍ نه لرې وغورځوى. پاکستان غوندې غير فطرى ملک کې اوس حزب اختلاف هم فقط تر نومه پاتې شوى دى د حزب اختلاف کردار نه ترسره کوى. پوښتنه:- نړيوال قوتونه به پښتون قامى وحدت ته څنګه ګورى؟ ځواب:- په نړيوال کچ که وګورو نو حالات د پښتون قامى وحدت د پاره مخالف نه بلکې موافق دى. نن امريکا افغانستان ته د خپلو اغراضو د پاره راغلې ده چې په هغې کې د چين مخ نيوى او د تيلو د لارو حفاظت شامل دى. مونږ د دغې مقاصدو نه دعو يدار يو او نه ئې کيدى شو. بايد امريکا هم په دې خبره پوهه شى چې امريکا خپل اهداف تر هاغې نه شى حاصلولى تر څو چې پښتون قام په يو چوکاټ کې سره يو ځائې شوى نه وى. ټوټې ټوټې قام په دې سيمه کې دامنيت مسئله پيدا کوى او چې امن نه وى نو دامريکا مفادات نه ترسره کيږى نو په دغه عيلت زمونږ او دامريکا ګټو کې تضاد نشته مونږ قامى وحدت غواړو او امريکا امن، دغه رنګ مونږ چين او هنديانو سره هم څه اختلاف نه لرو او د نړۍ نور قامونه به هم د پښتنو د قامى وحدت مخالفت ونه کړى. پښتون په بنيادى توګه سيکولر او ديموکراتيک دى. نړۍ کې پښتون واحد قام دى چې پاچا ئې جرګې خوښ کړى دى يانې پاچا ئې هم په هاغه وختونو کې په جمهورى طريقه انتخاب شوى دى کله چې اروپا کې لا چا د جمهوريت ټکى نه وؤ اوريدلى. نو د يو داسې قام د وحدت مخالفت به صرف غير جمهورى قوتونه کوى جمهورى طاقتونه به ئې مرسته او ملاتړ وکړى پوښتنه:- خان لالا د پښتنو لکه د باجوړ او وزيرستان په سيمو د فوځى عملياتو په شا د چا او کوم مقاصد دى؟ افضل خان :- د ضياء الحق په وخت کې دې صوبه کې داوياؤ نه زيات جهادى تربيتى کيمپونه وؤ. مونږ به هاغه وخت وئيل چې د شوروى امريکا خبره به سرته ورسى خو دغې تربيه شوى خلقو سره به څه کوؤ هاغه شان وشول دهاغې وختونو باقيات اوس هم دلته وجود لرى ، عجيبه خبره ده چې عرب پخپله خاوره داسرائيلو مقابله نه کوى او د پښتنو وطن ته د جهاد د پاره راغلى دى. دا د پښتنو ګناه نه ده ، ټوله نړۍ د پاکستان نه شکايت کوى چې دلته نه هند ته خلق دورانکارۍ د پاره ځى، افغانستان ، چيچنيا او چين ته هم د پاکستان نه جهادى خلق ځى، تر دې چې د ملک صدر پخپله وائى چې پخوانى جنرالان په دغه عمل کښې شريک دى، خو ورسره ددغې جنرالانو ټول مراعات هم بحال دى، اوس به دا عمل پاکستان ته ګران پريوځى ځکه چې دا هيواد تل دامريکا غلام پاتې شوى دى. د ده دغه کار سره امريکا ته مشکل پيدا کيږى هغوى به هيڅ کله هم دې ته تيار نه شى چې د هغوى وګړى دې افغانستان کې مړه شى. پوښتنه:- د جوړيدونکو جرګو پحقله ستاڅه خيال دى؟ ځواب:- فطرى عمل څوک هم نه شى اودرولى په واشنګټن کې چې د جرګو د جوړولو کومه فيصله وشوه نو حقيقت کې دا لوئې پيش رفت دى. چې مقصد ئې افغانستان کې دامن تامين دى ګورنر اورکزئۍ قبائيلى علاقو کې د سياسى ازادۍ خبره کړې ده زه د دې هم ستائنه کووم البته دومره ضرورو وايم چې جرګه کې دې د قبائيلو په شمول ټولو پښتنو ته د ګډون موقع ورکړى شى پوښتنه:- ځينې خلق وائى چې پاکستان بايد يو سيکولر رياست کې بدل شى او ځينې دنظريه پاکستان خبره کوى په تاريخى حواله حقيقت څه دى؟ ځواب:- پاکستان کې چې دا وخت داسلامى بنسټ پالۍ کومه فضاء ليدل کيږى دغې دويش نه وړاندې هيڅ وجود نه لرلو، دا هر څه دپاکستان دجوړښت نه پس شوى دى. دازادۍ په وختونو کې هيڅ يو مذهبى جومات څوک نه شى ښودلى چې دپاکستان مرسته ئې کړې ده. دنظريه پاکستان خبره هم دوه ويشت کاله پس ديحيى خان په حکومت کښې راوتلې ده . جناح کله هم داسلامى رياست خبره نه ده کړې. دهغه د حکومت وړومبى د خارجه چارو وزير سرظفرالله يو قاديانى وؤ او دغه رنګ د قانون وزير ئې مينډل يو هندو وؤ او دا خبره واضحه کوى چې جناح د مذهبى رياست مرستيال نه وؤ. (1) قامى وحدت يوازې دلاندې پښتنو مسئله نه ده بلکې د ډيورنډ کرښې پوره قام ويشلى دں او دا يوه قامى مسئله ده. (2) د ډيورنډ کرښې راښکلو نه پس دافغانستان هر امير د ډيورنډ دکرښې نه لاندې خلقو ته غلامان وئيلى دى خو حقيقت کې دهغه خارجه پاليسى هم غلامانه وه. (3) فطرى عمل څوک هم نه شى اودرولى په واشنګټن کې چې دجرګو دجوړولو کومه فيصله وشوه نو حقيقت کې دا لوئې پيش رفت دى (4) عجيبه خبره ده چې عرب پخپله خاوره داسرائيلو مقابله نه کوى او د پښتنو وطن ته د جهاد د پاره راغلى دى. (5) پښتون په بنيادى توګه سيکولر او د يموکراتيک دى. نړۍ کې پښتون واحد قام دى چې پاچا ئې جرګې خوښ کړى دى - بېرته شاته