(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونولي دامنيت ضامنه ده

په دې ورځو ،شپو کې په دې خبره ډېر زور اچول کيږي،چې په افغانستان او منطقه کې امنيت ورځ په ورځ خرابيږي،خو دا امنيت چا خراب کړ؟ څنگه ؟ او ولې يې خراب کړ؟. په دې اړه دتېرو څو کلونو راهسې په لسگونو کتابونه وليکل شول؛ په مجلو ورځپاڼو او ويبپاڼو کې پرې ډېرې ليکنې وشوې او ډېر حقايق يې رامنځته کړي؛ که څه هم دغه کتابونه او ليکنې به ډېرې يو بل ته ورته وي ،خو که هر څومره بيابيا وليکل شي هومره ورته بيابيا اړتيا شته ،چې دهغه مړ ضميره سترگو ته ، چې قصداً يې خپلې سترگې پر حقايقو پټې کړي ؛ هم ورسيږي ،چې : دا امنيت ،چې نن مخ په خرابېدو ښکاري؛ دا دبن دغونډې دهغې ناسمې پاليسۍ پايله ده ،چې دامريکايانو لخوا دخپل يو تکړه او تجربه کار ډيپلومات جيمز ډاينز په مشرۍ او دخليل زاد په همکارۍ په افغانستان کې دطالبانو په ځاى ديوبل حکومت دجوړولو لپاره جوړه شوې وه . ويل شوي ،چې " جيمز ډاينز دحکومتونو په جوړولو او خارجي سياست کې ژوره سابقه لري او دکوسوو او بالقان په گډون يې ډېر حکومتونه جوړ کړي دي. بېشک ،چې " جيمز ډاينز" به دکوسوو او بالقان په شمول دامريکا لپاره دامريکا په گټه ډېر حکومتونه جوړکړي وي او کامياب شوي به هم وي . کيداى شي ،چې ده به دغه ملتونه ډېر ښه پېژندل ،چې کامياب حکومتونه يې ورته جوړ کړي دي ،خو ده او دبن په غونډه کې دده ملگرو او صلاحکارانو دخليل زاد په گډون په افغانستان کې دپښتنو او پښتونولۍ په باره کې هيڅ معلومات نه درلودل ؛ ځکه يې داسې يو خنثى او بې واکه حکومت ورته جوړکړ، چې دملت اکثريت ته دمنلو وړ نه و او په پايله کې داووه کلونو په تېرېدو ، دلسگونو ميلياردو ډالرو په لگښت دټولې نړۍ په ملا تړ او دلسگونو زرو بېگناه خلکو په وژلو يوه لوېشت هم پر مخ لاړ نه شول ،دبن دجرگې مشران په دې نه پوهيدل ،چې که دپښتنو خپل منځي جرگه هم وي او يو پښتون او يا دپښتنو ديوقوم مشر ته په جرگه کې خپل حق ورنه کړى شي او مرور پاڅيږي ،خپل څادر څنډي او ترې روانيږي دا څه معنا او نتيجه به يې څه وي ؟ ددغه مرور پښتون دهر قدم سره زمريان ريږدي ،دشتې خوځيږي او غرونه نړيږي ، چې اوس به څه کيږي ؟ او همداسې څه کيږي هم . پاتې شوه ليا دا،چې دافغانستان په سر دې جرگه وي ،چې د دوى په وينو جوړ شوى او ساتل شوى او دوى دې په جرگه کې څنگه ،چې لازم وي شامل نه کړى شي. نه يوازې دا،چې بې برخې دې پاتې شي ،بلکې دهغه جرم په تور دې ،چې دوى نه دى کړى،دحقارت په سترگه دې ورته وکتل شي او سپک دې شي؛نو که داسې جرگه يا غونډه دوى ته منظوره نه وي ،نتيجه به يې څه وي؟ که دامريکا او اروپا ډيپلوماټان په دې پوهيدلى؛ نو حالات به داسې نه ول . په دې يوازې پښتانه پوهيدى شي،چې په پښتونولۍ پوهيږي او دپښتونولۍ پر رڼا په جرگو او مرکو کې يو دبل دحقوقو همدومره خيال ساتي ،چې هيڅوک مرور پورته نه شي او هر چاته خپل حق ورکړى شي؛ځکه،خو دپښتونولۍ دجرګو دا دستور کامياب اودزرگونو کلونو راهسې ژوندى پاتى دى او دهر مشکل حل کوونکى دى . پښتانه نه يوازې دپښتونولۍ په رڼاکې دچاحقوق نه خوري،بلکې خوړى يې هم نه شي ،نو همدغه شان يو په بل زور زياتى او ظلم هم نه شي کولى ،نه يې مال خوړلى شي ،نه يې پت او ناموس ته سپک کتلى شي او نه دچاپه کور ورننوتى شي. په پښتونولۍ کې دهر چا سرومال ننگ او ناموس خوندي وي او ،چې دغه شيان خوندي وي؛نو همدغه امنيت دى. دتاريخ په اوږدو کې لېرې او نژدې ډېرې داسې بېلگې شته ،چې کله هم ديرغلگرو سره په جگړو کې او يا ديرغلگرو په چل ول دملک حکومتي سيستم خراب شوى ؛ نو دپښتونولۍ پر وصولو دملک چارې سنبال شوي او بيا يې دولتونه او حکومتونه جوړ کړي دي . که رښتيا هم دغه نورو هېوادونوته حکومت جوړوونکى په افغانستان او سيمه کې امنيت غواړي ؛ نو حق دې حقدارته وسپاري ،په زور دې پرې غربي ډيموکراسي نه ور تپل کيږي،پر پښتنو دې لگول شوي تورونه لکه طالبان ،تروريستان او القاعده ليرې شي او پرې دېښودل شي ،چې په خپله خوښه دخپل کلتوري او ديني اصولو او د سيمې له شرايطو سره سم ژوند وکړي . - بېرته شاته