(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصبر او حلم بدله

فقیه (رح) فرمایی چه مسلمان دصبر او حلم والا کیدل پکا ر دی چه دا د متقیا نو خلکو عا دتو نه دی۰ ا لله تعالی خپل کتا ب کښی د حلم وا لاو تعریف فرما یلی دی (یعنی کوم کس چه ظلم با ندی صبر وکړواو خپل ظالم یی پریښودلواو هغه یی معا ف کړو نو دا یو داسی حقیقت دی چه دکوم خپلوونکوته ثواب ورکولای شی او هغوی اجر عظیم مومی ) او یو بل آیت کی دی چه (دخیر خبره او شر خبره چیری برابر کیدای نه شی ) ۰
نو مسلمان له جایز نه دی چه دخیر دخبری بدله دشر دخبری سره ړرکړی بلکه ارشاد یی وفرمایی (یعنی د بدی خبری جواب د ښی خبری سره ورکړی )۰ حاصل دا چه ذکر کړی شوی صفت اختیارولو سره به ستا دشمن هم نژدی دوست جوړ شی ا لله تعالی دخپل خلیل حضرت ابراهیم (ع) په تعریف کی د حلم دصفت ذکر کولو سره ارشاد فرمایلی دی (واقعی ابراهیم لوی حلیم طبیعته مهربان مزاجه او نرم دله وو) حلیم معاف کوونکی ته ویلی شی او اَوَّ اهٌ داسی کس چه خپلی غلطی یادوی او هغی باندی افسوس کوی او منیب هغه کس دی چه دالله تعالی عبادت باندی لګیا اوسی او الله تعالی خپل محبوب پیغمبر(ص) ته هم دصبر او حلم تلقین فرمایلی دی او دا یی هم فرمایلی دی چه مخکینی انبیاء(ع) هم په دی صفت باندی قایم وه تاسو هم دی باندی ځی لکه چه وایی (یعنی دکافرانو په تکلیف او دروغژن ویلو باندی همداسی صبر اختیار کړی څنګه چه هغی انبیاء کراموصبر کړی وه چا ته چه دکافرانوسره دجهاد حکم ورکړی شوی وه) اولولعزم داسی خلقو ته وایی چه یوه خبره باندی ثابت قدم اوسی او کلک شی حضرت حسن (رح) وایی ( او چه کله دجاهلانو سره دجهالت خبره وکړی نو ددوی دشر ختمولو خبره وکړی

هدایات او نصیحتونه

ګوری چیرته هم دخپل ژوند او صحت په دوهکه کښی مه پریوزی چه دنیا تیرویدونکی سوری دی اوعذاب ډیر اوږد دی۰ د زنا نه بچ کیږی چه هغه غضب-ناراضتیا او درد ناک عذاب راولی او ډیره سخته هغه زنا ده چه هغی کی څوک مسلسل لګیا اوسی۰ مثلاً خپلی بی بی ته یی طلاق ورکړی وی همداسی یی دحرام په طورد ځان سره ایساره کړی وی د بد نامی دویری نه یی خلکوته نه ښکاره کوی داسی کس ته دآخرت دبدنامی ویره ولی نشته په هغه ورځ چی به ټول رازونه را ښکاره شی۰ نو دداسی ورځی د بی عزتی دوجهی نه د زنانه ډیر بچ کیدل پکار دی او په دی دی هرګز اسرار نه کوی ځکه چه دالله تعالی عذاب دمقابلی طاقت څوک هم نه لری او ښه توبه وکړی ځکه چه الله تعا تعالی دخپلو بندګانو توبه قبلوی او دتوبی او پښیمانتیا وخت هم دنیاوی ژوند پوری دی دمرګ نه پس به نه توبه څه فایده ورکوی اونه به پښیمانتیا په کار راځی۰ ا لله تعالی دهغه ایمان والو تعریف کړی دی چه دخپلو شرمګاهونو حفاظت کوی۰ دالله پاک ارشاد دی:- (او هغه څوک چی دخپلو شرمګاهونوحفاظت کونکی دی خو خپلو بیبیانو سره یاخپلووینزوسره نو هغوی باندی څه الزام نشته ها څوک چی ددی نه علاوه طلبګاروی داسی خلک دحد نه وتونکی دی ) یعنی دا خلک نافرمانه دی۰ دی لپاره هر مسلمان باندی لازم دی چه پخپله هم دزنا نه توبه وکړی او خلک دی هم ددی نه منع کړی ځکه چه کومه علاقه کی زنا عامه شی الله تعالی هلته دطاعون په شان وبایی مرضونه عام کړی ۰ فقیه (رح) خپل سند سره نقل کوی چه حضرت عکرمه (رض) وایی چه ماحضرت کعب (رض) دحضرت ابن عباس (رض) نه دا ویونکی واوریده چه کله داحالات لیدوکی راشی چه توری را ویستی شویدی او وینی بیولی شی نو یقین وکړی چه دغی خلکو د الله پاک حکم ضایع کړی دی چه دهغی بدله دیو بل په ذریعه اخستی شی او چه کله اوګوری باران بندیږی نو خلکو زکات بند کړی دی چه دهغی په وجه الله پاک خپل باران بند کړی دی او چه کله اووینی چه وباخوریږی نو یقین وکړی چه زنا عام کیږی ۰ de Saber au Helam Badala By: Dr. Yasinzai - بېرته شاته