(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

گرده نړۍ بدلون غواړي خو، اوباما څه غواړي؟

د امريکا د وروستيو ټولټاکنو څخه ښکاره څرگنده شوه چې د يوولسم سپتمبر له پېښو وروسته امريکا د خپل کار او اغېز مېدان څومره پراخ کړى دى. گرده نړۍ دې ته په انتظار وه چې د ټولټاکنو پايلې به څه راوځي. هر څوک په دې فکر وو چې ايا امريکايان بدلون غواړي؟ يواځې دا بدلون نه چې يو تورپوستى ولسمشر کړي او د رنگ و نسل توپير ته نور د تل لپاره د پاى ټکى کېږدي، بلکې دا هم چې نړۍ د کوم سياسي او اقتصادي بحران سره مخ ده هغه د امريکا د بدلون سره په کوم لور ځي. بالاخر پايله هماغه راووتله چې گردې نړۍ غوښتله؛ امريکايانو بدلون راوست. خو د بدلون راتلو اعلان لا نه و شوى چې د گردې نړۍ څخه د غوښتنو باران جوړ شو. ولسمشر بوش د ´´تروريزم په وړاندې جگړه´´ کې گرده نړۍ په يوه داسې پيچلې کړۍ کې ښکېل کړې ده چې که څوک ترې سر وباسي پښې يې گېرېږي، او که د پښو ايستلو کوښښ کوي نو سر يې ټکان خوري. همدغه وجه ده چې که د چا خوښه وي او که نه، دې ته به سترگې په لار وي چې د امريکا نوې تگلارې کومه بڼه غوره کوي. اروپايي اتحاديه خپلې غوښتنې لري؛ روسيه هم بدلون غواړي؛ او اسيايي هېوادونه خو نو تر هر چا زيات د روان جنجال څخه وتلو ته لېواله دي. مگر غوښتنې چې هر ډول، او په هره بڼه دي، سر يې افغانستان دى، ځکه چې دلته د نيمې نړۍ نه د زياتو هېوادونو پوځونه په عملي توگه ښکېل دي، او کوم چې بهر دي نو هغه هم بې غمه نه دي، بلکې په څه نه څه حواله تر اغېز لاندې دي. په همدې حواله تر ټولو لومړى زمونږ ولسمشر غواړي چې اوباما په افغانستان کې د ملکي خلکو د بمبارولو غم وخوري، او، د هغه په وېنا، ´´ترورستان هلته له منځه يوسي چېرته چې روزل کېږي،´´ خو د گاونډي هېواد پاکستان لومړى وزير غواړي چې که په خاوره يې هوايي او ځمکنيو بريدونو ته دوام ورکړاى شي نو د اوباما حکومت به له ناکامۍ سره مخ شي. خو ايا دا ټول بدلونونه، چې نړۍ يې غواړي او اوباما يې ژمنې کړې دي، لکه د اقتصادي بحران ختمول، د عراق نه پوځونه ايستل، په افغانستان او پاکستان کې القاعده ته ماتې ورکول، د وروسته پاتې هېوادونو جمهوري حکومتونه پياوړي کول، د منځني ختيځ د شخړې حل راايستل، او د ايران په اتومي مسئله د منلو وړ پرېکړې ته رسېدل، امکان لري چې اوباما يې په عملي ډگر کې راولي؟ د بېلگې په توگه به دا يوه او تر ټولو غټه مسئله ترې ياده کړو. په افغانستان کې چې اوباما کوم بدلون غواړي، هغه څرنگه راتلاى شي؟ هغه د خپل انتخاباتي کمپاين له اولې ورځې راهيسې دا خبره تکرار کړې ده چې تگلاره به يې په عراق کې جگړه ختمول او په افغانستان کې پوځونه زياتول وي. خو په ناټو کې شاملو هېوادونو چې د بوش په غوښتنه افغانستان ته د خپلو نورو پوځونو د لېږلو څخه انکار کړى و، هغوى به په کوم دليل اوس دې ته تيار شي چې د اوباما لپاره خپل نور پوځونه افغانستان ته واستوي؟ ايا هغه سره داسې کوم دم شته چې ناټو هېوادونو ته ووايي چې د دې په چُف کولو سره به يې پوځيان د مرگ نه بچ وي او ژوندي به له خېره وطن ته ستنېږي؟ يواځينى امکان، چې اوباما يې مخکې هم څرگندونه کړې او اوس هم داسې ښکاري چې اراده ورته لري، دا دى چې هغه به د پاکستان په حکومت باندې فشار زيات کړي څو د طالبانو او القاعده خلاف "کوټلي گامونه" واخلي. خو "کوټلي گامونه" چېرته دي؟ "کوټلي گامونه" خو لا د مخکې نه له يوې خوا د طالبانو د ځانمرگيو بريدونو او له بلې خوا د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو له امله له دمه وتلي ښکاري! او د دې نه هم غټه خبره لا دا چې، په گرده نړۍ کې د بوش د تگلارو له امله د خلکو په زړونو کې چې د امريکا نه کومه کرکه پېدا شوې ده، ايا په سپينه ماڼۍ کې يواځې د پوست (رنگ) په بدلېدو به په هغې کې هم څه بدلون راشي او که نه؟ جنرال پيټرياس عراق نه د پاکستان په لاره افغانستان ته رارسېدلى دى او د ځان سره يې يوه نوې(؟) ستراتيژي راوړې ده: قومونه طالبانو سره په جنگ اچوي. دا ستراتيژي يې د عراق په الانبار کې تجربه کړې ده؛ د قبايلي سيمې په باجوړ او اورکزو کې د تجربې په حال کې ده؛ او په خوست، پکتيا، پکتيکا، کندهار، هلمند، زابل او نورو ولايتونو کې ښايي ډېر ژر په لاره واچول شي. خو ايا دا ستراتيژې نوې ده؟ او د بري تلپاتې اغېز به ولري؟ علامې داسې نه ښکاري. انگرېزان چې د هندوستان نه وتل نو دغه روغ جوړ هېواد يې په دوو برخو وويشه او بيا يې دواړه برخې د يو بل گرېوان ته ورسولې. همدغه ډول، که د جنرال پيټرياس ستراتيژي دوام ومومي، نو امريکايان چې کله له افغانستانه ځي، قومونه او قومي لښکرې به يو د بل وينو ته تږي ناست وي. په دې کې نوى والى خو هيڅ نه ښکاري؛ هماغه تجربه به تکرار شي چې کله امريکايان د روسانو له ماتې وروسته ووتل او مجاهدينو د يو بل په سرونو مېخونه ټک وهل شروع کړل. د اوباما ولسمشر کېدو ته لا ورځې شته، خو هغه لگيا دى خپله ډله جوړوي. دا به سپينې ماڼۍ ته په رسمي توگه د هغه له رسېدو وروسته معلومېږي چې دا بدلونونه څنگه راولي، خو دا خبره ښکاره ده چې د هر بل بدلون نه مخکې به هغه يو ځل هغه بدلون ته گوري چې امريکايانو راوستى: يانې اول به د هغو خلکو گټې خوندي ساتي چې هغه ته يې رايه ورکړې ده. له هغې وروسته چې کوم بدلون په افغانستان او پاکستان (او يا نورو منطقو) کې راځي نو د هغې يوه لاره دا ده چې امريکا بې له کوم قېد او شرطه خپل پوځونه وباسي او اعلان وکړي چې په نړۍ کې به يواځې د هغو دولتونو مرسته کوي چېرته چې دموکراسي وي او د بشري حقونو درناوى کېږي، او دويمه لاره؟ دويمه لاره د حل نه، بلکې د جگړې ده، او تاريخ گواه دى چې جگړې تل زمونږ په تاوان تمامې شوې دي.... بخښنه غواړم! تمامه شوې يوه جگړه هم نده، بلکې بچي يې راوړي دي. Garda Narai Badlon Ghwaree Kho, Obama Se Ghwaree Abdul Hadi Hairan - بېرته شاته