(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باغ جوړولولارې چارې

دا چې مېوه جات په وچ او تازه شكل د افغانستان د مهمو صادراتو له جملې څخه دي، خو له بده مرغه د افغانستان د زياتو سيمو د مېوه جاتو باغونه د انقلاب په دوران كې له مېنځه تللي دي.
ددې لپاره چې زموږ هېواد بيا د صادراتو په درشل كې ودرېږي، د باغدارانو علاقمندي او فني مشورو ته ضرورت دى، چې په لنډه توګه په لاندې ډول د باغ جوړولو طريقې ذكر كوو، هيله ده چې د لوستونكيو د پام وړ وګرځي. 1_ د باغ جوړولو لپاره د ځاى ټاكل: تېږې ونه لري، نم ناك ځاى نه وي او هوار وي. 2_ د باغ جوړولو لپاره د ځمكې تيارول: ځمكه بايد ښه قلبه شي او لوټې يې ميده شي، هر زه ګياه ترې راټوله شي او وسوځول شي او ډېراني سره وركړل شي. 3_د كتارونو جوړول: د بوټو ترمېنځ بايد فاصله موجوده وي، ترڅو د بوټو څانګې له يو بل د ودې او نمو خنډ ونه ګرځي او بوټي له يو بل سره د غذايي موادو په سر رقابت ونه كړي او د لمر وړانګې په اسانۍ سره واخلي او د القاع عمل په ښه ډول ترسره شي، نو له دې امله نيالګي موږ په دې ډول كېنوو: الف : د مربع په شكل، ب: د مستطيل په شكل، ج: د مثلث په شكل. كله چې وغواړو چې بوټي 3په3، 4په 4 او يا 5په 5 كې نهال شاني كړو، له مربع شكل نه استفاده كوو. او كه چېرې وغواړو چې 3په 5 كې او يا 4په 6 كې بوټي نهال كړو، د مستطيل له شكل نه استفاده كوو او كه چېرته ځمكه زموږ غېر منظم شل ولري او يا د پاركونو او كورنو مخې ته نهال كرو، نو بيا له مثلث شكل څخه استفاده كوو. 4_ د بوټي لپاره د قوتي وېستل: د نيالګي لپاره بايد قوتى څو ورځې مخكې ووېستلى شي، ځكه چې د يوې خوا نه زهرجن ګېسونه د ځمكې نه ووځي او بل خوا نه د حشراتو هګۍ د لمر په واسطه تعقيم شي. د قوتي د پراخوالي اندازه: ددې لپاره چې قوتى څومره پراخ وي، په همغه اندازه د يوې خوا رېشه په اسانۍ سره نمو كوي او له بل خوا نه په اسانۍ سره اوبه جذبوي. د قوتي ژوروالى بايد له 50cm څخه كم نه وي او سور يې د 60cm پورې وي او د قوتي خاورې بايد د شمال طرف ته وغورځول شي، چې ترڅو د لمر وړانګې پرې ولګېږي. 5_ د نيالګي يا د بوټي انتخاب: ښه خبره دا ده، چې په خپل هېواد كې د روزل شويو قوريو د نيالګيو نه استفاده وكړي، ځكه چې هغه د اعتبار وړ وي او كه د نورو ځايونو نه يې راوړي، نو نيالګي بايد ځوان وي او دوه كلن وي، پيوند ولري او جرړې يې ډېرې قطع شوې نه وي، مستقيم وي او پېړوالى يې د لاس د غټې ګوتې په اندازه وي. دغه نيالګى د هغو ونو دى كوم چې په ژمي كې پاڼې غورځوي او د هغه نيالګي چې تل شنه وي لكه لوكاټ، نارنج او داسې نور بايد جرړې يې د خپلې خاورې په واسطه پټې وي او يا ورسره د ارې بور يوځاى كېږي او لږه اندازه رطوبت وركوي. 6_د بوټو يا نيالګو ابياري: كوم وخت كې چې نيالګى وكرل شي يا به سمدستي اوبه كړى شي. اوبه بايد د نيالګي د پيوند او تنې له برخې سره په تماس كې نه شي، ځكه چې د ابيارۍ په اوبو كې د حشراتو هګۍ او نور ميكروبونه او د هغوى تخمونه شته دى، چې هغه د بوټي د تنې د برخې او يا د پيوند برخه كې نښلي او مرض پيدا كوي، نو په دې خاطر د بوټو تنې ته بايد خاوره راجمع شي، چې له اوبو سره په تماس كې نه شي او لكه د خاورې پرځاى شګه ورته راجمع شي او يا ډېرې شي. دا به د ټولو نه ښه وي، ځكه چې په شګو كې مرض كم وي. 7_د نيالګو يا بوټو نهالول: په لومړي ګام كې بايد د قوتي لوټې مېده شي او بل دا چې د پيوند برخه مخ په لمر نه وي او د خاورو نه جګه وي او يوه بېلچه زړه ډېرانى سره له خاورې سره ګډه شي او قوتي كې واچول شي او بوټي پكې نهال شي او تر نهالولو وروسته بوټي بايد د ځمكې نه 50_65cm پورې پورته قطع شي، چې په دې كار سره له يو طرف نه د بوټي د څوكې او ريشې ترمنځ توازن ساتل كېږي او د بل طرف نه بوټي ټيټ قدي تربيه كېږي، چې زراعتي عمليات پكې په اسانۍ سره ترسره كېږي. يادونه كېږي، چې د مېوه لرونكيو ونو ترمنځ د فاصلې ټاكل په مختلف ډول سره دى، چې په لاندې جدول كې ذكر كېږي:
ګلرنګ كوچوان د خاص كونړ د كرنې مدير - بېرته شاته