(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اىرانىو لوحو لمن تر کابل پوهنتونه راورسېده!

په افغانستان کې د طالبانو له ماتې را وروسته چې کله شمالي ټلواله د بي ٥٢ په وزر کال ته را ننوته، د نورو ټولو غمونو ترڅنگ يې چې يو څه له ځان سره راوړل، د ايران کلتوري او مذهبى هغه استعمار و چې دا مهال يې د افغانستان بنسټيزې ريښې تر گواښ لاندې راوستې دي. ايران چې د شمالي ټلوالې، هزاره جنگيالو او ازبکو لنډغرو سخت جنگي ملاتړى و، په افغانستان کې د طالبانو له ماتې سره داسې لوبې پيل کړې چې لسگونه کلونه يې ورته انتظار اېسته. دغه هيواد چې له اسلام نه پخوا امپراطوري يې ور په ياد ده او ځان د ټولې دنيا نه ښه بولي، غواړي د بل هر وخت په شان ځان په سيمه کې د کلتورونو سالار کړي او له دې لارې هغه کلتورونه چې ددغه هيواد له کلتور نه پياوړي او درانه دي سپک او کمزوري کړي. يو ددغو پلانونو د پښتو پر ضد کارول کېږي چې آن له نژدې ٤� کلونو پخوا يې د هغو په واسطه دلته عملي کوي چې په ايران کې يې زده کړې کړي او ددغه هيواد ته يې د وفادارۍ قسمونه خوړلي دي. ايران د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې داسې کمپاين وچلاوه چې د پدرام په څېر سپکو انسانانو په خوله يې زموږ تاريخي وياړونه توهين کړل او له هغې وروسته يې په ادارو او ټولنه کې د پښتو او پښتنو په ځپلو پسې راواخيستل. ايران ته دغه خدمتونه ټول هغه کوي چې د جهاد پرمهال يې له ايران نه ميليونونه ډالر تر لاسه کړل او د طالبانو پر مهال يې هم د شر او فساد په جگړې کې د مقاومت په نامه په ايرانيو وسلو زموږ هيوادوال ووژل. دغه کسان د کرزي په حکومت کې چې بې له شکه ددوى د ټولو خوشبختيو لاره يې پرانيسته په بېړنۍ لويه جرگه کې د لومړي ځل لپاره را ښکاره شول او دادى سرحد يې تر دې پورې را ورسېد چې په ښکاره يې د هيواد د ملي مصطلحاتو ورکېدل پيل کړل. ايران او د ايران له ملاتړ نه برخمن ضيا مسعود، کريم خليلي، د پارلمان غړي رېگستاني او داسې نور د پښتو پرضد داسې را ولاړ شوي چې آن لا په خپلو گواښونو ولسمشر وېروي او اساسي قانون تر پښو لاندې کوي. څو ورځې وړاندې خو به د مزار په پوهنتون کې زموږ د ملي اصطلاح(پوهنتون) پرځاى د(دانشگاه) نصبول ټولو ته ور په ياد وي چې په شمال کې د شمالي ټلوالې يوه لنډغر استاد عطامحمد د يوې ډرامې له ښودلو وروسته عملي کړ. په دغې پېښه کې که څه هم ددې لپاره چې نوموړى ملامت ونه گڼل شي څو تنه دانشگاه پلوه شاگردان بنديان او وډبول شول، خو په پاى کې يې لار دې ته پرانيسته چې په خلاص مټ د دانشگاه لوحه په پوهنتون ولگوي او په دې توگه دغه ايرانى کلتور په افغانستان کې عام کړي. په کابل پوهنتون کې تېرې دوه ورځې له دې امله سبکونه ونه ويل شول چې يو شمېر د ايران په شعارونو غولېدلو او له قانون نه نا خبرو محصلانو په ايرانۍ اصطلاح جوړه شوې يوه لوحه په لاس نيولې لاريون کاوه او له حکومت نه يې غوښتل چې ددوى دغې لوحې ته د پوهنتون پر ديوال د نصبېدو لارې چارې ولټوي. که څه هم د لاريون په لومړۍ ورځ ويښو پښتنو محصلانو هم خپل ملگري راټول کړي و او له خپل قانون، ملت او هيواد نه يې ددفاع لپاره ددغې لوحې نصبول پرېنښودل، خو په دا دوهمه ورځ يې هغوى ځکه نه و چې يو زيات شمېر پوليس پوهنتون ته راغلي وو او د لوحې د نصبولو مخه يې نيوله. د پوليسو له هر غړي نه به چې په دې اړه وپوښتل شول سر به يې وخوځاوه او ويل به يې چې خداى دې دوى خوار کړي، په دغه پوهنتون کې چې ډېره برخه يې پښتانه استادان او محصلان جوړوي يوه ورځ داسې ونه ويل شول چې سبکونه دې په پښتو شي، خو نن چې زموږ په ملي مصطلحاتو تېرى کېږي داسې ورته راټول شوي دي. په ريښتيا هم په کابل پوهنتون کې دا ظلم روان دى چې پښتون ته په خپله ژبه درس نه ورکول کېږي، خو اوس ورته ايران يو بل وياړ هم ور وباښه چې د مزارشريف تر څنگ يې د پوهنتون نوم هم ورته پاتې نه شو او له دې ورسته به د دانشگاه کابل په نامه يادېږي. دغه ستونزه که څه هم د لاريون په دوهمه ورځ حل نشوه، خو د پېښې شا ليد ته په کتو داسې ښکاري چې يو څو تنه نا پوهه او غولول شوي محصلان يې شاته نه دي ولاړ، بلکې هغه کسان يې هڅوي چې د ولسمشر مرستيالي او د پارلمان چاري پرمخ بيايي. ددې لوبو تر شا د ټولو هغو مشرانو لاسونه دي چې دا مهال ورته ملت د خپلو چارواکو په سترگه گوري خو متاسفانه دغه کسان چارواکي نه بلکې هماغسې د ايران په خدمت کې دي لکه د شر او فساد پر مهال چې وو. دوى دا مهال غواړي زموږ کلتور او ملي مصطلحات رانه واخلي، چې که يې حکومت مخه ونه نيسي په راتلونکي کې به لويې ستونزې جوړې کړي. حکومت ته په کار ده چې د لوحو په شمول ټولې هغه چارې چې د پوهنتونونو په تخنيکي برخه پورې اړه لري په خپله غاړه واخلي او هر چېرته محصلان له دې منع کړي چې په خپل سر لوحې جوړوي او په پوهنتون يې نصبوي، که داسې ونه شي د ټولنې تر منځ به پراخ درز رامنځته شي چې زيان به يې يوازې او يوازې زموږ ملت گالي. له داوت څخه

www.dawatnetfreemedia.org

- بېرته شاته