(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد

د افغان ملت جریده دوری ۱۳۸۶ ، چارشبه د اپریل ۴ ، ۲۰۰۷ ع کال د پښتو ژبې نومیالی شاعر ، ادیب او سیاسي شخصیت ډاکتر کبیر ستوری چې ټول عمر ئې د خپل قام او هيواد سر لوړۍ ته وقف کړی ؤ ، يو کال وړاندې ئې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې اوس ئې مونږ د لومړي تلین په درشل کې يو ، خو دده فن او شاعری به تر هغه چې موږ ژوندي یو له موږ سره وي او د ده زیار ، خدمتونه او هلی ځلی به ستایو او وياړ به پرې کوو . ارواښاد لوړې زده کړې په جرمني کې سر ته رسولې وې او هلته ئې ډاکتري کوله . نوموړی د خپل قام د تعلیم ، ترقۍ او خوشالۍ په ارمان ؤ سره له دې چې ارواښاد کبیر ستوری په مهاجرت کې ژوند کاوو ، خو له خپلې خاورې ، خلکو او شاعرانو ، ادیبانو ، هنرمندانو او سیاست مدارانو سره ئې هر وخت ليدل کتل کول . د نوموړي د بحث او خبرو موضوع اکثر ه د وطن او قام هغه مسایل وو چې له امله ئې تر ننه دغه خلک ځوريږي . ډاکتر کبیر ستوری د یو ښه انسان تر څنګ يو ښه شاعر او ادیب هم ؤ ، چې په نثر او نظم کې ئې تقریبا د یارلس کتابونه ليکلي چې اکثره ئې چاپ شوی . ده په شعر کې مینه ، میړانه ، پښتنولي ، وطن دوستي او د ژوند هر اړخ په ډیره هنرمندانه توګه انځور کړی دا مهال د ډاکتر ستوری د لومړي تلین ياد غونډې او ازادې مشاعرې جوړيږي . موږ هم دده خدمتونو او د لومړي تلین د راسیدو په مناسبت دغه لنډه يادونه وکړه تر څو د ارواښاد د روح خوشاله شي . ځکه د ارواښاد شخصیت بېلا بېلې خواوې لري هیله ده چې ټول پښتانه لیکوال او څیړونکي ده په بېلا بېلو اړخونو څیړنه وکړي تر څو ډیر خلک ورنه خبر او دده حق ادا شوی وي دا هم د ډاکتر ستوری دوه شعرونه :

د ســــوچ ازادۍ

د پــــــښــتــواوغــــــیــرت جـــــوړځــــمـــا جـــــانـــــان دی تــــل راکــــــړی ئــــــــی د مـــــیـــــنـــــــی امـــــــتــحــان دی پــه ښـــــایـــست اوپـــه ښــــکلا کـــی ســـاری نـــه شـــتـه هـــــم پـــــه خـــــوی کــــی د وفـــا د بــــڼ ســــلــــطـــان دی مـــــال دولـــــــت بــــه تــــری نــــــه واړه صــد قـــــه کـــړم پــــه لـــــکـــــــونـــــــو روپــــــو ئــــــی د یــــــدن ارزان دی دی د ســــــــوچ پـــــــــه ازادئ بــــــــــانــــــدی مــــیـن دی پــــه هــــــمـــدی خــــبـره هـــــر پــــوهـــان تـــه ګــــــران دی کـــبــــیـر ســــتوری د کــــونــــړ ئـــــــی انــــــډ یــــــوال دی چــې بــــــوډا ســـــره بـــــوډا ځــــوان ســـــره ځــــــــوان دی

په ایــمان مــیـن

دا فــــلســفــي وائــی مــلګـــرو هــــر انــــسان مــــــین دی څــوک پـه پــیسو باندی مــین څـوک په جـانان مین دی څــوک ددی ښــــکلـــو مـحـبت کی ســرګـــردانـــه ګــرزي څــوک خـود پــرســته دی یــوازی پـخـپل ځـان مـین دی چـــــا د جـــــنـت پـــــه تــــمه تـــمه مــــسلــی زړی کــــړی څـوک په د نــیا کی مــزی غــواړی پــه جـــهـان مــین دی څــــوک د اوبـــو پــه شـان د هـر یـو لــــوښــی بـــڼه نـیسی څـــوک لـــکــه تـــېـږه پـــه ازاد ســـوچ او بــیان مــین دی د هـر چا خپل کار دی چې مینی ته څنګ رنـګ ورکوي ســـتوری په قـام، وطــن، پــښتو او په ایـمان مــین دی
- بېرته شاته