(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو، بېړۍ ډوبيږي

دا دئ د ايراني پالو ايرانۍ لوحې تر کابل پوهنتونه راورسېدې. د چا په امر او د چا په ملاتړ؟ قانون به څوک تطبيقوي، دولت که محصلين؟ د باميان، بغلان او بلخ د پوهنتونونو لوحې پر "دانشګاه" بدلول هغه څۀ وو چي ايراني، پدرامي، زريابي او هر يابي پالو پرې د پښتنو شخصيتونو جرأت، غيرت او له خپل کلتور څخه ملاتړ وننګاوۀ. په دغو ولايتونو کي د بلخ هغه يې د يوې ډرامې په ترڅ کي ولګول سوه. پښتنو محصلينو په دې خاطر د اعتراض ناره وکړه چي دا د اساسي قانون له شپاړسمې مادې څخه چي وايي "په هيواد کي موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل کيږي" څرګند تېرى دئ. "موجود" ملي، علمي او اداري مصطلحات همدا کلمې دي چي په هيواد کي د امير شېر علي خان له وخته راهيسې موجودې دي چي د هيواد ټولو وګړو تر ننه کارولي او ليکلي دي. د "پوهنتون" کلمه يو له دغو مصطلحاتو څخه ده چي تر مختلفو عمليو لاندې يې د تجزيه کېدو او بيا ورکېدو هڅه روانه ده. که دا ملي ټرمينالوژي نۀ وي نو څۀ ډول شيان ملي ټرمينالوژي ګڼلاى سو؟ د چا په ملاتړ ځيني، د لاس د ګوتو په شمېر وکيلان او دوى غولولي مؤکلان (محصلين او چارواکي) دا هڅه کوي چي د افغانستان پر ځورېدلي ولس د ايراني اخوندانو ملي فرهنګ او ترمينالوژي وتپي. د افغانستان د ملي ترمينالوژي ډېرى الفاظ او کلمې په پښتو ژبه دي. ايرانيان چي د خپلې زړې امپراطورۍ خوبونه ويني پښتانۀ نه شي زغملى، ځکه د پښتنو تاريخ ته په کتو په خپل ځان کي د دوى د هضم توان نۀ ويني. د پښتنو تاريخ ته په کتو پر دې سم پوهيږي چي د پښتنو ماتول په زور او نورو لارو سره تر امکان، هومره وتلې ده څومره چې دوى د مذهب په جامه کې له مذهبه. دغه وکيلان چي د شرم ټولې پردې يې شکولي دي په ډېره بې شرمۍ سره ايراني فرهنګ او اصطلاحات تر هيواده راوړي او بيا يې د ځينو ناپوهو او پر فرهنګي فقر اخته محصلينو او يا نورو وګړو له لارې تطبيقوي او دوى يې تر شا قانوني ملاتړ کوي. قانون به څوک تطبيقوي، دولت که محصلين؟ د ٢� � ٨-١١-١٦ د يکشنبې پر ورځ په خپل وار سره ځينو ايراني پالو هڅه وکړه چي د کابل پوهنتون لوحه هم د ايراني فرهنګي بريد په ترڅ کې په "دانشګاه" واړوي، چي دا له اساسي قانون څخه څرګند سرغړاوى او ډغره وهل دي. له دغې هڅې وروسته ځينو پر خپل افغاني فرهنګ مينو محصلينو د ملي وحدت د ژغورنې په خاطر دغه لوحه د پوليسو په موجودګۍ کي راوغورځوله. پردي پالو محصلينو د هيواد د ژغورونکي قوم (پښتون) پر ضد د "مرګ" چيغې ووهلې، ځکه چي دوى پر دې پوهېدل چي د دې هيواد له خاورې، عنعناتو او کلتور څخه که څوک ملاتړ کوي، نو هغه به همدا پښتون قوم وي او بيا وروسته نور. دغو محصلينو تر دوو ورځو دا هڅه وکړه چي دا لوحه بنده کړي او د ايران ورکړى سوې پيسې ځان ته حلالې کړي، خو همدغه دواړې ورځي په ډېر شمېر کي محصلين د دغو کابو پنځوس او يا سل تنو محصلينو په خلاف ودرېدل، چي که چېري دولت د دغې لوحې د بندولو مخه و نۀ نيسي او د اساسي قانون پر سرغړاوي سترګي، لکه هر ځل يې چي پټوي، پتې کړي، نو دوى به د ملي وحدت د ساتنې او د اساسي قانون د تطبيق لپاره وردانګي. يوۀ پوليس وويل "که چيرې د دغو لوحه بدلوونکو محصلينو پر ضد دغه بله ډله محصلين نه واى راغلي نو موږ به هيڅکله دلته نه واى راغلي، او اوس هم د دې لپاره راغلي يو چي د دواړو ډلو تر منځ د جنجال مخه ونيسو، موږ ته امر نه دئ شوى چي د چا لوحې کښته او د چا پورته کړو". دا وينا ددې لپاره ثبوت کېداى نه شي چي ګويا پوليس يا دولت نۀ غواړي چي قانون پلى سي بلکه په عمل کي هم همداسې وه. لا چې نور محصلين د دوى پر ضد نۀ وو راوتلي، پوليسو نيژدې د نوې لوحې د لګولو اجازه ورکړې وه خو د پردي فرهنګ ضد محصلينو راټولېدلو د دوى پر دغې ارادې خاورې ور واړولې. که چيرې دغه ډله محصلين نۀ واى راټول سوي نو ليري نه وه چي کابل پوهنتون هم د هغو نورو ولايتونو د پوهنتونونو په څېر د ايراني "دانشګاه" په کلمې ياده سوې واى. دولت چي خپله وروستۍ ساه اخلي دومره کمزورى سوى چي په دريو ولايتونو کي چي اساسي قانون په قانوني ډول نقص سو دولت ورته په رډو رډو کتل. هرات د ايران مستعمره سوې، چي ايراني قونسل يې ټولي فرهنګي چارې تنظيموي، آن چي د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکو ته د پښتو د نه ويلو سپارښتنه کوي. د کابل حکومت چي پر ارګ حکومت کوي د اساسي قانون له ټولو سرغړاويو يا خو بېخبره او يا هم په سرغړاوي کي شريک او دخيل دئ. خو کله چي د دولت دا حال وي نو قانون به آخر څوک پلى کوي. محصلين خو به يې په پوهنتونونو کي پلى کړي خو له پوهنتونونو د باندې به يې څوک پلى کوي، آيا هلته به هم محصلين پسې ورځي. دولت دې پر درانۀ خوب ويدۀ وي! راځئ د دې لپاره چي خپل افغاني فرهنګ مو ساتلى وي او د خپلو ټولو ارزښتونو ساتنه مو کړي وي ټول پوهان، محصلين، ليکوالان، شاعران او د ټولني ټول روڼ اندي خپل کار تر ډېره، دې ته متوجه کړو چي د خپل اصيل فرهنګ د ژغورني او ساتني باعث وګرځي او هيچا ته دا موقع ورنکړو چي پر ارزښتونو مو لوبي وکړي او د راتلونکو نسلونو د نفرت او ناورين وړ وګرځو. نور نو د خپلو نيکونو په څېر چي د مصلحتونو پر اساس يې واک چلولى او موږ يې پر دې برخليک اړولي يو چي هر څوک مو په هر ډول چي يې وس رسيږي د لاندې کولو هڅه کوي، ژوند و نه کړو. نوټ: که په ليکنه کي نيمګړتيا وي نو بخښنه غواړم چي په ډېر تنګ وخت کي مي ليکلې ده.

مننه

Pakhtano, Berai Dobeegee Written by Naseem Pasarlay - بېرته شاته